سه شنبه, ۲۰ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
مهرباني؛ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر لومړی ادب دی
بسم الله الرحمن الرحيم
مهرباني؛ د امر بالمعروف او نهی عن المنکر لومړی ادب دی

 (ژباړه)

عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ: اسْتأْذنَ رَهْطٌ مِنَ الْيَهُودِ عَلَى رَسُول اللّهِ صلى الله عليه وسلم فَقَالُوا: السّامُ عَلَيْكُمْ. فَقَالَتْ عَائِشَةُ: بَلْ عَلَيْكُمُ السّامُ وَاللّعْنَةُ. فَقَالَ رَسُولُ اللّه صلى الله عليه وسلم: «يَا عَائِشَةُ إِنّ اللّهَ يُحِبُّ الرّفْقَ فِي الأَمْرِ كُلِّهِ»، قَالَتْ: أَلَمْ تَسْمَعْ مَا قَالُوا؟ قَالَ: «قَدْ قُلْتُ: وَعَلَيْكُمْ». رَوَاهُ مُسْلِمٌ وَفِي رِوَايَةٍ: «يَا عَائِشَةُ إِنَّ اللّهَ رَفِيقٌ يُحِبُّ الرِّفْقَ. وَيُعْطِي عَلَىَ الرِّفْقِ مَا لاَ يُعْطِي عَلَىَ الْعُنْفِ. وَمَا لاَ يُعْطِي عَلَىَ مَا سِوِاهُ». وَفِي رِوَايَةٍ أُخْرَى: «إِنَّ الرِّفْقَ لاَ يَكُونُ فِي شَيْءٍ إِلاَّ زَانَهُ، وَلاَ يُنْزَعُ مِنْ شَيْءٍ إِلاّ شَانَهُ».

ژباړه: له عائشې رضي الله عنها څخه روايت دی چې ويلي يې دي: یهودانو یوې ډلې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د داخلېدو اجازه وغوښته او ویې ویل: "سام علیکم؛ پر تا دې مرګ وي." عائشه رضي الله عنها وايي چې ما وویل: مرګ او د الله لعنت دې پر تاسو وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې عایشې! الله (سبحانه وتعالی) په ټولو کارونو کې نرمي خوښوي. ما وویل: ایا وادې نه اورېدل، چې دوی څه وویل؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ما هم دوی ته وویل: (وعلیکم) مرګ دې پر تاسو وي. (رواه مسلم). په یوه روایت کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې عایشې! الله (سبحانه وتعالی) مهربان دی او مهرباني او نرمي خوښوي. د مهربانۍ او نرمۍ په بدل کې داسې اجر ورکوي، چې د غوسې او نورو شیانو په بدل کې یې نه ورکوي. په یو بل روایت کې راغلي دي: مهرباني چې په هر شي کې وي، هغه ښایسته کوي او له هر شي څخه چې لرې شي، هغه خراب او معیوب کېږي.

ګرانو دوستانو! 

دلته (رفق) په خبرو کې د نیکۍ او په معامله کې د نرم‌خویۍ په معنا دی. نو څوک چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوي، هغه باید نیکې خبرې وکړي، نرم خوی ولري او برعکس بدې خبرې ونه کړي، بلکې داسې نېک الفاظ باید وکاروي، چې د خلکو په زړونو کې ځای ونیسي؛ ځکه نېکه خبره د زړونو کیلي ده. که چېرې یې پر زړه باندې نرمۍ او نیکۍ اغېز ونه کړ، نو روا ده چې له هغوی سره په شدت او سختۍ خبره وشي.

 نووي په (الاذکار) کتاب کې لیکلي دي: څوک چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوي، نو هر مؤدب انسان ته ښايي، چې خپل مخاطب ته داسې الفاظ وکاروي: افسوس ستا پر حال، اې بېچاره، لږ ځان ته پام وکړه! اې پر ځان ظلم کوونکیه! په دې اړه احادیث راغلي دي او په هغو کې یو یې د عدي بن حاتم الثابت حدیث دی، چې په صحیح مسلم کې راغلی دی.

«أن رجلا خطب عند رسول الله صلی الله علیه وسلم فقال: من یطع الله ورسوله، فقد رشد، ومن یعصهما، فقد غوی. فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم: بئس الخطیب انت، قل: ومن یعص الله ورسوله»

ژباړه: یوه کس د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر خوا کې خطبه بیانوله او ویې ویل: هر څوک چې له الله او د هغه له رسول څخه اطاعت وکړي، هدایت شوی دی او څوک چې له دوی دواړو څخه سرغړونه وکړي، ګمراه شوی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څه ناوړه خطیب یې، داسې ووایه: څوک چې له الله او د هغه له رسول څخه نافرماني وکړي.

او د جابر بن عبدالله په حدیث کې روایت شوي دي:

«أن عبدا لحاطب جاء یشکوا حاطبا، فقال: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم لیدخلن حاطب النار. فقال رسول الله صلی الله علیه وسلم: کذبت، لا یدخلها فإنه شهد بدرا والحدیبیة»

 ژباړه: د حاطب غلام رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او له حاطب څخه یې شکایت وکړ او ویې ویل: حاطب به دوزخ ته ځي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دروغ وایې، هغه دوزخ ته نه ځي، ځکه په بدر او حدیبیه کې يې ګډون کړی و.

همداراز د ذی‎الخویصرة لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره: "ویلک فمن یعدل ان لم اعدل؟؛ افسوس پر تا که زه عدالت ونه کړم، نو څوک به یې کوي؟"

د یماني وزیر محمد بن ابراهیم په کتاب (العواصم والقواسم) کې راغلي دي: «پوه شه چې د شدیدو، وېروونکو او سختو الفاظو د ویلو لپاره څلور شرطونه دي. دوه شرطونه یې مباح دي؛ یو دا چې په خپلو خبرو او عمل کې د مخاطب سپکاوی ونه کړې او بل دا چې ویونکی دروغ ونه وایي. یعنې هغه کس ته چې مکروه عمل کوي، داسې ونه وایي چې، اې ګنهکاره! یا هغه کس ته چې ګناه کوي او نه پوهېږي چي ګناه یې کبیره ده، ونه وایي چې اې فاسقه! همدارنګه مسلمان فاسق ته ونه وایي، چې اې کافره! او همداسې نور. دوه نور شرطونه مستحب دي؛ یو دا چې متکلم ګومان وکړي چې شدیدې خبرې یې د دې لامل کېږي، چې مقابل کس به حق ژر ومني او بل دا چې دلیل به ورته ښه واضح شي؛ د دعوت په برخه کې له دغو حالتونو پرته له دغو الفاظو څخه استفاده مه کوئ. له مور او پلار سره مهرباني کول واجب دي؛ ځکه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا [اسراء: 23]

ژباړه: د هغوی پر وړاندې (اف) هم مه کوئ، چیغې مه پرې وهئ او له ځانه یې مه شړئ، په ډېر احترام خبرې ورسره وکړئ.

امام احمد بن حنبل وايي: کله چې دې پلار د یو بد عمل په کولو ولید، پرته له دې چې له غوسې، غضب او شدت څخه ډکې خبرې ورته وکړې، هغه پوه کړه او نور یې په خپل حال پرېږده؛ ځکه چې پلار د عادي کسانو په څېر نه دی. یعقوب بن یوسف په یوه روایت کې وایي: که مور او پلار دې شراب پلورل، د هغوی خواړه مه خوره او بېرون ته ورڅخه ووځه. په هغه روایت کې چې له ابراهیم بن هاني څخه نقل شوی، راغلي دي: که مور او پلار مو د انګورو ونه درلوده، چې له هغې څخه یې شراب جوړول او بیا یې پلورل، هغوی په معروف امر او له منکر څخه یې منعه کړئ؛ که ستا خبره یې ونه منله، ورڅخه لاړ شه او ژوند ورسره مه کوه. ابوبکر په ذات المسافر کې وایي:

«عن عبد الله بن عمرو بن العاص أن رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: "من الکبائر شتم الرجل والدیه. قالوا: یا رسول الله، هل یشتم الرجل والدیه؟ قال: نعم، یسب أبا الرجل، فیسب أباه، ویسب أمه، فیسب أمه»

ژباړه: له عبدالله بن عمرو بن عاص څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مور او پلار ته ښکنځلې کول کبیره ګناه ده. یوه کس وویل: ایا څوک خپلې مور او پلا ته هم ښکنځلې کوي؟ ویې فرمایل: هو، کله چې یو څوک د بل چا پلار ته ښکنځلې وکړي، نو هغه هم د ده پلار ته ښکنځلې کوي او که د یو بل چا مور ته ښکنځلې وکړي، هغه هم د ده مور ته ښکنځلې کوي.

اولاد باید په مهربانۍ او نرمۍ سره خپل پلار او مور په معروف امر او له منکر څخه منعه کړي او دوی ته روا نه دي چې له هغوی سره په ناوړه او سختو الفاظو خبرې وکړي.

ژباړن: صهیب منصور

Last modified onیکشنبه, 07 جنوری 2024

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې