شنبه, ۰۳ شوال ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۳/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د حزب‌التحریر د امیر شیخ عطاء بن خلیل ابوالرشته، د ۱۴۴۷ هـ.ق کال چې له ۲۰۲۶ م سره برابر دی، د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت مبارکي

(ژباړه)

اسلامي امت ته خطاب؛ هغه غوره امت چې د خلکو لپاره پیدا شوی دی:

﴿كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللهِ﴾ [آل‌عمران: ۱۱۰]

ژباړه: تاسو تر ټولو غوره امت یئ چې د خلکو لپاره پیدا شوي یئ؛ په معروف امر کوئ، له منکر څخه منعه کوئ او پر الله ایمان لرئ.

دعوتګرو، پاکو خلکو او متقیانو ته خطاب؛ ـ او موږ هېڅوک د الله پر ځای پاک نه ګڼو ـ چې ښې خبرې کوي، د الله سبحانه وتعالی لوري ته دعوت کوي او نېک عملونه ترسره کوي؛ الله سبحانه وتعالی هغه څوک ستایلی دی، چې دغه صفتونه ولري او فرمایلي یې دي:

﴿وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِّمَّن دَعَا إِلَى اللهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ﴾ [فصلت: ۳۳]

ژباړه: او څوک تر هغه چا غوره خبرې‌کوونکی دی، چې د الله لوري ته دعوت وکړي، نېک عمل ترسره کړي او ووايي: زه له مسلمانانو څخه یم.

زموږ د پاڼې درنو لیدونکو ته خطاب؛ هغه کسان چې په حق او رښتینولۍ سره دې پاڼې ته راځي او د هغه خیر په لټه کې دي چې دغه پاڼه یې وړاندې کوي؛ الله سبحانه وتعالی دې هغوی ته غوره بدله ورکړي!

زه تاسو ټولو قدرمنو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وایم او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې ستاسو روژې او عبادتونه د خپل فضل او رحمت له مخې قبول کړي او تاسو ته نېکه بدله درکړي!

ګرانو وروڼو! دا اختر په داسې حال کې را رارسېږي چې د مسلمانانو وضعیت نه دوست خوشحالوي او نه دښمن غوسه کوي! ټرمپ ظالم او د هغه لاسپوڅی بنیامین نتانیاهو د ۲۰۲۶م د فبروري له ۲۸ نېټې راهیسې پر ایران او لبنان وحشیانه بریدونه پیل کړي دي ... ورانوي یې، چاودنې کوي او خلک وژني ... لکه څنګه چې په غزه او ټوله فلسطین کې یې ترسره کړل او لا یې هم کوي. د دغه تېري په دوام سره ټرمپ توانېدلی، چې د ایران شاوخوا حاکمان د دغه یرغل پر وړاندې له هر ډول اغېزناک اقدام څخه را وګرځوي؛ هغوی یوازې د روانو پېښو ننداره کوي او هېڅ حرکت نه کوي، ته به وایې چې بې‌طرفه دریځ لري؛ بلکې ټرمپ او یهودو ته لا نږدې دي!

د اسلامي خاورو د حاکمانو ترمنځ شخړې مخ پر زیاتېدو دي او استعمارګرو کافرانو ـ په ځانګړي ډول امریکا ـ ته یې وفاداري د ډېرېدو په حال کې ده؛ ګومان کوي چې دغه ډول تړاو به هغوی په خپلو کمزورو چوکیو ټینګ وساتي؛ په داسې حال کې چې نه درک کوي، چې دغه ولاء (تړاو) یو لوی جرم دی، چې په دنیا کې به دوی ته خواري او ذلت او په اخرت کې دردناک عذاب ور په برخه کړي:

﴿سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُوا صَغَارٌ عِندَ اللهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُوا يَمْكُرُونَ﴾ [الانعام: ۱۲۴]

ژباړه: ژر به هغه کسان چې جرم او جنایت یې کړی، د الله (سبحانه وتعالی) له لوري خوار شي او د هغو چلونو له امله چې کول یې، سخت عذاب ورکړل شي.

دوی هېر کړي یا یې ځانونه همداسې اچولي دي، چې هر وخت د امریکا لپاره د دوی خدمتونه پای ته ورسېږي، نو هغوی به د زړي غوندې لېرې وغورځوي او د دوی د پخوانیو پلویانو بېلګې پر دغه حقیقت شاهدي ورکوي، که چېرې تعقل وکړي…

پر استعمارګرو کافرانو د دغو حکامو تکیه کول تر دې کچې رسېدلي، چې کله یې پر یوه هېواد یرغل کېږي، نور یې د مرستې لپاره هېڅ حرکت نه کوي او تر ټولو لوی کار چې کوي یې، هغه دا دی چې یوازې وژل شوي او ټپیان شمېري! په داسې حال کې چې اسلامي امت داسې نه دی؛ بلکې اصل پکې دا دی چې همغسې باید وي لکه څنګه چې رسول الله ﷺ په حدیث کې فرمایلي دي، هغه چې امام مسلم روایت کړی دی:

«مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى»

ژباړه: د مومنانو بېلګه په مینه، مهربانۍ او همدردۍ کې د یوه بدن په څېر ده: هرکله چې د بدن کوم غړی درد احساس کړي، نور غړي یې په بې‌خوبۍ او تبې سره همدردي کوي.

خو دغه امت هغه خلافت له لاسه ورکړی، چې د الله سبحانه وتعالی د اوامرو پر بنسټ حکم وکړي او د هغه په وسیله د الله سبحانه وتعالی له دښمنانو سره جهاد وکړي؛ همغه خلافت چې په رښتینولۍ او صداقت سره یو ځل بیا دوی د یوه واحد بدن په څېر جوړوي، داسې چې که کوم غړی یې درد وکړي، نور غړي یې په بې‌خوبۍ او تبې سره همدردي وکړي.

اې مسلمانانو! ستاسو عزت په دې کې دی چې خپل دولت، یعنې راشده خلافت بېرته راژوندی کړئ او حزب التحریر چې هیڅکله خپلو خلکو ته دروغ نه وايي او ځان یې جدي او مخلصانه کار ته وقف کړی، ترڅو ـ د الله سبحانه وتعالی په مرسته ـ د راشده خلافت په تاسیس سره اسلامي ژوند بېرته راوګرځوي.

دغه حزب په رښتیا هم هیڅکله خپلو خلکو ته دروغ نه وايي؛ هغه حزب چې پاکي او نېکي یې څرګنده ده او کوم کسان چې د هغه د پاکۍ وړ نه دي، له هغو څخه لرې کېږي. د دغه حزب او په هغه کې د ټولو فعالو ځوانانو په اړه زموږ نظر داسې دی: دوی جدي، هڅاند او رښتیني دي او د الله سبحانه وتعالی په مرسته د دنیا په پرتله اخرت ته ډېره هیله لري. دوی شپه او ورځ پرله‌پسې هڅه کوي، چې د الله سبحانه وتعالی په فضل سره د هغه ژمنه او د رسول ﷺ زېری د همدوی له لارې پوره شي او دا د الله سبحانه وتعالی لپاره هېڅ سخته نه ده.

همدا هغه څه دي چې امت ژغوري، عزت یې راګرځوي، ځواک او توان یې پیاوړی کوي او دښمنان یې مجبوروي چې د مسلمانانو پر خاورو له هر ډول یرغل مخکې زر ځله فکر وکړي!

دا یوازې هغه وخت امکان لري چې خلافت یو ځل بیا راژوندی شي او ځمکه د هغه په خیر او عدالت سره رڼا شي. لکه څنګه چې خلافت د قیصریانو او کسرایانو ځان‌غوښتنې ته د پای ټکی کېښود، همداسې به د دوی د پیروانو ـ لکه ټرمپ زورواکي او نورو استعمارګرو کافرانو ـ ځان‌غوښتنې ته هم د پای ټکی کېږدي.

خو د یهودو رژیم دومره کمزوری دی، چې ان د ارزولو وړ نه دی؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿لَن يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى ۖ وَإِن يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنصَرُونَ﴾ [آل‌عمران: ۱۱۱]

ژباړه: هغوی تاسو ته له ازار پرته بل زیان نشي رسولی او که چېرې له تاسو سره وجنګېږي، شاتګ کوي او بیا یې مرسته نه کېږي.

هغوی په یوازې ځان د مقاومت وړتیا نه لري؛ د جګړې خلک نه دي او یوازې د خلکو په مرسته جګړه کوي؛ لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي:

﴿ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِّنَ اللهِ وَحَبْلٍ مِّنَ النَّاسِ﴾ [آل عمران: ۱۱۲]

ژباړه: هغوی چې هر ځای وي، ذلیل به وي، مګر دا چې د الله پر وړاندې یا د انسانانو تر څنګ پناه واخلي.

هغوی د الله رسۍ پرې کړې او یوازې د خلکو رسۍ ور پاتې ده؛ د امریکا، اروپا او هغو خاینانو رسۍ چې پر اسلامي خاورو حکومت کوي او د وحشي یهودو د یرغل پر وړاندې هېڅ حرکت نه کوي. له دې پرته، یهودي رژیم به ډېر وخت وړاندې پای ته رسېدلی وی او یوازې پر یوه خاطره به بدل شوی وی.

نننۍ ستونزه د مسلمانانو په خاورو کې ده؛ حاکمان یې استعمارګرو کافرانو او د اسلام او مسلمانانو دښمنانو ته وفادار دي. نو ځکه د مسلمانانو مصیبت په خپلو حاکمانو کې دی؛ له استعمارګرو کافرانو سره د هغوی وفاداري د دې سبب کېږي، چې د هغوی امر او نهې ته تسلیم شي. په داسې حال کې چې د دوی وفاداري باید یوازې د الله سبحانه وتعالی لپاره وي، د هغه احکام عملي کړي، په لاره کې یې جهاد وکړي او د هغه د رسول ﷺ پیروي وکړي؛ په دې صورت کې به اسلام او مسلمانان عزتمند شي او کفر او کافران به ذلیل شي:

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ(۴) بِنَصْرِ اللهِ ۚ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾ [الروم: ۴-۵]

ژباړه: او په هغه ورځ به مومنان د الله په مرسته خوشحاله شي؛ الله هر چا ته چې وغواړي مرسته ورسره کوي او هغه عزیز او مهربان دی.

په پای کې بېرته د خبرو پیل ته ستنېږم او یو ځل بیا تاسو ته د کوچني اختر مبارکي وایم او له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې د دې مبارکې میاشتې روژه او عبادت مو په داسې ډول ادا کړي وي، چې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول ﷺ د خوشحالۍ سبب وګرځي.

همدارنګه له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم، چې دا اختر د اسلام او مسلمانانو لپاره د خیر، برکت او عزت پیل شي:

﴿وَاللهُ غَالِبٌ عَلَىٰ أَمْرِهِ وَلَٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ﴾ [يوسف: ۲۱]

ژباړه: او الله (سبحانه وتعالی) پر خپل کار برلاسی دی؛ خو ډېری خلک نه پوهېږي.

والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته!

ستاسو ورور عطاء بن خلیل ابو رشته

د حزبالتحریر امیر

۱۴۴۷هـ.ق د شوال لومړۍ

 ۲۰۲۶م د مارچ ۱۹مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې