چهارشنبه, ۲۸ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۲۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

په عریحه ښار کې د احرارالشام لخوا د حزب التحریر د یوه غړي ابراهیم حاج علي (ابودجانه) نیول

  • خپور شوی په سوریه

(ژباړه)

د ۲۰۱۸م د سپتمبر په ۲۳مه د شپې په دوولسو بجو ابراهیم حاج علي (ابودجانه) د عریحه ښار په حومه سیمه کې له خپل کور څخه د احرار الشام « ملي ازادۍ غوښتونکې ډلې» د امنیتي ځواکونو یوه غړي له کوره ایستلی بیولی، چې تراوسه یې په اړه څه معلومات نشته.

د جریکو ټول اوسېدونکي او په دغه ښار کې فعال لوري په دې پوهېږي چې ابودجانه له هغو لومړنیو کسانو څخه و چې د شام د کبرجنو د ظلم پر وړاندې یې د حق چیغه پورته کړه. د هغو کبرجنو پر وړاندې چې پلار او ورور یې ونیول او له نامعلوم برخلیک سره یې مخ کړل.

ابودجانه د حزب التحریر غړی دی، چې د رسول الله د منهج پر اساس او د راشده خلافت د تاسیس له لارې یې د اسلامي ژوند د رامنځته کولو لپاره کار کاوه. هغه خلافت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له ړنګېدو وروسته د بیا راتګ زېری ورکړی. هغه طریقه چې د قدرت له خاوندانو څخه د طلب نصرت سربېره د کفري افکارو، مفاهیمو، قوانینو او نظامونو پر وړاندې فکري او سیاسي مبارزه هم کوي. نو بیا د ابودجانه جرم څه و چې په نیمه شپه کې له خپل کوره ایستل کېږي او له نامعلوم برخلیک سره مخ کېږي؟

دا د لمر په څېر ښکاره خبره ده چې د شام د ظالم رژیم په اشاره د حق اواز بندول یوازې د احرار الشام او ځینو نورو جاوسوسي ډلو کار دی؛ د هغه رژیم چې له ظلم او بې عدالتۍ څخه یې خلک تر پوزې راغلي او دا پخپله د شام د انقلاب اصلي دلیل دی. نو موږ حزب التحریر- ولایه سوریه د دوی په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه خبره بیانوو:

«الظُّلْمُ ظُلُمَاتٌ يَوْمَ الْقِيَامَةِ»

ژباړه: ظلم به د قیامت په ورځ د تیارو په څېر راښکاره شي.

له شک پرته هغه ورځ راتلونکې ده چې الله سبحانه وتعالی به د اسلامي خلافت د ځلېدونکې شمعې په واسطه دعوت لېږدوونکي او ټول مسلمانان بریالي او ظالمان ذلیل کړي.

﴿وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ﴾

[شعراء: 227]

ژباړه: او ظالمان به په چټکۍ سره پوه شي چې د دوی بېرته راګرځېدل چېرې دي!

د حزب التحریر- ولایه سوریې مطبوعاتي دفتر

ژباړن: منصور دریځ

 

د مطلب ادامه...

غرب ته ازادۍ سپېڅلې دي

(ژباړه)

خبر:

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي د سې‌شنبې پر ورځ وویل، چې هغه له سپکاوي څخه د ډکو کاریکاتورونو د سیالۍ په اړه له خپل هالنډي سیال سره خبرې کړې او همدارنګه د اسلامي همکاریو له سازمان (OIC) څخه یې غوښتي دي، چې په دې اړه یوه بیړنۍ ناسته جوړه کړي چې په هالند کې پلان شوي کفري راتلونکې ته د ځواب ویلو لپاره د ټولو د رایو په تائيد یوه موضوع غوره کړي.

په هغه مطبوعاتي کنفرانس کې، چې  د فدرال په ودانۍ کې جوړ شوی و، د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې هغه یې له خپل هالنډي سیال سره خبرې کړې او ورته ویلي یې دي، چې له سپکاوي څخه د ډکو کاریکاتورونو د سیالۍ لپاره د هالند د پارلمان د استازي ګرت ویلدرز ناوړه عمل د خلکو غوسه را پارولې، چې په ټوله نړۍ کې یې د مسلمانانو احساسات ځپلي دي. د داسې کړنو سرته رسول به تاوتریخوالی او دوښمني پراخه کړي. (سرچینه: د پاکستان ډاون ورځپاڼه، ۲۰۱۸م د اګست ۲۹مه)

تبصره:

د هالند د ازادي غوښتونکي حزب د وروستي سپکاوي په ځواب کې د اجتماعي رسنیو د پيغامونو له مخې د پاکستان د ټولو خلکو غوښتنه پر هالنډ د مالونو بندیز دی. ځینې هم د درېیو ورځو لپاره د یوتیوب او ګوګل د کانالونو د بندېدو غوښتونکي شول. ځینو له مسلمانانو څخه وغوښتل چې صبر وکړي او د اسلام او رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښوونو د رسولو لپاره د پيغمبر صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه یو عمل غوره کړي. انلاین اعتراضونه روان وو او اعترضي لاریونونو، چې د پاکستان د لبیک تحریک په واسطه رهبري کېدل، ادامه لري، تر څو حکومت خپلې دیپلوماتیکې هوکړې له هالند سره پرې کړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته له سپکاوي څخه ډکې کړنې بې توجه او همدارنګه نوې نه دي. د مسلمانانو غوسه به سړه شي او ځینې احساسات به د ځينو نورو کړنو په واسطه، چې توصیه شوې دي له منځه ولاړ شي.

اصلي ستونزه دا ده چې په غربي نظام کې د بیان ازادي تقدیس کېږي او دا هغه دفاع ده چې ددغه کار لپاره ترسره کېږي. ازاد بیان که څه هم واضح نه دی تعریف شوی، خو له نفرته ډکې خبرې هم نه دي. دا د هغو کسانو لپاره کمزوری تفسیر دی، چې پرېکړه یې کړې او د خپلې شخصي برنامې لپاره یې کاروي.

دا باور شته دی چې د بیان ازادي به د مفکورو د پرمختګ لامل شي او د مناظرو بندول ظلم دی، کلیسا او سلطنتي حکومتونو په تېر وخت کې دا کار کړی دی. نو ځکه دین هېڅکله د ازادیو د مخنیوي لپاره د یوه دلیل په توګه ونه منل شو او د فکر دا ډول په دې معنا دی، چې هر کس او هر کار مسخره او ریشخند کیدلی شي.

په دې موضوع کې تناقص ډېر ښکاره دی، مثلا د هولوکاست د تکذیب او یا سوال په اړه خبرې سمې نه دي. همدارنګه په یاد مو دي، چې ډېرو ملتونو حجاب او نقاب منعه کړی او هغوي هغه اهمیت چې په دې موضوع کې یې ازادۍ ته ورکوي، هېر کړی دی.

کله چې مسلمان رهبران خپله غوسه ښکاره کوي او همدارنګه د هالنډ د بهرنیو چارو له وزیر سره په اړیکه کېږي، په اصلي قضیه کې یوه ګډوډي شته ده، دا چې ازادي څه ارزښت لېږدوي او په غربي ژوند کې اساسي دي. د هیواد صدراعظم عمران خان د داسې پېښو را منځته کېدل ـ چې د اسلامي نړۍ ناکامي ګڼل کېږي ـ وغندل. هغه وایي دا موضوع به د ملګرو ملتونو په راتلونکې عمومي غونډه کې مطرح کړي.

دا اسلامي نړۍ ته یوه ستره ناکامي ده، د هېواد صدراعظم دا له خپل شخصي ادرس څخه د دوشنبې په ورځ د سناپه مجلس کې وړاندې کړ. عمران خان وویل: «د اسلامي همکاریو سازمان(OIC) باید ډېر مخکې دا موضوع څېړلې وی او یوه عملي ستراتېژي یې پلې کړی وی، خو اوس باید دا سازمان د یو لړ نفرت اچوونکو حرکتونو څخه چې ترسره کېږي، را ویښ شي، هغه حرکتونه، چې د مسلمانانو احساسات ځپي.» (سرچینه: اکسپرس تریبون، ۲۰۱۸ م کال د اګست ۲۷مه)

عمران خان وړاندیز کوي، چې باید د غربي نظام پر یوه برخه (پر ملګرو ملتونو) فشار راوړو. دا سازمان د ارماني ازادیو د ملاتړ لپاره جوړ شو او په نړۍ کې د یوه لید د وړاندې کولو په هځه کې دی. حق او باطل، ښه او بد، تګلارې او ارزښتونه ټول د یوه معیار په واسطه چې هماغه د سیکولر معیار دی، مشخص کېږي. په اسلام کې دا یو تناقص دی، چې دا موضوع هېڅکله د دوی د بقا د علت په توګه ونه شمېرل شي. د ازار، غوسې او ځورولو احساس د مسلمانانو په نزد پر هغې عقیدې پورې اړوند دی، چې دوی یې لري. مسلمانان حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او نورو ټولو پیغمبرانو علیهم السلام ته احترام لري او د عقیدې د یوې برخې په توګه ورسره محبت لري. دا به هغه کس ته چې ازادي د عقیدې په بڼه لېږدوي، هېڅکله معنا ونه لري، ځکه چې د کس پرېکړه د دې په اړه چې څه شی مقدس دي او څه شي ته سپکاوی د منلو وړ دی، پخپله فرد پورې تړاو لري.

د مسلمانانو د رهبرۍ د نشت له کبله، زموږ پر دین او امت د نویو حملو په وخت کې مسلمانان تل یوازې اتفاقي ځوابونه اوري. موږ نه شو کولای له با ثباته سیکولرو ملتونو او ازادي غوښتونکو جوړښتونو څخه وغواړو، چې په منظم ډول لکه څنګه چې موږ غواړو چلند وکړي. دا به یوازې یوه ایډیالوژیکه او با اخلاصه رهبري وي، چې واقعي بدلون به راوړي او دا به په ډاګه کړي چې څنګه غیر مسلمانان له اسلام او د پیروانو له احساساتو سره چلند وکړي.

دا یوازې د نبوت پر منهج د خلافت دولت دی، چې اسلام به نړۍ ته ورسوي او له اسلام او رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په ښه ډول دفاع وکړي. که نه له هغه پرته موږ ووینو چې مسلمانان حکام څنګه د مسلمانانو له احساساتو سره لوبې کوي او په ورته وخت کې خپل دستور او هدایت له غرب څخه اخلي، له هغوی څخه حللارې غواړي او د ژوند په کارونو کې ور څخه تقلید کوي، په داسې حال کې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د محبت دعوی یوازې په احساسي ډول لري.

لیکونکې: نازیه رحمان

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

ژباړه: شجاع بشارت

د مطلب ادامه...

ولایه سوډان: د جمعې خطبه «د امت په هدر تللې شتمنۍ... څوګ هغه بېرته راګرځوي؟!»

د حزب التحریر- ولایه سوډان د غړي استاد عصام اتیم د جمعې خطبه                    

          ۱۴۴۰ه.ق، د محرم الحرام ۲۵مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د اکتوبر ۵مه

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: سیاسي تحلیل «په مبارکه خاوره (فلسطین کې د اعتضاب کولو تګلاره تر ټولو ناکامه، بده او بې معنا مبارزه ده!»

له مسجد الاقصی څخه د سیاسي مفکر احمد الخطواني (ابو حمزه) اونیز سیاسي تحلیل      

     ۱۴۴۰ه.ق، د محرم الحرام ۲۳مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د اکتوبر ۳مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې