دوشنبه, ۰۶ رمضان ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۲/۲۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

امریکا په درېيو اسلامي خاورو کې يوازې شمېرل شوي نیم میلیون کسان وژلي

د یوه نوي راپور پر اساس په تېرو ۱۷ کلونو کې د امریکا جګړې یوازې په افغانستان، پاکستان او عراق کې شاوخوا نیم ميلیون کسان وژلي؛ خو د وژل شوو واقعي شمېرې تر دې هم په ځلونو زیاتې دي.  

په براون امریکايي پوهنتون کې د «واټسن د عامه او نړیوالو چارو انستیتیوت» د راپور پر اساس د ۲۰۰۱ د سپټمبر له ۱۱مې وروسته په افغانستان، پاکستان او عراق کې د «تروریزم» پر وړاندې د امریکا جګړې د قربانیانو شمېر تر نیم میلیون زیات دی، چې زیاته برخه یې ملکي وګړي دي. په عراق کې ۱۸۲۲۷۲- ۲۰۴۵۷۵، په افغانستان کې ۳۸۴۸۰ او په پاکستان کې ۲۳۳۷۲ ملکي کسان وژل شوي. دغه راز په میلیونو کسان یې بې‌ځایه کړي دي. په داسې حال کې چې په راپور کې د سوریې او ځينې نورو هېوادونو چې هلته د امریکا مستقیمه او غیر مستقیمه جګړه دوام لري، هېڅ یادونه نه ده شوې.

په ريپوټ کې راغلي چې تر مخکیني راپور چې د ۲۰۱۶ په اګېسټ کې خپور شوی، د وژل شوو په شمېر کې ۱۱۰ زره کسان نور هم زیات شوي او دا شمېرې ښيي چې جګړه اوس هم په شدت دوام لري. د دغه راپور لیکوال نیتا کراوفورت وايي چې د تلفاتو واقعي شمېرې ښايي په ځلونو تر دې هم زیاتې وي. دی وايي: «موږ شاید د دې جګړې د قربانیانو له واقعي شمېرو هېڅکله هم خبر نه شو.»  

په راپور کې یوازې د جګړې مستقیم قربانیان شاملېږي او هغه کسان چې د جګړې د رواني او نورو اغېزو له امله مړه شوي، نه پکې راځي. دغه راز راپور د هغو شمېرو پر بنسټ چمتو شوی، چې له رسنیو سره شریکې شوې، حکومت، مخالفینو او نورو بنسټونو اعلان کړې، ډاګیزې او تایید شوې دي، په داسې حال کې چې موږ هره ورځ د لسګونو داسې پېښو شاهدان یو چې د ‌‌‌‌‌‌‌‌ډېرو کسانو ژوند اخلي؛ خو د امریکا، لاسپوڅو دولتونو او په جګړه کې د ښکېلو اړخونو د پالیسیو او نورو عواملو له امله پوښښ نه ورکول کېږي او په احصایو کې هېڅ نه راوړل کېږي. نو د جګړې د قربانیانو واقعي شمېرې په ځلونو څه چې کېدای شي په لسګونو ځله لوړې وي.

مګر بیا هم ځينې ړوند اندي له امریکا د خیر او سولې تمه لري، په داسې حال کې چې د «تروریزم» په پلمه له اسلام او اسلامي امت سره د امریکا او غرب جګړه ورځ تر بلې شدت مومي او هره ورځ سلګونه بې‌ګناه مسلمانان د امریکا په مستقمیو، غیر مستقیمو (نیابتي) او د دوی لخوا په تمویلېدونکو او د مزدورو چارواکو په جګړو کې وژل کېږي.

خالد ایثار

د مطلب ادامه...

نویو پېښو ته کتنه په یمن کې د جګړې د پای ته رسولو په تړاو د غرب په ډاګه خبرې

په یمن کې د جګړې د پای ته رسولو په تړاو د غرب په ډاګه خبرې
د خپرونې مېلمه: انجنیر محمود جرادات (ابو اسماعیل)
د خپرونې مېلمه: استاد هیثم الناصر (ابو عمر)
حزب التحریر-ولایه اردن
۱۴۴۰هـ.ق، د ربیع الاول لومړۍ، جمعه/ ۲۰۱۸م، د نوامبر ۹مه

د مطلب ادامه...

د اردن د رژیم امنیتي محکمې د استاد معتصم السالم په اړه ناعادلانه حکم صادر کړی دی

  • خپور شوی په اردن

(ژباړه)

د اردن رژیم تر اوسه په دغه هېواد کې د حزب التحریر ځوانان او د حقې لارې پلویان څاري او دولت د امنیتي محکمې له لارې د دوی لپاره نمایشي او ناعادلانه محکمې جوړوي. د دغو محاکمو شرطونه د ظلم او بې عدالتیو په چوکاټ کې له وړاندې په «جندویل» کې ټاکل شوي دي، څو له هغو دعوتګرو سره جګړه وکړي چې د اسلامي ژوند د بیا راوستو لپاره د فکري او سیاسي مبارزې له لارې کار کوي. همداراز کله چې پوه شول چې له حزب التحریر سره یو ځای کېدل اسانه نه دي، چې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د دوی دښمني او د زړه ناروغي ختمه او کمه کړي، نو غلط او بې بنسټه تورونه یې نور هم ولګول لکه د دولت د تخریب تحریک. په دې اساس د ۲۰۱۸م د اکتوبر په ۲۴مه د چهارشنبه په سهار د دولت امنیتي محکمې استاد معتصم السالم چې له لسو میاشتو زیات بندي و، په دې دلیل په درې کاله بند محکوم کړ چې ویل یې الله سبحانه وتعالی مې په پوره مفهوم او د ژوند په ټولو چارو کې رب دی.

لکه څنګه چې ټول پوهېږي، موږ (حزب التحریر) باوري یو چې د الله سبحانه وتعالی له لارې د خلکو د اړولو لپاره داسې ناعادلانه او ظالمانه پرېکړې زموږ د هغو دوامداره فعالیتونو خنډ نه شي کېدای، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له تګلارې سره سم یې د راشده خلافت دولت د تاسیس لپاره کوو. زموږ لپاره الله سبحانه وتعالی کافي دی. هغه د چارو ښه تدبیروونکی او له ظالمانو څخه لوی او ځواکمن دی.

﴿ وَمَا نَقَمُوا مِنْهُمْ إِلَّا أَنْ يُؤْمِنُوا بِاللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ﴾ [البروج: ۸]

ژباړه: دوی پر مومنانو هېڅ غلبه نه درلوده، پرته له دې چې پر عزیز او حمید الله ایمان راوړي.

د حزب التحریر-ولایه اردن مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

ولایه سودان: د امت د میاشتنیو قضیو ناسته «د تونس هېواد د ۲۰۱۹م کال د بودیجې توجیهات»

حزب التحریر- ولایه سوډان د «امت قضیې» میاشتنۍ ناسته ترسره کړه، په دغې ناسته کې یوه ډله سیاست پوهانو، اقتصاد پوهانو او د رسنیو خلکو ګډون کړی و. د دغې میاشتې د ناستې عنوان و : «د تونس هېواد د ۲۰۱۹م کال د بودیجې توجیهات» چې دغې ناسته کې دوو ورنو حضور درلود:
۱- د اقتصادې چارو کارپوه او د پوهنتون استاد دکتور محمد النابر
۲- د حزب التحریر- ولایه سودان د عمومي اړیکو د کمېټې رییس استاد ناصر رضا
۱۴۴۰هـ.ق، د صفرالخیر ۲۵مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د نوامبر درېیمه
د «امت د قضیې» په ناسته کې د حزب التحریر- ولایه سودان د عمومي اړیکو د کمېټې د رییس استاد ناصر رضا  خبرې

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې