دوشنبه, ۰۶ رمضان ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۲/۲۳م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د خلکو رايې د څه لپاره وکارول شوې!؟

  • خپور شوی په سیاسي

په افغانستان کې له دوه ورځنيو پارلماني ټاکنو وروسته د اشرف غني په شمول ډېری لوړپوړي دولتي چارواکي دغه ټاکنې بريالۍ بولي. دوی وايي چې خلکو د وسله والو مخالفينو هر ډول تهديد ته تن ورکړ او ولسواکۍ او ډيموکراسۍ ته يې رايه ورکړه. راځئ د دغه ادعا څرنګوالی په بې پلوه توګه وڅېړو او په لنډ ډول دغه ټاکنې وارزوو.  

له شک پرته افغانانو غربي ډيموکراسۍ ته نه، بلکې نژاد، قوم، ژبې، مذهب او پيسو ته رايه ورکړه. ځکه همدا د اشغال او استعمار تر سيوري لاندې ډيموکراسي ده، چې د خلکو د تفکر دايره يې تر دغه کچې کوچنۍ او محدوده کړې ده. هرڅومره چې د انسان فکري ليدلوری محدودېږي، هومره کوچنی فکر کوي. له همدې امله يې د افغانستان د مسلمان ولس هغه اوچت او پراخ فکر چې يو وخت به د بريتانيا او شوروي د امپراطوريو د راپرځېدو سبب کېده او د نړۍ مسلمانانو ته به يې د ويښتابه او مبارزې الهام باښه، هومره تنګ او وروسته پاتې کړ چې تر خپل نژاد، قوم، ژبې، مذهب او موقتې مادي ګټې پرته يې نور هرڅه هېر کړل.

دغه فکري او سياسي وروسته پاتې والی يوازې په ټاکنو کې ثابت نه شو، بلکې د سکاټ مېلر له خوا د جنرال عبدالرازق د وژنې پرمهال هم بشپړ بربنډ شو. پخوا به افغانانو د هند د مسلمانانو مظلوميت ته ځواب وايه او د هغوی د دفاع لپاره به يې لښکرې استولې. يوې خبرې به د ګرګين پر وړاندې د ميرويس خان غيرت را پاراوه او د سترګو په رپ کې به يې هغه تس نس کاوه. وزير اکبرخان به د ميکناټن ښکېلاکي اکټونه نشوای زغملی او په بيړه به يې د هغه مغز په خپله طمانچه باد-باد کړ. مګر دا ځل امريکايي – غربي يرغل افغانان دومره ځپلي او وروسته پاتې کړي، چې نور يې په دا ډول حالاتو کې احساسات نه راپارېږي او يوازې د هغو اصولو او قواعدو پر مټ حرکت کوي چې ښکاري يې د تور یا جال په څېر تر اوبو د ننه پر کبانو خوروي. نيول شوي کبان د ښکاري تر تور یا جال لاندې لنډمهاله خوشالي کوي او ګومان کوي چې آزادي لري، مګر هغوی تر تور یا جال لاندې دي، هر وخت چې ښکاري وغواړي هغوی وژلی، ربړولی او آزادولای شي.  

هغه ډيموکراسي چې غرب ځپلو په غربي نړۍ کې ليدلې او هڅه کوي چې هغه په افغانستان کې پلې کړي، اصلاً امکان نه لري. ځکه هغه د غرب لپاره تر ټولو ستر ارزښت دی. امريکا او غرب هېڅکله نه غواړي خپلې مستعمرې پر هغو ارزښتونو سنبال کړي، چې د دوی او د دوی د پلرونو افتخار ګڼل کیږي. بلکې هڅه کوي ترڅو د هماغه افتخار یا ډيموکراسۍ تر نامه لاندې موږ په نژاد، قوم، ژبه، مذهب او سمت سره ووېشي او په داسې ستونزو او ناورينونو مو اخته کړي چې هېڅکله له هغو څخه سر پورته نه کړو. همدا د اشغال او استعمار تر سيوري لاندې وارداتي ډيموکراسي ده او بس. اوس افغانانو هم د همدغې ډيموکراسۍ تر سيوري لاندې ډيموکراتيکې پارلماني ټاکنې ترسره کړې.

د قضيې بل اړخ دا دی چې؛ ريښتيا خلکو د وسله والو مخالفينو هر ډول تهديد ته شا کړه او د ټاکنو مرکزونو ته د خپل نژاد، قوم، ژبې او مذهب پر بنسټ حاضر شول، مګر لاسپوڅي دولت او د هغه د ټاکنو کميسيون څه ورسره وکړل!؟ دولت د ټاکنو پروسه يوازې د يوې پروسې په توګه مديريت کړه، نه دا چې پارلمان ته د خلکو ريښتيني استازي لاړ شي او يا هم په ټاکنه کې د خلکو ريښتينې رايه اغيزمنه واقع شي. بلکې يوازې تمويل کوونکو غربي ولسونو او حکومتونو ته يې په رسنيو وښوده چې په افغانستان کې ډيموکراتيکې ټاکنې ترسره شوې او نوی «مشروع!» پارلمان به ډېر ژر په کار پيل وکړي. نو ځکه يې د خلکو، د هغوی له رايو او احساساتو ناوړه ګټه پورته کړه. حال دا چې يوازې هغه کسان به پارلمان ته لاړ شي چې امريکا او لاسپوڅی دولت يې غواړي.   

که څوک وايي چې داسې نه ده، نو ولې يو شمېر امن سيمې تر ټاکنو پورې قصداً نا امنه شولې!؟ ولې د نا امنۍ تر نامه لاندې ګڼ افغانان د رايې له کارولو محروم شول!؟ ولې يې په امن سيمو کې تر نهو يا لسو بجو د ټاکنو مرکزونه بند ساتلي ول!؟ ولې يې په همدغو امن سيمو کې د ماسپښين تر يوې بجې ټاکنيز مواد نه وو رسولي!؟ ولې يې په يوه مرکز کې د ثبت شوو کسانو نيمايي شمېر رايې وکارولې او پر نورو يې د وخت د پای اعلان وکړ!؟ ولې يې په ځینو مرکزونو کې تر ثبت شوو رايو دوه او درې برابره ډېرې رايې وکارولې!؟ ولې يې پر ځينو مرکزونو تش په نامه وسله وال بريدونه وکړل!؟ خلک يې ووېرول او په خپل زړه يې د رايو صندوقونه ډک کړل. او ... نو د شاوخوا ۳۵ ميليونه افغان وګړو څخه د څلور ميليونه رايو پر بنسټ پارلمان به کوم ولسي مشروعيت ولري!

په ټاکنو کې په جزئي ډول په افغانستان کې د امريکا او غرب د نسل د بدلون "Generation Change" پاليسۍ ته هم پوره پاملرنه وشوه. ځکه امريکا د افغانستان د اشغال له پيل څخه تر ننه په تدريجي توګه د افغانانو د ژوند په ټولو برخو کې د نسل د بدلون پاليسي تعقيب کړې ده. پر همدغه اساس يې پخواني مجاهدين لومړی په واک کې ورګډ، ورپسې يې هر يو په ځانګړې بڼه او ځانګړې کچه فاسد کړل او په پایله کې يې په ډېر ذلت او بدنامۍ سره له دندو او واک څخه ليرې کړل. دې ته ورته يې د بېلابېلو پروسو له لارې زرګونه قومي مشران له منځه يووړل. په امنيتي ځواکونو کې يې تر پنځو سوو زيات پخواني جنرالان پر کور کېنول او اوس يې د دغو ټاکنو په ترڅ کې همدغه پاليسي تعقيب کړې، ترڅو د قدرت په هر ډګر کې يوازې هغه ځوانان په کار وګوماري چې د افغانستان د پخوانيو ارزښتونو څښتنان نه وي. هغوی بايد له اسلام او جهاد سره اړيکه ونه لري. هغوی بايد داسې کسان وي چې قومي نفوذ ونه لري او قومي جوړښتونو ته ژمن نه وي. يوازې غربي فرهنګ ځپلي وي او د کپيټليزم او ډيموکراسۍ پر بنسټ د واکمنۍ پلويان وي. نو د همدې پاليسۍ پر بنسټ به يوازې د تېرو رهبرانو ځوان زامن، د غربي سفارت خونو ملاتړ درلودونکي ځوان تکنوکراتان او د امريکا او ناټو ځوان پانګوال قراردادیان پارلمان ته لاره ومومي او بس.

له دې ټولو سترو ستونزو سره-سره به د ټاکنو پايلې جنجالي کيږي، د ولس تر منځ به د نژاد، قوم، ژبې، مذهب او سيمې پر بنسټ لا ډېره تفرقه او بېلتون ته لمن وهل کيږي. مګر استعمارګر دښمن به خپلو امن اډو کې د خير پر غونډۍ ناست وي. د افغانستان له جيوپوليټيک موقعیت څخه به د روسيې، چين او نورو سيمه ييزو هېوادونو پر وړاندې سياسي او نظامي ګټه پورته کوي. د افغان حکومت د تمويل احسان به هره ورځ پر رسنيو د فرد-فرد تر غوږونو رسوي، حال دا چې په لسګونو ځله د دوی تر لګښتونو ډېرې پيسې به يوازې د افغانستان له نشه يي محصولاتو ترلاسه کوي. زموږ د زېرمو او معدنونو لپاره به هره ورځ نوي – نوي پلانونه جوړوي.

نو اې د افغانستان مسلمان ولسه! پاڅه نور د اسلامي عقيدې پر بنسټ راويښ شه! خپلو ستونزو ته د خپلې عقيدې پر بنسټ حللارې ولټوه! خپل ليدلوری د نژاد، قوم، ژبې، مذهب او سيمې په اندازه مه کوچنی کوه! ته د نړۍ په سطحه د ستر اسلامي امت يوه برخه يې! ته د کفري امپراطوريو قبر کيندونکی يې! نو څنګه اسلام څنګ ته پرېږدې او د وارداتي کفري ډيموکراسۍ لپاره وينه تويوې او رايه ورکوې!؟ د دغه نظام له ډيموکراتيکو پروسو سره مقاطعه او د اسلام پر بنسټ د خلکو ويښتابه يوازنۍ حللاره ده. راپاڅه د خپل اسلامي ننګ پر بنسټ غورځنګ جوړ کړه او د وينو خوړونکو، فاسدو او مفسدو جبريه نظامونو پر ځای د راشده خلافت د بيا تاسیس تابیا ونيسه، ترڅو د دنيا سرلوړي او د آخرت نعمتونه خپل کړې. 

سيف الله مستنير

د حزب التحرير - ولايه افغانستان مطبوعاتي دفتر رییس

د مطلب ادامه...

د خلافت د بیا را ژوندي کولو د پروژې تبني او په ښکاره د هغه ادعا؛ د نصرت له لومړیو ګامونو څخه ګڼل کېږي

  • خپور شوی په سیاسي

                                                                                                                                             (ژباړه)          

د نصرت(بریا) د لاسته راوړلو لپاره هڅې په ځینو اصولو پورې تړلي، چې شریعت څرګندې کړي او طریقه یې روښانه کړې. هغه کسان چې د اسلامي امت د نېکمرغۍ لپاره د اسلامي دولت په لاره کې هڅې کوي او هغه کسان چې د الله سبحانه وتعالی نصرت غواړي، د یوې لویشتې له پرېښودو پرته باید دغه تګلاره تعقیب کړي. موږ ډاډه یو چې ټول مسلمانان د هغې لویې ورځې لیدو ته لېواله دي، هغه ورځ چې مومنان به د الله سبحانه وتعالی له نصرت څخه خوشحاله شي.

ډېری خلک د اسلامي خلافت د راوستلو لپاره له شرعي تګلارې سره سم عمل نه کوي، په داسې حال کې چې اسلام د امت لپاره د ژوند د اساسي مسلې په توګه بیان کړې ده. د خلافت له ړنګېدو سره سم هغه ډال مات شو چې له موږ څخه یې ساتنه کوله، پر عزت مو تېری وشو، وینې مو تویې شوې، شتمنۍ مو لوټ شوې او د نړۍ په هر ګوټ کې منزوي شوو او وشړل شو. د خلافت په ړنګېدو سره اسلام له عملي صحنې بهر شو، احکام یې له پلي کېدو پاتې شول او افکار یې تر برید لاندې راغلل. په پایله کې اسلام یوازې په جوماتونو پورې ځانګړی شو او په فردي قوانینو بدل شو. په داسې حال کې چې د دعوت حکم او د اسلامي خلافت د تاسیس لپاره فعالیت له هغې شرعي تګلارې سره سم چې زموږ د رب لخوا نازله شوې او پیغمبر صلی الله علیه وسلم پلې کړې، د ام الفرایض له ډلې څخه دي.

پر ټولو مسلمانانو لازمه ده چې د خلافت بیا راوستل د ځان لپاره واجب حکم وبولي او هغه د خپل مرګ او ژوند برخلیک ټاکونکې قضیه وګڼي. په دې سره به دین یو ځل بیا په عملي بڼه د ژوند پر صحنه را وڅرخیږي او اسلامي امت به خپل عزت او هغه څه چې الله سبحانه وتعالی ورته ډالۍ کړي ترلاسه کړي او دوی به "خير أمة أخرجت للناس" یعنې د خلکو لپاره غوره امت وګڼل شي. یوازې دا بسنه نه کوي، بلکې پر ټولو مسلمانانو لازمه ده چې د دویم اسلامي دولت د راوستلو لپاره فعالیت وکړي. دوی باید د خپل دعوت تګلاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه منهج څخه واخلي چې په مدینه منوره کې یې د اسلامي دولت (خلافت) د جوړولو په موخه غوره کړی و. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي وَسُبْحَانَ اللَّهِ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ﴾

[یوسف: ۱۰۸]

ژباړه: ورته ووایه، زما لاره داده چې زه خلک په پوهې سره د الله سبحانه وتعالی لوري ته رابولم. زما پیروان هم همداسې دي،  الله سبحانه وتعالی له ټولو نیمګړتیاوو څخه پاک بولم او  زه د مشرکینو له ډلې څخه نه یم (او څوک یا کوم شی له الله سبحانه وتعالی سره نه شریکوم).

دغه آیتونه د پروردګار لخوا خپل پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم او هغو کسانو ته چې د ده له سنتو څخه پیروي کوي، متوجه دي؛ چې دوی باید یوه ځانګړې تګلاره تعقیب کړي او په واسطه یې مخ پر وړاندې لاړ شي او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د دوی دعوت باید په پوره پوهاوي سره وي. یعنې د دوی دعوت باید له هر ډول ابهام او ګونګوالي خالي او د لمر په څېر روښانه وي. د حق او باطل، د کفر او د دوی د اردو، د ایمان او د هغوی د اردو تر منځ جګړه ازلي ده او هغه څه چې مسلمانان ورسره مخ کېږي په ځانګړې توګه د شام په خاوره کې، د هغې جګړې په اړه څرګند دلیل دی چې د قیامت تر ورځې به دوام کوي. کفري هېوادونه او د هغو دسیسه جوړوونکي دولتونه په خپل ټول ځواک او جنګي وسایلو سره یو ځای شوي، څو هغه انقلابیون له منځه یوسي چې د اسلام شعار یې تر اسمانه پورته کړ او د الله سبحانه وتعالی په لاره کې یې د کافر غرب لخوا د تپل شوي خاین رژیم او غلامانو د ریښو د ایستلو لپاره سترې قربانۍ ورکړې.

په دغې مبارزه کې یوازې دا بسنه نه کوي چې له خلافت سره یوازې په خپلو زړونو کې مینه ولرو او د الله سبحانه وتعالی نصرت یوازې تر شعار پورې محدود کړو؛ بلکې موږ باید په دې لاره کې ګامونه واخلو او په مېړانې سره ملا وتړو. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی دغه امر په خپل کتاب کې په ښکاره توګه بیان کړی دی او په یقیني توګه باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه تګلاره تعقیب کړو؛ هغه مهال چې د خپل پروردګار لخوا ورته امر وشو، چې د خپل قوم په منځ کې باید خورا ځواکمن او ګړندی دعوت وکړي او هغه صلی الله علیه وسلم یې همداسې اطاعت وکړ. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَاصْدَعْ بِمَا تُؤْمَرُ وَأَعْرِضْ عَنِ الْمُشْرِكِينَ﴾

[حجر: ۹۴]

ژباړه: نو په ښکاره توګه هغه څه چې امر درته پرې شوی، بیان کړه (چې د حق دعوت دی) او مشرکانو ته پام مه کوه (چې څه وایي او څه کوي).

نو د رسول الله صلی علیه وسلم پر حال دې درود وي، چې خپل دعوت یې په عملي بڼه په سختو ستونزو کې لېږداوه. هغه صلی الله علیه وسلم او ورسره مومن اصحاب د قریشو د زور او ظلم پر وړاندې د حق په ویلو کې تل رښتیني وو او له هېچا یې وېره نه درلوده. دغه غاښ ماتوونکی قرآني ځواب د هغو کسانو لپاره دی چې غواړي د هغې پروژې راز پټ کړي چې د کافر غرب تر ولکې لاندې ده. باور وکړئ، غرب به له تاسو څخه تر هغه خوشحاله نشي، څو یې چې له دین څخه پیروي ونه کړی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلَنْ تَرْضَى عَنْكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدَى وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَاءَهُمْ بَعْدَ الَّذِي جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ﴾

[بقره: ۱۲۰]

ژباړه: یهودیان او مسیحیان به تر هغه وخته له تا څخه خوشحاله نشي، څو یې له تحریف شوي دین او ناوړه غوښتنو پیروي ونه کړې. دوی ته ووایه! یوازنی هدایت الهي هدایت دی  او که تاسو د علم او پوهاوي له ترلاسه کولو وروسته بیا هم د هغوی له غوښتنو او هیلو څخه پیروي وکړه، د الله سبحانه وتعالی لخوا به دې سرپرستي او ملاتړ ونشي!

که څه هم د خلافت د بیا راوستو د پروژې تبني کول د نصرت لپاره یو شرط دی، د هغه ادعا د دې تګلارې یوه برخه ده او د دغه امر له اړتیاوو څخه ګڼل کېږي. دا د عزت، نصرت او واکمنۍ د بیا لاسته راوړلو لپاره یوازینۍ لاره ده او دعوت هغه څه دی چې د امت بچیانو ته یې خپل حکمت ښودلی او دوی یې متوجه کړي څو د ایمان په رڼا کې دا لاره تعقیب کړي. د دې تر څنګ د دغې حیاتي قضیې لپاره باید کار وکړي څو یو ځواکمن دولت جوړ کړي، چې په پایله کې به دا دولت د کافر غرب پروژې ته ماتې ورکړي او د هغوی ناوړه قوانین او فاسد نظام به له منځه یوسي او دا هغه څه دي چې زموږ دښمنان ترې وېرېږي. نو د بې زړه او بې غیرته کسانو د باطلې لارې د له منځه وړلو په اړه چې د ظالمانو پر وړاندې تل حق نه ښکاره کوي او د هغوی پر ظلم سترګې پټوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«لا يَمْنَعَنَّ أَحَدَكُمْ رَهْبَةُ النَّاسِ أَنْ يَقُولَ بِحَقٍّ إِذَا رَآهُ، أَوْ يُذَكِّرَ بِعَظِيمٍ، فَإِنَّهُ لا يُقَرِّبُ مِنْ أَجَلٍ، وَلا يُبَاعِدُ مِنْ رِزْقٍ أَنْ يَقُولَ بِحَقٍّ أَوْ يُذَكِّرَ بِعَظِيمٍ»

(رواه احمد)

ژباړه: داسې نه چې د خلکو ویره، له تاسو څخه کوم یو د حق له ویلو او څرګندولو لرې کړي، ځکه چې د حق ویل یو ستر کار دی، چې نه مرګ او نه رزق لرې کوي

اې د شام صابرو مسلمانانو! په دې خاوره کې غم اوږد شو، خپګان ډېر شو او د دغې دښمنۍ بیه درنه شوه. تاسو زموږ شاوخوا ته د دښمنانو د لښکرو شاهدان یئ او هر هغه کس پرېښودو چې له موږ سره یې د ملګرتیا ژمنه کړې وه. موږ له الله سبحانه وتعالی پرته هېڅ ساتونکی نه لرو او الله سبحانه وتعالی د نصرت او واکمنۍ ژمنه له هغو مؤمنو بندګانو سره کړې ده چې په نه پرې کېدونکې ریښې (اسلام) منګولې لګوي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم او اصحابو تګلاره د زړه له تله تعقیبوي.

نو، اې مخلصو او صادقو خلکو! راشئ چې په خپل منځ او له الله سبحانه وتعالی سره تړون وکړو چې د الله سبحانه وتعالی له دین څخه به ملاتړ کوو. خپل دین په ډاګه ښکاره کوو او خپله پروژه چې "د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت پروژه" ده، اعلانوو او د الله سبحانه وتعالی د رضا لپاره د هر رټونکي له رټلو څخه نه وېرېږو. له هغو مخلصو او رښتینو دعوتګرانو سره یو کېږو، چې له ځان سره یې د خلافت د تاسیس لپاره ژمنه کړې څو د الله سبحانه وتعالی نصرت په دنیا او اخرت کې ترلاسه کړي. په پایله کې باید د الله سبحانه وتعالی د قوانینو شاهدان وو او یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم بیرغ ورپوو او همدا زموږ یوازنۍ دبدبه، ازادي او د ټپي زړونو لپاره پوره شفا ده. دا کړنه خیالي نه ده، بلکې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له لوري زیری او د رب العزیز الحکیم حقیقي ژمنه ده. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾

[نور: ۵۵]

ژباړه: الله سبحانه وتعالی ستاسو له هغو کسانو سره چې ایمان یې راوړی او ښه عملونه کوي، ژمنه کړې چې دوی به په ځمکه کې خپل ځایناستي ټاکي؛ لکه څنګه یې چې له دوی وړاندې ځایناستي ټاکلي وو او دوی ته به خپل دین چې الله سبحانه وتعالی ورته خوښ کړی، په محکمو بنسټونو ودروي. په یقیني توګه د دوی وېره په ارامۍ او امنیت سره بدلوي. هغوی یوازې زما بندګي کوي، له ما سره څه نه شریکوي او کله چې څوک له دې وروسته کافر شي، همدا کسان فاسقان دي.

حزب التحریر-ولایه سوریه

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: د سوچي د کنفرانس د لغوې په تړاو نظر سنجي!

د حزب التحریر- ولایه سوریې مطبوعاتي دفتر د روسیې –ترکیې د خائنانه تړون د لغوې د څرنګوالي په تړاو، د سوریې په شمال کې چې د بشار له ملېشو نه ازاد شوی دی، نظرسنجي وکړه. دغه تړون، په پای کې د سوچي په ښار کې تر سره شو، چې موخه یې د درنو وسلو تسلیمول او د سنګرونو پرېښودلو.                           

       ۱۴۴۰ه.ق، د صفر لومړۍ، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د اکتوبر ۱۰مه

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: سیاسي تحلیل «مشکوکو پروژو او غزه کې د قطر ګاز!»

له الاقصی مبارک مسجد څخه اونیز سیاسي تحلیل  وړاندې کوونکی: سیاسي مفکر احمد الخطوانی (ابو حمزه)                                                     ۱۴۴۰ه.ق، د صفر لومړۍ، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د اکتوبر ۱۰مه

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: د حج پر سفر تامل «حج موږ را غوڼډ کړي یو... او زموږ حکومتونه یې متفرق کړي دي!»

وړاندې کوونکی: سیاسي مفکر احمد الخطواني (ابو حمزه)                                

                  ۱۴۳۹ه.ق، ذوالحجه، حجاز خاوره/ ۲۰۱۸م، اګست

د مطلب ادامه...

نویو پېښو ته کتنه

د اونیزو ناستو لړۍ چې پر مهمو قضیو او نویو پېښو بحث او تبصره کېږي «۱۹۹مه» ناسته  د خپرونې مېلمه: انجنیر محمود جرادات (ابو اسماعیل)
د خپرونې وړاندې کوونکی: استاد هیثم الناصر (ابو عمر حزب التحریر-ولایه اردن                         

          ۱۴۴۰ه.ق، د صفر ۳مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د اکتوبر ۱۲مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې