سه شنبه, ۱۳ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۰۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د خلافت د تاسيس پر مټ اشغال شوی کشمير ازادولی شئ Featured

د پاکستان د سياسي او نظامي مشرتابه د چوپتيا له امله، هند په اشغال شوي کشمير کې خپلو وحشتونو ته دوام ورکوي

د ۲۰۱۸م د مې پر ۶ مه هندي ځواکونو په اشغال شوي کشمير کې د پوهنتون د یوه استاد په ګډون نږدې ۱۰ مسلمانان شهیدان کړل. هندي ځواکونو د سرينګر په سوېل د شاپيان د ولسوالۍ د باديګم په کلي کې هغه کور کلابند کړ، چې پنځه مجاهدین پکې وو. هغوی ټول له هندي ښکېلاکګرو ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې شهيدان شول. د اشغال شوي کشمير په سوېلي برخو کې د مجاهدينو د شهادت له امله د خلکو له لورې لاریونونه پيل شول. هندي ځواکونو د خلکو د تیتولو په موخه ډزې وکړي، چې په پايله کې یې پنځه نور مسلمانان هم شهیدان کړل.

د هند دغه روان وحشتونه له دې امله په اشغال شوي کشمير کې دوام لري، چې د پاکستان سياسي او نظامي مشرتابه په اشغال شوي کشمير کې پر سرحدونو او د کنترول پر ليکه د بريدونو پر وړاندې د امريکایي تګلاره «ډډه کول» څاري. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ قَاتِلُواْ الَّذِينَ يَلُونَكُم مِّنَ الْكُفَّارِ وَلِيَجِدُواْ فِيكُمْ غِلْظَةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ

[التوبه: ۱۲۳]

ژباړه: ای مومنانو! له هغو کفارو سره جګړه وکړئ، چې تاسې ته نږدې وي، تر څو دوی (کفار) په سختۍ کې ښکېل شي او پوه شئ چې الله سبحانه و تعالی له پرهېزګارانو سره دی.

ایا د پاکستان سياسي او نظامي مشرتابه نه دي هڅول شوي، چې د شانګهای همکارۍ سازمان په لارښوونه د ۲۰۱۸م په سپټمبر کې له هند سره یو ځای په روسيه کې په نظامي تمريناتو کې د برخې اخيستلو وړانديز قبول کړي او يا دا چې هند هڅوي، ترڅو په اشغال شوي کشمير کې د مسلمانانو وژنې ته نور هم دوام ورکړي او د کشمير په دره کې  لا زيات وحشتونه ترسره کړي؟ ایا هند نه دی هڅول شوی، چې خپلو تېري کوونکو تګلارو ته د مسلمانانو پر وړاندې له کومې وېرې پرته دوام ورکړي؟ په داسې حال کې چې د پاکستان سياسي او نظامي مشرتابه په دوامداره ډول هند ته بلنه ورکوي، چې د چين-پاکستان اقتصادي دهليز سره يوځای شي.

دا څرګنده ده، چې د پاکستان سياسي او نظامي مشرتابه د هند پر وړاندې د امريکا د «مخنيوي» تګلاره تعقيبوي، تر څو په سيمه کې د امريکا د بهرنۍ تګلارې موخې خوندي کړي او دغه چارواکي هڅه کوي چې له روسيې او چين سره د اړيکو په پراخولو سره خپل خيانتونه پټ کړي. په ډاډ سره ويلای شو چې پاکستان په سيمه کې له تېرو ۷۰ کالونو راهيسې د امريکا د ګټو د ساتلو په چوپړ کې بوخت دی، خو په دې ترڅ کې امريکا له پاکستان سره د اشغال شوي کشمير د ازادېدو په برخه کې هیڅ نه دي کړي، نو ښکاره ده چې روسيه او چين به هم هيڅکله له موږ سره په دې تړاو کوم څه ونه کړي دوی ټول کفار دي او د اسلام او مسلمانانو دښمنان دي.

اې د پاکستان د پوځ مخلصو چارواکو! ملګري ملتونه، نړيواله ټولنه، امريکا، روسيه، چين او نور قدرتونه به زموږ د ګټو د ساتلو او د اشغال شوي کشمير د ازادولو په موخه له موږ سره هيڅ مرسته ونه کړي. موږ د نبوت پر تګلاره د خلافت له تاسیسولو پرته بل کوم بديل نه لرو، چې د مسلمانانو خاورې، پوځونه او سرچينې سره يوځای او مسلمانان پياوړي کړي. په پای کې به د راشده خلافت تر مشرۍ لاندې د جهاد بيرغ د اشغال شوي کشمير د ازادۍ لپاره لوړ او په دنيا او آخرت کې به بری در په برخه شي. الله سبحانه وتعالی امر کوي:

﴿فَمَنِ ٱعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ فَٱعْتَدُواْ عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا ٱعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ

[البقره: ۱۹۴]

ژباړه: هر هغه څوک چې پر تاسې بريد کوي، تاسې هم پر هغوی ورته بريد وکړئ.

حزب التحرير- ولايه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: رمضاني خپرونې «اې پروردګاره! ما روژه نیولې - دویم جلد»

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ویاړي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د «اې پروردګاره! ما روژه نیولې – دویمه برخه » تر سرلیک لاندې د الواقیه تلویزیون له تصویرې خپرونو نوې خپرونه چې اسلامي نیکوکاره دعوتګران یې د نړۍ له بېلابېلو برخو د مزکزي مطبوعاتي دفتر د پاڼو لیدونکو او تعقیبوونکو ته وړاندې کوي، ددغې خپرونې لومړۍ برخه د ۱۴۳۸هـ په رمضان کې خپره شوې وه، ، له موږ سره اوسئ
پنځمه برخه
[ایا زموږ د سږکال روژه سمه ده!؟]
الحاج صالح الرازم
حزب التحریر/ د فلسطین مبارکه خاوره
۱۴۳۹هـ، د مبارکې رمضان ۵مه، دوشنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۲۱

د مطلب ادامه...

ولایه لبنان: د حزب التحریر ځوانان په مسجدونو کې په ډاګه د حق خبرې بیانوي

په مسجدونو کې د حزب التحریر- ولایه لبنان د ځوانانو د وینا او بیانیو خپرونه

                           ۱۴۳۹ه، د شعبان ۲۵مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د مې ۱۱مه       

                                             په ابي القاسم مسجد کې د استاد عبد الله درباس ویناوې

د مطلب ادامه...

څرګندونې «د غزې عام وژنه!»

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د رییس، دکتور عثمان بخاش (ابو عبیده) اونیز سیاسي تحلیل 

                                            ۱۴۳۹ه، د مبارکې روژې درېیمه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۱۹مه

د مطلب ادامه...

الاقصی مسجد: «د ۱۴۳۹ه، رمضاني درسونو خپرونه»

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ویاړي چې د ۱۴۳۹هـ/ ۲۰۱۸م، د روژې په مبارکه میاشت کې د حزب التحریر ځوانان د روژې مبارکې میاشتې په دوام سره په الاقصی مسجد کې د «۱۴۳۹هـ رمضاني درسونه» تر عنوان لاندې درسونه ورکوي، چې د تصویري خپرونې په بڼه د مطبوعاتي دفتر د پاڼو او سایټونو لیدونکو او تعقیبوونکو ته هم وړاندې کېږي، نو له موږ سره اوسئ... رمضاني درسونه
[له نفس سره مبارزه!]
وړاندې کوونکی: شيخ محترم سعيد الكرمي (ابو عبد الرحمن)
۱۴۳۹هـ، د مبارکې روژې لومړۍ، پنجشنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۱۷مه

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: څو شېبې له قران کریم سره « په خلکو کې د اسلامي عدالت پر بنسټ د حکم او فیصلې وجوب»

ترتیبوونکی: احمد الصوراني 

                           وړاندې کوونکی: منیر ناصر   

                          ۱۴۳۹ه، د مبارکې روژې درېیمه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د مې ۱۹مه

د مطلب ادامه...

د سعودي حکامو ړوند لیدلوری

خبر:

د سعودي پاچا سلمان او ولیعهد محمد بن سلمان د شنبې په ورځ په هغو مراسمو کې چې د یوه پراخ تفريحځای د بنسټ د ډبرې ايښودلو لپاره نیول شوي وو، ګډون وکړ. دا ډول هڅې د هغو سترو هیلو او ستراتېژیو زړه ګڼل کېږي، چې سعودي حکام یې د اقتصادي ودې او ټولنیزو محدودیتونو د لرې کولو په موخه ترسره کوي.

قدیه شاوخوا یو ساعت له ریاض څخه لرې موقعیت لري، دا ځای به په ۳۳۴ (۸۴۰۰ ایکړ) کیلومتره مربع سیمه کې، چې له ډیزني نړۍ (Disney World) څخه شاوخوا دوه چنده پراخ ده، جوړېږي.

په دې تفریحځای کې شپږ بیرغ لرونکي پارکونه، د اوبو پارکونه، د موټرونو د ځغاستې ځای، کلتوري سیمې او تفریحي کورونه جوړېږي. د یو دولتي ویاند په خبره قدیه به په کال کې یونیم میلون سیلانیان را جلب کړي او د لومړي پړاو پرانيسته به یې په ۲۰۲۲م وي.

د ځایي رسنیو د راپور پر بنسټ، یوازې د دې د بنسټ لګښت شاوخوا ۳۰ میلیاردو ریالو ته رسېږي، چې نږدې له اته میلیاردو ډالرو سره برابر دی او ټوله پروژه به لسګونه میلیارده ریاله ارزښت ولري. (رویټرز- ۲۰۱۸/۴/۲۹)

تبصره:

 سعودي عربستان له کلونو، کلونو راهیسې د اسلامې نړۍ د یوې محافظه کاره او ساتونکي څېرې په شان رول لوبولی خو اوس د ځان مډرن ښودلو لپاره او له تفریح سره د مینه لرونکي ولس په توګه ستر ګامونه اخلي، خو دغه ولس لا له وړاندې له اسلامي اصولو سره سم د مذهبي دستورونو او  ملایانو له لورې په رښتینې توګه نه و مهار شوی.

د ۲۰۱۸م په اپرېل میاشت کې سعودیان د ځان مډرن ښودلو په موخه وتوانېدل، چې په ریاض کې د عربي ټنګ ټکور په ګروپي کانسرټ کې برخه واخلي، چې د مصري نندارو جوړوونکي کور(Egyptian Opera House) له لورې جوړ شوی و او ورپسې یې په پلازمېنه کې د هالیوډ تازه فلم، غچ اخستونکی(Avergers) پرانيسته، چې له نړیوالې پرانیستې سره سم په ریاض کې نندارې ته وړاندې شو او بیا د «WWE»  تر ټولو لویي ځانګړې شاهي سیالۍ وې، چې په جده کې د پاچا عبدالله په ورزشي ښاري لوبغالي کې وشوې. 

د سعودي وروستي اقتصادي پلانونه (Disneyland) داسې مهال وړاندې کېږي، چې سعودیان له هیواد څخه بهر په کال کې د تفرېح او سیاحت لپاره نږدې ۳۰ میلیارده ډالره لګوي. له دغه ډول پروژو څخه تمه کېږي چې نوې دندې به پیدا شي او کورنیو ته به د دې موکه برابره شي، چې د بهر پر ځای په کور دننه کې له تفریح څخه خوند واخلي.

لکه څرنګه چې اوس مهال پاملرنه یوازې تفرېح او سیاحت ته اړول شوې، نو محمد بن سلمان غواړې چې د سعودیانو پیسې په کور دننه کې ولګېږي او په ورته مهال غواړي چې د دغه فاسد نظام شتون ډاډمن کړي، ترڅو د تفریح او سیاحت د دروغجن احساس پر مټ خلک بوخت او په خپله ولکه کې یې راولي. د سعودي حکام تل له هر راز سیاسي بدلون څخه په وېره کې دي. په تېر وخت کې،هغوی د اسلام له افراطي تفسیر څخه په ګټه اخسیتنې دغې موخې(خلک بوختول او په خپله ولکه کې راوستلو) ته کار کاوه او اوس داسې برېښي چې د اسلام له سطحي تفسیر څخه په دې برخه کې کار اخلي.

پر لوړ معیار ژوند کول، د صنعت په برخه کې د کاري فرصتونو د کموالي له امله او پر بهرني ارزانه اجیرانو باندې تکیه هغه څه دي، چې سعودي عرب یې اقتصادي بدلون ته اړ کړی او د خپلو خلکو د لیدلورې بدلون ته اړتیا ویني، خو سعودي وګړي د لوېدیځ په څېر داسې تفریح او خوشحالۍ ته اړتیا نه لري، چې اسلام تل د امریکا په چوپړ کې راولي او په مرسته یې دوی د رژیم له وحشتونو ځان وژغوري.

دغه امت داسې دندو ته اړتیا لري چې د صنعت د ریښیتني پرمختګ په پایله کې لاس ته راغلې وي؛ نه هغو ته چې د لوېدیځ د مصرفونکې مفکورې په پایله کې له پور اخستنې څخه منځته راغلې وي. نن ورځ له سیاحت او تفرېح څخه د امت د انحطاط او زوال په موخه ګټه اخیستل کېږي. د دغو موخه دا ده چې له اوسني خواشینونکي حالت څخه د امت پام بل لورې ته واوړي، د مزدورو حکامو له لورې د امت سرچینې لوټې کړي او تل پر لوېدیځ تکیه وي. امت اوسمهال پر ځان بسیا اقتصاد ته اړتیا لري، چې پر لوېدیځ او د لوېدیځ د موډرنیزم پر مفکورې پورې تړلی نه وي.

دا امت یوه موخه لري او هغه د اسلامي ايډیولوژۍ پر مټ اسلام بشریت ته رسول او د هغوی مشري کول دي، ترڅو له دې لارې د بشر ستونزې حل کړي او خلک له بې ځایه وخت تېرولو څخه واقعي موخې ته را وګرځوي. که د الله خوښه وي، انحراف او انحطاط به زموږ رښتینولي او رښتینې موخه بدله نه کړي. پر نبوي منهج د خلافت تاسیس هغه لید لوری دی چې امت ورته اړتیا لري، نه د محمد بن سلمان ړوند لید لوری.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکواله: نازیه رحمان

ژباړن: عبدالله لطفي

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې