پنجشنبه, ۰۵ ربیع الثانی ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۰۹/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     5 ربیع الثانی 1448

میلادی نېټه :     پنج شنبه, 10 سپټمبر 2026 م

شمېره:      ۱۴۴۸/۰۹


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
امریکا خپل هغه ملګري چې «له مکې څخه د دفاع ایتلاف» یې جوړ کړی، راغواړي چې د هغې په استازیتوب له ایران سره مقابله وکړي

(ژباړه)

د امریکا د کانګرس غړي «جو ویلسون» په خپل ټویټر کې د مکې د دفاع ائتلاف په اړه لیکلي: «پر یوه غړي بريد، پر ټولو برید ګڼل کېږي او اوس یې وخت رارسېدلی چې ترکیه، پاکستان او سعودي عربستان حوثیان له منځه یوسي.» (سرچینه: د یمن لپاره ازادي).

همدارنګه د پاکستان د دفاع له وزیر خواجه آصف څخه د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر پر ۸مه نقل شوي، چې پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه کولی شي د مکې د دفاع ایتلاف د فعالېدو لامل شي؛ ځکه دغه تړون پر یوه غړي هېواد وسله‌وال برید پر ټولو غړو برید ګڼي. دا څرګندونې وروسته له هغه مطرح شوې چې حوثیانو پر سعودي عربستان د نویو بریدونو مسوولیت پر غاړه واخیست.

له هغه وروسته چې امریکا د هر ډول وژونکو وسلو په کارولو، د ایران پر حساسو، پوځي او غیرپوځي تاسیساتو او زیربناو بریدونو ـ د هغو له ډلې د خارک نفتي ټاپو په سخت بمبارولو ـ ونشو کولی چې ایران د ځان تابع کړي او له هغه وروسته چې ونه توانېده ایران په ښکاره توګه تسلیمېدو ته اړ کړي او دغه هېواد هم هغو تړونونو ته ژمن پاتې نشو چې د دواړو لورو ترمنځ د پاکستان د پوځي او سیاسي مشرانو (چې په سر کې یې لومړی وزیر شهباز شریف او د پوځ قومندان عاصم منیر وو) په منځګړیتوب او د دروغجنو شاهدانو په شتون کې لاسلیک شوي وو؛ هغه کسان چې ټرمپ «دوه پیاوړي سړي» بللي وو او عاصم منیر یې خپل «د خوښې مارشال» توصیف کړی و؛ له دې ټول وروسته، امریکا په سیمه کې ځینو بې‌کفایته چارواکو او لاسپوڅو ته مخه کړه؛ ترڅو د هغوی په استازیتوب د ایران پر ضد ناوړه کړنې ترسره کړي.

 له همدې امله یې هغوی ته امر وکړ چې د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې په ګډون یو درې‌اړخیز پوځي ایتلاف جوړ کړي. ټرمپ هم د دغه ایتلاف د جوړېدو له امله خپله پوره خوښي څرګنده کړه؛ هغه ایتلاف چې دی یې خپل ژغورونکی او د ایران پر وړاندې د کارولو لپاره غوره وسیله بولي.

د نړۍ ټولو پوځي او سیاسي شنونکو او ان په خپله امریکا ته روښانه شوې چې دغه هېواد په نړۍ کې د هغو جګړو او شخړو ـ په ځانګړې توګه د هغو جګړو چې د اسلامي خاورو پر وړاندې یې پیلوي ـ له وروستي حل‌وفصل څخه ناتوانه دی؛ سره له دې چې هر ډول وژونکې وسلې په واک کې لري. ځکه پوځ یې له داسې پوځي عقیدې بې‌برخې دی، چې سرتېری د خپلو باورونو په لاره کې جګړې او قربانۍ ته اړ کړي؛ ځکه د امریکا جګړې د مظلوم د مرستې یا د عدالت خپرولو لپاره نه دي، بلکې د استعمار، چور او چپاول جګړې دي. پر دې حقیقت ان د امریکا خپل سرتېري هم پوهېږي او همدا لامل دی چې هغوی ځان وژنې ته هڅوي. په سمندرونو کې په روانو کښتیو کې د امریکايي سرتېرو د ځان وژنې پېښې تر دې کچې ډېرې شوې، چې امریکا یې په پټولو کې پاتې راغلې ده.

له همدې امله، د امریکا پوځ له اجیرانو جوړ شوی چې د هغو ګټو، امتیازونو او برخو د ترلاسه کولو لپاره پوځ ته شاملېږي چې امریکا یې ورکوي؛ خو کله چې دغه ګټې د ژوند د بقا او ژوندي پاتې کېدو له غریزې سره په ټکر کې راشي، ټول هغه امتیازونه له منځه ځي؛ ځکه وېره او له ژوند سره لېوالتیا پر ټولو هغو ګټو او ژمنو برلاسي کېږي، چې حکومتونه او پوځي او سیاسي قومندانان یې هغوی ته ورکوي.

د خپل پوځ په اړه له دغو حقیقتونو څخه د امریکا خبرتیا ـ هغه پوځ چې د جګړو پیلولو او پراخولو وړتیا لري، خو د خپلو ګټو مطابق د هغو د پای ته رسولو وړتیا نه لري ـ د دې لامل شوې چې په سیمه کې له خپلو پیروانو او متحدینو مرسته واخلي او هغوی ته امر وکړِي چې پوځي ایتلاف جوړ کړي؛ ترڅو وکولی شي چې د خپلو جګړو د پای ته رسولو لپاره د مسلمانانو له سرتېرو کار واخلي او هغه کارونه دوی ته وسپاري چې خپل سرتېري یې له ترسره کولو عاجز دي.

د امریکا سرتېري ونه توانېدل چې د افغان مجاهدینو پر وړاندې تر شلو کلونو زیاتې جګړې وروسته بریا ته ورسېږي؛ همدارنګه په عراق کې هم د درنو مرګ ژوبلو له زغملو وروسته ونه توانېدل جګړه د ځان په ګټه پای ته ورسوي. له همدې امله، امریکايي رهبران دې پایلې ته ورسېدل چې په یوازې سر جګړې ته نشي ننوتلی؛ په ځانګړې توګه هغو جګړو ته چې ځمکنیو ځواکونو ته اړتیا لري.

دا موضوع د ۲۰۱۲م کال د امریکا په دفاعي ستراتیژۍ کې د باراک اوباما د ولسمشرۍ او د دفاع وزیر د لیان پنیټا پر مهال په روښانه توګه ولیدل شوه؛ چېرته چې امریکا د پوځي پلان جوړونې له هغه پخواني اصل څخه په شا شوه، چې په «یو وخت کې د دوو لویو جګړو پر مخ وړلو» مشهور و. دغه پخوانی اصل پر دې انګېرنه ولاړ و چې امریکا په یوه وخت کې د دوو لویو سیمه‌ييزو جګړو د ترسره کولو وس لري؛ لکه یوه جګړه په اروپا کې او بله جګړه په اسیا یا منځني ختیځ کې.

له همدې امله، امریکا هڅه کوي چې د سعودي او ترکي ځواکونو تر څنګ په پاکستان کې له روزل شویو مسلمانو پوځونو څخه د ایران پر وړاندې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ګټه واخلي. لرې نه ده چې دا درې هېوادونه به د امریکا د سمندري او هوایي بیړیو تر څنګ، ځمکنی برید پیل کړي؛ ترڅو ایران اشغال کړي، نظام یې نسکور کړي او داسې یو نظام ځای پر ځای کړي چې د امریکا ګټې خوندي کړي؛ لکه څنګه یې چې په ۲۰۰۳م کال کې هغوی او نور اجیران او متحدین د عراق د اشغال لپاره په صلیبي ایتلاف کې راټول کړل.

اې د پاکستان د پوځ مخلصو سرتېرو! آیا تاسو غواړئ چې د اسلام په نامه او د اسلامي خاورو د دفاع په موخه، هغه خاوره چې ستاسو دولت پرې جوړ شوی او تاسو هلته روزل شوي یئ، هغه چټل کارونه ترسره کړئ چې د کفر سر لښکر امریکا او ورسره یهودي رژیم یې له ترسره کولو عاجز دي؟!

آیا دا منئ چې په یوه وخت کې د هغو کسانو ملاتړي شئ، چې د الهي غضب وړ ګرځېدلي او همدارنګه د ګمراهانو مرستندویان شئ؟! نو څنګه د هغو قومندانانو پر وړاندې چوپتیا غوره کوئ چې تاسو د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو د خدمت لپاره په کار ګماري؟! آیا د ۱۹۵۲م کال د پوځ په قانون کې، د پوځي جرمونو په برخه کې ۲۴مه ماده د دښمن پر وړاندې د جرمونو په اړه نه ده راغلې چې: «هر څوک چې له دښمن سره مرسته وکړي یا په مستقیم یا غیر مستقیم ډول پر هغه فشار کم کړي، پر اعدام محکومېږي»؟!

تاسو باید مخکې تر دې چې د داسې جګړې اور ته مو ننه باسي، چې له امله یې قاتل او مقتول دواړه دوزخ ته ځي، خپل حالت اصلاح کړئ؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«إِذَا الْتَقَى الْمُسْلِمَانِ بِسَيْفَيْهِمَا، فَالْقَاتِلُ وَالْمَقْتُولُ فِي النَّارِ» (رواه البخاري ومسلم)

ژباړه: کله چې دوه مسلمانان له خپلو تورو سره یو له بل سره مخامخ شي، قاتل او مقتول دواړه په اور (دوزخ) کې دي.

پر تاسو فرض ده چې خپل پوځي او سیاسي بنسټونه له هغو کسانو پاک کړئ، چې په سیمه کې د امریکا د استعماري ګټو د تحقق لپاره کار کوي. پوه شئ لکه څنګه چې په افغانستان او سرحدي سیمو کې د امریکا په جګړو کې او په هغو استعماري ماموریتونو کې چې دوی یې «د سولې ماموریتونه» بولي، زموږ د سرتېرو پاکې وینې تویې شوې؛ همداسې به ستاسو قومندانان هم په واشنګټن کې د خپلو صلیبي بادارانو د ګټو د ترلاسه کولو لپاره، په ایران کې ستاسو د وینو له تویولو ډډه ونه کړي.

نو مخکې تر دې چې ناوخته شي، د هغوی د لېرې کولو لپاره بېړه وکړئ او د نبوت پر منهج د خلافت د قایمولو لپاره حزب‌التحریر ته نصرت ورکړئ؛ ترڅو تاسو په وچه او سمندر کې له امریکایي، یهودي او ټولو استعماري چټلیو څخه د اسلامي خاورو د پاکولو لپاره رهبري کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ﴾ [التوبة: ۳۸]

ژباړه: اې مؤمنانو! په تاسو څه شوي کله چې درته وویل شي: د الله په لاره کې حرکت وکړئ (جهاد ته) ووځئ، سستي کوئ؟ ایا تاسو د آخرت په بدل کې د دنیا پر ژوند خوښ شوي یاست؟ حال دا چې د آخرت په مقابل کې د دنیا د ژوند ګټه ډېره لږ ده.

 

د حزب التحریر ـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د صدور ګڼه: ۱۴۴۸/۰۹

۱۴۴۸هـ.ق د ربیع الاول ۲۸مه

۲۰۲۶م د سپټمبر ۱۰مه

ژباړه: بهیر «ویاړ»

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې