جمعه, ۱۱ رمضان ۱۴۴۲هـ| ۲۰۲۱/۰۴/۲۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
هغو کسانو ته زکات ورکول چې غیر اساسي څیزونو ته اړتیا لري
بسم الله الرحمن الرحيم
هغو کسانو ته زکات ورکول چې غیر اساسي څیزونو ته اړتیا لري

(ژباړه)

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

زموږ په کتابونو کې بېوزله یا فقیر داسې تعریف شوی: که یو څوک د دومره مال څښتن نه وي چې خپلې اساسي اړتیاوې لکه ډوډۍ، لباس او د اوسېدو ځا برابر کړي، فقیر بلل کېږي. داسې کس ته زکات ورکول کېږي.

البته نورې اړتیا هم شته چې اساسي اړتیاوو ته نېږدې دي. اسلامي دولت هغه د مسلمانانو له بیت المال څخه پوره کوي. لکه علم، د واده لپاره اعانه او لګښت ورکول او د درملنې لپاره زمینه برابرول؛ خو زموږ په ژوند کې چې اسلامي دولت نشته، چې دغه اړتیاوې په اساسي ډول پوره کړي. نو پوښتنه دا ده: ایا کېدایشي چې غیر ضروري اړتیاوې له زکات څخه پوره شي؛ البته لاندې ستونزو ته په کتو:

۱-    د دغو اړتیا د پوره کېدو لپاره د اسلامي دولت نشت

۲- د ځینو فقهاوو قولونه موجود دي چې هغه په ټاکلو شرایطو سره جایز ګڼي.

۳- یاد ضرورتونه مالي ستونزې نه دي، خو اساسي اړتیاوو ته نېږدې دي.

  نو که موږ هغه فقهي رایه چې د دغو اړتیا د پوره کولو لپاره د زکات ورکړه ده، پیروي وکړو، په دغه صورت کې ایا له تبني څخه مو مخالفت کړی؟

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته!

موږ د زکات مستحق فقیر تعریف کړی، هغه څوک دی چې د داسې مال څښتن وي چې اساسي اړتیاوې یې پوره نه کړي. موږ دا څه د دلیلونو پر اساس وویل او د اقتصادي نظام په ۲۱۳ مه پاڼه کې داسې راغلي دي: «اسلام یوازې فقر د انسان لپاره معیار کړی دی، په هر ځای او هره طبقه کې چې دی. نو د اسلام له نظره فقر د اساسي اړتیاوو نه پوره کېدل دي. شریعت دغه اساسي اړتیاوې پر درېیو څیزونو محدودې کړې دي چې عبارت دي له: ډوډۍ، لباس او د اوسېدو ځای. په دې اړه الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿وَعلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ لاَ تُكَلَّفُ نَفْسٌ إِلاَّ وُسْعَهَا لاَ تُضَآرَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا وَلاَ مَوْلُودٌ لَّهُ بِوَلَدِهِ وَعَلَى الْوَارِثِ مِثْلُ ذَلِكَ﴾ [بقره: 233]

ژباړه: د هغه چا چې زامن یې پیدا شوي وي (پلار) لازمه ده چې د مورګانو خوراک او لباس (څومره یې چې وس وي) په غوره ډول برابر کړي. هېڅوک تر خپل وس په ډېر لګښت مکلف نه دی. نه مور او نه هم پلار باید د خپلو زامنو له امله زیان ونه ویني. د زوی پر وارث دا څیزونه لازم دي.

او همدارنګه یې فرمایلي دي:

﴿أَسْكِنُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ سَكَنتُم مِّن وُجْدِكُمْ﴾ [طلاق: 6]

ژباړه: مطلقه مېرمنو ته په هغه ځای کې ځای ورکړئ چې خپله پکې اوسېږئ او وس مو وي.

ابن ماجه له ابي لاحوص نه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«ألا وحقهن عليكم أن تحسنوا إليهن في كسوتهن وطعامهن»

ژباړه: باخبره اوسئ، د هغوی حق پر تاسو دا دی چې له هغوی سره د ډوډۍ او جامو په برخه کې احسان وکړئ.

یاد نصوص  پر دې دلالت کوي چې د شریعت له مخې اساسي اړتیاوې دا دي:

«ډوډۍ، جامې او د اوسېدو ځای.»

همدارنګه د مالونو د کتاب په ۱۹۷ یمه پاڼه کې مې ویلي: «فقیران هغه چا ته ویل کېږي چې د اساسي اړتیاوو لکه ډوډۍ، لباس او د اوسېدو ځای لپاره کافي مال ونه لري. نو که د یو کس مال د اساسي اړتیاوو لپاره حل اقل وي، فقیر بلل کېږي، چې هغه ته صدقه ورکول حلال دي.»

موږ په یاده مسله کې همدې ته ترجیح ورکوو.

بله پوښتنه که اسلامي دولت نه وي چې دا اړتیاوې پوره کړي، هو اسلامي دولت نشته، خو مسلمانان شته دي. اصل دا دی چې اسلام یې د دې لامل شي چې له خپل مال څخه په تبرع ډول له یادو اړمنو خلکو سره مرسته وکړي؛ نه د زکات له مال څخه. د زکات په مال دې له فقیرانو او بېوزلو کسانو سره مرسته وکړي او د اړمنو کسانو د تعلیم، واده او نورو ستونزو د مخنیوي لپاره دې د خپلو مالونو له نورو برخو څخه ورکړي.

خو که پوښتنه کوونکی د مجتهد او یا فقهي د رایې پیروي وکړي، چې د غیر اساسي ستونزو د حل لپاره د زکات په ورکړه قایل دی (علم، واده او درملنه) او زکات پر اساسي اړتیاوو لکه ډوډۍ، جامې او د اوسېدو پر ځای منحصر نه بولي، د هغه دغه پیروي له تبني سره مخالفت لري. خو موږ هغه ته د دغه عمل په وسیله اداري جزا نه ورکوو، یعنې هغه کس چې د زکات مال پر غیر اساسي اړتیاوو لکه زده کړې، واده او درمنله ولګوي، د هغه حساب له الله سبحانه وتعالی سره دی.

ستاسو ورور عطاء ابن خلیل ابوالرشته

ژباړه: بهیر «ویاړ»

اړوند مطلبونه:   « القواعد من النساء

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې