دوشنبه, ۰۲ ربیع الثانی ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۰۹/۱۴م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د فلسطین په مسله کې د پاکستان د پوځ تاریخي ازموینه!

(ژباړه)

د ۲۰۲۶م کال د سپټمبر په ۲مه، «میډل ایسټ آی» خبري بنسټ راپور ورکړ، چې د یهودي رژیم د تش په نامه ملي امنیت وزیر، بن‌غفیر هغه ویډیو لرې کړه چې پکې له مسلمانو فلسطیني بندیانو سره په منظمه توګه د لوږې چلند ښودل شوی و؛ هغه ویډیو چې د خلکو سخت قهر یې راپارولی و او د نازيانو د توقیف له کمپونو سره پرتله شوې وه. دا ویډیو د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په کارولو سره جوړه شوې وه او هغه فلسطینی بندیان پکې ښودل شوي وو، چې د توقیف مرکز ته ننوځي او بیا په داسې حال کې راوځي چې سخت ستړي او ډنګر شوي وي. دا ویډیو د نیوکو له زیاتېدو وروسته لرې شوه.

اې د پاکستان مسلمانانو! بن‌غفیر ته ستاسو ځواب باید د هغو شیانو په واسطه وي چې هغه یې د خپلو سترګو په وړاندې ستاسو له وسله‌والو ځواکونو څخه وویني، نه په هغو غندنو سره چې له لیرې یې اوري او هېڅ اغېز نه لري. ځکه چې غندنې ستاسو د لیرې واټن ویشتونکو بالستیک توغندیو ځای نه شي نیولی؛ لکه څنګه چې د هغو سرتېرو ځای نه شي نیولی چې اوس په سعودي عربستان کې د امریکا د اډو او د هغې د خدمتګار (ابن سلمان) د ساتنې لپاره موجود دي. دا د محمد صلی الله علیه و سلم د امت په تاریخ کې یو داسې حساس پړاو دی چې باید هېڅ دوام ونه کړي. کله چې رسول الله صلی الله علیه و سلم احساس کړه چې د بنی قریظه یهودو له ژمنې څخه سرغړونه کړې ده، سمدستي یې د لښکرو د چمتو کولو امر وکړ او ویې فرمایل:

«مَن كانَ سامعًا مُطيعًا فلا يُصلِينَّ العصرَ إلَّا ببني قُرَيظَةَ»
ژباړه: هر څوک چې اورېدونکی او اطاعت کوونکی دی، نو د مازیګر لمونځ به یوازې بني قریظه ته رسوي.


اې د پاکستان مسلمانانو! ولې ستاسو ځواکونه له سیند تر سمندره پورې د فلسطین تر ازادولو وروسته، د مازیګر لمونځ په ازاده شوې اقصی کې ادا نه کړي؟ خپل زامن، وروڼه او پلرونه، چې په پوځ کې دي، وهڅوئ چې خاین حکام له واکه لرې کړي او د نبوت پر منهج د راشده خلافت د تاسیس لپاره د «حزب‌التحریر» نصرت او مرسته ورکړي. د پاکستان وسله‌وال ځواکونه باید د امت صفونه او لښکرې رهبري کړي، ترڅو هغه مار چې زموږ په خاورو کې یې کمین نیولی، یعنې د امریکا نظامي جوړښت، د هغې پرمختللې نظامي اډې او وحشي یهودي رژیم، له دې ځایه وباسي.

لیکوال: مصعب عمير

ژباړن: صهیب منصور

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې