پنجشنبه, ۱۷ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     5 رجب 1442

میلادی نېټه :     چهارشنبه, 17 فبروری 2021 م

شمېره:      ۲۴/ ۱۴۴۲

ولاية اليمن
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د ۲۰۱۱م کال، د فبروري د ۱۱مې او د ۲۰۱۴م کال د سپټمبر د ۲۱مې انقلابونه سره ورته نه دي

د روان کال د فبروري په ۱۱مه، په صنعا کې د ۲۰۱۱م کال، د فبروري د ۱۱مې د انقلاب سمبولیکه یادغونډه جوړه شوه؛ ډېرې هڅې وشوې چې دغه انقلاب د ۲۰۱۴م کال، د سپټمبر د ۲۱مې له انقلاب سره ورته وښودل شي؛ خو ټول پوهېږو چې د دغو دوو انقلابونو تر منځ ښکاره توپیرونه دي:

په یمن کې د فبروري د ۱۱مې انقلاب سوله‌ییز و، د تونس، مصر، شام او لیبیا له انقلابونو یې الهام اخیستی و او له هغو سره په تطابق کې و؛ د اسلامي امت له مختلفو طیفونو جوړ و؛ دلیل یې هغه بې عدالتي وه چې څو لسیزې حاکمه وه؛ په ملتونو کې د ناپوهۍ، بې پامۍ او بېوزلۍ – په داسې حال کې چې ځمکې یې طبعي زېرمو ډکې وې خو ظالمو حکامو د خلکو لپاره نه را ایستلې- زیاتېدل یې نور دلیلونه وو؛ همداراز د واک ګدۍ ماشومانو ته په میراث پاتې کېدې. په داسې حال کې چې د سپټمبر د ۲۱مې انقلاب وسله‌وال و او یوازې یوه ځانګړي طیف تلسط پرې درلود.

د فبروري د ۱۱مې انقلاب د دې لپاره وشو چې علي صالح له واکه لرې کړي؛ په داسې حال کې چې د سپټمبر د ۲۱مې په انقلاب کې پخپله علي صالح د خپلو بریتانیایي بادارانو په امر ګډون درلود.

د فبروري د ۱۱مې په انقلاب کې خلکو په ډېر اخلاص غږ پورته کاوه چې په یمن کې حاکم رژیم ړنګ کړي؛ د سپټمبر د ۲۱مې په انقلاب کې ټوله هڅه دا وه چې یو ناکاره رژیم حاکم کړي چې ساتل یې ناممکن وو.

د فبروري د ۱۱مې په انقلاب کې دیمن خلک یو لاس وو؛ په داسې حال کې چې د سپټمبر د۲۱مې انقلاب د یمن خلک دوې ټوټې کړل.

د فبروري د ۱۱مې په انقلاب کې میدانونه له انقلابیانو ډک وو، له اوږده سرکوب وروسته یې غږ ازاد و؛ خو د سپټمبر د ۲۱مې په انقلاب کې انقلاب کوونکي له کوره بهر نه پرېښودل کېدل، له چا سره به چې سړک ته د وتو فکر و، په اور او اوسپنه به یې مخه نیول کېده، جنایتکار به بلل کېده او بیا یې د پخوا په شان ژبې او خولې ور بندولې.

د فبروري د ۱۱مې انقلاب د مسلمانانو تر منځ توپیرونه ختم کړل، د ږمنځې د غاښونو پشان یې سره یو ځای کړل؛ خو د سپټمبر د ۲۱مې انقلاب، دوی سره بېل کړل، په غلام او بادار یې ووېشل.

د فبروري د ۱۱مې انقلاب د دې لپاره و چې د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک په ګډون، د بهرنۍ مداخلې لاسونه پرې کړي، دا لاسونه یمن ته د خلکو د غوښتنې پر خلاف را اوږده شوي وو؛ د سپټمبر د ۲۱مې انقلاب له بهره تغذیه کېده، هڅه یې کوله چې له نړیوال بانک او د پيسو نړیوال صندو څخه مرسته وغواړي او هغوی ته بیا د یمن کنټرول ورکړي.

د فبروري د ۱۱مې انقلاب د دې لپاره و چې د خلکو اقتصادي ستونزې او اسارت ختم شي؛ خو د سپټمبر د ۲۱مې انقلاب ستونزې له لوړو لګښتونو سره پر خپل ځای پرېښودې؛ د ژوند د اړتیاوو، نفتو او ګاز بیې لوړې شوې او ان په سختۍ لاسته راتلل؛ د دولتي سکتور د کارکوونکو معاش پنځه پرلپسې کلونه کم شو.

د فبروري د ۱۱مې انقلاب کوونکو له مجبورۍ نقاب پر مخ کړی و؛ خو د سپټمبر د ۲۱مې انقلاب کوونکو کې خبره برعکس وه.

د فبروري د ۱۱مې انقلاب له مخکې نه و پلان شوی او ټول تمرکز یې دا و چې حاکم رژیم ونړوي؛ په داسې حال کې چې د سپټمبر د ۲۱مې انقلاب له مخکې پلان شوی و.

د سپټمبر د ۲۱مې انقلاب په زندانونو مشهور شو او د یمن په څو ښارونو کې د اجباري ورکېدو لپاره د توقیف مرکزونه پټ کړای شول.

د فبروري د ۱۱مې انقلاب هغه بدلون رانووست چې خلکو یې تمه لرله؛ د مخالفو ګوندونو، د رژیم د بل لوري او بهرنۍ مداخلې – چې د بدلون لپاره یې د رژیم موده وغزوله - له لوري منحرف شو. خو خلک باید له دې هر څه نهیلي نه شي او خپل کار ته له یوې مخلصې او هوښیارې رهبرۍ سره، چې حزب التحریر ورته وړاندې کړې، دوام ورکړي.

د ټولې نړۍ په مسلمانانو کې ګډ ټکی د اسلام د حاکمیت او خلافت دولت نشتون دی، د دوی ژوند به هغه وخت جوړ شي چې اسلام حاکم شي او ژوند د اسلام مطابق مخ ته لاړ شي.

د حزب التحریر امیر، جید عالم، عطا‌ بن خلیل ابوالرشته حفظه الله، روانه رجب میاشت په دې مناسبت چې یوه هجري پېړۍ د خلافت په نشتون کې تېره شوه، نړیوال کمپاین پيل کړی؛ د دغه کمپاین موخه دا ده چې اسلامي امت او د قدرت خلک را پورته کړي چې د ګناه او سپکاوي ګرد له ځان لرې کړي او د دویم ځل لپاره د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس کړي؛ دا د الله سبحانه و تعالی وعده او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم زېری دی.

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ]

ژباړه: «اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی! کله چې پیغمبر تاسو ته د هغه څه په اړه بلنه درکړي چې تاسو ته ژوند بښونکي دي، د الله او د هغه د پیغمبر بلنې ته لبیک ووایئ» [انفال:۲۴]

#أقيموا_الخلافة
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
#خلافت_بیا_تاسیس_کړئ

د حزب التحریرـ ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې