تلفزيون الواقية: قصيدة "يا عاشق القدس"
- خپور شوی په ویډیوګانې
للشاعر عبد الستار حسن (أبو خليل)
للشاعر عبد الستار حسن (أبو خليل)
للشيخ رأفت نجيب (أبو محمد)
سلسلة من اللقاءات الأسبوعية تتناول أهم القضايا والأحداث المستجدة
(الجزء الثاني)
لمتابعة الجزء الأول اضغط هنــــــا
خبر:
د دوشنبې ورځې له غرمې ورسته د ایرفا کریم ای ټي ټاور ته نږدې د لاهور د فېروز پور پر سړک د یوه ماین د چاودنې له امله، لږ تر لږه ۲۶ تنه مړه او ۵۸ نور ټپيان شول. ویل کېږي چې نهه تنه د پولیسو افسران هم په وژل شوو کې شامل دي. د دې حملې موخه هغه افسران وو، چې د لاهور د پراختیا د کارکوونکو امنیت یې پر غاړه و.
تبصره:
له حملې ورسته ډېر ژر د پاکستان طالبانو تحریک (TTP) د دې حملې مسؤولیت پر غاړه واخیست او په ډاګه یې کړه: « زموږ پیغام د اسلام د دښمنانو د لومړۍ کرښې متحدانو ته دا دی، چې زموږ له لارې لرې شئ او یا له داسې برخلیک سره د مخ کېدو تیاری ولرئ.» له دې ډول حملو نه یوازې هغه خلک ګټه پورته کوي، چې د خارجي دولت او بادارانو خدمت کوونکی دي. په دې پېښو کې تل هغه خلک قرباني ورکوي، چې د خپلو وږو بچیو د خېټو مړولو لپاره د یوې ګولې ډوډۍ په لټه کې دي. په دې پېښو سره دوی په یوه ډبره دوه مرغۍ له منځه وړي. له یوې خوا خلک له اسلامه وېروي او له بلې خوا د خلکو تر منځ تفرقه اچوي او د غوسې او وحشت په رامنځته کولو دوی دې باور ته رسوي، چې تاسې د ترورېزم په وسیله احاطه شوی یاست او باید پر ضد یې وجنګېږئ.
TTP د خپل امنیت له ټينګښت نه په بشپړه ټوګه ډاډه دی او دولت د ټولو پلانونو او کارونو پلانوونکی وي. نو پر دغه اساس د TTPله خوا د بې ګناه خلکو دا وژنه اسلام ته نېک نوم نه شي ورکولی. الله سبحانه وتعالی د دوی په موخه پوهېږي. TTP دا پیغام د دښمن د متحدانو لپاره نه دی لېږلی؛ بلکې د عامو خلکو لپاره یې لېږلی دی او دوی به تر هغه په همدغه ذلت کې وي چې د غرب په خدمت کې وي او د دوښمن په پېژندلو کې کوشش ونه کړي. هغه وخت دغه ټول جهالت ته د پای ټکی اېښودی شو، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه د یوه داسې قوي ځواک بنسټ کېږدو، چې پکې د امت د وینې ارزښت په پام ونیول شي. لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«لَا يُلْدَغُ الْمُؤْمِنُ مِنْ جُحْرٍ وَاحِدٍ مَرَّتَيْنِ»
(بخاري او مسلم)
ژباړه: مومن له یوې سوړې دوه ځله نه چیچل کېږي.
د اسلامي خاورې د غصب او اشغال یوه پېړۍ کېږي، چې په دې موده کې د اسلامي امت ډېرې وینې تویې شوې دي او تر دې ټکان ورکوونکې دا چې مسلمان، مسلمان وژني. تر کله به د دې خاینو رهبرانو فریب خورئ؟ نو پر اسلامي امت لازمه ده، چې دوه ځله یوه تېروتنه ونه کړي او یو بل د واقعي اسلام خبرولو او پوهولو ته وهڅوي او د نورو لپاره الګو شي. پر اسلامي امت لازمه ده، چې د خپلو وروڼو او خویندو او خپلې وینې ارزښت درک کړي او پوه شي، چې د دې وینو رېښتونی درک هغه وخت کېږي، چې یو ځل بیا خلافت د نبوت پر منهج پر ځمکه ظهور وکړي. تر دغه چتر لاندې دلیل یوازې د الله سبحانه وتعالی رضایت دی او د شهیدانو لپاره هم د الله تعالی له لوري لوړه مرتبه ده.
لیکواله: اخلاق جهان
د حزب التحریر د مطبو عاتي دفتر لپاره
(ژباړه)
د ۲۰۱۷م کال د جون پر ۱۹مه د واشنګټن پوسټ رپوټ ښیي، چې په وروستیو کلونو کې په نشه یي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو شمېر مخ په زیاتېدو دی. په ۲۰۱۰م کې د ملګرو ملتونو کارپوهانو د یوې احصایې له مخې اټکل کړی دی، چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون کسان په نشه یي توکو روږدي دي؛ چې ډېری یې تریاک د ژوند د ستونزو پر وړاندې د درملو په توګه کاروي. خو همدغه سازمان په ۲۰۱۵م کال کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو شمېر درې میلیونو ته لوړ شوی؛ چې ډېری یې هرویین کاروي. په دې اړه په کابل کې پر نشه یي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې د ملي مرکز متخصصه شایسته حکیم داسې وایي: «دا یوه لویه سونامي ده، که په راتلونکو څو کلونو کې کنترول نه شي، ښايي پر یوه غمیزه بدله شي.» (سرچینه: واشنګټن پوسټ)
افغانستان د نړۍ ۹۰سلنه نشه یي توکي تیاروي او په دې برخه کې پر ستر تولیدوونکي او له بده مرغه پر استعمالوونکي یې هم بدل شوی دی. د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکي په هېواد کې د نشه یي توکو ډېروالی یوه سونامي بولي؛ ځکه پر نشه یي توکو د روږدو کسانو شمېر یوازې په تېرو دوو کلونو کې درې میلیونو تنو ته زیات شوی دی. دې پدیدې لسګونه زره ښځې او ماشومان اغېزمن کړي، له همدې امله ځینو مېرمنو غلا او ځینو بدکارۍ ته مخه کړې. ډېری کورنۍ خپلو ماشومانو ته د نشه یي توکو په ورکولو او له دوی څخه د سړک پر سر د پیسو ټولولو او خیرات لپاره ګټه اخلي او د ژوند برابرولو لپاره خپل اولاد د کمو پیسو په بدل کې واده کوي او یا د همدې وژونکې پدیدې له امله خپل اولاد دارالایتام ته لېږي.
دغه تباه کوونکې پدیده د دې لامل شوې چې یو شمېر ځوانې مېرمنې په نهیلیتوب د پل سوخته بازار له روږدو کسانو سره یوځای شي؛ ځکه دا داسې ځای دی، چې دوی په لږو پیسو خپل اړین توکي تر لاسه کولی شي. له بل لوري دا یوازینی ځای دی، چې دغو کورنیو ته یې په خپله لمن کې ځای ورکړی دی او کولی شي دلته د لږ وخت لپاره د ژوند غمونه او کړاوونه هېر کړي او د ټولو له سترګو لرې وي.
په افغاني ټولنه کې د نشه یي توکو د خپرېدو تر ټولو لوی لامل، د اسلامي مفاهیمو نشت او په دې ټولنه کې د شرعي قوانینو نه تطبیق او یا استعمار، جګړې او ورانۍ دي. دغه وژونکې پدیده کورنۍ، میندې، ماشومان او حتی راتلونکي نسلونه پر خپل ځان روږدي کوي. رپوټونه ښیي، چې په وروستیو دوو کلونو کې پر نشه یي توکو د ماشومانو روږدي کېدو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی. دا خبره مو باید حیران نه کړي، ځکه په دې هېواد کې نشه یي توکي په ځلونو تر غذایي توکو ارزانه دي او په اسانۍ د لاسرسي وړ دي؛ ځکه چې په افغانستان کې د یو ګرام هیرویینو بیه یو پونډ ده.
ډېری مېرمنې د دې لپاره خپلو ماشومانو ته نشه یي توکي ورکوي، چې لوږه حس نه کړي. روږدې کورنۍ پخپله وایي، چې موږ خپلو ماشومانو ته د دې لپاره نشه یې توکي ورکوو، چې لوږه احساس نه کړي او له ځانه نا خبره وي؛ ځکه د کورنۍ د ټولو غړو لپاره د خوراکي توکو برابرول ستونزمن کار دی. ډیری ماشومان د روږدي کېدو په سبب ځان پلورنې ته مخه کوي، چې له خپل دغه عمل څخه حتی په پوره اندازه پیسې هم نه شي ترلاسه کولی، ترڅو د ځان او کورنۍ لپاره غذایي توکي برابر کړي.
معتادي له بهر څخه افغانستان ته را دننه شوې پدیده ده؛ ځکه چې ډیری کسان د بېلابېلو لاملونو لکه: جګړې، بېوزلۍ او نا امنۍ له امله نورو هېوادنو ته کډوال کېږي، فکر کوي چې په معتادۍ به په ښه توګه کار وکړی شي. دوی چې کله خپل هېواد ته راستنېږي، له ځان سره دغه وژونکې پدیده هم لېږدوي او خپله کورنۍ هم په دغه عمل روږدې کوي. نو ویلی شو، چې په دغه هېواد کې د روږدي کېدو لوی لامل هغه جګړه ده، چې لویو استعماري ځواکونو پيل کړې ده.
راپورونه ښیي چې ډیری کورنۍ د خپل غم د هېرولو لپاره، چې د امریکا او ناټو ځواکونو روانې جګړې او بمبار ورته یادګار پرېښی او د خپلې کورنۍ غړي یې پکې له لاسه ورکړي؛ روږدي کیدو ته مخه کوي. دې حملو ډیری ماشومان یتیمان او زیات شمېر ښځې یې کونډې کړې او لسګونه نورې روحي او رواني ستونزې یې پرېښودې. جګړه او وېره له هغه مهمو عناصرو څخه دي، چې د انسان روان اغېزمنوي. لکه څنګه چې د نړۍ روغتیایي سازمان وروستي راپورونه ښیي، چې په نړۍ کې له ۳ میلیونو څخه زیات انسانان په افسردګۍ (ژور خپګان) اخته دي. د (۲۰۰۵- ۲۰۱۵م) کال په پرتله، د دغې وژونکې پدیدې شمېرې ۱۸ سلنه زیاتوالی کړی دی؛ په داسې حال کې چې په افغانستان کې د خلکو له افسردګۍ او رواني ستونزو څخه کره معلومات په لاس کې نشته. بیا هم اټکل کیږي، چې یو میلیون افغانان له رواني ستونزو څخه ځوریږي او له ۱.۲میلیونو زیات کسان له رواني اضطراب سره مخ دي.
نو پر دغه اساس خلک په ژوند کې د غم د هېرولو لپاره، د نشه یي توکو کارول تر ټولو ښه لار بولي. د افغانستان دولت په دې برخه کې هېڅ ډول عملي ګامونه نه دي پورته کړي او یوازې له خپلو بادارانو سره د تروریزم پر وړاندې مباریزې په کار کې، چې په اسلامي خاورو کې د دوی د پاتې کېدو تر ټولو لویه پلمه ده، رښتینې مرسته کوي. د افغانستان دولت حتی د ټولنې اقتصادي وضعیت په پام کې نه نیسې، نو څنګه به د خپلو خلکو د روحي او رواني حالت ته پام وکړي.
په نشه یي توکو روږدي کېدل، یو خواشینوونکی واقعیت دی، چې د اسلامي امت مېرمنې او ماشومان ورسره مخ شوي او په دام کې یې لوېږي. په ژور لید سره درک کولی شو، چې په ۲۱مه پېړۍ کې استعمارګران هره شېبه د اسلامي امت د له منځه وړلو په لټه کې دي او له بده مرغه د دغه مظلوم ملت د دفاع لپاره کوم رهبر نشته. همدا لامل دي چې استعمارګرو له دې تشې نه په استفادې یې په اسلامي خاورو کې غمیزې او وېجاړۍ رامنځته کړې دي او په پایله کې امت په نشه يي توکو په روږدي کیدو، ژور خپګان، رواني ستونزو او داسې نورو ستونزو اخته شوی دی، چې موږ د دغه امت د ژوند پر ګډوډیو شاهد یو. د همدې بدبختیو له امله امت له ژوند څخه خسته شوی دی او د ژوند اصلی معنی یې هېره کړې ده، چې اوس له ژونده بل تعبیر لري. په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی د بشریت لپاره له ژونده ځانګړی تعریف لري.
موږ د راتلونکي نسل؛ خویندو او وروڼو پر وړاندې مسؤول یو، باید دغه مسؤولیت جدي ونیسو او د کفارو پر وړاندې، چې تل یې غوښتي د امت خویندې او میندې له منځه یوسي او ژوند یې د تباهۍ لور ته کش کړي؛ چوپ پاتې نه شو. نو پر موږ لازمه ده، چې ټول ځواک او قدرت مو د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر منهج د خلافت د بیا تاسیس په لاره کې مصرف کړو؛ ځکه دا یوازینۍ لاره ده، چې موږ له ستونزو ژغوري او ټولو بدبختیو ته د پای ټکی ږدي. الله سبحانه وتعالی موږ د ټولو هغو مسلمانو مېرمنو او ماشومانو پر وړاندې، چې یوې ګولې ډوډۍ ته اړ دي او په بد حالت کې دي، محاسبه کوي. نو پر موږ لازمه ده، چې د یو عادل او متقي رهبر په راوستو کې هیڅ ډول هڅه وهاند ونه سپموو؛ ځکه چې یوازې همدا کس د امت ملاتړی او ساتونکی کیدای شي.
﴿وَالْعَصْرُِإِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍُإِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرُِ﴾
[عصر: ۳-۱]
ژباړه: قسم پر زمانه! په یقیني توګه چې انسان په زیان کې دی؛ مګر له هغو کسانو پرته، چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه کوي او یو بل ته پر حق او صبر وصیت کوي.
لیکواله: امانه عابد
د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره