دوشنبه, ۱۱ ذیقعده ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۲۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
سوال او ځواب: د اسلامي دولت د تاسیس لپاره جهاد
بسم الله الرحمن الرحيم
سوال او ځواب: د اسلامي دولت د تاسیس لپاره جهاد

(ژباړه) 

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

یوه کس پوښتنه وکړه چې حزب‌التحریر د خلافت دولت د تاسیس لپاره یوازې پر مکي دور استناد کوي او د خلافت لپاره د دعوت په بهیر کې جهاد د شریعت خلاف بولي او وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه کار نه دی کړی. پوښتونکی زیاتوي: د اسلامي دولت د تاسیس لپاره ولې له مدني دور څخه دلایل نه اخیستل کېږي چې جهاد هم پر خپل ځای پاتې شي؟ ایا په دې مسله کې د قناعت وړ ځواب شته دی؟ الله سبحانه وتعالی دې تاسو ته د خیر جزا درکړي.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته!

دې پوښتنې ته د ځواب لپاره لاندې مسایل وضاحت ته اړتیا لري:

۱. د یوه شرعي حکم په اړه وارد شوي دلایل که هغه له کتاب (قرآن) څخه وي او یا له سنتو څخه، پیروي کول یې واجب دي او په مکي او مدني دور کې د واردو شوو دلایلو تر منځ هېڅ توپیر نشته دی.

۲. د یوې مسلې په اړه منل شوي دلایل هغه دي، چې پخپله د همدې مسلې په اړه راغلي وي؛ نه هغه دلایل چې د بل څه په اړه راغلي وي. د بېلګې په توګه:

الف) کله چې یو کس پر اوداسه پوهېدل غواړي، نو د اوداسه اړوند دلایل دې وارزوي، مهمه نه ده چې دغه دلایل په مکه کې نازل شوي که په مدینه کې او شرعي حکم باید له منل شوو اصولو سره سم استنباط شي. نو د اوداسه د حکم د څرنګوالي او پېژندلو لپاره داسې نشي کېدای، چې د روژې د حکم دلایل دې وڅېړل او وارزول شي.

ب) کله چې یو کس غواړي چې د حج احکام وپېژني، نو د حج اړوند دلایل دې وڅېړي او وارزوي، مهمه نه ده چې دلایل یې په مکه کې نازل شوي که په مدینه کې. شرعي حکم له منل شوو اصولو سره سم استنباط کېږي او موږ نشو کولی چې د حج د احکامو د پېژندلو لپاره د لمانځه پر دلایلو استناد وکړو او د حج حکم د لمانځه له دلایلو څخه واخلو.

ج) کله چې یو کس د عیني جهاد او کفايي جهاد د احکامو پېژندل غواړي یا غواړي د جهاد اړوند احکام وپېژني؛ مثلاً غواړي پوه شي چې ایا جګړه وشي او که سوله؛ نو باید د جهاد اړوند دلایل وڅېړل او وارزول شي؛ مهمه نه ده چې دغه دلایل په مکه کې نازل شوي که په مدینه کې. شرعي حکم له منل شوو اصولو سره سم له همدغو دلایلو څخه استنباط کېږي او موږ نشو کولی چې د جهاد د احکامو پېژندلو لپاره د زکات اړوند دلایل وارزوو، ترڅو د جهاد په اړه دلایل په زکات پورې له اړوندو دلایلو څخه پیدا کړو. 

د) همدارنګه په ټولو مسایلو کې د هر حکم د پېژندلو لپاره هغه دلایل ارزول کېږي، چې اړوند یې وي؛ مهمه نه ده چې دغه دلایل په مکه کې نازل شوي که په مدینه کې. شرعي حکم له منل شوو اصولو سره سم په حکم پورې له اړوندو همغو دلایلو څخه استنباط کېږي.

اوس د اسلامي دولت د تاسیس پر مسلې او دلایلو رڼا اچوو؛ هغه دلایل چې په مکه کې نازل شوي او یا په مدینه کې، خو شرعي حکم له منل شوو اصولو سره سم له اړوندو دلایلو څخه استنباط کوو.

موږ د اسلامي دولت د تاسیس لپاره په مدینه کې هېڅ دلایل نه لرو، پرته له هغو دلایلو څخه چې په مکه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سیرت کې لیدل کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه کې په پټه دعوت پیل کړ، ترڅو د خلکو یوه مومنه او صابره کتله رامنځته کړي؛ وروسته یې په مکه کې د هغې شتون اعلان کړ او ورپسې یې د قدرت او ځواک له څښتنانو څخه د نصرت غوښتنه وکړه او په دغه پړاو کې الله سبحانه وتعالی په خپل نصرت سره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته عزت ورکړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم د قدرت د څښتنانو په لوري هجرت وکړ او په دې توګه یې اسلامي دولت تاسیس کړ.

همدا د اسلامي دولت د تاسیس دلایل دي او د اسلامي دولت د تاسیس لپاره له دې پرته نور دلایل نشته دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د درېیو پړاوونو دغه دلایل په واضح او څرګند ډول عملي کړي دي او لازمه ده چې دغو دلایلو ته په عملي توګه ژمن پاتې شو.

نو اصلي مسله د جهاد تر فرضیت مخکې له مکي دور سره او د جهاد تر فرضیت وروسته له مدني دور سره هېڅ اړیکه نه لري؛ بلکې مسله د اسلامي دولت د تاسیس د څرنګوالي په دلایلو پورې تړلې ده او دغه دلایل یوازې په مکي دور کې موندلی شئ، ان تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلامي دولت د تاسیس لپاره مدینې ته هجرت وکړ.

د اسلامي دولت تاسیس یوه مسله ده او جهاد بله مسله ده؛ لکه څنګه چې وړاندې مو یادونه وکړه، چې د اسلامي دولت د تاسیس دلایل یوازې په هغه پورې له اړوندو دلایلو څخه استنباط کېږي او د جهاد دلایل پخپله په جهاد پورې اړوندو دلایلو څخه. همدارنګه د اسلامي دولت د تاسیس مسله د جهاد له مسلې څخه بېله ده او له دغو دوو مسلو څخه هېڅ یوه په بلې پورې نه توقف کېږي. له همدې امله جهاد د اسلامي دولت په نشتون کې نه ځنډول کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«وَالْجِهَادُ مَاضٍ مُنْذُ بَعَثَنِي اللهُ عَزَّ وَجَلَّ إِلَى أَنْ يُقَاتِلَ آخِرُ أُمَّتِي الدَّجَّالَ، لَا يُبْطِلُهُ جَوْرُ جَائِرٍ وَلَا عَدْلُ عَادِلٍ»

ژباړه: له هغه وخت راهیسې چې الله (سبحانه وتعالی) زه د مبعوث کړی یم، بیا زما تر وروستي امت پورې چې دجال به وژني، جهاد به دوام لري؛ د ظالم ظلم او د عادل عدالت جهاد نشي ځنډولی. (بیهقي دغه حدیث له انس ابن مالک څخه په سنن کبری کې تخریج کړی دی.)

له همدې امله جهاد به له شرعي احکامو سره سم د قیامت تر ورځې پورې دوام لري، هغه که خلافت موجود وي او که نه وي او همداراز د خلافت د تاسیس لپاره کار او فعالیت کول هم په دغه دلیل نه ځنډېږي، چې جهاد د حکامو لخوا ځنډېدلی دی. نو د خلافت لپاره کار او فعالیت د خلافت تر تاسیس کېدو روان دی؛ ځکه چې له خلیفه سره د بیعت نشتون هغه حالت دی، چې د قدرت څښتنان پکې په حرامو مرتکب کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«مَنْ خَلَعَ يَدًا مِنْ طَاعَةٍ، لَقِيَ اللهَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ لَا حُجَّةَ لَهُ، وَمَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ، مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً»

ژباړه: څوک چې (د امام/ خليفه) له اطاعت څخه لاس واخلي، له الله (سبحانه وتعالی) سره به د قیامت په ورځ په داسې حال کې مخ شي، چې هېڅ عذر او دلیل به نه لري؛ څوک چې مړ شي او پر غاړه یې د بیعت کړۍ نه وي، د جاهلیت په مرګ مړ شوی دی.

نو جهاد به روان وي او د خلافت تر تاسیس پورې به د دغې موخې لپاره فعالیت هم روان وي او له دغو دوو احکامو څخه یو یې په هغه بل سره نه توقف کېږي. دا دوې بېلې مسلې دي او له دغو دوو مسلو څخه د هرې یوې د ثبوت لپاره د همغې اړوندو شرعي دلایلو ته اړتیا ده او دلایل یې له منل شوو اصولو سره سم د هرې یوې مسلې له ځانګړو شرعي دلایلو څخه استنباط کېږي.

نو حزب‌التحریر د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر طریقه روان دی؛ هغه طریقه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه کې پیل کړه او تر مدینې او ان د اسلامي دولت تر تاسیس پورې یې دوام وکړ او هېڅ مادي عملونه یې ترسره نه کړل.

د خلافت دولت د تاسیس لپاره د دعوت پړاوونه په مکي او مدني دور پورې تړاو نه لري؛ بلکې د مادي عملونو نه ترسره کول هغه دلیل دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلامي دولت لپاره د دعوت په بهیر کې او بیا تر مدینې پورې، مادي عملونه نه دي ترسره کړي. د خلافت دولت د تاسیس په قضیه کې یوازینی دلیل د رسول الله صلی الله علیه وسلم طریقه ده، چې دری پړاوونه لري.

که چېرې موضوع او مسله د اسلامي دولت د کړنو او د هغه د جوړښت په اړه وي، له شک پرته موږ هغه دلایل وړاندې کوو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه کې د اسلامي دولت د کړنو او د هغه د جوړښت په اړه بیان کړي دي.

لنډه دا چې:

لومړی- د هرې مسلې احکام د همغې مسلې په تړاو له واردو شوو دلایلو څخه اخیستل کېږي، مهمه نه ده چې دلایل یې په مکه کې نازل شوي که په مدینه کې. د بېلګې په توګه: د روژې احکام په روژه پورې له اړوندو دلایلو څخه اخیستل کېږي او د لمانځه احکام په لمانځه پورې له اړوندو دلایلو څخه. په همدغه اساس د جهاد احکام په جهاد پورې له اړوندو دلایلو څخه او د اسلامي دولت د تاسیس احکام په اسلامي دولت پورې له اړوندو دلایلو څخه اخیستل کېږي. ټول شرعي احکام په همدغه ډول دي.

دویم- د اسلامي دولت د تاسیس لپاره په مکه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر طریقه ځکه ټینګار کېږي، چې له مکي دلایلو پرته بل دلیل نشته دی؛ که چېرې د اسلامي دولت د تاسیس لپاره له مکي دلایلو او په مکه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سیرت پرته په مدینه کې هم دلایل وای، نو له شک پرته پر هغو به استدلال جایز و.

له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې له موږ سره مرسته وکړي، ترڅو اسلامي دولت او راشده خلافت تاسیس کړو، چې د دغه لوی دولت په واسطه اسلام او مسلمانان عزت پیدا کړي، کفر او کفار ذلیل شي او خیر او برکت پر ټوله نړۍ خور شي. له شک پرته چې د دغه ډول حالت رامنځته کېدل د الله سبحانه وتعالی لپاره سخت نه دي، بلکې ډېر اسانه دي.

ستاسو ورور عطاء ابن خلیل ابوالرشته

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې