پنجشنبه, ۱۲ رجب ۱۴۴۴هـ| ۲۰۲۳/۰۲/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د جاپان نوې دفاعي سټراټېژي
بسم الله الرحمن الرحيم
د جاپان نوې دفاعي سټراټېژي

پوښتنه:

جاپان څو ورځې وړاندې نوې دفاعي سټراټېژي اعلان کړه چې د پوځي بودیجې د پام وړ زیاتوالی پکې لیدل کېږي. ايا دا په دې معنی ده چې جاپان غواړي تر دویمې نړیوالې جګړې وړاندې وخت په څېر ځواکمن شي؟ د دې اقدام موخه څه ده؟ او ایا دا پرېکړې خپلواکې دي او که د کوم بهرني اړخ، په ځانګړي ډول امریکا تر اغېز لاندې دي؟  

ځواب:

هو، د جاپان حکومت نوې دفاعي سټراټېژي جوړه او په خپل قانون کې یې ځینې تعدیلات راوستل؛ د جاپان لومړي وزیر، فومیوکشیدا د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په ۱۶مه درې دفاعي سندونه تایید کړل؛ لومړی د جاپان د ملي امنيتي سټراټېژي، دويېم ملي دفاعي سټراټېژي او درېيم د دفاع جوړولو پروګرام. جاپان له تېرو اوو لسيزو راهيسې او تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د يوه مات شوي دولت په څېر و، اوس غواړي دا حالت بدل کړي. نو جاپان ډېره هڅه کوي چې یو ځل بیا خپلې پوځي وړتیاوې لوړې کړي. له دغه اقدام څخه د جاپان پر موخو د لا ښه پوهېدو لپاره لاندې ټکي ارزوو:

لومړی: د دغې سټراټيژۍ ځينې مادې په لاندې ډول دي:

۱- د دغې نوې سټراټيژۍ له مخې، جاپان د اساسي قانون هغه مادې لغوه اعلان کړې چې د جاپان د اشغال پر مهال د امريکا له لوري پرې تپل شوې وې او له ۱۹۴۷ راهيسې د پلي کېدو وړ وې. د جاپان د اساسي قانون له مخې، دا هېواد د پوځي ځواک له لرلو او له خپلو پولو بهر هر ډول پوځي کړنو څخه بې برخې و. که څه هم، د جاپان نوې سټراټېژي کې په مشروط ډول د «متقابل بريد» يادونه شوې او رقابتي جګړه استثنا کوي،  خو بیا هم دا لومړی ځل دی چې جاپان له خپلو پولو بهر د پوځي فعالیت محدودیت تر پښو لاندې کوي. د دغې سټراټيژۍ له مخې، د جاپان پوځي بودیجه تر ۲۰۲۷م پورې د ناخالصو کورنیو تولیداتو له یو سلنه څخه ۲ سلنه (د ناټو د غړو هېوادونو پوځي بودیجې ته ورته) ته پورته کېږي؛ دا د دولت د بودیجې ۱۰ سلنه تشکیلوي. (الجزيره نېټ، ۱۶/۱۲/۲۰۲۲). په دې توګه به جاپان په نړۍ کې تر امريکا او چين وروسته درېیمه لویه پوځي بودیجه لري.

۲- دغه سټراټېژي همداراز د «تر ټولو ناوړه سناریو» لپاره د تیاري غوښتنه کوي او دا تر دوېيمې نړيوالې جګړې وروسته «تر ټولو سخت او پېچلی امنيتي وضعيت» او له بهرنیو ګواښونو سره مقابله بولي؛ چې د دې لپاره باید لوی شمېر له لویو وچو تېرېدونکي «۵۰۰» امریکايي «ټوماهوک» او ايس ايم-۶ توغوندي وپېري تر څو وکولی شي د هر ډول لرې واټن بريدونو پر وړاندې چمتو وي.

۳- د جاپان اساسي قانون ۹ ماده وايي «د جاپان خلک تل د دولت لپاره د حاکمیت د حق په توګه، د نړیوالو شخړو د حللارې په توګه له جګړې او هر ډول تاوتریخوالي او له ګواښه ډکې کړنې څخه لاس اخلي. د دغې پرېکړې د ریښتیا کېدو لپاره به جاپان هېڅ ځمکني، سمندري، هوايي او نور پوځونه نه لري او دولت ځان ته حق نه ورکوي چې په جګړو کې ښکېل شي». دا ماده لغوه شوه؛ څو جاپان وکولی شي د جګړې د نوي سیاست پر وړاندې ودرېږي، دا سیاست د پوځي لګښت، پوځي صنعت او پوځ/ريښتیني پوځ جوړولو په ګډون پراخو کورنیو بدلونونو ته اړتیا لري او دا خلکو ته له دویمې نړیوالې جګړې وړاندې د جاپان پراخ پوځي ځواک او زور وریادوي.

۴- له خپلو ګاونډيانو او نړيوالو قدرتونو سره د جاپان د ګډ سوله‌ييز ژوند تګلاره پای ته رسېدونکې ده، د اساسي قانون په دې نويو تعديلاتو کې جاپان حق لري چې د هر دښمن هيواد پر ضد متقابل بريد وکړي. په دې نوې سټراټيژۍ کې له «درېیو شريرو» هيوادونه سره د مقابلې يادونه شوې؛ که څه هم جاپان دا نوم نه ورکوي. په دغو درېیو هېوادونو یا «شریر مثلث» کې لومړی هېواد چین دی چې جاپان یې د ځان لپاره «تر ټولو ستر سټراټېژیک ګواښ» بولي؛ دویم هېواد شمالي کوريا ده چې جاپان یې «د نن ورځې جاپان لپاره خطرناک او قریب الوقوع» ګواښ بولي او په درېیم ځای کې روسیه راځي چې جاپان کلکې نیوکې پرې وکړې او د دغو نیوکو سبب هم دا و چې «روسیه د خپلو ځانګړو امنیتي موخو لپاره له زور څخه کار اخلي؛ لکه د اکراین مسله. بل سبب یې په اسیا او ارام سمندر کې د روسیې پوځي فعالیت او له چین – چې پخپله د جاپان یوه لویه امنیتي اندېښنه ده- سره د دغه هېواد سټراټېژیکه همکاري ده.»(فرانس ۲۴، ۱۶/۱۲/۲۰۲۲).

دويم: د دغې سټراټیژۍ پر وړاندې د نړیوالو دریځونو په پام کې نیولو سره؛ لاندې ټکي روښانه کېږي:

۱- چين د دغې سټراټيژۍ کلک مخالفت وکړ او رسماً یې پر وړاندې اعتراض وکړ: [د جاپان نوې سټراټېژي تر رسمي اعلان وړاندې لا د بيجينګ له مخالفت سره مخ شوه. بیجینګ تل د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې د جاپان د هغو وحشیانه پوځي تمایلاتو په اړه خبرې کوي چې چین یې هم قرباني و. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند، وانګ وين بين، جمعه وويل: «جاپان پر واقعيتونو سترګې پټوي، له دوو اړخیزو ښو اړیکو او پر ګډ تفاهم له پابندۍ لرې کېږي او د چین اعتبار او شهرت ته زیان رسوي. موږ د جاپان دا کار په کلکه غندو.» (فرانس ۲۴، ۱۶/۱۲/۲۰۲۲)].

۲- شمالي کوريا خبرداری ورکړ چې دا پرېکړه به جاپان منزوي کړي؛ [د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل: «جاپان د یوه خطرناک امنیتي ناورین د رامنځته کولو په حال کې دی او پر خپله نوې امنیتي سټراټيژۍ پر باور سره عملاً پر نورو دولتونو د دفاعي برید کولو ته رسمي بڼه ورکوي. په دې کې هېڅ شک نشته چې د جاپان د تېري نوي پلان ته رسمي بڼه ورکول د ختیځې اسیا امنیتي چاپېریال په بنسټیزه توګه بدلوي.» نوموړي خبرداری ورکړ چې توکیو به ژر پوه شي چې «دا یوه خطرناکه او ډېره بده ټاکنه وه.» (سکای نيوز عربي، ۲۰/۱۲/۲۰۲۲)].

۳- د امريکا په تړاو، [واشنګټن د يادې سټراټيژۍ هرکلی وکړ. د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار، جيک سوليوان وويل: «په دفاعي برخه کې د جاپان د پام وړ بانګونه به د امريکا-جاپان ايتلاف پياوړی او عصري کړي.» (فرانس ۲۴، ۱۶/۱۲/۲۰۲۲)]؛ د امريکا دفاع وزير لوييد اسټين هم د جاپان لخوا د خپلې نوې سټراټيژۍ د اسنادو د خپرولو هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې: [«د جاپان د ملي دفاعي سټراټېژي او د امریکا د ملي دفاع په سټراټيژۍ کې د مشخصو شوو لومړیتوبونو او لیدلورو تر منځ ورته والی مهم دی.» (الشرق الاوسط، ۱۲/۱۷/۲۰۲۲)] او [ولسمشر بايډن وويل چې «هيواد يې له جاپان سره په دې حساسو شېبو کې ولاړ دی او د هند او ارام سمندرونو په سیمه کې زموږ ایتلاف مهم دی». سپينه ماڼۍ د جاپان نوي دفاعي پلان ته له امريکا سره د پوځي ایتلاف د پياوړتيا په سترګه ګوري. (الجزيره نټ، ۱۶/۱۲/۲۰۲۲)].

درېيم: د جاپان د نوي دفاعي سټراټېژيک پلان له ارزولو وروسته دغه موارد روښانه کېږي:

۱- د جاپان نوې دفاعي سټراټېژي چې د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په ۱۶مه اعلان شوه، که څه هم لویه پېښه وه او د جاپان د څه باندې اوو لسیزو پوځي ځواک ختموي، خو حیرانوونکې نه وه؛ ځکه چې د جاپان دفاع وزارت د ۲۰۲۲م کال د جولای په ۲۲مه، د «سپن کتاب» تر نامه لاندې خپله سټراټېژي خپره کړه او په هغه کې يې هغه دفاعي تګلارې په ګوته کړې چې د نړيوالو ننګونو پر وړاندې بايد ځواب ويوونکې وي. نو «سپین کتاب» د هغو ګواښونو پر وړاندې د لرلید په روښانه کولو، چې جاپان ورسره مخ دی، دا وضعیت ختم کړ. جاپان له دغو ګواښونو سره مخ دی؛ د چین مخ پر ودې پوځي ځواک او د تایوان پر وړاندې یې د جګړې خطر؛ د چین او روسیې د پوځي همکارۍ خطر او په اسیا کې د چین، روسیې او شمالي کوریا له لوري د جګړې پیلولو خطر. د جاپان د دفاع وزارت دا «سپین کتاب» چې له یادو ګواښونو سره د جاپان د مخامخ کېدو لپاره د پوځي بوديجې پر لوړالي او په پوځي ټکنالوژۍ کې پر پانګونې او دغه راز د فضا په ګډون څو اړخیز پوځي ځواک جوړولو پر اړتیا ټینګار کوي؛ دا ښيي چې د جاپان هیلې لویې دي او داسې ځای ته رسېدلی چې په دویمه نړیواله جګړه کې د ماتې دوړې له ځانه وڅنډي، بیا راپورته شي او د چین د سویلي سمندر – چې د چین او جاپان تر لاندجې لاندې ټاپوګان پکې دي- په ګډون د ارام سمندر په سیمه کې شته سیالیو سره یو ځای شي.

۲- له دې وړاندې د جاپان پخوانی لومړی وزیر، شینزو ابې د چین د نفوذ مخنیوي لپاره پر ارام او هند سمندرونو د ډېر تمرکز لپاره د امریکا او جاپان تر منځ د ګډې سټراټيژۍ پلان له اصلي جوړوونکو څخه و. دا پلان امریکا ومانه او په دې کې په ارام او هند سمندرونو کې د کښتيو د امنیت ټینګولو په موخه په سوداګرۍ، پانګونو او ګډو همکاریو کې د جاپان، امریکا او نورو شریکانو همکاري او د اسټرالیا او هند راګډول شامل وو. (العربيه، ۸/۱۱/۲۰۱۷).

۳- له همدې امله، د جاپان له نوي سټراټېژۍ او پخوانۍ هغې توپير څخه په ډاګه کېږي، چې جاپان اوسمهال پوځي ځواک بيرته ستنولو ته ګرځي، خپل تېر هېروي او په اسيا کې د جګړې لپاره په چمتوالي بوخت دی. که څه هم جاپان پخوا یو لوی هېواد و او په ځانګړي ډول يې په اسیا کې ځانګړی ځایګی درلود. د دویمې نړیوالې جګړې په لومړیو کلونو کې پر سیمه واکمن هېواد ګڼل کېده؛ چين، کوريا، سمندري ټاپوګان او په اسيا کې يو شمېر نور هيوادونه يې له مخې لرې کول؛ لکه المان چې اروپايي هېوادونه یې له مخې لرې کول. دواړو هیوادونو وروسته ماتې وخوړه او جاپان پکې د اټومي بريد قرباني شو. امريکا د ۱۹۴۵م کال په اګېسټ کې د جاپان پر هيروشيما او ناګاساکي ښارونو اټومي بمونه وغورځول چې په پايله کې یې تر دوو لکو ډېر کسان ووژل؛ جاپان له دغو بریدونو یوه اونۍ وروسته د ۱۹۴۵م کال د اګېسټ په ۱۵مه تسلیم شو او د امريکا په مشرۍ متفقینو جاپان اشغال کړ.

۴- د جاپان امپراتورۍ تېر تاريخ ته په کتو، پوځي سياست ته ستنېدل د جاپانيانو له پراخ هرکلي سره مخ شول. خو د اوږدې مودې لپاره له جنګي سياست څخه د جاپان لرې پاتې کېدل او په جاپان کې د متفقینو له وتلو وروسته تر نن ورځې پورې د امريکايي پوځي اډو شتون د دې سبب شوی چې د پوځي ځواک بیا ترلاسه کولو لپاره د جاپان انګېزي بشپړې خپلواکې نه وي.

۵- ښايي د امریکايي له چټکو او د پوځ، پوځي ایتلافونو او سیمې د ګواښونو په اړه د جاپان له سټراټيژۍ سره موافقو اظهاراتو سره نور په دې اړه شک نه وي پاتې چې د جاپان پوځي کېده په حقیقت کې هغه د تهداب ډبره ده چې د امریکا په سټراټيژۍ کې د چین د ګواښونو پر وړاندې ایښودل شوې ده. امریکا خپل پوځیان د چین سمندر ته لېږدولي، د تایوان شاوخوا پاروونکې کړنې کوي او هڅه کوي په دغه سیمه کې اندېښنې زیاتې کړي. امریکا ان ځان د چین پر وړاندې جګړې ته تیاروي؛ د امریکا له ولسمشر، بایډن څخه وپوښتل شول چې که چین پر تایوان برید وکړي، امریکا مستقیماً په جګړه کې ښکېلېږي؟ ده يې په ځواب کې وویل: هو.

۶- همدا رنګه، د پخواني ولسمشر ټرمپ ادارې د شمالي کوريا پر ضد پاروونکې څرګندونې کولې او هڅه یې کوله چې د جاپان پوځیان وهڅوي؛ ده په ۲۰۱۷ کې جاپان ته د «جنګيالی ملت» خطاب وکړ: [... ټرمپ دا څرګندونې د ولسمشر په توګه اسيا ته تر خپل اوږد او مهم لومړي سفر وړاندې وکړې. د ټرمپ په دې سفر کې په ځانګړي ډول جاپان او شمالي کوریا شامله ده او د شمالي کوریا د اټومي ګواښ دوسیه هم پکې راځي. ټرمپ فاکس نيوز ته وويل، «جاپان يو جنګيالی ملت دی او زه چين او هر بل هېواد ته وایم چې که پرېږدئ چې شمالي کوریا همداسې دوام ورکړي، نو په نږدې راتلونکي کې به د جاپان لخوا له لویې ستونزې سره مخ شئ.» (مرصد نيوز- نړيوالې چارې- جمعه- نومبر ۳، ۲۰۱۷)]. ټرمپ په دغو خبرو کې چین ته ګواښ وکړ چې ممکن جاپان پر شمالي کوریا پوځي برید وکړي؛ ته به وايي چې د جاپان په استازیتوب خبرې کوي! که څه هم هغو نویو شرایطو ته په کتو چې د اسیا په ختیځ کې رامنځته شوي، اړتیا لري ځان یو ځل بیا پوځي کړي، خو دا د امریکا یو هر اړخیز پلان هم دی؛ ځکه چې جاپان د امریکا په لیدلوري کې له چین سره د مقابلې لپاره په یوه مرکزي دولت بدل شوی.

څلورم: اوس د پوښتنې پر وروستۍ برخه رڼا اچوو؛ چې ایا دغه پرېکړې خپلواکې دي او که له بهرنیو لوریو، په ځانګړي ډول امریکا اغېزمنې شوې؟ که پورته ویل شویو خبرو ته ځیر شو، دا موارد روښانه کېږي:

۱- جاپان د چين پر وړاندې د برياوو اوږده مخينه لري؛ د امريکا او اروپايي هيوادونو له لوري د جاپاني استعمار تر مخنيوي وړاندې، چين د ډېرې مودې لپاره د جاپان له لوري اشغال شوی و. د چین د خلکو تر اوسه هغه وخت په یاد دی او له جاپان څخه د چین لخوا د غرامت غوښتل او د تاریخ په اوږدو کې د کړو جنایتونو په سبب د  جاپان د بښنې غوښتلو موضوع د دې ښکارندوی ده. له بل اړخه، جاپان تر امريکا او چين وروسته درېیم لوی اقتصادي ځواک دی؛ دا له جاپان سره مرسته کوي چې له چين سره په هر اړخيز ډول ښکېل شي. همدا رنګه په صنعت او ټېکنالوژۍ کې د جاپان وړتياوو ته په کتو، که دغه هېواد خپل پوځي ځواک بیا ترلاسه کړي، په یوازې ځان د چین پر وړاندې درېدلی شي.

۲- امريکا غواړي چې جاپان د خپل ايتلاف په اډانه کې د چين پر وړاندې ودرېږي، داسې چې د جاپان دا سیاست د امریکا د پراخ پلان یوه برخه پاتې شي او په جاپان کې د ځواک کشمکش را ژوندی نه شي او له امریکا سره د دښمنۍ یادونه ور تازه نه کړي، په ځانګړي ډول پر جاپان د امریکا اټومي برید؛ ځکه جاپان له امریکا سره د شخړې اوږد تاریخ لري. دغو ټولو مواردو ته په کتو، امریکا غواړي د امریکا د نوې پوځي سټراټيژۍ پر ټولو جزیاتو واکمن وي تر څو دا سټراټیژي يوازې له چين سره د ښکېلتيا لپاره وي او د امريکا د اټومي بريد ياد را تازه نه کړي! د امريکايي سټراټېژۍ له مخې؛ د جاپان پوځي سياست او پوځي ځواک جوړونه باید يوازې په اسيا کې له چين سره تر ښکېلېدو محدوده وي او په اروپا کې د المان پوځي وړتیاوې د اروپا په ختیځ کې له روسیې د مقابلې لپاره وي.

۳- له دې ټولو سره سره، باید ووایو چې جاپان هم د المان پشان د پوځي وړتایوو په بیا ترلاسه کولو کې ناوخته کړی. که هم څه دا ملتونه ژوندي او فعال دي؛ خو په سوداګرۍ او پيسو ټولو روږدي شوي او د دې په پایله کې یې د هوساینې او رفاه ژور احساس پیدا کړی، عزت او کرامت یې کمزوری شوی او په رهبرانو کې یې د جګړې او نفوذ همت ورک دی. او جاپان او المان له امریکا او اروپا سره داسې چلند کوي چې له یوه پيرو او تر لاسر لاندې دولت سره توپیر نه لري.

له همدې امله، جاپان او المان څه د پاسه اووه لسيزې د پوځ جوړولو کار وځنډاوه تر هغه چې امريکا دې کار ته وهڅول. د يادو هيوادونو خلک د پرمختللي پوځونو جوړولو لپاره د پام وړ کچه انرژي او هوډ لري چې په بيړه په اټومي ځواک هم بدليدای شي او په نیږدې راتلونکې کې د ځواک او دبدبې خوند تر څکلو وروسته يو ځلې بيا خپله د امريکا لپاره هم ستونزې جوړولی شي او هغه وخت به په خپلو کې سره ښکېل شي. له همدې امله، امريکا د جاپان او المان پوځي سټراټيژي ډېره په ځير او او خلاصو سترګو څاري!

پینځم: د هغو دولتونو د واقعیت په څارلو چې نن ورځ لوی دولتونه ګڼل کېږي، وینو چې دا دولتونه هېڅ راز ښېګڼې او عدالت ته ارزښت نه ورکوي؛ د هغوی له انده ښېګڼه هغه څه ده چې که د نورو په زیان هم وي، خو د دوی غوښتنې پوره کړی. دوی عدالت دې ته وايي چې نورو ته د زيان رسولو په پايله کې ګټه لاسته راوړي او پر نورو حاکميت ولري؛ دا که ظلم ښکاره ظلم او نابرابري هم وي توپير نه ورته کوي. نو د هغوی په ارزښتونو کې ښېګڼه او عدالت نشته.  ته به وایې چې تاریخ تکرارېږي؛ کله چې فارس او روم له کوم خیر، ښېګڼې او عدالت پرته پر جهان واک درلود، اسلام له عدالت سره راغی او نړۍ یې رڼا کړه؛ په دې توګه حق راغی او باطل کډه وکړه. د نن ورځې حالت هم د پرون په څېر دی؛ دا حالت تر هغه نه سمېږي، څو هماغه د پخوا پشان د نبوت پر منهج خلافت را نه شي. دې واقعیت ته په کتو اوس د خلافت بیاراتګ یو محسوس واقعیت شوی او ښايي ژر راشي؛ رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي:

«...ثُمَّ تَكُونُ مُلْكاً جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَة عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ» ثُمَّ سَكَتَ.

ژباړه: «وروسته به جبريه حکومتونه وي، دا به تر هغه وخته وي چې د الله سبحانه وتعالی خوښه وي او وروسته به يې الله سبحانه وتعالی په خپله اراده له منځه يوسي. وروسته به د نبوت پر منهج خلافت وي». بیا هغه صلی الله عليه وسلم چوپ شو. [د دې حديث روايت امام احمد او ابو داود الطیالسي کړی دی].

(وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ) (يوسف: ۲۱)

ژباړه: او الله پر خپل کار غالب دی، خو ډېر خلک نه پوهېږي.

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې