شنبه, ۱۷ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۱۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

اې د مصر چارواکو؛ له امته غلا کړی قدرت مو ونه غولوي!

(ژباړه)

خبر:

د ۲۰۱۷ د جولای په ۳مه "اکسټرا نیوز" شبکې په یوه بېړني خبر کې وویل، چې ولسمشر السيسي ویلي: «د مصر د حکومت رهبري د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې یوازې نه ده او د مصر ټول ملت د دغې  پدیدې پر وړاندې مبارزه کوي.»

تبصره:

د مصر ولسمشر پر دیني انقلاب یا هم په سپینه ماڼۍ کې د خپل بادار پر غرور اتکا کړې، په یاد حالت راضي نه دی، په ګمراهۍ کې دومره ژور تللی، چې غواړي د مصر خلک د اسلام او هغو دعوتګرو پر وړاندې چې خلک د خلافت بیا تاسیس ته را بولي، سره یو ځای کړي؛ هغه هم په داسې وخت کې چې اسلام یې د ترهګرۍ برنامه او دعوتګران یې ترهګر ښودلي دي.

د مصر ولسمشر د خپل غربي لیدلوري له مخې، اسلام د ترهګرۍ مفکوره او اسلامي افکار یې زموږ د اسلامي خاورې مصالحو ته یوازینی خطر بللی. یاد فکر یې د غیر مذهبي انقلاب په مرسته اعلان کړ او په دې هڅه کې دی چې د خپلو ملاتړو او د الازهر علماوو په ګډون له ټولو شته وسایلو او امکاناتو څخه د اسلام پر ضد کار واخلي او پر اسلام باندې برید ګرو ته لاره هواره کړي تر څو وکولی شي پر اسلام تور ولګوي او پر څېره یې خاورې وشیندي. دی غواړي د مصر اوسېدونکي په هغه جګړه کې چې د اسلام او دعوتګرو پر ضد یې روانه کړې، له ځان سره ودروي او ګومان کوي چې د مصر خلک به یې د غوښتنو پیروي وکړي.

په حقیقت کې د السیسي د ظلمونو، کړاونو، وینې تویونې او په اور کې د خلکو د سوځولو پر وړاندې د مصر د خلکو چوپتیا، دی غولولی او مغرور کړی دی، خو له دې ناخبره دی چې د مصر خلک مسلمان دي او د اسلام تر سیوري لاندې یې ژوند کړی دی. د دوی له زړونو او ضمیرونو څخه د اسلام لرې کول نه یوازې ستونزمن؛ بلکې ناشوني هم دي. که د مصر د خلکو پرړواندې ظالم او ځپونکی حکومت نه وی او که د دې زمینه مساعده وی چې واقعي سیاسیونو خپل نظرونه په ازاد ډول ورکولی شوی، تر څو د خلکو په زړونو کې یې د بدلون هیلې را ټوکولې وی او واقعي بدیل (د نبوت پر منهج خلافت) یې چې په ژوند کې بدلون راوړي، درک کړی وی، نو د السیسي غوندې کس به نه و توانېدلی، چې دومره موده حکومت پرې وکړي.

هو! په ډاګه وایو چې د مصر چارواکو د یادې خاورې خلک نه دي پېژندلي او نه دي پوهېدلې چې دوی له اسلام او اسلامي احکامو سره مینه لري. هغه وخت زموږ دا ادعا ثابتېږي چې ځپونکي حکومتونه له منځه ولاړ شي او د غږ اوچتولو لپاره ازاد ډګر رامنځ ته شي، تر څو خلک په ښکاره د زړونو نا ویل شوې خبرې بیان کړي. په هغه ورځ به ووینو چې دغه خلک به د اسلامي شریعت د پلې کېدو شعارونه ورکوي. هغه څه چې په رښتیا يې غرب انديښمن کړی او غواړي چې په چټکۍ د یادې زمینې د جوړېدو مخه ونیسي او د واقعي اسلام او د هر هغه شخص پر څېره چې دعوت لېږدوي، خاورې شيندي او ککړوي یې.

نو ځکه دی اسلام ترهګري بولي او دعوتګران زندانونو ته لېږي، دوی او کورنۍ یې په شهادت رسوي. سره له دې چې د مصر چارواکي په یاده خاوره کې د انقلاب د رامنځته کېدو مخه د زور، ډار او فشار له لارې نیسي، په یوه مړۍ ډوډۍ یې بوختوي او د هغه څه له درک څخه، چې د اصلي بدیل یعني خلافت د ملاتړ زمینه ورته برابروي، لرې ساتي، منحرفوي یې او له سترګو یې پنا کوي. د مصر خلک د مبارک له وخت څخه، چې پر ضد یې راپورته شول، تېر شوي او السیسي له هغه څخه هم بد بولي؛ خو څه یې چې د انقلاب د ځنډ لامل کېږي، هغه امریکا ده.

اې ولسمشره السیسي! کوم قدرت دې چې له امت څخه غلا او چور کړی، و دې نه غولوي. کله دې  چې یاد قدرت له لاسه ورکړ، نور به نه ته او نه دې باداران په امن کې وئ. ډېر ژر به امت هغه څه چې ترې غلا کړي مو دي، درنه واخلي او ډېر ژر به امت خپل قدرت او قیادت بیرته تر لاسه کړي. ستاسو له شر څخه د امت د ژغورنې زېری هره شېبه د امت ور ټکوي. هغه کسان چې د اسلام او دعوتګرانو پر ضد یې را پارو، هېڅکله به دې غوښتنې ته ځواب ونه وایي. همدغه خلک به ډېر ژر د جګړې نیزه ستا، ستا د هم کتارانو او د ماڼۍ د بادارانو پر لور ونیسي. همدغو خلکو ستا د له منځه وړلو او راپرځولو لپاره د دعا لاس پورته کړي، دا څرګند واقعیت دی چې مسلمانان او غیر مسلمانان دې د ظلم په اور کې سوځولي او کباب کړي دي.

او تاسو اې د کنانې خلکو! دا دی ستاسو ولسمشر او دا ده د هغه اسلام ضد مفکوره، هغه تاسو د خپلو وروڼو او اولادونو پر ضد را پاروي، هغه غواړي ستاسو د ژوند په غلا کولو ستاسو دین فاسد کړي؛ نو د فساد غوښتنې غږ ته یې غوږ مه نیسئ او زړه مه ورته ښه کوئ، هغو دعوتګرو ته لاس ورکړئ چې خیر او صلاح مو غواړي، شپه او ورځ مو د دین او دنیا د صلاح په موخه د خلافت په مرسته د اسلام د پلې کېدو هڅې کوي. دا دعوتګران د حزب التحریر ځوانان دي. نو د دین او دنیا د صلاح په موخه مو له هغوی سره مرسته وکړئ، له هغوی او دعوت څخه یې ملاتړ وکړئ. رهبري مو هغوی ته وسپارئ، دوی له تاسو سره صادق او ښه لارښوونکي دي؛ داسې لارښوونکي چې هېڅکله هم دروغ نه درته وایي او نه مو ذلیلوي. له ټولو مهمه دا چې، همدوی دي چې تاسو ته واقعي او د تطبیق وړ برنامې وړاندې کوي.

او تاسو اې د مصر په اردو کې د امت بچیانو!  ایا په تاسو کې داسې پوه خلک چې اسلام او اهل ته یې مرسته ورکړي، نشته؟ ایا په تاسو کې داسې پوه کسان نشته، چې د الله سبحانه وتعالی لپاره یې غضب را وپارېږي، په مصر کې د مزدورانو او خاینانو رېښې له بیخه وباسي او حاکمیت او قدرت چې یو امانت دی، په حزب التحریر کې د امت مخلصو بچیانو ته وسپاري، تر څو یې په مرسته د نبوت پر منهج خلافت راولي؟ داسې خلافت چې د غرب رېښې، تروریستي فعالیتونه او د نفوذ لمن يې زموږ له خاورو څخه ورټوله کړي او هغه کرښې چې امت یې سره وېشلی دی له منځه یوسي؛ هغه څه یې چې زموږ له پانګو غلا کړي بیرته راوګرځوي او امت هغه عزت او سرلوړۍ ته چې په نړۍ کې یې درلود، ور وګرځوي. ایا په تاسو داسې څوک نه پيدا کېږي، چې د الله سبحانه و تعالی بشپړ دین ته نصرت ورکړي؛ تر څو د هغو خاینانو رېښې، چې هره ورځ یې لاسونه د مصر د خلکو پر وینو ککړ دي او تل ورسره چل او مکر کوي، له منځه یوسي؟ ایا په تاسو کې داسې نران نشته، چې د امت غلاکړل شوې شتمني له دغو خاینو او لوټمارانو څخه واخلي او د امت عزت او کرامت بیرته راوګرځوي؟

د کنانې خلکو ته د اسلام له لېږد او د خلافت له لارې یې له پلي کولو پرته د ژغورنې بله لار نشته؛ که له اسلام څخه پرته بل څه پر تاسو حاکمیت وکړي، د یادو ګوډاګیانو په څېر، ان له هغوی څخه بد به یو په بل پسې پر تاسو حاکمیت وکړي. نو تاسو د خلافت په مرسته د اسلام په پلي کېدو کې سابقون شئ، تاسو د خلافت د بیرغونو (لواء او رایه) رپوونکي او اوچتونکي شئ. د الله سبحانه و تعالی فضل پر هغه چا دی چې په خپلو لاسونو کې د خلافت بیرغونه رپوي او د قیامت پر ورځ به دوی ته زېری وي. هغه څه مو چې تاسو ته وویل ډېر ژر به یې یاد کړئ، موږ یې کار او پایله الله سبحانه و تعالی ته وسپارله.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾ [انفال: ۲۴]

اې ایمان راوړونکو! د الله او د هغه بلنې ته لبیک ووایئ  چې پیغمبر کله تاسې ته د هغه شي په لوري بلنه درکړي، چې تاسې ته ژوند بښونکی دی او وپوهېږئ چې الله د انسان او د هغه د زړه تر منځ حایل دی او د همغه لوري ته به ورغونډ کړای شئ.

لیکوال: عبدالله عبدالرحمن

د حزب التحریر-ولایه مصر مطبوعاتي دفتر لپاره

د مطلب ادامه...

ایا اوسني ایتلافونه او محورونه ستونزې حلولی شي!؟

خبر:

په دې ورځو کې د افغانستان سیاسي فضا د ځینو ایتلافونو او محورونو د جوړېدو شاهده وه. څه وخت مخکې «د افغانستان د ژغورنې لپاره د ایتلاف عالي شورا» د قدرت انحصار، د نظام ړنګېدو او سیاسي کډوډیو د مخنیوي په موخه جوړ شو. همدارنګه یوه نوي سیاسي حرکت د «د افغانستان د خلکو محور» په نوم د« اساسي قانون او سیاسي مشروعیت ته راګرځېدل» تر شعار لاندې، چې د کرزي د دولت له څېرو نه جوړ دی، خپل شتون اعلان کړ. ویل کېږي چې په نږدې ورځو کې به د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار هم یو سیاسي جریان جوړ کړي.

تبصره:

د دولت ضد ایتلافونو او محورونو جوړېدل دا په ډاګه کوي، چې خلک، قومي رهبران، متنفذین او حتی دولتي چارواکي په پراخ ډول د امریکا په لاس له جوړ شوي نظامه ناراضه دي. له شکه پرته په داسې حالاتو کې د نظام د دیکتاتورۍ او فساد پر وړاندې د ایتلافونو او محورونو جوړېدل ظاهراً یو نېک کار دي؛ خو په دې شرط، چې سیاسي خوځښتونه په مشخص فکر، تعریف شوې لاره او تدوین شوي پروګرام سیاسي مبارزه وکړي.

له بده مرغه اوسني ایتلافونه او محورونه د دولت ژورو او پراخو تشو ته ځواب نه شي ویلی یا په لویه کچه یو سیاسي تغیر نه شي را منځته کولی؛ ځکه سیاسي خوځښتونه دولت ته د اصلاحي وړاندیزونو یو لیست وړاندې کوي، چې زیاتره یې په دولتي او اداري کچه د اصلاحاتو یا د افرادو او څېرو د تغیر او تبدیل ښودونکي دي. هغه اصلاحات، چې په اساساتو کې د حاکم نظام تابع او د اوسني وضعیت ادامه ده.

یا دا چې دا خوځښتنونه داسې هیلې او ارزوګانې مطرح کوي، چې نظام دې داسې او یا هسې شي او یا دې په پلانۍ برخه کې د دولت پالیسي اصلاح شي. په ښکاره ډول سیاسي خوځښتونه د یو سر تر پښو فاسد، چټل او لاسپوڅي نظام په اډانه کې اصلاحات غواړي. په داسې حال کې، چې دا نظام اصلاح او پیوند ته نه، بلکې اساسي تغیر ته اړتیا لري. 

د دې تر څنګ دا حرکتونه د دموکراتیکو اصولو لکه: انتخاباتو، لویې جرګې او مدني عدل غوښتنې په پام کې نیولو سره، غواړي خپله مبارزه پر مخ یوسي؛ په داسې حال کې چې کله دا حرکتونه د دا ډول اډانې پر اساس قدرت ته ورسېږي، نو په افغانستان کې د ډیموکراسۍ او پانګوالۍ د اوسني فاسد نظام د ماشین یوه پرزه کېږي؛ چې هېڅکله د دغه وضعیت پر تغیر باندې نه برلاسي کېږي.  

له دې امله پر ځای ده، چې دا پوښتنه وکړو، د روښنایۍ غورځنګ او تبسم هغه لسګونه زره کسییز لاریونونه چې ښارونه يې ونیول، پایلې یې څه وې؟ او کوم تغیرات یې رامنځته کړل؟ په تېرو دوو میاشتو کې د زنبق څلولاري د چهارشنبې له برید وروسته د پراخو لاریونونو شاهد وو، خو پر ډېرو تلفاتو سربېره ولې کوم بدلون رامنځته نه شو او ولې يې د اوسني حالت په تغیر کې یې هېڅ اغېز نه درلود؟ یا لسګونه مات ایتلافونه چې په تېرو کلونو کې رامنځته شوي، خو د یوه باد په راتګ يې ولې لړزانده رېښې له بېخه وختې؟

ځواب یې په یوه ټکی کې ویل کېږي. دا خوځښتونه د افغانستان په قضیه کې د یوه پراخه او روښانه لیدلوري او د افغانستان د پېچلي سیاسي، اقتصادي او اجتماعي وضعیت لپاره یو د اعتبار وړ بدیل په وراندې کولو کې پاتې راغلي، چې د هغه په رڼا کې یو اساسي تغیر رامنځته کړي. د پورتنیو خوځښتونو تګلاره په کمو اصلاحاتو او لږو تغیراتو سره د فعلي نظام ادامه ده. له همدې امله یې کوم محسوس تغیر نه دی رامنځته کړی.

همدارنګه د اوسنیو سیاسي خوځښتونو رهبران هم پخوانۍ تېروتنې تکراروي او د اصلاحاتو غوښتونکي دي. لکه څرنګه چې د افغانستان ژغورنې ائتلاف له رهبرانو نه عطاء نور وايي: «د ائتلاف غړي د نظام ستنې دي او موخه يې د نظام اصلاح ده». د دغه ایتلاف بل رهبر محمد محقق وایي: «ولسمشر دې انحصار پرېږدي او قدرت دې ووېشي.» په داسې حال کې چې دا نظام اصلاح او تمرکز ته اړتیا نه لري؛ بلکې د دغه نظام رېښې باید وایستل شي او په الهي نظام بدل شي.

د دې تر څنګ «د افغانستان د خلکو محور» سیاسي خوځښت اصلي شعار «اساسي قانون او سیاسي مشروعیت ته راګرځېدل» ټاکلی دی. په داسې حال کې چې د افغانستان اساسي قانون خپله د فساد او اوسني ناوړه وضعیت اصلي سرچینه ده، چې قانون جوړونه او حکومتوالي يې د بشر عقل ته پرېښې، چارواکي د خپل نفس او د غربي کاپي شوو قوانینو مطابق حکومت کوي او په پایله کې د فردي، ټېمي او قومي ګټو د تامین په لټه کې دي.

نو په افغانستان او ټولو اسلامي د خاورو کې د ثبات او ارامۍ راوستو لپاره د اساسي تغیر یوازینۍ لار او د ستونزو د حل اصلي نسخه هماغه شرعي طریقه ده. شرعي طریقه حکم کوي، چې د سیاسي حرکتونو او خوځښتونو د مبارزې موخه باید اسلام او اسلامي ژوند ته رسېدل وي. په ضمن کې د یو فاسد نظام په جوړښت کې په اصلاحاتو له هغه د خیر تمه نه شو لرلی؛ بلکې هغه نظام باید له بېخ او بنیاده وخېژي او پر الهي نظام او قوانینو بدل شي. دلته نو د سیاسي ایتلافونو او محورونو پر کار باورمند کېدلی شو. که نه نو اوسنی وضعیت، همغه دېګ، همغه شلغمه ده.

مصدق سهاک

د حزب التحریرـ ولایه افغانستان د مطبوعاتي دفتر غړی

د مطلب ادامه...

تلفزيون الواقية: لقاء بعنوان "القيادة الأمريكية من الخلف إمارة على الضعف!"

أجرى تلفزيون الواقية لقاء مع الأستاذ إسماعيل عمير (أبو البراء) من ولاية الأردن تحت عنوان "القيادة الأمريكية من الخلف إمارة على الضعف!".
 
تقديم: الأستاذ هيثم الناصر (أبو عمر)
 
الخميس، 04 ذو القعدة 1438هـ الموافق 27 تموز/يوليو 2017م
د مطلب ادامه...

تلفزيون الواقية: برنامج "حلقة على الهواء مع أحمد القصص"

يسر المكتب الإعلامي المركزي لحزب التحرير أن يقدم لمتابعي وزوار صفحات المكتب الإعلامي المركزي برنامجاً مرئياً جديداً من برامج تلفزيون الواقية بعنوان حلقة على الهواء مع أحمد القصص، يتناول فيه الأستاذ الفاضل أحمد القصص كتاب نظام الإسلام، فكونوا معنا..

د مطلب ادامه...

فلسطين: كلمة مسجد "بداية الجريمة كانت بجعل الأقصى شأنا لأهل فلسطين، ورجوعه يكون بتحريك الجيوش لتحريره!"

الكلمة الأسبوعية للدكتور مصعب أبو عرقوب


عضو المكتب الإعلامي لحزب التحرير في الأرض المباركة (فلسطين)


الجمعة، 05 ذو القعدة 1438هـ الموافق 28 تموز/يوليو 2017م

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې