شنبه, ۱۷ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د غزې د جګړې جیوپولیټيک تحلیل
بسم الله الرحمن الرحيم
د غزې د جګړې جیوپولیټيک تحلیل

جیوپولیټيک د ملي دولتونو ترمنځ اړیکو باندې بحث کوي. په ځانګړې توګه دا چې ملي دولتونه څنګه په نړیوال ډګر کې ځان ځایوي؛ د خپل قوت له ټکو کار اخلي او کمزورۍ یې پټوي چې پر نورو واک ولري او خپلې ملي ګټې خوندي کوي.

جیوپولیټيکي تحلیل په دغه نړیوال ډګر کې تحولات څېړي او له دې لارې تشریح کوي چې دا تحولات ولې راځي او د نړیوال قدرت پر توازن څه اغېز کوي.

جیوپولیټيکي تحلیګران د فکري تحلیل یو ډیر پېچلی ډول ترسره کوي؛ ځکه چې په جیوپولیټيکه حوزه کې ملي دولتونه هڅه کوي چې خپل عملونه او یا د دغو عملونو تر شا انګېزه پټه کړي. نو تحلیل کوونکی باید یوازې له سیاست او ډیپلوماسۍ نه؛ بلکې له بېلابېلو برخو لکه اقتصاد، جغرافیې، ډیموګرافۍ (نفوس پېژندنې)، ټولنپوهنې، ټکنالوژۍ او تاریخ څخه ډیر وخت معلومات راټول کړي؛ بیا فرضیه داسې جوړه کړي چې د معلوماتو ټولې ټوټې یو ځای کړي؛ لکه یوه معما چې حلوي.

د پیغمبر صلي الله علیه وسلم په سنتو کې ګورو چې جیوپولیټيک تحلیل له ډیرو مهمو تحلیلونو څخه دی. هغه صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو د سیاسي او معنوي رهبر په توګه د مسمانانو د دښمنانو په اړه د معلوماتو دوامدار راټولول تنظیمول. داسې چې هغه صلي الله علیه وسلم به پوهېده چې څه کېږي او ولې کېږي؛ په دې توګه به یې پر وړاندې جیوپولیټيکي سټراټیژۍ جوړولې چې د مسلمانانو او اسلام ګټې خوندي کړي. د دې بېلګې ډېرې دي؛ لکه دا چې هغه صلی الله علیه وسلم د احد تر غزا وروسته سعد بن ابي وقاص رضي الله تعالی عنه ته لارښوونه وکړه: «د هغوی د خوځښتونو په اړه خبرونه راته راوړه. که د اسونو پر ځای پر اوښانو سپاره وي، ښيي چې د تګ هوډ یې کړی. خو که د اوښانو پر ځای پر اسونو سپاره وي، په ډېر احتمال چې پر مدینې د برید پلان لري. پر هغه ذات قسم چې زما روح یې په واک کې دی، که هغوی د مدینې خواته حرکت وکړ، وړاندې ورځم او ورسره جنګېږم.» (له الواقدي څخه په کتاب المغازي کې روایت شوی).

نو خورا اړینه ده چې د غزې د جګړې په اړه یو ژور درک رامنځته شي او په دې توګه یې پر وړاندې تر ټولو مناسبه جیوپولیټيکه سټراټیژي جوړه شي.

د غزې د جګړې تاریخي زمینه: صهیونیستي خوځښت او د «اسرایلو» دولت د جوړولو لپاره نړیوال ملاتړ.

ټولو ته ښکاره ده چې؛ سره له دې چې ډېری وخت د غربي سیاسیونو او جیوپولیټيکي تحلیلګرانو لخوا له پامه غورځول کېږي، خو د غزې اوسنۍ جګړه یوه ځانګړې او بېله پېښه نه ده.

په ۱۹۴۸م کال کې د «اسرایلو» دولت د تشکیل تر اعلان وروسته، غزه د هغو فلسطیني بې ځایه شوو په یوه اصلي کمپ بدله شوه چې د صهیونیستي ترهګرو ډلو د زور له ګواښ سره مخ و او خپل کورونه یې پرېښودل. اټکل کېږي چې له ۱۹۴۸-۴۹ پورې شاوخوا ۲۰۰ زره فلسطینیان، چې هغه وخت د فلسطین د عرب نفوس شاوخوا ۲۵ سلنه کېدل، له ۱۴۴ فلسطیني ښارونو او کلیو څخه غزې ته پناه یوړه. له دې سره غزه د نړۍ په یوه ډیره ګڼ نفوسه سیمه بدله شوه چې په هر کیلومتر مربع کې یې ۱۸۰۰ کسان اوسېدل. وروسته په ۱۹۵۶ کې د سوئز ناورین پر مهال «اسرایلو» پر غزې نظامي برید وکړ او تر ۱۹۵۷ پورې یې اشغال کړه. په ۱۹۶۷ کې یې بیا برید وکړ او دا ځل یې تر ۲۰۰۵ پورې اشغال کړې وه. له هغې راهیسې، غزه د اسرایلي پوځ تر محاصرې لاندې ده؛ دغې سیمې ته یې د توکو راوړل او د خلکو تګ راتګ سخت محدود کړی. اسرایلي پوځ په غزه کې د کالوریو د مصرف ورځنۍ کچې له محاسبې کار واخیست څو په غزه کې د لوږې هغه کچه وساتي چې دوی ته مناسبه ښکاري. د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي وویل چې د دې په پایله کې غزه په دې سیمه کې د ۲،۲ ملیونه اوسېدونکو لپاره په یوه «سر خلاصي زندان» بدله شوې.

د غزې ۷۵ کلنه جګړه تر دې لا اوږده زمینه هم لري. د دې اوږدې یا پراخې زمینې مهم عناصر په ۱۸۹۷ کې د صهیونیستي خوځښت تاسیس؛ په ۱۹۱۷ کې د بریتانیا لخوا د دغه خوځښت د رسمي ملاتړ پرېکړه او په ۱۹۴۸ کې د اسرایلي دولت تر تاسیس وروسته له دغه دولت څخه د امریکا د ملاتړ پرېکړه ده.

صهیونیستي خوځښت په ۱۸۹۷ کې د اتریش په ویانا ښار کې د لومړي نړیوال صهیونیستي کانګرس پر مهال تاسیس شو. د دغه کانګرس محرکه قوه تیودور هرتزل و. هغه په ۱۸۸۰ کې د هنګري په بوداپست کې د منځني پوړ یهودي کورنۍ کې زیږېدلی. د هرتزل شخصي ژوند د هغه یهودیت ضد فکر لخوا اغېزمن شوی چې هغه وخت په اروپا کې عام و؛ ځکه خو وپارېده چې دې ستونزې ته یوه حللاره ولټوي. هرتزل بېلابېل انتخابونه له فکري اړخه وارزول. هغه په اروپايي ټولنو کې د یهودو جذب یوه حللاره ګڼله؛ خو دې پایلې ته ورسېد چې دی پخپله –چې یو ډیر لوستی، نا مذهبي او سیکولر یهود و – د دغه یهودي ضد فکر له تجربې خوندي نه و، نو د ستونزې د حل لپاره په اروپايي ټولنو کې د یهودو جذب ته ریښتینې هیله نشته. ده همداراز پر دې انتخاب غور وکړ چې په اروپا کې د حاکمو اشرافو پر وړاندې انقلاب وشي چې له سره نوې ټولنې جوړې شي؛ خو دې پایلې ته ورسېد چې دا به خبره نوره هم خرابه کړي. په ورته وخت کې یې د یهودو مسیحي کېدل د ستونزې ناسم حل وباله، ځکه ده ویل چې له دې سره یهودي هویت له منځه ځي. کومه حللاره چې هرتزل تر نورو ډیر تمایل ورته درلود، هغه یهودي نشنليزم، یا صهیونېزم و چې د یهودو لپاره یې د یوه ملي هیواد وړاندیز کاوه.

د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال بریتانیې له صهیونیستي خوځښت سره اړیکه ونیوله. بریتانیې وېره لرله چې المان به له عثماني خلافت سره د نږدې اړیکو له لارې پر منځني ختیځ واک ترلاسه کړي. دا به هند او اسیا ته د برېتانیې لاسرسی پرې کړي. ځکه خو برېتانیې پلانونه جوړ کړل چې پر منځني ختیځ یې واک باوري کړي. دا فکر ورسره و چې په هغې سیمه، چې اوس عراق او ایران دي، پوځي برید وکړي؛ خو باور یې درلود چې د عربو جزیرې له قبایلو سره داسې اړیکې لري چې له لارې یې د دغې سیمې چارې کنټرولولی شي. دلته د بریتانیې له نظره فلسطین یوه ستونزه وه؛ ځکه چې فلسطین د سويس کانال له ختیځې څنډې سره پوله درلوده او له مصر تر هند پورې ځمکنی پل یې اشغال کړی. د بریتانیې په یوه دولتي یادښت کې د ۱۹۱۷م کال د اپریل په ۱۱مه لیکل شوي: «پر فلسطین د المان کنټرول له سترو خطرونو دی چې ښايي په راتلونکي کې د بریتانیې امپراتوري ورسره مخ شي».

د فلسطین لپاره د بریتانیې پلان دا و چې له صهیونېستو یهوده جوړه یوه وسله‌واله ډله جوړه کړي چې په سیمه کې د عثمانیانو پر وړاندې وجګېږي او په دې توګه د بریتانیې په استازیتوب سیمه کنټرول کړي. د دې لپاره د بریتانیې حکومت په بریتانیه کې د صهیونیستي خوځښت له استازي، چیم ویزمن سره اړیکه ونیوله. هغه په ۱۸۷۴م کال کې د روسیې په مېنسک کې په یوه یهودي کورنۍ کې زیږېدلی و، خو په ۱۹۰۴ کې یې بریتانیې ته کډه کړې وه؛ فکر یې کاوه چې په بریتانیه کې به د اشرافو په منځ کې د صهیونیستي ارمان لپاره ملاتړ پیدا کړي. هرتزل په دې اړه مشخص ځای نه و په نښه کړی چې د یهودو هېواد دې دقیقاً چېرته وي، خو ویزمن ویل چې باید په فلسطین کې وي. ویزمن له بریتانوي دولت، په ځانګړې توګه مارک سایکس سره په بحثونو کې له بریتانیې وغوښتل چې رسماً په فلسطین کې له صهیونیستي پروژې څخه خپل ملاتړ اعلان کړي. په لومړیو کې بریتانیې په دې کار کې تردید درلود. خو کله چې پوه شوه چې فرانسې – چې هغې هم په فلسطین کې استعماري هیلې لرلې- له صهیونیستي خوځښته مبهم ملاتړ کړی، پرېکړه یې وکړه چې ښکاره او قوي ملاتړ یې اعلان کړي. نو د بریتانیې حکومت د ځينو یهودو غړو له نیوکې سره سره د ۱۹۱۷م کال د نومبر په ۲مه بالفور اعلامیه خپره کړه؛ د بریتانیې حکومت دننه مخالفو یهودیانو له ډلې یې یو د هند لپاره د بهرنیو چارو وزیر، ایډوین مونټیګو او دغه راز هربټ سمویل او روفوس ایساکس وو؛ دوی د صهیونېزم خلاف وو، ځکه وېره یې درلوده چې دا به برېتانیې ته د دوی د ژمنتیا په اړه خلک شکمن کړي. په دغې اعلامیه کې، چې په فلسطین کې له بریتانیې څخه د صهیونیستي خوځښت د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه، راغلي: «د اعلیحضرت دولت په فلسطین کې د یهودو لپاره د ملي کور جوړولو په اړه مثبت نظر لري او خپله ټوله هڅه به وکړي چې دغې موخې ته رسېدل اسانه شي». د بالفور اعلامیه د تش په نوم یهودي لښکر (Jewish Legion) د رامنځه کېدو سبب شوه؛ دا ۵۰۰۰ زره کسیزه پوځ و چې بریتانیې په فلسطین کې له عثمانیانو سره د جګړې لپاره را استولی و. په دغه لښکر کې یوه یهودي مشر، ولادیمیر ژابوتینسکي په خپلو یادښتونو کې لیکلي چې د دغه ۵۰۰۰ کسیز لښکر ترکیب داسې و: «۳۴ سلنه یې امریکایان وو؛ ۳۰ سلنه یې د فلسطین؛ ۲۸ سلنه یې د انګلستان؛ ۶ سلنه یې د کاناډا او یو سلنه یې د عثمانیانو جنګي ارجنټایني اسیران وو».

د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې امریکا د غربي نیمې کرې پر لومړي جیوپولیټیک قدرت بدله شوه. د دغه هیواد د بهرني سیاست مخکښان دوو نظرونو ته تمایل درلود. یو دا چې د منځني ختیځ د نفتو د تامین لپاره امریکا باید فلسطین ته یوه داسې حللاره پیدا کړي چې عربان را ونه پاروي؛ د دې لپاره باید د «دوو هېوادونو حللارې» لپاره هڅه وکړي. بل نظر دا و چې له شوروي اتحاد سره د مبارزې لپاره به امریکا په منځني ختیځ کې یو داسې ملګری ولري چې بشپړ غربي لید ولري؛ ځکه خو باید په فلسطین کې د یوه یهودي هیواد د جوړولو ملاتړ وکړي. په پای کې دویم نظر بحث وګاټه؛ دا د دې سبب شو چې ولسمشر هري ټرومن د ۱۹۴۸م کال د مې په ۱۴مه، د اسرایلو دولت تر اعلان ۱۱ دقیقې وروسته دغه دولت په رسمیت وپېژني. په لومړیو کې له اسرایلو د امریکا عملي ملاتړ محدود و؛ ځکه چې له بریتانیې سره د اسرایلو د سیاسي مشرانو نیږدېوالی د امریکا نه خوښېده؛ دا په ۱۹۵۶ کې د سویس کانال ملي کولو په سبب پر مصر د بریتانیې، فرانسې او اسرایلو د ګډ برید پر مهال ثابته شوه. خو کله چې په ۱۹۶۲ کې ولسمشر جان اف کېنېډي پرېکړه وکړه چې پر اسرایلو هاوک توغندي وپلوري، دا وضعیت بدل شو. د دغو توغندیو د پلور تر شا موخه دا وه چې امریکا به د پرمختللي پوځي ملاتړ له لارې د اسرایلو سیاسي مشران خپل کمپ ته راولي او هغوی به د منځني ختیځ لپاره د امریکا د کمونیزم ضد لید ملاتړ وکړي. دا لید چې اسرایل د امریکا د جیوپولیټیکي سټراټيژیو لپاره ګټور دی، د دواړو هیوادونو د اړیکو د اساس په توګه پاتې شو او تر اوسه پر خپل حال دی؛ یوازې دا بدلون پکې راغلی چې د کمونیزم تر راپرځېدو وروسته اسرایل د امریکا د «ترهګرۍ پر وړاندې جګړه» کې د دغه هیواد لپاره د منځني ختيځ ملګری دی. دا څرګندوي چې په ۲۰۱۷ کې د اسرایلو ولسمشر، بنیامین نتنیاهو ولې خپل دولت په منځني ختيځ کې د امریکا د «ځواکمنې الوتکې وړونکې بېړۍ» په توګه توصیف کړ.

په داسې حال کې چې بریتانیې او امریکا دواړو د خپلو جیوپولیټيکي موخو د مخته وړلو لپاره د صهیونیستي خوځښت ملاتړ وکړ؛ دواړه پوه شول چې صهیونیستي خوځښت او د اسرایلو دولت تل د باور وړ ملګری نه شي کېدی.

د بېلګې په توګه، په ۱۹۳۹ کې صهیونیستي خوځښت د فلسطین لپاره د بریتانیې حکومت د ۱۹۳۹ کال سپین کتاب کې راغلي لید سره مخالفت وکړ. کله چې بریتانیې له نازي المان سره جګړې ته ځان تیاراوه، په دې لټه کې وه چې له صهیونیستي خوځښت او د منځني ختیځ د عربو ملاتړ ترلاسه کړي. نو سپین کتاب وړاندیز وکړ چې بریتانیا به له اروپا څخه فلسطین ته د صهیونیستي یهودو دوامدارې کډوالۍ ته اجاره ورکړي، خو دا کډوالي به داسې محدوده شي چې یهود به هېڅکه د سیمې د نفوس له یو پر درېیمې برخې نه اوړي، مګر دا چې د فلسطین عربي رهبري بل ډول توافق وکړي. پر دې سربېره سپین کتاب وړاندیز وکړ چې تر لسو کالو زیاته موده کې به بریتانیا په فلسطین کې د یوه خپلواک دولت د تاسیس پر ملاتړ کار وکړي. دغې پالیسۍ صهیونیستي خوځښت ډير په غوسه کړ؛ دوی له دغې پالیسۍ دا پایله اخیستې وه چې بریتانیا غواړي چې دوی په فلسطین کې د دایمي لږکیو په توګه ژوند وکړي؛ دې کار عملاً دوی ته د یوه ریښتیني یهودي هیواد جوړول ناشوني کول. یهودي خوځښت د دغه اقدام په غبرګون کې په فلسطین کې د بریتانیې پر وړاندې د ترهګرۍ کمپاین پیل کړ چې په دې کې د بریتانیايي چارواکو ترور او د رسمي ودانیو بمبارۍ شاملې وې.

امریکا هم له اسرایلو سره په اړیکو کې ورته ستونزې تجربه کړې. په ۱۹۶۲ کې چې کله امریکا، له اسرایلو سره مهمه نظامي مرسته وکړه؛ شرط یې دا و چې اسرایل به یې اټومي پروګرام دروي او اجازه به ورکوي چې په ۱۹۴۸ کې عرب بېځایه شوي بېرته خپلو کورونو ته وروګرځي. اسرایلو په خوشالۍ د امریکا وسلې ومنلې؛ خو د اټومي پروګرام او فلسطیني بې ځایه شوو په اړه یې ژمنې پوره نه کړې. له هغه وخت راهیسې امریکا نه ده توانېدلې چې د اسرایلو دولت د فلسطین مسلې یا فلسطیني بې ځایه شوو په اړه د کومې حللارې ملاتړ ته اړ باسي. په ۱۹۹۳ او ۱۹۹۵ کلونو کې د اوسلو هوکړه‌لیک وړاندیز وکړ چې دا مسایل به د یوې فلسطیني ادارې، چې د اسرایلو دولت مطیع به وي، له لارې حل کړي. د اسرایلي دولت په چارواکو کې ځینو د دغه نظر ملاتړ وکړ، خو ځینو نورو رد کړ. په پایله کې، امریکا هېڅکله نه ده توانېدلې چې اسرایل د اوسلو هوکړه‌لیک له مخې د خپلو ژمنو او تعهداتو عملي کولو ته اړ باسي او اسرایلو په هغو سیمو کې د صهیونیستي ښارګوټو جوړولو ته له وقفې پرته دوام ورکړی چې د ۱۹۶۷ جګړه کې یې اشغال کړې.

د غزې د جګړې اوسنۍ زمینه: اسیا ته د امریکا ورګرځېدل

د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې امریکا له شوري اتحاد سره یوې جیوپولیټيکې شخړې ته ورننوته. په ۱۹۸۰ کلونو کې د شوري اتحاد او ورسره کمونېزم ایډیولوژۍ تر ړنګېدو وروسته؛ په ۱۹۹۰ کلونو کې امریکا خپل پام د بل ستر او اصلي مخالف په توګه «اسلامي بنسټپالنې» ته واړاوه. د دغه نظر اساس سمویل هنټینګټن د خپل کتاب، «د تمدنونو ټکر او د نړیوال نظم بیا جوړول» له لارې اېښی؛ د دې په پایله کې د اسلامي خاورو زړه، منځنی ختیځ د امریکا د جیوپولیټیکې سټراټيژۍ مرکز او محور شو.

پر اسلام او مسلمانانو تر ۲۰ کلن تمرکز وروسته؛ د ۲۰۱۱ کال په نومبر کې ولسمشر اوباما نوې ستره جیوپولیټیکه سټراټېژي اعلان کړه. دغې سټراټېژۍ ته د «اسیا ته ورګرځېدل» یا «اسیا خپل محور ګرځول» نوم ورکړل شو او دا خبره پکې وه چې چین د امریکا د نړیوالې هژمونۍ لپاره تر ټولو ستر ګواښ جوړ شوی. د دې په غبرګون کې اوباما اعلان وکړ چې امریکا به تر دې وروسته خپلې سرچینې بیا متعادلې کړي. د «اسلامي بنسټپالنې» د مدیریت لپاره به لږې سرچینې وکارول شي او ډېرې سرچینې به په ایشیا-پسیفیک سیمه کې د چین د ګواښ پر وړاندې وکارېږي.

تر کومه ځایه چې په منځني ختیځ پورې اړه لري، «اسیا ته ورګرځېدو» ځينې مهمې پایلې لرلې. اساساً امریکا باید په منځني ختيځ کې داسې وضعیت رامنځته کړی وای چې اسیا ته د سرچینو اټکل شوي لېږد ته لار برابره کړي. ځکه خو امریکا د اسرایلو دولت او منځني ختیځ هیوادونو ترمنځ رسمي تړونونو، تش په نامه ابراهیمي تړونونو ته کمپاین پیل کړ. د ۲۰۲۰ کال د اګېسټ او ډسمبر ترمنځ، څلورو اسلامي هېوادونو ومنله چې له اسرایلو سره خپلې اړیکې عادي کوي؛ متحده عربي امارات، بحرین، سوډان او مراکش. دغو «ابراهیمي تړونونو» ته د سعودي د راوستلو لپاره هم خبرې اترې روانې وې.

اسیا ته ورګرځېدو یا مخ اړولو د ایران په اړه د امریکا لید هم بدل کړ. سره له دې چې ایران د امریکا-عراق  جګړه کې د امریکا مهم ملاتړ وکړ، بیا هم امریکا دغه هیواد ته د ډیر باور وړ ملګري په سترګه نه ګوري. د امریکايي پوځیانو له لوري د قاسم سلیماني ترور د دې یو ثبوت دی. اسیا ته د مخ اړولو سټراټيژۍ د یوې برخې په توګه، امریکا خپلو هڅو ته دوام ورکړ چې ایران خپل مدار ته راولي او د باور وړ ملګری ترې جوړ کړي. په ځینو مواردو کې یې دا کار د ایران پر وړاندې د نرمۍ له لارې کړی؛ لکه په ۲۰۱۵ کې یې چې د ولسمشر اوباما په وخت کې له ایران سره یو رسمي تړون لاسلیک کړ. په نورو مواردو کې یې دا کار د ایران د غوږ تاوولو له لارې کړی؛ لکه ولسمشر ټرمپ چې له ایران سره دا معامله لغوه کړه. له «ابراهیمي تړونونو» راهیسې امریکا له نرمۍ کار اخیستی. د بېلګې په توګه، له امریکا سره دا توافق چې امارات او سعودي به له ایران سره بشپړې ډیپلوماټیکې اړیکې بیا پیلوي.

که څه هم د فلسطین مسله د منځني ختیځ هیوادونو د سیاسي رهبرۍ لپاره لومړیتوب نه دی؛ خو امریکا د یوې داسې مسلې په سترګه ورته ګوري چې باید حل شي. لومړی دلیل یې په منځني ختیځ کې د مسلمانانو په منځ کې له اسرایلو سره د اړیکو عادي کولو مخالفین دي؛ دا اساساً د فلسطین له مسلې سره نږدې اړیکه لري. په دې توګه –د امریکا په نظر- فلسطین لا هم په ټول منځني ختیځ کې د ناڅاپي بې ثباتۍ پوتانشیل لري. امریکا لا هم د اسرایلو او فلسطین ترمنځ تلپاتې سولې لپاره د ۱۹۶۷ کرښو پر بنسټ د دوو دولتونو حللاره تر ټولو غوره لار ګڼي؛ امریکا په بشپړه توګه اسیا ته د ورګرځېدو لپاره دې ته اړتیا لري.

د غزې د جګړې اوسنۍ زمینه: د اسرایلو بهرنی سیاست

اسرایلو په «ابراهیمي تړونونو» کې د امریکا د منځګړیتوب ډیر ملاتړ کړی. اسرایلو ته د دغو تړونونو د اقتصادي ګټو سربېره؛ ډېره مهمه ګټه جیوپولیټيکي ده چې د ګاونډیو لخوا یې شتون په رسمیت پېژندل کېږي. سوداګریزې او رسمي اړیکې او دغه راز نور ارتباطات د اسرایلو او په منځني ختیځ کې اسلامي هیوادونو ترمنځ د شخړو احتمال خورا ډیر راټیټوي. د دې لپاره امریکا او اسرایل ګډ کار کوي چې «ابراهیمي تړونونو» ته نور اسلامي هیوادونه هم راولي. له سعودي سره یو رسمي تړون نږدې دی او د دې ترڅنګ له موریتانیا، سومالیا، نایجر او اندونزیا سره هم خبرې اترې روانې دي.

سره له دې، اسرایلو په ۱۹۶۲ کې د هاوک توغندیو د پلور او اوسلو ۱۹۹۳-۱۹۹۵ هوکړه‌لیکونو د ژمنو په څېر د «ابراهیمي تړونونو» پر ژمنو هم عمل نه دی کړی. له ۲۰۲۰ کال راهیسې اسرایلو د فلسطین پر وړاندې خپلې پالیسۍ سختې کړي. په اشغال شوو سیمو کې د صهیونیستانو ځای پر ځای کول پراخ شوي او ځای پر ځای شوو کسانو له لوري د فلسطینیانو پر وړاندې تاوتریخوالی هم زیات شوی. اسرایلو دغه راز د یهودي اشغالګرو د مېشت کولو واحدونه په بې ساري ډول پراخ کړي او د اشغال شوو سیمو اداره یې له پوځیانو څخه ملکیانو ته سپارلې؛ له دې په ډاګه ښکاري چې اسرایل غواړي دا سیمې په ځان پورې وتړي. د لا ډېرې فلسطیني خاورې پر اشغال او الحاق سربېره، اسرایلو د فلسطینانو د وېش او کمزوري کولو سیاستونو ته هم دوام ورکړی. په ۲۰۰۵ کې له غزې څخه تر وتلو وروسته، دغه هیواد هڅه کوي چې غزه او لوېدیځه غاړه له سیاسي نظره بېلې کړي او په دغو دواړو سیمو کې سیاسي رهبري کمزوري وساتي. داسې چې د یوه فلسطیني دولت تاسیس عملاً ناشونی وي او په ورته وخت کې د فلسطین په خاوره کې د نا کنټرولېدونکي هرج و مرج مخه ونیول شي. پر دې سربېره، د منځني ختيځ لپاره د امریکا د پلان پر خلاف، اسرایل هڅه کوي چې د ایراني چارواکو د ترور، سایبري بریدونو، جاسوسۍ او امریکا کې لابیګرۍ له لارې له ایران سره د اړیکو عادي کولو هڅې کمزورې کړي. دغه راز د امریکا د دغې هیلې او غوښتنې په اړه چې سعودي «ابراهیمي تړونونو» ته راولي، اسرایلو په دې غوښتنه چې سعودي دې د اماراتو په شان ملکي هستوي پروګرام نه جوړوي، د دغو خبرو اترو د پرمختګ په لار کې خنډ جوړ کړی. د اسرایلو دغې غوښتنې د هغه توافق لپاره پرمختګ ورو کړی چې امریکا یې په خپله اوسنۍ جیوپولیټيکه سټراټيژۍ کې اصلي عنصر ګڼي.

نو که لنډ ووایو، په داسې حال کې چې د اسرایلو بهرنی سیاست عموماً له امریکا سره سم وي، په ځینو ځانګړو برخو کې چې د امریکا د جیوپولیټیکې سټراټيژۍ د پرمختګ لپاره مهمې دي، اسرایل یو خنډ دی. په دې توګه اسرایل «نوي منځني ختیځ» ته د امریکا د رسېدو په لار کې خنډ دی چې امریکا يې په پام کې لري او اسیا ته یې ورګرځېدل عملاً شوني کوي.

د اکتوبر تر ۷مې وړاندې د امریکا-اسرایلو اړیکې

د اسرایلو له بهرني سیاسته د امریکا نارضایتي د ټرمپ اوبایډن دواړو لخوا په ډاګه شوه. ولسمشر ټرمپ وویل چې د اسرایلو لومړی وزیر، بنیامین نتنیاهو د فلسطین د لومړي وزیر، محمود عباس په پرتله د سولې په لار کې ستر خنډ و؛ ده ویلي وو چې نتنیاهو هېڅکله له فلسطینیانو سره «سوله نه غوښتله». د دودیزو تشریفاتو پر خلاف، ولسمشر بایډن په ۲۰۲۱ کې واک ته د رسېدو په لومړۍ اونۍ کې رابللو بهرنیو رهبرانو له لېست څخه د نتنیاهو نوم لرې کړ. بایډن بل ځل د چین، هند، روسیې او سعودي له رهبرانو سره تر لیدنې وړاندې له نتنیاهو سره لیدنه رد کړه. بلاخره چې بایډن او نتنیاهو د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې، په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې سره ولیدل؛ نتنیاهو یې ۳۰ دقیقې په تمه کړ او تر لیدنې وروسته خبري کنفرانس کې یې تمرکز په «ابراهیمي تړونونو» کې د اسرایل پر لوري، په ځانګړي ډول د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرایلو پر تعهداتو و. د راپورونو له مخې، له اسرایلو څخه د امریکا د خپګان نور دلایل دا وو چې اسرایل هڅه کوي له ایران سره د اړیکو عادي کولو په اړه د امریکا د پلان په لار کې خنډونه جوړ کړي.

له هغه وخت راهیسې، د اسرایلو سیاست داسې لوري ته بدلون نه دی کړی چې ډېر یې له امریکا سره همغږی کړي. په حقیقت کې د دې برعکس شوي. د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې، د اسرایلو لوموړي وزیر، نتنیاهو یو نوی حکومت تشکیل کړ چې د اسرایلو په تاریخ کې تر ټولو ډیر «ښي اړخی» حکومت بلل کېږي؛ له داسې ګوندونو جوړ دی چې خورا ډیر مذهبي محافظه کاره، شفاف یهودي قومي-ملي‌پاله او صراحتاً عرب ضد نژادپاله دي. د هغو سیاسي موخو له ډلې چې دغه ایتلاف توافق پرې کړی؛ د لوېدیځې غاړې الحاق، د اسرایلو د قضایه قوې-چې د دوی په اند د لوی اسرایل اجنډا پر وړاندې خنډ ده- کمزوري کول او د اسرایلو مذهبي یهودي کرکټر پیاوړي کول دي. امریکا د اسرایلو د سیاست له دغه لوري نیولو سره مخالف وښود او پر نتنیاهو یې فشار راوړ چې دا مسیر بدل کړي؛ خو داسې معنی لرونکی اغېز یې نه درلود.

که لنډ ووایو، د امریکا او اسرایلو ترمنځ اړیکې په خپل تاریخ کې تر ټولو ټیټه کچه کې وې؛ ځکه چې اسرایلو د لومړي وزیر نتنیاهو تر مشرۍ لاندې داسې پالیسي غوره کړې چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا له پلان سره ټکر لري.

د اکتوبر ۷مه

اوس ټولو ته ښکاره ده چې اسرایلي چارواکي د حماس د اکتوبر ۷مې برید له پلان څخه تر یوه کال وړاندې خبر وو. پر دې سربېره، د اسرایلو د پولو ساتونکو ځواکونو څو ځله خبرداری ورکړی و چې حماس د دغه پلان پر بنسټ روزنیز تمریونه کوي. د دې تر څنګ، اسرایلي استخباراتو په وار وار اسرایلو ته خبرداری ورکړی و چې «یو لوی کار» کېدونکی دی.

دا چې حماس څنګه دا کار وکولی شو؛ درې نظرونه دي:

لومړی نظر وايي چې د اکتوبر ۷مې پېښه یوه «استخباراتي ناکامي» وه. یوه بده، خو صادقانه تېروتنه. دا نظر وايي چې اسرایلو د حماس وړتیاوو ته په کمه سترګه کتلي وو؛ ځکه خو یې چې د برید د پلان او تیاري په اړه اطلاعات اورېدل، د تعصب له مخې یې ویل چې حماس د داسې کار کولو وړتیا نه لري. دغه نظر همدا راز وايي چې اسرایلو د خپلو پولو پر امنیتي سیستم تر حد زیات باور درلود. له غزې سره د اسرایلو پوله «د اوسپنیز دیوال» په نامه مشهوره وه؛ ۶ فوټه لوړ غبرګ دیوال چې اغزن سیم ورباندې دی، کمرې او پرمختللي سینسرونه لري، د تونلونو د مخنیوي لپاره کانکریټي تهداب ورکړل شوی او له لرې لارې کنټرولېدونکې درنې وسلې (دشکې) پکې نصب دي. دا نظر وايي چې تر حد زیات باور په پایله کې اسرایلو استخباراتي خبرداري په پام کې ونه نیول.

دویم نظر وايي چې د نتنیاهو حکومت د حماس له پلانه خبر و، خو قصداً یې پرېښودل چې پلان پلی کړي. دا نظر پر لومړي نظر نیوکه کوي چې دا کار د معیاري نظامي عملیاتي پروسیجرونو خلاف دی. معیاري نظامي عملیاتي پروسیجرونه تل تر ټولو ناوړه حالت فرضوي. که دوی د برید د پلان په اړه مفصل معلومات ترلاسه کړي وای، پر پوله به یې امنیتي تدابیر لا زیات کړي وای. که د دغه پلان لومړنۍ ارزونه داسې وای چې دا «د اعتبار وړ نه دی» او د امنیت زیاتولو ته اړتیا نشته؛ نو په دې کې هېڅ شک نشته چې د هغوی د تیاري له لیدلو سره هرو مرو بیا ارزونه او ورپسې د امنیتي تدابیرو د زیاتولو امر کېده. بلاخره، د معیاري نظامي عملیاتي پروسیجرونو له مخې د یوه متحد له لوري ځانګړي خبرداري –ان که یې معلومات مفصل نه وي هم- د دې سبب کېږي چې امنیتي تدابیر زیات شي. دا چې د اسرایلو استخبارات او دفاعي ځواک ډیر مسلکي دي، د اکتوبر د ۷مې پېښه داسې بیانولی شو چې دا د امنیتي او دفاعي کړیو د لوړپوړو چارواکو ترمنځ شعوري پرېکړه وه چې اجازه ورکړي.

دویم نظر استدلال کوي چې د نتنیاهو حکومت د اکتوبر د ۷مې پېښې ته د اجازې ورکولو اصلي منشا ده؛ ځکه دا کېدی شي پر غزې د یوه پراخ او اوږدمهاله پلان شوي برید لپاره پلمه شي چې له دغې سیمې یې خلک وشړي او له اسرایلو سره یې وتړي.

درېیم نظر له دویم نظر سره موافق دی چې د اکتوبر د ۷مې پېښه احتمالاً «استخباراتي ناکامي» نه شي کېدی. ځکه چې په یوه لړۍ کې ډېرې زیاتې «تېروتنې» وشوې چې د معیاري نظامي عملیاتي پروسیجرونو له مخې په اسانۍ نه شي پېښېدای. خو درېیم نظر استدلال کوي چې دغې پېښې ته د اجازې ورکولو منشا په ډېر احتمال د نتنیاهو دولت نه و؛ لومړی په دې دلیل چې دا پېښه د نتنیاهو او د هغه د دولت لپاره ستر شرم و. مصریانو رسنیو ته ویلي چې د دوی د استخباراتو وزیر، جنرال عباس کمال شخصاً تر برید لس ورځې وړاندې نتنیاهو ته زنګ وهلی و او خبرداری یې ورکړی و چې د غزې خلک ښايي «یو نامعمولي او وحشتناک کار» وکړي. نتنیاهو پخپله د دې خبرې په افشا کېدو ډير وشرمېده چې د ده په امر له هغو درېیو کنډکونو چې له غزې تر لوېدیځې غاړې پورې پوله ساتي، دوه یې هلته د صهیونیستي ځای پر ځای شوو د مذهبي جشن امنیت وساتي او دا چې اسرایلي پوځ پر وخت او مناسبه توګه د حماس د برید پر وړاندې غبرګون ونه شو ښودلی. د اکتوبر د ۷مې پېښې په پایله کې، له اټکل سره سم نتنیاهو او دولت یې تر ډیر فشار لاندې و چې د بې کفایتۍ په سبب استعفا ورکړي.

درېیم نظر چې ځینو اسرایلي لوړپوړو چارواکو د اکتوبر ۷مې پېښې ته اجازه ورکړې چې پر نتنیاهو او دولت یې فشار راوړي؛ له دې سره ډیر قوت پیدا کوي چې اسرایلي مخالفو ګوندونو د پېښې پر وړاندې ډیر چټک او همغږی غبرګون وښود. په داسې حال کې چې د اسرایلو له پوځ څخه لار ورکه وه، د اسرایلو اصلي مخالف سیاسیون، یائیر لاپیډ له وړاندې د وړاندې تګ لپاره یوې د سیاسي لارې پلان ابلاغ کړی و. دا ښکاره ده چې لاپیډ د نتنیاهو په پرتله د منځني ختيځ لپاره د امریکا جیوپولیټیکه سټراټيژي ډیره مني. دا له دې په ډاګه کېږي چې تر نتنیاهو وړاندې لاپیډ واشنګټن ته بلل شوی و چې د بایډن له تر ټولو نیږدې سلاکار سره وګوري. د راپورونو له مخې، د دغې لیدنې پر مهال امریکا له لاپيډ څخه غوښتي وو چې له نتنیاهو سره کار وکړي او دا ډاډه کړي چې د نتنیاهو دولت له فلسطینیانو او سعودي سره د اسرایلو د اړیکو عادي کولو په اړه د امریکا له پلان سره سم مخته لاړ شي. د لاپیډ د اکتوبر ۷مې پلان کې د ملي دولت لپاره غوښتنه شامله وه؛ په دې شرط چې نتنیاهو له خپل حکومت څخه ښي اړخي افراطي ګوندونه لرې کړي چې له فلسطینیانو سره د اړیکو عادي کولو مخالف دي. دا ښيي چې د اسرایلو اپوزیسیون تیار و چې د اکتوبر د ۷مې له پېښې د دې لپاره ګټه واخلي چې نتنیاهو د هغه کار کولو ته اړ باسي چې د امریکا جیوپولیټیک پلانونه یې ترې غواړي.

د اکتوبر ۷مې ته د امریکا غبرګون

پورتنی تحلیل اساساً دا وايي چې امریکا له دې خبره وه چې حماس د اکتوبر په ۷مه څه کوي او د اسرایلو له ځینو سیاسي او پوځي چارواکو سره یې کار کړی چې دغه پلانونه بریالي شي؛ دوی غوښتل د اکتوبر د ۷مې پېښې له لارې نتنیاهو وشرموي او د دې تر څنګ دی او حکومت یې اړباسي چې د امریکا له جیوپولیټیکو پلانونو سره سم مخته لاړ شي.

د اکتوبر ۷مې پېښې ته د امریکا غبرګون دا تحلیل پیاوړی کوي. په داسې حال کې چې دغه هیواد له اسرایلو څخه نظامي او لفظي ملاتړ وکړ؛ په دوامداره توګه یې د پورته تشریح شوې امریکايي جیوپولیټيکي سټراټيژۍ پر بنسټ د یوه ځانګړي اسرایلي غبرګون غوښتنه کړې.

د بېلګې په توګه، دا چې د اسرایلو دولت غوښتل د غزې خلک مصر ته وشړي او ان له مصر سره یې اړیکه ونیوله چې په دې اړه خبرې ورسره وکړي، بایډن د مصر له ولسمشر، سیسي سره خبرې وکړې تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې مصر دا نظر ردوي.

دغه راز، امریکا په دوامداره توګه د اسرایلو دولت د نظامي پلانونو پر ضد خبرې کړې. دا چې اسرایلو د خپل دغه نظر لپاره ملاتړ ترلاسه نه شو کړی چې د غزې خلک ځای پر ځای کړي؛ د اسرایلو د نظامي پلانونو تر شا موخه دې ته بدله شوه چې په غزه کې ژوند کول ناشونی کړي او په دې لړ کې یې فلسطینیان له خورا زیات رنځ او درد سره مخ کړل. دا له دې په ډاګه کېږي چې اسرایلو د غزې پر خلکو خوراکي توکي، بریښنا او اوبه پرې کړې؛ دا جمعي سزاوې دي چې د نړیوالو قوانینو له مخې جنګي جنایتونه ګڼل کېږي؛ نا هدایت شوي «ګونګي» بمونه یې وکارول چې د غزې غوندې ګڼ نفوسه سیمه کې د ملکي وګړو د ډېرو زیاتو تلفاتو سبب شول، ودانۍ او بنسټونه یې ونړول؛ ډول ډول وسلې یې وکارولې او په غزه کې یې دومره ویجاړۍ وکړې چې المان په دویمه نړیواله جګړه کې نه دي تجربه کړې. امریکا هېڅ ځای د دغو کړونو لفظي ملاتړ نه دی کړی. بلکې په دوامداره توګه یې پر اسرایلو غږ کړی چې له یوې بلې نظامي تګلارې کار واخلي چې د ملکیانو تلفات کم کړي او خبرداری ورکوي چې د اسرایلو نظامي تګلاره به د دغه هیواد د سټراټيژیکې ماتې سبب شي؛ ځکه له دې کار سره نړیوال ملاتړ له لاسه ورکوي.

په داسې حال کې چې امریکا پر اسرایلو نیوکه کړې او په ځینو ځایونو کې د اسرایلو دولت د پلانونو مخه نیولې؛ په وار وار یې هغه څه هم بیان کړي چې د دوی په باور اسرایل یې باید د بدیل په توګه وکړي. امریکا پر اسرایلو فشار راوړي چې بلاخره د دوو دولتونو حللاره -چې له ډېر وخت راهیسې د امریکا نظر و- ومني. دغه راز یې له فلسطیني ادارې سره کار کړی چې د جوړېدونکي متحد فلسطیني دولت د رهبرۍ لپاره یې هم له سیاسي او هم امنیتي نظره تیار کړي.

پایله

د غزې د جګړې له دغه جیوپولیټيک تحلیل څخه دې پایلې ته رسېږو چې امریکا د اکتوبر په ۷مه د حماس د برید له پلان څخه خبره وه او د اسرایلو له ځینو پوځي او سیاسي عناصرو سره یې کار وکړ چې دا پلان بریالی شي. د امریکا موخه دا وه چې د اکتوبر له ۷مې پېښې څخه پر نتنیاهو د فشار راوړلو لپاره ګټه واخلي چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا له جیوپولیټيکې سټراټېژۍ سره سم عمل وکړي؛ د دې لپاره باید له سعودي او فلسطینیانو سره رسمي موافقو ته غاړه کېږي. په دې کې هېڅ شک نشته چې امریکا له دې هم خبره وه چې دغه پلان به اسرایلي او فلسطیني لورو ته څومره تلفات واړوي. خو تاریخ د دې شاهد دی چې کله د جیوپولیټيکې سټراټیژۍ خبره وي، د نورو تلفات په پرېکړه کولو کې کوم رول نه لري.

تر اوسه امریکا له نتنیاهو څخه د هغه څه په ترلاسه کولو نه ده بریالۍ شوې چې غواړي یې. په حقیقت کې هغه علناً او صراحتاً د امریکا پلان رد کړی.

د دغه تحلیل د ننګولو لپاره ښايي دا پوښتنې وشي چې: 

- که امریکا د اکتوبر د ۷مې پېښې ته د اسرایلو د غبرګون مخالفه ده، ولې یې له پیله تر اوسه ملاتړ کړی؟

- امریکا ولې تر اوسه اسرایلو ته وسلې ورکوي؟

- امریکا ولې مدیترانې ته خپل سمندري ځواکونه استولي چې د اسرایلو مرسته او پوښښ وکړي؟

- امریکا ولې د اوربند لپاره د ملګرو ملتونو پرېکړه‌لیک رد کړ؟

- که امریکا له اسرایلو څه غواړي، ولې له زوره کار نه اخلي؟ له نورو هېوادونو سره خو په منظمه توګه همداسې کوي.

دا چې دا پوښتنې طبیعي او با اعتباره دي؛ دلته یې ځوابوو:

لومړی؛ امریکا اسرایلو ته اجازه ورکړه او ان مرسته یې ورسره وکړه چې پر غزه نظامي برید وکړي؛ ځکه چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا جیوپولیټیکه سټراټيژي ایجابوي چې اسرایل «پر خپلو ګاونډیانو د نظامي لوړوالي» تصویر ولري. له دغه تصویر او د دغه تصور د ملاتړ لپاره له نظامي ځواک پرته امریکا ته ناشونې کېږي چې په منځني ختیځ کې موجود وضعیت په دایمي واقعیت بدل کړي. په منځني ختیځ کې د صهیونیستي اشغال پر وړاندې کرکه دومره زیاته ده چې که د اسرایلو لخوا کمزوري محسوسه شي؛ په منځني ختیځ کې خلک پر حاکمو رژیمونو فشار راوړي چې په فلسطین کې صهیونیستي اشغال ختم کړي.

دویم؛ پورتني ملاحظات د دې یو دلیل دی چې امریکا ولې ځان «د اسرایلو د ملاتړ او ساتلو لپاره عزم کې تزلزل نه کوونکی» ښيي؛ ځکه چې دا «پر ګاونډیو د اسرایلو د نظامي لوړوالي او برترۍ» تصویر پیاوړی کوي. همدا دلیل دی چې امریکا د اسرایلو پوځ ته وسلې ورکوي او معمولاً په ملګرو ملتونو کې د اسرایلو ضد پرېکړه‌لیکونو د هڅو مخه نیسي. دغه راز همدا دلیل دی چې امریکا د اکتوبر ۷مې پېښې په غبرګون کې مدیترانې ته خپل سمندري ځواک را استولی چې د غزې په جګړه کې د اسرایلو پوښښ او ساتنه وکړي.

درېیم؛ د اسرایلو د ساتنې او پوښښ لپاره مدیترانې ته د امریکا د سمندري ځواک را استولو بل دلیل دا و چې د امریکا جیوپولیټیکه سټراټيژي په منځني ختیځ کې ثبات ته اړتیا لري. په دې توګه امریکا نه غواړي چې د غزې جګړه په افقي توګه شدیده شي او د څو هېوادونو په ګډون په یوه سیمه‌ایزه جګړه بدله شي.

څلورم؛ د امریکا او اسرایلو اړیکه له نورو هېوادونو سره د امریکا له اړیکې سره توپير لري. له ډېری هېوادونو سره امریکا د بادار-غلام چلند کولی شي؛ دیکتاتوري کولی شي او غوښتنې ترې کولی شي او هېڅ ډول شاتګ ته یې نه پرېږدي. په پاکستان کې د عمران خان تجربې دا ثابته کړه چې که یو سیاستوال شاتګ وکړي، څه ورسره کېږي. خو کله چې خبره د اسرایلو کېږي، پر دې پوهېدل اړین دي چې په امریکا کې فوق العاده با نفوذه او اږوده تاریخ لرونکې «اسرایلي لابي» شته. تحلیلونو ښودلې چې دغې لابي په بېلابېلو مواردو کې امریکا اړ ایستلې چې د اسرایلو د دفاع او ملاتړ لپاره د خپلو ګټو خلاف کار وکړي. ښکاره شواهد شته چې په غزه کې د اسرایلو په روانه جګړه کې دغه لابي امریکا په خپل غبرګون کې محدودوي او د نتنیاهو د دولت د پلانونو پر وړاندې پياوړي دریځ نیولو مخه یې نیسي. د دې ثبوت دا دی چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت سره له دې چې پوهېږي چې د اسرایلو بې قید او شرطه ملاتړ په نړۍ، په ځانګړي ډول د مسلمانانو په منځ کې د امریکا تصویر ته سخت زیان رسوي؛ د دې پر ځای چې یو داسې مسیر تنظیم کړي چې د امریکا نرم قدرت پکې وساتل شي، پر دې یې کار کړی چې د خپلو ډیپلوماټانو، ملکي وګړو او نورو کارکوونکو پر وړاندې له دغو پېښو راپیدا کېدونکې غوسه وځپي. دغه راز، بایډن په ۲۰۲۴ کې د ټولټاکنو کمپاین ته تیاری نیسي او دا یې د اسرایلو پر شا کولو کې سخت محدودوي؛ ځکه چې دا چاره به یې د اسرایلي لابۍ لخوا په کمپاین کې د ده پر ضد وکارېږي.

د پورتنیو مواردو په پایله کې، زموږ اټکل دا دی چې امریکا به خپلې موخې ته ونه شي رسېدی. اسرایل به خپل مقاومت ته دوام ورکړي، خپلو ګټو او پلانونو-چې د «لوی اسرایل» د لید پر محور را څرخي او دا لید یې د هغې جیوپولیټيکې سټراټيژۍ اساس دی چې له پیدایښت راهیسې ورسره وه- ته به ترجیح ورکوي. پایله به یې دا کېږي چې اسرایل به، هم په غزه او هم لوېدیځه غاړه کې، د فلسطین د خلکو پر وړاندې خپلو بریدونو او جنایتونو ته دوام ورکوي.

دا به تر هغه دوام کوي چې څو اسلامي امت د خپل دین له حکم سره سم او د خپل خالق په خدمت کې د بشریت د دفاع لپاره راپورته نه شي او د صهیونیستي استعماري پروژې د جنایتونو د پای ته رسولو لپاره خپلې سرچینې او قدرت یو ځای نه کړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

عدنان خان

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې