- مطابق
- Written by Abdulkarim
- Be the first to comment!
- font size decrease font size increase font size

سږ کال، د ۱۴۴۷هـ – ۲۰۲۶م د رجب په میاشت کې، د اسلام د دولت د ړنګېدو ۱۰۵مه کلیزه را رسېږي؛ هغه دولت چې د مخلوقاتو سردار حضرت محمد مصطفی ﷺ او د هغه مبارکو صحابهوو – رضوان الله علیهم اجمعین – یې بنسټ پرې ایښی و. دا کلیزه د ۱۳۴۲هـ د رجب پر ۲۸مه، چې د ۱۹۲۴م کال د مارچ له درېیمې سره برابره وه، د خاین مصطفی کمال له خوا د اسلامي نظام (خلافت) د رسمي لغوه کولو د تلپاتې فاجعې یاد را ژوندی کوي.
دا فاجعه داسې مهال رايادېږي چې د غزې په تړلې سیمه کې د یهودو اشغالګر رژیم لخوا پر بېوسله مسلمانانو د وحشیانه نسلوژنې بهیر لا هم روان دی؛ همداراز، په لوېدیځه غاړه کې د دوی له خوا ترسره کېدونکې وحشیانه نسلوژنه کې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې له ۲۳۰ زرو څخه د ډېرو مسلمانانو شهادت، ټپي کېدو یا ورکېدو سبب شوي – چې ډېری یې ښځې، ماشومان او زاړه کسان دي.
همداراز، په سودان کې روانه بېهدفه او خونړۍ جګړه لا هم د بېګناه مسلمانانو ژوند اخلي، هغه جګړه چې د امریکا کافر دولت د خپلو مزدورانو تر منځ د دارفور د بیلتون لپاره را بلولې، لکه څنګه یې چې پخوا د سودان جنوب ترې جلا کړی و.
د دې ټولو ستونزو پر وړاندې، حزبالتحریر په هغو هېوادونو کې چې پکې فعالیت لري، پراخ ولسي فعالیتونه تنظیموي، څو مسلمانان راویښ کړي، همتونه یې راوپاروي، او د دې لپاره یې چمتو کړي چې د نبوي منهج پر بنسټ د دویم راشده خلافت د قیام په موخه جدي کار ورسره وکړي – هماغه دولت چې پکې د دنیا عزت او د آخرت نجات نغښتی دی، او یوازینی دولت دی چې کولای شي انسان او خاوره د کافر جنایتکارو له ولکې خلاص کړي.
موږ، د حزبالتحریر په مرکزي مطبوعاتي دفتر کې، انشاءالله، د همدې پاڼې له لارې به د دغو فعالیتونو پراخ پوښښ درکړو، او له الله سبحانه وتعالى څخه غواړو چې د نبوي منهج پر بنسټ د دویم راشده خلافت قیام ژر راپه برخه کړي.
۱۴۴۷هـ.ق کال د رجب ۱۳مه
د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ ۲مه
د خلافت د راپرځېدو د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت
د حزبالتحریر د امیر جلیل عالم عطا بن خلیل ابو الرشته حفظه الله وینا
(ډېر ژر)
د صلاح الدین عضاضه (ابو محمد) وینا
د حزبالتحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر
د خلافت د راپرځېدو د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت
(ډېر ژر)
د رنا مصطفی خور وینا
د حزبالتحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې
د خلافت د راپرځېدو د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت
(ډېر ژر)
هشتګونه
#أقيموا_الخلافة
#في_ذكرى_هدم_الخلافة
ReturnTheKhilafah#
#YenidenHilafet
#خلافت_کو_قائم_کرو
#TurudisheniKhilafah

په نورو ژبو د فعالیتونو د تعقیب لپاره
عربي
English
Türkçe
Français
Deutsch
Urdu
Kisawahili




