الاقصی مسجد: د «ناپوه رهبران» تر سرلیک لاندې د جمعې درس
- خپور شوی په ویډیوګانې
وړاندې کوونکی: شيخ أبو حمزة المقدسي
۱۴۳۹ه.ق، د ربیع الثاني ۲۵مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د جنوري ۱۲مه
وړاندې کوونکی: شيخ أبو حمزة المقدسي
۱۴۳۹ه.ق، د ربیع الثاني ۲۵مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د جنوري ۱۲مه
حزب التحریر ولایه ترکیې په "دیاربکر" کې د "موږ واحد امت یو" په نامه کنفرانس جوړ کړ، چې د سیاسیونو او مدني ټولنې ته منسوبو کسانو په شمول زیات شمېر مسلمانانو ګډون پکې کړی و.
په دغه کنفرانس کې د حزب التحریر ولایه ترکیې د مطبوعاتي دفتر رییس استاد محمود کار، استاد آیدن اوسالب او استاد عبدالله اماماغلو ویناوې وکړې.
د نورو جزیاتو لپاره لاندې لینک ته ورشئ:
http://www.hizb-ut-tahrir.info/ar/index.php/dawahnews/turkey/49149.html
رسنیو خبر ورکړ چې چین هوډ لري د پاکستان په سوېللوېدیځ کې نظامي اډه جوړه کړي، چې په دغې ستراتیژیکه سیمه کې د پکن دغه کار د امریکا تر نظر لاندې دی، دغه چينې نظامي اډه به «ګوادر» بندر ته څېرمه د بلوچستان او پاکستان په خاوره کې د ایران د پولې په امتداد د عمان په خلیج کې جوړه شي. د " South China Morning Post» خبري ټولګې په نقل سره، چیني نظامي چارواکو ویلي، چې د نوې اډې جوړول لازم دي، ځکه اوسنی بندر چې سوداګریزې بېړۍ پکې کار کوي، د چيني جنګي بېړیو د اړتیاوو او لوجیستیک ملاتړ توان نه لري.
د پاکستان حکامو، پاکستان له ښکېلاکګرو دولتونو لکه چین او روسیي سره چې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې جنګېږي په نویو ایتلافونو کې ډوب کړ. ان تر دې چې د تحقیر دروازې یې پر خپل مخ پرانستې دي.
د پاکستان پر وړاندې د چین کړنه موږ ته د شرقي هند د کمپنۍ لومړۍ ورځي رایادوي چې وروسته په یو غربي استثمارګر او ښکېلاکګر بدله شوه. چین د غربي اقتصادي نظام پر ځای د پانګوالۍ او سوداګرۍ د ترویج لپاره له نویو لیبرال سیاستونو استفاده کوي.
پاکستاني حکام، عزت، مېړانه، مجد او عظمت د اسلام او مسلمانانو له دښمنانو کفارو سره لټوي، سره له دې چې پوهېږي دا کار شرعاُ حرام دی، الله سبحانه و تعالی فرمایلي:
﴿الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِندَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا﴾
[نساء: ۱۳۹]
ژباړه: منافقان هغه کسان دي چې د مومنانو پر ځای له کافرانو سره دوستي کوي او خپل سرپرستان یې ګڼي. ایا عزت له کافرانو څخه غواړي؟ په داسې حال کې چې ټول عزت او شوکت له الله سبحانه وتعالی سره دی او څوک چې له الله عزت غواړي عزیز دی او څوک چې له الله پرته عزت ِغواړي ذلیل دی.
ژباړن: علي عمار
د آل عمران مبارک سورت «۲۹»ام ایت: "قُلْ إِن تُخْفُوا مَا فِي صُـدُورِكُمْ أَوْ تُبْدُوهُ"
وړاندې کوونکی: شيخ يوسف مخارزة (أبو الهمام)
۱۴۳۹ه.ق، د ربیع الثاني ۲۲مه، سه شنبه/ ۲۰۱۸م، د جنوري ۹مه
(ژباړه)
پوښتنه:
پوهېږو چې روسیې له امریکا سره په همغږۍ یا یې په امر، په سوریه کې د دې لپاره مداخله وکړه چې د سوریې د نظام د پرځېدو مخه ونیسي او سیاسي حل لارې – له مخالفینو سره جګړې- ته زمینه برابره کړي. خو په ورته وخت کې لیدل کېږي چې امریکا نه غواړي په استانه، سوچي او نورو ځایونو کې له روسیې سره د نظام او مخالفینو په یو ځای کېنولو کې ګډ کار وکړي او که یې شتون درلوده هغه هم یوازې د اردن په څېر د وضیعت څارلو لپاره و او بس؛ یعنې دا چې امریکا د سوریې په قضیه کې روسیه په پښو ور ټېل وهي او په لاسو یې بېرته را کشوي، نو د دغه دوهګوني برخورد تفسیر څه دی؟
ځواب:
د دغې مسلې تفسیر کولی شو په دوو کلیمو کې را لنډ کړو: د امریکا غرور او د روسیې حماقت، چې شرحه یې داسې ده: دا ریښتیا ده چې د روسیې مداخله له امریکا سره په همغږۍ یا د هغې په امر او یا یې په مصلحت شوې ده؛ په هغې بیانیه کې چې د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر په ۱۱ مو خپره کړه؛ په دې اړه مو داسې ویلي وو: « ... همغه وو چې امریکا په کړکېچ کې ښکېل شوه؛ ځکه له یوه لوري داسې ښیي چې له انقلابیونو سره ده او له هغوی څخه ملاتړ کوي؛ نو ځګه ورته ستونزمنه ده چې په ښکاره ورسره جګړه وکړي او دا په داسې حال کې ده چې انقلابیونو د سوریې دولت سخت ځپلی؛ له بل لوري، هغه ځایناستی چې امریکا یې په سوریه کې په لټه کې ده، لا پوخ شوی نه دی. همغه و چې دغه ککړه او خونړۍ لوبه پیل شوه او د ترسره کولو مسولیت یې د روسیې پر غاړه واچولو او روسیې ته دا دنده ورکړل شوه چې په سوریه کې له حاکم نظام څخه ملاتړ وکړي او له انقلابیونو سره وجنګېږي. د سوریې نظام د امریکا په امر رسما له روسیې مرسته وغوښته او روسیې هم په همدې( د سوریې دولت د غوښتنې) پلمه له انقلابیونو سره جګړه پیل کړه. نو روسیې ومنله چې د امریکا د خدمت لپاره په سوریه کې دغه خونړی او چټل رول ولوبوي.»
همدا راز مو دا موضوع د ۲۰۱۵م کال د نومبر په ۱۸مه د « د سوریې وروستي تحولات» تر سرلیک لاندې د یوې پوښتنې په ځواب کې ډېره واضح خپره کړې او پکې ویلي مو وو: « پر سوریه باندې د روسیې تېری، یوه ورځ ورسته له هغې چې د ۲۰۱۵م کال د سپټمبر په ۲۹مه، اوباما او پوتین ۹۰ دقیقې ناسته درلوده، د ۲۰۱۵م کال د سپټمر په ۳۰مه پیل شو. د دغې ناستې په لومړۍ برخه کې، د اوکراین پر موضوع خبرې اترې وشوې او په ادامه یې دواړو ولسمشرانو د سوریې پر موضوع تمرکز وکړ. د دغې ناستې پایله یوه ورځ وروسته یعنې د ۲۰۱۵م کال د سپټمبر په ۳۰مه ښکاره شوه او د روسیې د یووالې شورا د رایو په اتفاق سره په سوریه کې د روسیې د هوایي بریدونو په اړه د پوتین غوښتنه ومنله.» (سرچینه: نن روسیه د ۲۰۱۵م کال د سپتمبر ۳۰مه)
ان هغه سنګرونه چې د سوریې په خاوره کې د روسیې تر برید لاندې راځي، ډېری یې له امریکا سره په همغږۍ وو، لکه څنګه چې د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر په ۴مه، سي ان ان ټلویزیون د جنرال اندري کارتاپلوف، چې د روسیې په پوځ کې د ارکانو له رهبرانو څخه دی، له خولې د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر په ۳مه رپوټ خپور کړ چې پکې ویلي یې وو :« هغه سیمې چې په سوریه کې د روسیې تر برید لاندې راغلې، مخکې د امریکا له خوا مسکو ته د داسې سیمو په توګه ورپېژندل شوې وې چې هلته یوازې ترهګر دي.» د روسیې ټاس اژانس هم د یاد جنرال له خولې لیکي: « امریکا موږ ته د هغو ګډو اړیکو له لارې چې لرو یې خبر راکړ، چې په دې سیمه کې له ترهګرو پرته بل څوک نشته.»
په دې ترتیب، امریکا، روسیه په سوریه کې ښکیل کړه چې هلته له حاکم نظام څخه ملاتړ وکړي او د امریکا له غوښتنې سره سم د متناسبې حل لارې لپاره فضا برابره کړي؛ نه دا چې روسیه د یوه بیل دخیل او پر اوضاع مسلط اړخ په توګه د سوریې لپاره د حل لارې په لټه کې وي. خو روسیې د خپل سیاسي حماقت او ناپوهۍ له امله، له هغو وحشیانه کړونو وروسته چې په سوریه کې یې ترسره کړې او د نظام د سقوط مخه یې ونیوله، ګومان کاوه چې کولای شي سیاسي حل لاره هم اداره کړي او دا تصور یې هېڅکله نه کاوه چې امریکا به ورسره مخالفت کوي؛ بلکې دا باور یې درلود چې امریکا به د دوی د هغه وحشیانه رول له کبله چې په سوریه کې یې ولوبولو، بې له شکه له دوی سره به هره پرېکړه کې همغږې وي.
روسیې د خپل همدغه ناسم ګومان او احمقانه تصور پر اساس، د آستانې او سوچي غونډې ونیولې، مختلفې ډلې یې ورته راوبللې او په دې اړه یې ډېرې برنامې جوړې کړې او له امریکا یې وغوښتل چې په دغو غونډو کې د ګډون تر څنګ په غونډو کې لوی رول هم ولوبوي. څنګه چې بیسکوف په خپلو خبرو کې وویل: « په دې وروستیو کې د سوریې کړکېچ د حل اړوند ځینې مثبت پرمختګونه شوي؛ خو نوو سطحو او نوعیتونو ته د دغو پرمختګونو د رسولو لپاره پکار ده چې ګډې هڅې وشي او د دې کار لپاره اړینه ده چې د روسیې او امریکا تر منځ په یو ډول نه یو ډول تعامل وشي.» (سرچینه: اورینټ نیوز، ۲۰۱۷م د نومبر ۴مه)
روسیې تمه درلوده چې وبه کولی شي چې د اوپېک ناستې په جریان کې، چې د ۲۰۱۷م کال د نومبر په ۱۰مه په ویتنام کې وشوه، د پوتین او ټرمپ د لیدنې زمینه برابره کړي او څو څو ځلې او په ښکاره یې د دوړاو ولسمشرانو تر منځ د دا ډول کتنو غوښتنه وکړه. د روسیې دغې غوښتنې دوام درلود، ان تر دې کچې چې د اوپېک ناستې په جریان کې هم مطرح شوه، چې دا د سوریې په قضیه کې له امریکا سره همغږۍ ته د روسیې اړتیا ښیي؛ خو امریکا دغه غوښتنې ونه منلې او یوازې دا یې ومنله چې د دواړو ولسمشرانو له خوا دې ګډه بیانیه خپره شي؛ داسې چې وښیي لیدنه شوې، په داسې حال کې چې هېڅ کومه لیدنه نه وه شوې، بلکې د دواړو خواوو د چارواکو له خوا جوړه شوې ګډه بیانیه وه او دواړو ولسمشرانو مختصرا د رسنیو په مخ کې یو بل ته لاس ورکړ، چې دا هم امریکا ته د روسیې د ذلیلانه زاریو یوه بېلګه ده.
په دې کې هېڅ شک نشته چې روسیه ډېره ښه پوهېږي چې له امریکا پرته د دې مسلې حل او فصل نشي کولی. له همدې امله امریکا ته په دې هیله پرله پسې غوښتنې لېږي چې ګوندې ومنل شي. لکه مخکې مو چې اشاره وکړه؛ د روسیې له خوا له ټرمپ سره د پوتین د لیدنې غوښته، ذلیلانه او له زاریو ډکه وه.
دا چې روسیه بېړه لري د سوریې قضیه ژر حل او یو طرفه یې کړي؛ پوتین، جنایتکار بشار اسد سوچې ته وربللی او د ۲۰۱۷م کال د نومبر په ۲۰مه يې ورسره وکتل او د ۲۰۱۷م کال د نومبر په ۲١مه یې ټرمپ ته د دغې لیدنې خبر ورکړ. په دې اړه د (نن روسیې) شبکې داسې رپوټ ورکړ: « ولادیمیر پوتین، نن سه شنبې له خپل امریکایي سیال سره په ټلیفوني خبرو کې د سوریې د کړکیچ پر بحث ټینګار وکړ او له بشار سره یې د کتنې د پایلو په اړه ورسره خبرې وکړې.» ( سرچینه: نن روسیه ۲۰۱۷م د نومبر ۲۱مه)
په دې ترتیب، روسیه په بېړه او په ټول توان سره کوښښ کوي چې د سوریې کړکېچ حل و فصل کړي او د تل په څېر فکر کوي چې په دې بحران کې د امریکا تر څنګ یوازینی لوی ځواک ده. نو لیدل کېږي چې په ډېر شوق او وېره د سیاسي حل لارې په لټه کې ده چې باید نن او له سبا مخکې مطرح شي؛ ځکه چې دا تر ټولو مناسب کار دی چې روسیه یې کولای شي له دې نه په استفادې سره له دغې معضلې ځان وژغوري؛ ځکه چې په سیاسي حل لاره کې، هغه درانه لګښتونه چې په بېلابېلو برخو کې- په ځانګړې توګه د نظامي ګډون اقتصادي لګښتونه-- له روسیې څخه کېږي، درېږي.
ټولو ذکر شوو مواردو ته په کتو سره مخکښه روسیه د داسې ناستو وړاندیز کوي چې د دوی په فکر د سوریې د کړکېچ د سیاسي حل لاره هواروي، لکه بشار یې چې روسیې ته راوغوښت، وروسته یې اردوغان او روحاني او اوس د یوې داسې غونډې د جوړلو لپاره په برنامه رېزۍ بوخته ده چې پکې به د دوی په وینا « د سوریې د خلکو ټول قشرونه» ګډون وکړي، تر څو د دغه کړکېچ لپاره حل لاره ولټوي.
روسیه هڅه کوي چې د سیاسي حل لارې د ګړندي کولو لپاره امریکا هم اړه کړي چې په دغې غونډه کې ګډون وکړي، لکه څنګه یې چې اعلان وکړ چې غواړي له سوریې څخه خپل یو څه سرتېري راوباسي. د روسیې د وسلهوالو ځواکونو د ارکان رییس جیراسیموف په خپلو خبرو کې وویل: « په اغلب ګومان، په سوریه کې به د روسي ځواکونو شمېر تر ډېرې کچې کم شي او ښایي دا کار د روان میلادي کال تر ختمېدو مخکې وشي.» (سرچینه: یورو نیوز ۲۰۱۷م کال د نومبر ۲۳مه)؛ خو امریکا د روسیې دغه بلنې د تېر په څېر تل وروسته کوي.
دا ده هغه لوبه چې امریکا یې د سوریې په قضیه کې له روسیې سره کوي؛ یعنې هغوی یې د سوریې په ککړ ډنډ کې یوازې پرېښي، غوښتنو ته یې پام نه کوي او په ډېری مسایلو کې ورسره همغږي نه کوي، پرته له یو څو وو چې هغه هم د امریکا د شریکانو له خوا کېږي.
له پورته خبرو داسې ښکاري چې د سوریې د بحران د سیاسي حل لپاره د روسیې ټولې هڅې ناکامېږي؛ ځکه چې روسیه عملا په سوریه کې د امریکا له خوا د ککړو اوبو لوی ډنډ کې بنده پاتې ده. امریکا د دغه ډنډ په اړه هېڅ نه وایي او روسیه هڅوي چې په سوریه کې د انقلابیونو او اسلامي ویښتیابه(بېدارۍ) د بهیر پر وړاندې د امریکا د تسلط د یوې وسیلې په توګه خپل کار ته ادامه ورکړي، له دې پرته چې د دغه کړکېچ په حل کې دې د رهبرۍ کوم رول ولوبوي؛ خو امریکا دغه موخه نه په ډاګه کوي کوي او په هغو ناستو او کنفرانسونو کې چې په مسکو او سوچي کې ترسره کېږي، هم ګډون کوي.
مخکې له دې چې له امریکا سره د روسیې مسیر روښانه شي، د سوریې د کړکېچ د حل لپاره د روسیې ټول وړاندیزونه او پرمختګونه باید ناکام او عاجز ثابت شي او د امریکا د ګډون غوښتونکي شي. کله چې د سوریې د قضیې ټول مواد ښه تیار او پاخه شي، له هغې وروسته تمه کېږي چې امریکا مستقیما او د ملګرو ملتونو او یا په سیمه کې په دوی پورې تړلو دولتونو له لارې ځان ورمخکې کړي او د کړکېچ د حل لپاره اقدام وکړي.
دا دي په سوریه کې د امریکا او روسیې تحرکات ـ د موږک او پیشو لوبه ـ او باید په ډاګه کړو چې دغه تحرکات د الله سبحانه وتعالی په امر سره، د مسلمانانو له لوري د کنټرول او ماتېدو وړ دي، که چېرې وسلهوالې ډلې استقامت وکړي او په سیمه کې د امریکا له مزدورانو، په ځانګړې توګه ترکیې او سعودي سره اړیکې قطع کړي او په اخلاص او صداقت د یو بل په څنګ کې د الله سبحانه و تعالی د ټینګې رسۍ په نیولو سره د استعمارګرانو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي. هغه وخت به د الله سبحانه و تعالی په خوښه د روسیې او امریکا ټولې هیلې د سوریې له خوا له خاورو سره خاورې شي او ملا به یې ورماته کړي او هغوی به په ذلت او سرټیټۍ له دغې پاکې ځمکې داسې ووځي چې بیا به شاته هم راونه ګوري. دا کار د عزیز او مقتدر الله لپاره هېڅ سخت نه دی.
۱۴۳۹هـ.ق، د ربیع الاول ۲۱مه
۲۰۱۷م کال، د ډسمبر ۹مه
ژباړن: عبادالله
(ژباړه)
د «نن روسیې» سایټ د ۱۴۳۹هـ.ق د ربیع الثاني په ۱۲مه چې د ۲۰۱۷م د دسمبر له ۳مې سره سمون خوري، یو خبر چې په ایران کې د لاریونونو په اړه و، په لاندې تشریحاتو سره خپور کړ: زرګونو تنه د بیو د لوړېدا له امله او د ایران د داخلي او بهرني سیاست پر وړاندې درې ورځې پرله پسې په تهران او د ایران په نورو ښارونو کې لاریونونه کوي؛ دا په داسې حال کې ده چې فعالانو د لاریونونو د خورولو په بهیر کې د څو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
الرایه: په مشهد، شیراز او اصفهان ښارونو کې فارسي ژبي خلک اوسیږي او دغه ښارونه په ایران کې د شته نظام لپاره د ملا تېر او مور حیثیت لري. نو ځکه، د دغو ښارونو په حرکت راتلل نظام ته سخت ټکان ورکوي او هغه خطرناک داخلي مرضونه چې دولت ورڅخه کړیږي، افشا کوي، چې په حقیقت کې ایران له داخل څخه چوي او دا په خپله د دې ښکارندویي کوي چې د ایران واکمن نظام د خلکو او په ځانګړې توګه د ایران د اصلي او کلیدي سیمو د خلکو په راضي کولو کې پاتې راغلی دی. که دغه لاریونونه او نیوکې په هغو ښارونو لکه: د ایران په جنوب کې اهواز، په لویدیځ کې کرمانشاه، په ختیځ کې بلوچستان او په شمال لویدیځ کې اذربایجان کې رامنځته شوي وی، ویل به مو دا هغه سیمې دي چې اوسېدونکي یې لږکي دي، د نظام په ټینګښت کې تاثیر نه لري او حکومت د ملت د بې ارزښته ګڼلو پر اساس د دغو ښارونو اهمیت ته نه ګوري او له پامه یې غورځولي او څنډې ته کړي یې دي.
د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د وضعیت ترینګوالي، د لاریونونو د څپې پراخوالي او د بټیو د اور په څېر د هغو د لمبو ډېرېدو، سپاه پاسداران او د فوځ په ګډون د دولت مهم چارواکي داسې څرګندونو ته، چې د مسلمانانو ناپوه، بې عقله او طاغوتي حاکمان پرې عادت دي اړ کړي دي؛ چې په خپلو دغو څرګندونو کې یې غرب او خارج د دولت پر وړاندې د لاریون کوونکو په تحریکولو تورن کړی دی او د بهرنیو په تورنولو سره غواړي د حکومت داخلي شرموونکې ناکامۍ پټې کړي.
د ایران حکومت باید وپوهېږي، چې د شام د خاورې د کونډو او ماشومانو د حساب ورکولو ورځ را نژدې شوې ده. د ایران پر نظام او د هغه پر ملېشو به د لعنتونو سیوری وغوړیږي، چې هغوی به له منځه یوسي. د ایران، مصر، سعودي، ترکیې او نور خاین حکام به امریکا ته د مزدورۍ له کبله هېڅکله د امت له بدل اخیستو څخه خلاص نشي.
له الرایه جریدې څخه اخیستل شوی
ژباړن: منصور دریځ
د حج او اوقافو وزرات په هېواد کې د سولې د ترويج په موخه د جمعې د لمانځه د خطبو لپاره د ځانګړي کتاب د تدوين خبر ورکړ. دغه کتاب له سولې اخوا د بشري حقونو، د ښځو حقونو، روغتيا، انساني کرامت، ډيموکراتيکو ټاکنو او له اداري فساد سره اړوند نور مسايل هم له ځان سره لري. د يادولو وړ ده چې نوموړي وزارت د دغه کتاب د اعلان په اړه د اروپايي اتحاديې په مرسته تېره پنجشنبې د مرغومي په ۲۱مه په کابل سرينا هوټل کې (په افغانستان کې د سولې غږ) تر نامه لاندې يوه غونډه رابللې وه، چې بېلابېلو کورنيو او بهرنیو بنسټونو او ډيپلماتانو په کې برخه اخیستې وه.
د سولې په موخه د حج او اوقافو وزارت تر چتر لاندې د درباري ملايانو دغه ګام يوازې او يوازې په افغانستان کې د امريکايي جګړې له شدت څخه د عامه افکارو د اغوا کولو يوه هڅه ده، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هېڅ ګټه نه لري. ځکه په افغانستان کې د جګړې اصلي عامل په ولس کې د جګړه ييزو افکارو شتون نه، بلکې له يوې خوا پر هېواد د امريکا او ناټو ځواکونو يرغل، په جګړه کې د مسلمانانو پر کور، مقدساتو او نوامیسو تېری او له يرغلګرو سره د افغان دولت ستراتيژيک او امنيتي تړونونه دي او له بلې خوا د سيمې د هېوادونو لپاره د امريکا او ناټو د جګړه ييزې ستراتېژۍ شتون هغه اصلي عوامل دي، چې په افغانستان کې يې د جګړې اورونه بل ساتلي دي.
نو کله چې د جګړې عوامل د امريکا، ناټو او سيمه ييزو قدرتونو له خوا قصداً په دغه جغرافيه او په هغه کې پر مېشت ولس تپل کيږي، دا ډېره لرې برېښي چې د يرغلګرو له خوا د تنخوا خوړونکو ملايانو په دا ډول پوچو هڅو به سوله راشي، بلکې له هغوی څخه يوازې د يرغلګرو پر وړاندې د مقاومت د خنثی کولو، په مسلمانانو کې د جهادي فکر د ځپلو او د سېکولر او کفري ډيموکراسۍ د مفاهيمو د ترويجولو لپاره ورڅخه کار اخيستل کيږي. امريکا او ناټو له يوې خوا د افغانستان له جيوپوليټيکي موقعيت څخه په سيمه کې د خپلې جګړه ييزې اډې او نظامي پروژې په توګه کار اخلي او له بلې خوا يې د عامه افکارو د غولولو په موخه د سولې دروغجنه پروسه روانه کړې ده، چې د حج او اوقافو د درباري ملايانو دغه اقدام هم د هماغه کاذبو هڅو يوه برخه ده.
امريکا او ناټو په اوس او لنډمهال کې اصلاً په افغانستان کې د سولې اراده نه لري، ځکه که په هېواد کې جګړه پای ته ورسيږي، په افغانستان او سيمه کې د دوی د پوځي، سياسي او اقتصادي شتون پلمه له منځه ځي. نو آيا دا ممکنه ده چې امريکا دې د سولې په پروسه کې رښتينې وي!؟ نه اصلاً رښتينې نه ده، بلکې غواړي زموږ ملايان او د هغوی تر امامت لاندې شاوخوا ۱۵۰ زره مسجدونه د امريکا د جګړه ييز ماشين پر يوه پياوړې برخه واړوي.
امريکا له ټولو مسلمانو جګړه مارو ډلو غواړي، ترڅو سېکولريزم او ډيموکراسۍ ته غاړه کيږدي، له هغې وروسته بيا ورسره سوله کوي او دا کټ مټ هغه پروسه ده چې د حکمتيار اړخ اسلامي ګوند يې له لارې سوله وکړه، مګر دغه سولې نه يوازې د جګړې په کمولو کې کومه مرسته وکړه، بلکې رسنيو داسې رپوټونه ورکړل چې د ياد ګوند ځينې ناراضه وسله وال د داعش له ليکو سره يوځای شوي او ځینې نور له داعش سره د يوځای کېدو تمايل لري. اوسمهال مخکې له هغې چې طالبان سېکولريزم او ډيموکراسۍ ته بشپړه غاړه کيږدي، د هغوی د جګړې ځايناستی داعش يې لا دمخه د هېواد په ګوټ -ګوټ کې رامنځته کړی او د پياوړي کولو لپاره يې پراخې هڅې روانې دي. دا ځکه چې نور د طالبانو په وسله وال ملي مقاومت کې د امريکا او ناټو سيمه ييزې ګټې نه خوندي کېدلې؛ له همدې امله داسې يوې وسله والې ډلې ته اړتيا ليدل کېده چې سيمه ييزې موخې ولري او دا هغه څه دي، چې د امريکا د سيمه ييزې ستراتيژۍ سره بشپړ اړخ لګوي.
نو اوسمهال امريکا د خپلې نوې جګړه ييزې ستراتيژۍ له مخې غواړي په افغانستان او پاکستان کې له نظامي پلوه پر طالب مشرانو فشار راوړي، ترڅو د سولې له پروسې سره يوځای شي. هغه داسې چې طالبان باید د افغانستان سېکولر اساسي قانون ومني، پنځلس کلنې ډيموکراتيکې لاسته راوړنې و زغمي، له پخوانيو نړيوالو وسله والو (القاعده جنګياليو) څخه بېل شي او که دغو شرایطو ته غاړه کېنږدي، نو د هوايي بريدونو او شپنيو علمياتو په ترڅ کې به ووژل شي. د طالب مشرانو پر وړاندې د امريکا دغه ستراتيژي له دې سره کومک کوي، چې افغان دولت به له يو شمېر وسله والو او طالب مشرانو سره سوله وکړي او د لاسته راوړنې په توګه به يې د عامه افکارو د غولولو په موخه کاروي، يو شمېر نور به د وسله والو اقداماتو په ترڅ کې ووژني چې په دې سره به خپلو ولسونو او نړيوالو ته د تروريزم پر وړاندې خپل غوڅ دريځ نندارې ته وړاندې کوي او پاتې شوي طالب سرتېري به د سوله شوو مشرانو څخه د خفګان او ځان ساتنې په موخه له داعش سره يو ځای کيږي.
نو که څه هم په دې وروستيو کې د سولې غږونه ډېر اوچتيږي، مګر امريکا په اوسنيو شرايطو کې اصلاً د سولې اراده نه لري. له همدې امله سوله په روانه جګړه کې د امريکا او ناټو ځواکونو د وحشت پټولو او له هغو څخه د عامه افکارو د منحرفولو د پروسې بل نوم دی، چې يرغلګر يې په خپل منځ کې د جګړې شدت او عام وګړي يې په افغانستان کې د جګړې پای تعبيروي. يرغلګر به لومړی وسله والې مسلمانې ډلې سېکولر او ډيموکراتوي او بيا به ورسره سوله کوي او پاتې مجبور او ناراضي سرتيري به يې له داعش سره يو ځای کيږي، چې د جګړې نوې جبهې به تر پخوا لا ډېرې ګرمې ساتي.
سيف الله مستنير
د حزب التحرير ولايه - افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس
(ژباړه)
د ۲۰۱۷م د دسمبر په ۲۱مه پاکستان دولت د ملګرو ملتونو په ملاتړ د هغې غونډې له پریکړه لیک سره، چې امریکا بیت المقدس د یهودي دولت د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژانده، خپل مخالفت اعلان کړ. په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې ملیحې لودهي وویل: «د فلسطین د مسلې په اړه د دواړو هېوادونو له حللارو پرته بله حللاره د منلو وړ نه ده» حزب التحریر ولایه پاکستان د فلسطین په اړه د پاکستان د نظامي او سیاسي رهبرۍ دغه دریځ په کلکه ردوي؛ ځکه دغه کړنه د امریکا له سیاست سره موازي ده، چې غواړي یو کوچنی فلسطیني هېواد له باختري کرانې، غزې تړانګې او د بیت المقدس له یوې وړې برخې جوړ کړي او د اسلامي خاورو په زړه کې یهودي دولت ځواکمن کړي، چې اسلام ورسره هېڅکله تعامل نه کوي.
له بل لوري، مسلمانان هم دومره بې احساسه نه دي چې د ملګرو ملتونو زرینې پرېکړې یې وغولوي، ځکه هغوي د ملګرو ملتونو له واقعیت څخه په پوره ډول خبر دي. له بلې خوا، ملګري ملتونه د امریکا او نورو ښکېلاکګرو هېوادونو وسله ده چې خپلو ناوړه ګټو ته د رسېدو لپاره ترې کار اخلي. همداراز مسلمانان دملګرو ملتونو له پیدایښت نه تر اوسه شک نه لري چې دغه سازمان یې نه یوازې چې ستونزې په ځانکړې توګه د فلسطین او کشمیر د قضیې په اړه نه دي حل کړي، بلکې زیاتې کړي یې هم دي. خو برعکس، کله چې د استعمارګرو د ګټې خبره وې، نو دغه سازمان یې په منډه د تامین لپاره کار پیلوي، لکه څنګه یې چې له اندونیزیا او جنوبي سوډان څخه د لودیځ تیمور د بېلولو په قضیه کې خپل هویت څرګند کړ.
همدارنګه هغه حقیقت د مسلمانانو له سترګو نه دی پټ، چې ملګرو ملتونو، په فلسطین، کشمیر، میانمار، افغانستان، عراق، سوریې او مرکزي افریقا کې د مسلمانانو د ټولوژنې د مخنیوي لپاره هېڅ ډول عملي هوډ او د خدمت رسولو اراده نه درلوده؛ خو د خواشینۍ خبر دا ده، چې مسلمانانو د دغه واقعیت پر پوهېدلو سربېره بیا هم د خاینو حکامو فریب خوړلی. نو دا حماقت دی چې د فلسطین د مسلې د حل لپاره ملګرو ملتونو ته هیله ولرو، ځکه دغه سازمان کفري وسیله ده چې هېڅکله به مسلمانانو ته عدالت تامین نه کړي. په دې اړه الله سبحانه و تعالی مسلمانانو ته داسې ګواښ کوي:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تُطِيعُوا الَّذِينَ كَفَرُوا يَرُدُّوكُمْ عَلَىٰ أَعْقَابِكُمْ فَتَنقَلِبُوا خَاسِرِينَ﴾
[آل عمران: ١٤٩]
ژباړه: اې مومنانو! که له هغو کسانو چې کافر شوي اطاعت وکړی، تاسو به خپلو مخینهوو ته ور وګرځوي او په پای کې به تاوان وکړی.
ملګري ملتونه د کافرو ښکېلاګرو وسیله ده چې امریکا یې رهبري کوي. نو د امریکا د سیاست پر وړاندې هر ډول اقدام به له چل پرته بل څه نه وي. که د پاکستان او نورو اسلامي خاورو چارواکي په ریښتیا سره د فلسطین د ازادۍ غوښتونکي وي، هغوی باید په ملګرو ملتونو کې پر دغې حساسه موضوع یوازې په ژبه شعار ورنه کړي، بلکې باید یې په اړه اسلامي ځواکونو ته حرکت ورکړي. که څه هم هغوی دا کار نه دی کړی او هېڅکله به یې هم ونه کړي، ځکه هغوی داسې کسان دي چې د کفارو په غلامۍ کې یې عادت کړی دی.
د فلسطین په شمول ټولې اسلامي خاورې به هغه وخت ازادې شي، چې اسلامي پوځونه د الله په لاره کې د جهاد لپاره او د شهادت په شوق یا د بریا په موخه وخوځېږي. دا کار به هغه وخت وشي، چې د نبوت پر منهج خلافت تاسیس شي او د اسلام پر بنسټ حاکمیت وکړي. همداراز د الاقصی مسجد په شمول د ټول فلسطین د ازادۍ لپاره اسلامي پوځونه راغونډ کړي او دغه مبارکه خاوره د یهودو له چټلیو پاکه کړي؛ ځکه اسلام په پوره ډول څرګند کړي، چې د ښکېلاک شوو اسلامي خاورو مسلې په پرېکړه لیک سره نه حل کېږي، بلکې په یوې سختې جګړه سره حل کېږي. الله سبحانه وتعالی فرمایې:
﴿فَمَنِ اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ﴾
[بقره: ١٩٤]
ژباړه: هر چا چې پر تاسو تجاوز وکړ، د هغه په څېر پرې تعدي وکړئ!
د حزب التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر