شنبه, ۱۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 رجب 1442

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 18 فبروری 2021 م

شمېره:      ۳۰/ ۱۴۴۲

تونس
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
رژیم د حزب التحریر غړي یو ځل بیا په داسې حال کې ګواښي، چې دوی د «اې مسلمانانو، خلافت بیا تاسیس کړئ!» تر عنوان لاندې کمپاین پيل کړی دی

د ۱۴۴۲هـ.ق کال، د رجب په ۵مه، چې د ۲۰۲۱م کال د فبرورۍ له ۱۷مې نېټې سره سمون خوري، حزب التحریر د خلافت د ړنګېدلو د سلمې کلېزې په پوره کېدلو سره د «اې مسلمانانو، خلافت بیا تاسیس کړئ!» تر سرلیک لاندې کمپاین پیل کړ. د کمپاین په لړ کې، په سیدي بوسعید ښارګوټي کې امنیتي ځواکونو د حزب التحریر د غړي، ظهیر العمري په کور چاپه ووهله. تر سختې پلټنې وروسته یې د هغه په کور کې ټول کتابونه له ځان سره یوړل. دغې پېښې د هغه پر کورنۍ باندې سخت وحشت او ډار خپور کړ. امنیتي ځواکونو د پیښې د ځای د پرېښودلو په وخت کې د نوموړی د احضار امر هم پرېښود.   

دا څووم ځل دی، چې د حزب التحریر له دغه غړي سره ورته کړنه تکرارېږي. څو ځلې د ده کور تر برید لاندې راغلي او دی امنیتي ادارو ته غوښتل شوی دی. داسې ښکاري چې په تونس کې امنیتي ځواکونه، د رسول الله صلی علیه وسلم د امت د مخلصو ځوانانو، له ازار پرته، چې د امت د بیا احیا او د کفارو د حاکمیت څخه د ژغورني لپاره شپه او ورځ کار کړي بل کار نه لري. هو دا هغه ځوانان دي چې یوازینۍ هیله یې د دغه کفري او فاسد نظام څخه د مسلمانانو ژغورل او د نړیوال ډیموکراتیک ترورېزم او د هغه د ملاتړو د ناوړه دسیسو افشا کول او له منځه وړل دی.   

د خلافت له نه شتون څخه سل کال پوره شول، چې د مسلمانانو تاج، د دوی د عظمت سمبول او  ویاړ د ځینو عربو او ترکانو، د خیانت او له کافر غرب سره د همکارۍ په پایله کې نړول شوی دی. دغې پېښې له اسلامي امت څخه د دفاع ډال واخیست او مسلمانان یې د بې سر پرسته یتیمانو په څېر، د ژوند په لویه دښته کې وحشي ځناورو ته  یوازې پرېښودل. د امت د دغه ځورونکي حالت د کابو کولو لپاره حزب التحریر د مبارزې ډګر ته راودانګل، دا هغه حزب دی چې رهبران یې مسلمانانو ته دروغ نه وايي. د دغه حزب مخلصو ځوانانو د الله سبحانه وتعالی سره وعده کړې، چې دوی به په دغه لاره کې د هېڅ ډول ستړیا احساس ونه کړي او د دوی پرېکړه به تر هغه وخت بدلون ونه مومي، څو چې یې د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت تاسیس کړی نه وي.    

اې امنیتي ځواکونو! د خپلو خلکو په اړه له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږئ  او د کفر استعماري وسیلې مه کېږئ. په دې باندې پوه شئ چې د خلافت د تاسیس وخت را رسېدلی دی او یوازې ستاسو نیک اعمال کولای شي تاسو ته خیر ورسوي. لکه څنګه چې رسول الله صلی علیه وسلم تاسو ته د قسطنطنیې د فتحې زېری درکړی وو، په همدې ډول هغه مبارک د نبوت پر منهج د خلافت د تاسیس زیری هم ورکړی دی، نو راولاړ شئ او د (اې مسلمانانو، خلافت بیا تاسیس کړئ!) تر سرلیک لاندې د کمپاین برخه وګرځئ، رسول الله صلی علیه وسلم فرمایي.

«بَشِّرْ هَذِهِ الْأُمَّةَ بِالسَّنَاءِ وَالرِّفْعَةِ وَالدِّينِ وَالنَّصْرِ وَالتَّمْكِينِ فِي الْأَرْضِ، فَمَنْ عَمِلَ مِنْهُمْ عَمَلَ الْآخِرَةِ لِلدُّنْيَا لَمْ يَكُنْ لَهُ فِي الْآخِرَةِ نَصِيبٌ»

ژباړه: «دغه امت ته په ځمکه کې د عظمت، لوړې مرتبې، دین، بریا او ځواک زیری ورکړئ، خو هغه څوک چې د دوی په منځ کې د اخرت کارونه د دنیوي ګټې په موخه ترسره کوي، هغه د اخرت لپاره هېڅ ګټه نه لري.»  (له احمد څخه روایت شوی)

#أقيموا_الخلافة
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
#خلافت_بیا_تاسیس_کړئ

د حزب التحریرـ ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې