یکشنبه, ۱۱ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

محمد بن سلمان د سعودي حاکمانو په هغه اوږده لېست کې دی چې د امریکا د ګټو لپاره خدمت کوي

خبر:

د سعودي د پاچا ولیعهد محمد بن سلمان په دې ورځو کې د امریکا لخوا سخت په شا ټپول کېږي او امریکايي چارواکي یې ستاینه کوي. داسې ښکاري چې محمد بن سلمان د خپلو سلفو غوندې د امریکا خوشالول خپله دنده بللې ده. نوموړی په دې ډېره بې شرمۍ سره اعتراف کوي چې عربستان د سړې جګړې پر مهال د امریکا امنیتي ګټې خوندی کولې.

تبصره:

محمد بن سلمان د واشنګټن پوسټ له ورځپاڼې سره په خورا څرګندو ټکو ویلي دي چې د سړې جګړې پر مهال عربستان د غرب په غوښتنه د شوروي اتحاد د پرمختګ پر وړاندې وهابېزم جوړ کړ. د محمد بن سلمان دا بې ساری اعتراف د دې څرګندونه کوي چې د سعودي په لاس باندې جوړ شوی وهابېزم د سړي جګړې پر مهال د کمونېزم د ایدیولوږۍ د مخنیوي لپاره د غرب د ځواک لپاره څنګه وکارول شو. محمد بن سلمان دا مني چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دوی خورا زیاتې مدرسې او مسجدونه جوړ کړل او د دې شمېر دومره زیات و چې سعودي دولت د دوی په څارنه کې پاتې راغی.

همدارنګه محمد بن سلمان په صراحت سره دا هم وايي چې په تېره ۸۰یمه لسیزه کې پاکستان د شوروي اتحاد پر وړاندې د غرب د ګټو د تامین لپاره خدمت کاوه. دا څرګنده او مشهوره خبره ده چې د پاکستان مدرسې او مسجدونه د عربستان په مالي مرسته باندې چلېدل او دوی د وهابېزم ایدیولوږي د دې لپاره جوړه کړې وه، چې د جهادي سرتېرو یو لښکر جوړ کړي او په افغانستان کې د شوروي اتحاد پر وړاندې یې وجنګوي. محمد بن سلمان سعودي – پاکستان د سړي جګړې پر مهال د کمونېزم د نسکورولو لپاره د غرب د پلان د مرکزي رول ادا کوونکي په توګه یاد کړل.

د امریکا د پخواني ولسمشر جیمي کارتر د ملي امنیت سلاکار بريژنسکي د هغه بنسټ رهبري کوله چې غوښتل یې شوروي اتحاد ته ماتې ورکړي او اوراسیا سیمه د جیوپولیټيکې مبارزې د محور په توګه وپېژني. نو دا د حیرانتیا خبره نه ده چې سعودي عربستان، ایران، افغانستان او پاکستان د شوروي اتحاد سره د پوځي جګړې د میدان لپاره غوره شوي وو.

بریژنسکې په خپل کتاب (د شطرنج لویه دړه) کې لیکلي دي چې دوی غوښتل چې شیعه او سني اورپکي تر خپلې ادارې لاندې راولي او د دوی په مټ په اوراسیا هېوادونو کې د شوروي اتحاد د پرمختګ مخه ډپ کړي. نوموړی زیاتوي: (په اصل کې، د اسلام د بیا استقرار مفکوره نه یوازې د ایران، بلکې د سعودي لخوا هم مخکې راپورته شوې وه او یو ډول نوی نشنلېزم یې منځته راوړی و، چې د شوروي اتحاد نفوذ یې د کافرانو نفوذ ګاڼه او له دې سره یې سخت مخالف کاوه.)

د دې لپاره چې شوروي اتحاد وځپي، امریکا اړتیا درلوده چې سره پوځ ته په افغانستان کې لومه کېږي. د دې موخې لپاره امریکا تصمیم ونیوه چې د ایران پاچا د قدرت له ګدۍ راکوز کړي او پر ځای یې خمیني کېنوي. د امریکا څېړونکی ژورنالېست ډرایفېس په خپل کتاب (د شیطان لوبه) کې په دې بحث کوي چې: (امریکا څنګه له اسلامي بنسټ پالنې سره مرسته وکړله او امریکا څنګه د شیعه مذهب د پخواني نیمه سوې نسخې سره مرسته وکړه چې په افغانستان کې د شوروي اتحاد پر وړاندې يې وکاروي.)

له یوې خوا شوروي اتحاد په افغانستان کې په هغه لومه کې بند پاتې شو چې امریکا ورته اېښودلې وه او له بلې خوا کرملېن په دې کې پاتې راغی چې له امریکا سره د هستوي وسلو په جوړولو کې سیالي وکړي؛ دا هغه وخت خورا مهمه موضوع وه او په دې سره ورو ورو د یوې امپراطورۍ ټغر په ټولېدو شو.

د شوروي اتحاد تر مرګ وروسته، امریکا په نړۍ کې د یوازیني لوی ځواک په توګه څرګنده شوه او د طالبانو، القاعدې او نورو جهادي ډلو ځپل او له منځه تلل د امریکا د ستراتيژۍ لپاره یوه اندېښنه پیدا کړله. برېژنسکي د افغان جهاد له امله د توندلارېتوب د پیداېښت د نیوکو په اړه داسې وايي: د نړۍ د تاریخ لپاره څه شی زیات مهم دي؟ طالبان کې د شوروي اتحاد رانسکورول؟ څو احساساتي مسلمانان او که د مرکزي اورپا ازادول او د سړې جګړې پای ته رسول؟

هغه پوښتنه چې دلته راپورته کېږي دا ده چې ایا د سړې جګړې پر مهال د سعودي عربستان، ایران او پاکستان مشران د امریکا د لوی پلان په پلي کولو کې، چې شوروي اتحاد ته ماتې ورکړي، شریکان وو؟. محمد بن سلمان په خورا څرګندو ټکو سره وايي چې  د یادو درېيو اسلامي هېوادونو مشرتابه نه یوازې د امریکا ملګري وو، بلکې له امریکا سره یې دومره تودې اړېکې درلودې چې نوره ورباندې خبره نه شي کېدی.

دا څرګنده خبره ده چې د ۲۰۰۱ز کال د سېپټېمبر د ۱۱مې له پېښې وروسته امریکا بېرته د دې هڅې پیل کړې چې وهابېزم یو ځل بیا ځینو هېوادونو ته خپور کړي او هڅې یې کړې دي چې اسلامي هېوادونو له اسلامي ټولنړ بې برخې کړي.  په هر حال دغه اقداماتو دوه بېل غبرګونونه درلودل، په ځانګړې توګه په سعودي عربستان کې، چې دواړو پاچاهانو؛ فهد او عبدالله دا چوپړ کړی دی چې وهابي جوړښت غلی کړي. د عرب پسرلي پایله او همدارنګه د شهزاده په توګه د محمد بن سلمان اقتدار امریکايي پلان ته یوه نوې ساه پوه کړله څو اسلام له سعودي څخه محوه کړي. د سېکولر کولو خواته د محمد بن سلمان چټګو ګامونو نورې پوښتنې راپورته کړې دي او هغه دا چې ایا دا یوه طبیعي مبارزه او جګړه ده او که د غرب لخوا یو بل قرارداد دی؟ د دې پوښتنې ځواب د الله سبحانه و تعالی په لاندې قول کې دی:

﴿أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُواْ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُواْ إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُواْ أَن يَكْفُرُواْ بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلاَلاً بَعِيدًا

[نساء: ۶۰]

ایا هغه کسان نه ګورې چې داسې انګېري چې ګواکي دوی په هغه څه چې پر تا مو نازل کړي دي او همدارنګه پر هغه څه چې تر تا د مخه مو نازل کړي دي ایمان راوړی دی، دوی غواړي چې په طاغوت باندې حاکمیت وکړي، په داسې حال کې چې دوی ته امر شوی دی چې له طاغوته منکر شي او شیطان غواړي دوی په لویه ګمراهۍ سره ګمراه کړي.

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

د عبدالمجید بهاتي لیکنه

ژباړه: احمد ولي وردک

ماخذونه:

[1] https://tribune.com.pk/story/1672777/3-wahhabism-spread-behest-west-cold-war-mohammed-bin-salman/

[2] http://www.azquotes.com/quote/654880

[3] http://americanempireproject.com/devils-game/

د مطلب ادامه...

بریټانیا:« له صهیونیزم پرته منځنی ختیځ، د راتلونکې تګلارې نقشې» تر سرلیک لاندې کنفرانس

حزب التحریر بریټانیا « له صهیونیزم پرته منځنی ختیځ د راتلونکې تګلارې نقشې» تر سرلیک لاندې کنفرانس ونیولو، ځکه چې د مبارکې خاورې فلسطین غاصبین(یهودیان) په داسې حال کې د اشغال شوې خاورې دوه اویایمه کلیزه تجلیلوي، چې مسلمانان د اسلامي خاور د حکامو له خیانت څخه ځورېږي. اوس د دې وخت رارسېدلی چې اسلامي امت باید پر دې وپوهېږي چې د فلسطین مبارکه خاور یوازې او یوازې په سیاسي او مخلصه رهبرۍ سره په راشده خلافت دولت کې چې د منځني ختیځ امنیت تامینوي، ازادېدلی شي.
ویناوال: استاد یحیی نسبت، استاد مزهر خان، استاد ابو یوسف
ځای: بیرمنګام ښار
۱۴۳۹هـ، د شعبان ۲۶مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۱۲مه

د مطلب ادامه...

«جنات بیسپالوا له بنده وژغورئ!»

  • خپور شوی په سیاسي

د روسیې د جنایتکاره رژیم د وحشتونو په ترڅ کې نن ورځ په سلګونو مسلمانان له حزب التحریر سره د کارکولو له امله په روسیه کې بندیانېږي. د ۲۰۰۳م د روسیې د سترې محکمې بې شرمې پرېکړې حزب التحریر یو ترهګر سازمان بللی او بندي شوي مسلمانان یې په ترهګرۍ تورن کړي. د دغې پوچې پرېکړې پر بنسټ دغه اسلامي سیاسي ګوند یو «ترهګر» ګوند وبلل شو. 

د حزب التحریر د غړو پر وړاندې د روسيې له کلکو قوانینو سره سره، جزاګانې په اساسي قانون کې د مذهبي بنسټپالنې د قوانینو پر اساس نه دي ټاکل شوي؛ بلکې د «ترهګرۍ» د قوانینو پر بنسټ ټاکل شوي دي، چې له امله یې جزا شل کلن بند ته رسېږي.

د دغو قوانینو د پلي کېدو په موخه د روسیې په ټولو سیمو کې دعوتګران څارل کېږي، په ځانګړې توګه په سینټ پیترزبورګ(St. Petersburg) کې چې د تېرو څو کلونو په ترڅ کې پکې په لسګونو دعوتګران نیول شوي او بندیان شوي دي. د نومبر پر ۲۴ مه امنیتي کړیو د حزب د یوه غړي عیسی رحیموف چې ۱۲ کاله د بند جزا ورته ټاکل شوي وه، مېرمن هم بندي کړه. د عیسی رحیموف مېرمن چې روسي اصله ده، اسلام یې قبول کړ او خپل نوم یې له الا څخه جنات بیسپالوا ته بدل کړ. دغه مېرمن له حزب التحریر سره د کارکولو له کبله ونیول شوه او د نورو جنایتکارانو په څېر په زندان کې واچول شوه. د ۲۰۱۸م په جنوري کې  پرېکړه وشوه، چې د دغې خور توقیف به دوه میاشتې نور هم وغځېږي یعنې د ۲۰۱۸م د مارچ تر ۱۶مې پورې به دا مېرمن په بند کې پاتې وي بیا به یې محکمه پیلېږي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الآيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ﴾

[ال عمران:۱۱۸]

ژباړه: په رښتیا سره د زړونو دښمني یې له خولې څخه راوځي او څه چې هغوی په خپلو سینو کې پټ ساتلي دي، هغه له دې څخه زیات دي. موږ تاسو ته په ډاګه څرګندې لارښوونې کړي دي، که تاسو وپوهېږی.

دغو ټولو جنایتونو ته په کتو سره د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د «جنات بیسپالوا له بنده وژغورئ!» تر سلیک لاندې نړیوال کمپاین پیل کړی دی. د مظلومو مسلمانو میندو پر وړاندې د روسیې کړنو ته په غبرګون کې تر ټولو غوره ځواب پر نبوي طریقه د رښتیني خلافت د راوستلو لپاره له حزب التحریر سره کار ته دوام ورکول دي. دا د الله سبحانه و تعالی د رضا لاس ته راوړلو سمه لار ده. د اسلامي حاکمیت په راتګ سره مسلمانان کفري قوانین، ظالم او جابر رژیمونه بدلوي. په دې اړه الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾

[الانفال:۲۴]

ژباړه: اې ایمان راوړونکو! د الله او د هغه د پېغمبر بلنې ته ښه راغلاست ووایایئ، کله چې پېغمبر تاسو ته د هغه شي په لور بلنه درکړي چې تاسو ته ژوند بخښونکی دی. پوه شئ چې الله د انسان او د هغه د زړه ترمنځ پرده ده او د هغه لوري ته به تاسو غونډ کړای شی.

اې پروردګاره! موږ له تا نه په خورا عاجزۍ سره مرسته غواړو، زموږ  جنات بیسپالوا خور، د هغې خاوند او ټول مسلمانان چې له کوم جرم پرته د ظالمانو په زندانونو کې بندیان دي، خلاص کړه او د هغو مظلومو مسلمانانو ساتنه وکړه چې د اسلام لپاره دعوت کوي. اې خالقه! هغه ورځ رانږدې کړې چې ټوله خاوره د اسلام له حاکمیت او ستا له مرستې څخه برخمنه شي. موږ ټول هغه کسان رټو او غندو چې زموږ د سپېڅلي امت پر زامنو او لوڼو بریدونه کوي. اې ربه زموږ دعا قبوله کړې، امین.

حزب التحریر- مرکزي مطبوعاتي دفتر

ژباړن:خبیب

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې