جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     25 ربیع الثانی 1442

میلادی نېټه :     سه شنبه, 30 نومبر 2021 م

شمېره:      ۲۵/ ۱۴۴۲

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
خلافت په یوازې توګه کولی شي د پاکستان په ګډون د اوسنیو وېشل شوو اسلامي هېوادونو د پراخو سرچینو په یو ځای کولو سره، اقتصادي پرمختګ تضمین کړي

پاکستان او د پيسو نړیوال صندوق (IMF) د ۲۰۲۱م، په نومبر میاشت کې، د راتلونکي سود پر بنسټ د پور په اړه د کارمندانو په کچه موافقې ته ورسېدل، چې د IMF شرایط پوره کړي. د IMF په شرایطو کې د روپیو ډېروالی شامل دی. د کوچنۍ بودیجې له لارې ۳۵۰ بیلیونه مالیه، په یوه میاشت کې د (PDL) في ليتر ۴ روپۍ مالیه لوړه شوې، په پرمختیايي بودیجه کې ۲۰۰ بیلیونه روپۍ کمې شوې او د پاکستان د دولتي بانک کنټرول  IMFته سپارل کېږي. حکومت له پخوا د برښنا بیې لوړې کړې وې، چې د ۲۰۲۲م،  تر پسرلي پورې به نوره هم لوړه شي. د پاکستان پر مسلمانانو دغه دروند اقتصادي بار د لومړي وزیر عمران خان له لوري پیل شو، چې حکومت ته تر ننوتلو وروسته یې ټینګار وکړ: «موږ باید په خپلو پښو ودرېږو. پور اخیستل د دې مانا لري چې موږ له خپلواکۍ او وقار څخه لاس وینځو.» دی د هغو کسانو لپاره چې په مسلسله توګه د پور غوښتنه کوي، تأسف ښيي.

عمران خان اوس ادعا کوي چې له IMF څخه سوال کول یو مجبوریت دی، په حقیقت کې دا یو قصدي انتخاب دی او هېڅکله مجبوریت نه بلل کېږي. دا د پاکستان د IMF ۲۲م پروګرام دی، اوس به څه تر لاسه کړي، په داسې حال کې چې په پخوانیو ۲۱ پروګرامونو کې یې تر لاسه نه شوای کړای؟ دا یو عمدي انتخاب دی، د دې پر ځای چې روپۍ د اسلام پر اساس په نقره او طلا تکیه وکړي، دوی په ډالر پورې وتړله. دا یو عمدي انتخاب دی چې د پيسو نړیوال صندوق ته د ننوتلو په لاره کې د سرونو د ټيټولو په تعقیب، د اوسني حساب کسر مسلسل بدلون تضمینوي. د IMF د شرایطو له امله، پاکستان نه دی توانېدلی چې د ځان بسیا کېدو، وارداتو بدیل او د لوړ ارزښت لرونکي محصولات تولید کړي. د پیسو نړیوال صندوق شرایط زموږ اقتصاد د انقلابي اقتصادي اقداماتو او پالیسیو له لارې زموږ د اقتصادي وضعیت د ښه والي پر لور نه، بلکې د پور د ادا کولو پر لور رهبري کوي.

د امریکا اقتصادي نظام اسلامي نړۍ په څو هیوادونو ویشلې، د قطر ګاز، د سعودي تېل، د افغانستان معدنونه، د پاکستان کرنه او اټومي ځواک یې له یو بل څخه جلا کړي دي. په ملي دولتونو باندې د امت وېش نه یوازې زموږ سیاسي او پوځي ځواک مات کړی، بلکې موږ یې له اقتصادي پلوه کمزوري او په غرب پورې تړلي یو. په یاد ولرئ چې که متحده ایالات په پنځوسو هیوادونو وویشل شي، نو د هغه ځواک به ټوټه ټوټه شي. په متحده ایالاتو کې د ټکنالوژۍ مرکز د کالیفورنیا په سیلیکون دره کې موقعیت لري، په داسې حال کې چې د انرژۍ په برخه کې پر ځان بسیا نه دی. د متحده ایالاتو مالي پلازمېنه نیویارک دی، حال دا چې د تیلو او ګازو ډېری زېرمې په تکزاس کې موقعیت لري او د منځني لویدیځ ایالتونه د کرنې، ډبرو سکرو او منرالونو څخه ډک دي. همدې یووالي امریکا ته دا توان ورکړ، چې یو پیاوړی ځواک شي، نو د عمران خان ـ باجوه حکومت د اسلام او خلافت پر بنسټ د اسلامي نړۍ د یووالي پر لور د حرکت مخه چا نيولې ده؟

اې د پاکستان وسله والو ځواکونو! په ښکاره ډول په دې نظام کې د حل لاره نه ده موندل شوې، په داسې حال کې چې پخوانیو او نویو لوبغاړو هڅه کړې چې د "نوي پاکستان" غوښتنه وکړي. مودي ته د مقبوضه کشمیر له سپارلو وروسته، اوسني رژیم خپل اقتصادي سیستم امریکا ته سپارلی دی او د پاکستان ملي امنیت یې یو خطرناک حالت ته رسولی دی. په دفاعي تولید کې د مستقیم کمښت سره له ډېرو کلونو راهیسي  دفاعي بودیجه په ثابت ډول د GDP په تناسب کمیږي. له امریکايي اقتصادي نظام څخه چې د افغانستان فاتح مجاهدین یې سوال کولو ته اړ کړي، څنګه د کومې ښېګڼې تمه کېدای شي؟ له دې پانګوال ډیموکراټیک نظام څخه خپل ملاتړ وباسئ، که هغه پارلماني، ولسمشري او یا مخلوط وي. د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا راګرځولو لپاره حزب التحریر ته نصرت ورکړئ، تر څو د امریکا اقتصادي نظام ته په غاړه نه اېښودلو سره، د خلافت تر چتر لاندې د امت پراخې سرچینې سره یو ځای کړي، چې د اسلام د دین له لارې به ډیر ژر یو زبرځواک شي.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې