یکشنبه, ۱۷ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د اراکان مسلمانان له اسلامي امت او پوځونو یې ملاتړ غواړي

﴿وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَن يَكُونَ قَرِيبًا﴾

[الاسراء: ۵۱]

د روهینګیا زرګونه مسلمانان د میانمار د ظالم پوځ له وروستیو مرګونو حملو څخه په داسې حال کې وتښتېدل چې نه سرپناه لري، نه خوندي دي او نه خوراکي توکي او اوبه. رپوټونه وایي چې یو میلیون مسلمانانو کوښښ کړی، چې نږدې  هېواد بنګله دېش ته وتښتي، خو د بنګله دېش د بې نظمه مليپالو پالیسیانو او دروغو تورونو له امله د بنکله دېش د لومړۍ وزېرې شیخ حسینې- خدای دې دا ووهي- له خوا رد شوي. دوی یې د مرګ او شکنجې تر منځ  د سیند پر غاړه پرېښي، یا به سختې شکنجې په تکراري بڼه تېروي یا به لرې پرتو غرونو ته تښتي. په داسې حال کې چې په اراکان کې زموږ د وروڼو او خویندو د ټولوژنې پر وړاندې اسلامي هېوادونه په ځانګړي ډول اندونیزیا،  مالیزیا او پاکستان چوپ دي.

له دې هر څه سره سره موږ باید یو ځل بیا  په روهینګیا کې زموږ د مسلمانو وروڼو او خویندو د بریا او ملاتړ لپاره ودرېږو. د بودایانو تر ظلم لاندې د دوی وضعیت په فلسطین کې د مسلمانانو له وضعیت  او د سپېڅلي مسجد الاقصا له وضعیت سره، چې د یهودو تر جګړې لاندې دی، توپير نه لري. هر یو له اسلامي امت او له لښکرو يې مرسته غواړي، چې راشده خلافت تاسیس کړي او له بې رحمه کفارو ازاد شي.

اوس یې وخت دی چې له اسلامي امته د روبیضه (احمقو) حکامو رېښې وباسو او پر ځای یې د مخلص او پرهېزګار راشد خلیفه مخلصه رهبري راولو، چې د نبوت پر منهج د الله سبحانه و تعالی شریعت پلی کوي.

﴿وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَن يَكُونَ قَرِيبًا﴾

[الاسراء: ۵۱]

هغوی به په سر خوځولو پوښتنه وکړي: «ښه نو دا به کله وي؟» ورته ووایه: « ولې حیرانېږئ؟ هغه وخت نېږدې دی.»

نړیوال کمپاین

مرکزي مطبوعاتي دفتر، د ښځو څانګه

 

د مطلب ادامه...

پر روهینګیا د میانمار پوځ د یرغلونو نوې څپې: بریدونه، سوځول او وژنې

خبر:

د میانمار د ولسمشرۍ دفتر (انګ سان سوچي) په وینا پوځ او سرحدي پولیسو د مقابل لوري پر وړاندې یواځې ځوابي بریدونه وکړل، چې د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۱۲ تنه امنیتي کارکونکې او ۷۷ تنه روهینګیایان  ووژل شول. خو عیني شاهدانو د ټولنیزو رسنیو له له لارې دا تایید کړه چې زیاتو پوځیانو په کلیو او بانډو چاپې واچولې، چې عام خلک یې ووژل او کورونه یې وسوځول. د بشري حقونو ډلو پوځ د وژنو، جنسي تېریو او له ۱۰۰۰ څخه زیاتو کورونو او نورو ودانیو سوځولو په شمول په سترو انساني جنایتونو او ناوړه چلند تورن کړ. (انډین اکسپریس، ۲۰۱۷ د اګېسټ ۲۶ مه)

تبصره:

د روهینګیا زرګونه مسلمانان اوسمهال له سرپنا، خوندیتوب، خوړو او اوبو پرته د میانمار د بې رحمه پوځ تر تیریو او بریدونو لاندې دي. د یو راپور پر بنسټ یو میلیون روهینګیایانو کوښښ وکړ چې نژدې هېواد بنګله دېش ته پنا یوسي، خو په دې پلمه چې دوی غیرقانوني مهاجر دي، په بې رحمۍ د نامناسبې ملتپالې تګلارې او د بنګله دېش د لومړۍ وزیرې د بې بنیاده څرګندونو په نظر کې نیولو سره واپس او په نهیلۍ په همغه پخوانۍ وېره او ډار کې بند پاتې شول. ناچاره دي چې بېرته خپلو سوځول شوو او غمځپلو کلیو بانډو ته ستانه شي، چې بیا هم د سختو او نامناسبو شکنجو سره مخ کیدونکي دي. ښځې او بوډاګان به یا ځان په خطر کې غورځوي او یا به په لرې واټن کې غرونو ته پنا وړي، چې بې له کومو وسایلو او سرپنا هلته ژوند تېر کړي. دا ټولې هغه ناخوالې دي چې له ډېره غمه زړونه سوري کوي او سترګې سوځوي. که څه هم چې د بشري حقونو ډیری فعالین د ځینو پټو شوو تصویرونو او ویډیوګانو د ښکاره کولو کوښښ کوي، خو د میانمار حکومت په ډیره سپین سترګۍ دا خبرونه ردوي او د ټولو شته ناورینونو مسؤولیت د مقابل لوري پر غاړه وراچوي او روانو حالاتو ته دومره عادي ګوري لکه هیڅ ستونزه یې چې نه وي رامنځته کړې. د نړیوالو ادارو څرګندونو ته هم د دغه حکومت له خوانه په ډیره سپکه سترګه کتل کیږي، خو دتعجب خبره دا ده چې د همدې حکومت موجوده رهبرۍ ته د نوبل جایزه ورکړل شوې ده.

ډیره د شرم خبره ده چې د یو دولت داخلي پالیسي په دې استواره وي چې په ډلیزه توګه دې د هېواد خاص یو نسل یا قوم د وژلو او له منځه وړلو اجازه ولري او د خپل هېواد د وګړو په توګه یې نه پیژني؛ په داسې حال کې چې په تاریخي لحاظ له لسیزو راهیسې، چې اوسنی میانمار لا رامنځته شوی هم نه و، دوی د همدې خاورې هستوګن وو. د ملګرو ملتونو اوسني سکرتر جنرال انټونیو ګټرز د میانمار په امنیتي ځواکونو د جمعې د ورځې برید وغانده. سکرتر جنرال په راخین ایالت کې حالات له نژدې څخه څاري او په سیمه کې د زیاتیدونکو بحراني حالاتو څخه په تشویش کې دی. هغه په تکراري توګه د دغه شورش اصلي لاملونو ته ګوتڅنډنه کوي، چې هغه عبارت دي له: هویت او تابعت ورکولو، او د دواړو خواوو ترمنځ د منځګړیتوب موضوع. هغه په کلکه سره راخین شموله ډلې دې ته هڅوي چې د سولې لاره خپله کړي. (د ملګرو ملتونو د دفتر رسمي بیانیه)

نژدې ګاونډ اسلامي هېوادونه تر اوسه د نوموړو ډارونکو پېښو په اړه په داسې توګه کاڼه، ګونګیان او ړانده دي چې ځان ناخبره ښیي، په داسې حال کې چه تصویرونو او ویډیوګانو د ټولنیزو رسنیو فضا نیولې، خو بیا هم ډېرو رسنیو دې حالاتو ته په کمه کچه انعکاس ورکړی. که دا نسلوژنه په زیاته کچه د رسنیزو پردو پر مخ نه ښکارېدای، نو بیا به هم فرض کړای شوې وه چې حالات سم دي؛ خو په داسې حال کې څنګه بیا هم دوی ناخبره دي. دا ټول هغه څه دي چې د روهینګیا حالات نور هم انسان غمجن کوي، په پراخه کچه سوځونې، جنسي تېري، پر ځوانانو سربېره د بوډاګانو او ماشومانو شکنجې هغه څه دي چې اوس هم په رسنیو کې په سمه توګه ځای نه دی ورکول شوی.

تر ټولو بده لا دا چې شیخ حسینه پر دغو ټولو ناخوالو سربېره داسې څرګندونې کوي چې د بنګله‌دېش په اسلامي خاوره کې دوی ته ځای نشته، داسې انګیري لکه چې د دې شخصي ملکیت وي او د امت پنا غوښتونکي حق نه پکې لري. حتی ځینې هېوادونه لکه اندونیزیا، مالیزیا او پاکستان خو بلکل د دغه ناوړه حالاتو په اړه غلې دي. دا پداسې حال کې ده چې روهنګیایان د لسیزو څخه راپدیخوا همداسې په شکنجو او ربړونو کې ډوب دي. د دې وخت دی چې باید د روبیضه (احمقو) حکامو رېښې په بنسټیز ډول له بېخه وایستل شي او پر ځای يې یوه ریښتینې رهبري، چې اساس یې پر تقوا او الله سبحانه وتعالی او امت ته په حساب ورکونې ولاړ وي، تاسیس شي، چې هغه د نبوت پر تګلاره راشده خلافت دی.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر

منال بدر

د مطلب ادامه...

إسكندينافيا: نصرة لمسلمي أراكان وفود لسفارتي باكستان وإندونيسيا

أرسل حزب التحرير / إسكندينافيا وفوداً لسفارتي باكستان وإندونيسيا نصرة واستنصارا للمسلمين في أراكان.
 
الخميس، 23 ذو الحجة 1438هـ الموافق 14 أيلول/سبتمبر 2017م
 
 
- كلمة باللغة الدنماركية -
د مطلب ادامه...

ولاية سوريا: مظاهرة الأتارب رفضاً للجيش الوطني وإسقاطاً للهدن والمفاوضات

نظم حزب التحرير / ولاية سوريا مظاهرة في مدينة الأتارب بريف حلب الغربي رفضاً للجيش الوطني وإسقاطاً للهدن والمفاوضات ومطالبة الفصائل بفتح الجبهات.
 
الجمعة، 24 ذو الحجة 1438هـ الموافق 15 أيلول/سبتمبر 2017م
د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې