جمعه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

وروڼو، د امت په اړوند مسایلو ناسته کې مخکښانو، سیاستوالو، د رسنیو مسلکي استازو، د نظر څښتنانو او مفکرینو:

  • خپور شوی په یمن

السلام علیکم ورحمة الله و برکاته

د امت اړوند مسایلو ناسته کې د ګډون بلنه

د خلافت د سقوط د ۱۰۰مې کلیزې په یاد، چې د ۱۳۴۲هـ.ق کال، د رجب په ۲۸مه ړنګ شو، د خلکو د هڅو د بیا احیا کولو لپاره، څو د نبوت پر منهج راشده خلافت بیا تاسیس کړي او یو رښتینی بدلون راوړي، خپل ورک شوی عظمت او عزت بېرته تر لاسه کړي او په دې سره خپل رب راضي کړي...

حزب التحریرـ ولایه سوډان تاسو ته بلنه درکوي چې د امت اړوند مسایلو ناسته کې ګډون وکړئ، چې د هوا پر څپو پر امدرمان سټلایټ چینل خپرېږي:

عربسات، (بدر ۴) ـ د چینل فریکوینسي ۱۲۰۳۴ ـ کوډ ۲۷۵۰۰ ـ ۶/۵

د ناستې سرلیک دی:

د امت د پوهاوي لوړولو او د خلافت د تاسیس مسوولیت پر غاړه واخلئ.

د ناستې ویناوال دي:

۱ـ ډاکټر محمد عبدالرحمن ـ د حزب التحریر غړی

۲ـ ښاغلی احمد ابکر ـ د حزب التحریر غړی

مشر یې انجنیر احمد جعفر دی ـ د حزب التحریر غړی

پته: د امدرمان سپوږمکۍ چینل د ژوندیو خپرونو سټوډيو ـ خرطوم ـ ریاض ـ د المشتال سړک په شمال کې د سوډان فرانسوي بانک څنډه.

وخت: د ۱۴۴۲ هـ.ق کال، رجب ۸مه چې د ۲۰۲۱م کال، د فبرورۍ له ۲۰مې سره سمون خوري، د سهار ۱۱:۰۰. د سټوډیو دروازې په ۱۰:۳۰ تړل کېږي.

#ReturnTheKhilafah #أقيموا_الخلافة
#YenidenHilafet #خلافت_بیا_تاسیس_کړئ

ابراهیم عثمان (ابو خلیل)

د حزب التحریرـ ولایه یمن رسمي ویاند

 

د مطلب ادامه...

د خلافت په نشتون کې، ښځو ډېر څه له لاسه ورکړل او له ډېر ناوړه وضعیت سره مخ شوې

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

د خلافت او اسلامي دولت دنشتون د اغېزو په اړه مو اورېدلي، لوستي او ان تجربه کړي. هغو ته چې په دې اړه پوښتنې کوي او غواړي پوه شي چې د خلافت په نشتون کې مو څه له لاسه ورکړل؟ موږ یې په ځواب کې وایو: د ژوند په ټولو کچو، ډګرونو او اړخونو کې مو ډير څه له لاسه ورکړل. دلته پر ښځو بحث کوو، چې ډیر څه یې له لاسه ورکړل او په مختلفو بڼو وځپل شوې.

د خلافت په نشتون کې تر ټولو مهم شی چې ښځو له لاسه ورکړل، په ژوند کې د دوی اصلي رول او دنده ده؛ ښځه باید د خپل کور ملکه وي. ښځه باید مور او د کور مېرمن وي، مسولیت یې د سړي پر غاړه دی، سړی پام ورته کوي او اړتیاوې یې پوره کوي. مجبوره نه ده چې د ژوند برابرولو لپاره پخپله کار وکړي، خو که یې خوښه وه، زده کړې او کار کولی شي. دا چې اسلام له پلي کېدو پاتې دی، د کپیټلېزم ایډیالوژۍ تر حاکمیت لاندې ښځې د مېچنې د دوو ډبرو په منځ کې اوړه کېږي؛ د کور او مالیاتو تر منځ او د دندې او د کار د سختیو تر منځ. ارام او هوسا ژوند ته وخت نه لري، تل ستړې او تر فشار لاندې وي. دغو کارونو ته اړ ایستل شوې، په خپله خوښه یې نه کوي؛ له خاوند سره یا پرته له خاونده باید د ځان او خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي. د دندې موندلو د ستړیاوو او نامناسب وضعیت په اړه به یې څه نه وايو او دا چې په څه ډول موقعیت کې کار کوي. په دې توګه دوی مجبورې دي چې خپل ماشومان یا په نامناسبو نرسریو کې پرېږدي، یا یوازې به کور کې او ان تر دې چې بېرته راځي، په کوڅه او د سړک پر سر؛ دا د دې سبب کېږي چې دغه ماشومان ناسمه روزنه واخلي او ناسم چلند، اخلاق او ارزښتونه خپل کړي.

ښځو یې امنیت او خوندیتوب له لاسه ورکړی؛ کله چې تاوتریخوالی او بې عدالتي ورسره کېږي یا وژل کېږي، د چغو اورېدو څوک یې نشته؛ نه یې څوک د ظالمانو له زندانه د ژړا غږ اوري. متعصم نشته چې چغو ته یې ځواب ووایي؛ څوک چې دا کار کولی شي یا د دوی چغو ته د ځواب ویلو مسول دي؛ دوی پر خپلو پرېکړو واک نه لري، جرات یې نه لري؛ بلکې دا پرېکړې په واشنګټن، لندن او پاریس کې کېږي. په ځینو موردو کې ښځې په خپله کورنۍ کې له بې عدالتۍ سره مخ دي؛ دا ځکه چې په کورنۍ کې یې داسې سړي دي چې له خدایه نه وېرېږي او ښځې په ظلم او بې عدالتۍ را کنټرولوي، دوی د دې پر ځای چې د خوندیتوب او ارامتیا عاملین وي، د ښځو د وېرې عاملین جوړېږي؛ د دې پر ځای چې ښځې له دوی سره د خوندیتوب احساس وکړي، له دوی څخه د خوندي پاتې کېدو په لټه کې وي. دا ځکه چې دغه کسان له خپل دین څخه لرې شوي او د شریعت د پلي کېدو وېره ورسره نشته. دا قرباني کېدای شي مېرمن، خور او ان مور وي چې د خپل اولاد له ظلم او نامهربانۍ سره مخ کېږي، له کوم ملاتړي یا ډوډۍ راوړونکي پرته یې پرېږدي؛ د دغو ظالمانو زړه ټول دی چې د دولت له لوري سزا نه ورکول کېږي؛ په دې توګه ښځه همداسې بې دفاع پاتې شي، ځکه چې ډال یې نشته، خلافت نشته، هغه دولت نشته چې اسلام پلی کوي.

ښځو له دولت، کورنۍ، خپلوانو او بل هر چا څخه د خپل حق لاسته راوړلو او بې عدالتۍ لرې کولو اسانتیا له لاسه ورکړه. کونډې، بې سرپرسته او مظلومې ښځې چې محکمې ته د خپل حق لاسته راوړلو لپاره ځي؛ له بېځایه او پرېمانه لګښتونو، فیسونو، ستړیا او ناوړه ګټه اخیستنې پرته بل څه لاسته نه راوړې. په ځینو سیمو او کورنیو کې یې د میراث حق خوړل کېږي، د ټولنیز ژوند حقوق یې تر پښو لاندې کېږي؛ مثلاً په واده کې یې د رضایت پوښتنه نه کېږي، د مهر حق ترې اخیستل کېږي؛ که خبره طلاق ته ورسېږي، دلته یې هم څوک حق نه ورکوي؛ ځکه چې محکمې په سمه توګه شریعت نه پلی کوي او مقابل لوري ته یې د دې لپاره چې له شتمنې طبقې دی یا په بل هر سبب، ترجیح ورکول کېږي. دلته بیا دغه حدیث راوړم چې رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایي:

«إِيَّاكم وَالأَقْرَادَ»، قُلْنَا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَمَا الأَقْرَادُ؟، قَالَ: «يَكُونُ أَحَدُكُمْ أَمِيراً أَوْ عَامِلا، فَتَأْتِي الأَرْمَلَةُ وَالْيَتِيمُ وَالْمِسْكِينُ، فَيُقَال: اقْعُدْ حَتَّى نَنْظُرَ فِي حَاجَتِكَ، فَيُتْرَكُونَ مُقَرَّدِينَ، لا تُقْضَى لَهُمْ حَاجَةٌ وَلا يُؤْمَرُونَ فَيَنْصَرِفُونَ، وَيَأْتِي الرَّجُلُ الْغَنِيُّ أو الشَّرِيفُ، فَيُقْعِدُهُ إِلَى جَنِبِهِ، ثُمَّ يَقُولُ: مَا حَاجَتُكَ؟ فَيَقُولُ: حَاجَتِي كَذَا وَكَذَا، فَيَقُولُ: اقْضُوا حَاجَتَهُ وَعَجِّلُوا بها»

ژباړه: « الاقراد مه کوئ!» موږ وپوښتل: یا رسول الله، الاقراد څنګه وي؟ ده صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « کله چې له تاسو نه کوم کس امیر یا عامل وئ او یوه کونډه، یتیم یا بېوزله درته راشي او ورته ووایئ چې د مسلې تر حل کېدو پورې یې په تمه شي، بیا همداسې مقردین پاتې شي، غوښتنه یې پوره نه شي، د مسلې په اړه یې هېڅ پرېکړه ونه شي او همداسې لاړ شي. او بیا یو شتمن او شریف کس راشي، هغه د (امیر/عامل) تر څنګ کېنول شي، د مسلې او قضیې پوښتنه ترې وشي او ووایي چې داسې یا هغسې کیسه ده، بیا ورته وویل شي: د ده کار په بیړه خلاص کړئ.»

الاقراد، څنګه چې الزمخشري تفسیر کړی، له سپکاوي سره چوپتیا ده (یعنې چې د یو چا د کار نه کولو ترڅنګ سپکاوی هم ورته وشي، په ټیټه سترګه ورته وکتل شي). که د خدای خوښه وه، دا کار به په خلافت دولت کې نه وي.

ښځو یې په ډیرو هېوادونو کې، که هغه اسلامي دي او که غیر اسلامي او غربي هېوادونه، د خپلو مذهبي تشریفاتو د تر سره کولو وړتیا له لاسه ورکړې؛ دوی خپل مذهبي تشریفات داسې چې باید یې ترسره کړي، یا لکه څنګه چې دوی غواړي، نه شي ترسره کولی. د شریعت مطابق جامو باندې یې بندیز لګېدلی، څوک دوی ته د سپکاوي، زیان رسولو او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه نه نیسي؛ ښوونځیو، پوهنتونونو او ان نورو زده کړو ته له حجاب سره نه پرېښودل کېږي؛ بېلګې یې په فرانسه او نورو هېوادونو کې وینو! حج او عمرې ته له تګ څخه منع شوې، ان جومات ته نه پرېښودل کېږي او په کارځای کې د عبادت حق نه ورکول کېږي.

د دې تر څنګه، د خلافت په نشتون کې تر ټولو مهمه ستونزه چې یوه ریښتینې مسلمانه په نا اسلامي ټولنه کې ورسره مخ کېږي، د ځان، خپل چلند او اخلاقو ساتلو ستونزه ده. په کور، کارځای او ټولنه کې له نفس سره جهاد او فکري تضاد ورته سخت تمامېږي. په داسې فضا کې چې ټوله کپيټلېزم او سیکیولرېزم نیولې ده، د خپلو اولادونو او ټولنې د روزنې مسولیت ډیر ورته سختېږي. بیرونۍ فضا، ښوونځي، د تحصیل دورې، سټلایټ کانالونو، د اړیکو وسایلو، ټکنالوژۍ او نړیوالتوب ته په کتو، د لورانو روزونه بې حده ورته سختېږي؛ دا فضا یې د بې حجابۍ، تبرج، سرکشۍ سبب کېږي؛ له نارینه وو سره ګډېږي، چې دا چاره شریعت حرامه کړې، په تش په نامه ازادیو یې ماغزه مینځل کېږي. له خپل خاوند سره په ستونزو کې وي، د بانکونو له حرامو او پورونو سره مخ کېږي؛ له زامنو سره یې ستونزې بله خبره ده، د هغو له سطحي فکر، غوښتنو، د کور، دین او کورنۍ په اړه د مسولیت حس نه لرلو او سرکشۍ سره مبارزه سخته ده. که خلافت وی، دا ټولې ستونزې به نه وې، ټولنه به اسلامي وه، د ټولنې هر وګړې به د تقوا لرله او شریعت به پلی کېده.

دا خو په کوزه کې سمندر و، اصلاً ستونزې او څه مو چې له لاسه ورکړي، ډېر لوی دي ... موږ له الله سبحانه و تعالی څخه غواړو چې ژر د نبوت پر منهج د راشده خلافت نعمت را نصیب کړي، چې که خدای کول له دغو ټولو ستونزو خلاص شو.

#أقيموا_الخلافة
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
#خلافت_کو_قائم_کرو

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

مسلمه الشامي (ام صهیب)

د مطلب ادامه...

د خلافت د لمر تر ډوبېدو وروسته، د ایمان او عقل پر ځمکه څه پېښ شول؟

  • خپور شوی په یمن

حزب التحریر د خلافت د راپرځېدلو (۱۳۴۲  هـ.ق ـ ۱۴۴۲هـ.ق) د کلیزې په مناسبت پر فعالیتونو بوخت دی، څو اسلامي امت ته یادونه وکړي چې د اسلامي حاکمیت په نشت کې د ځمکې پر سر د ګناه او ذلت وخته د پای ټکی کېږي، چې سل کاله یې دوام وکړ. د یمن خلک نور د خلافت نشت نه شي زغملای.

په دې توګه، حزب التحریر په رجب میاشت کې د خلافت دولت د ړنګېدو د غمیزې په مناسبت، د حزب التحریر د امیر، عالم عطا بن خلیل ابو الرشته حفظه الله په لارښوونه یو نړیوال کمپاین پیل کړی دی. په ټوله نړۍ کې د حزب التحریر غړي، چې د اسلامي امت زامن او لورګانې دي، کار او فعالیت کوي، څو د نبوت پر منهج راشده خلافت بیا تاسیس کړي.

د یمن له بېلا بېلو ښارونو څخه د حزب التحریر شباب د خلافت د ړنګېدو کليزې په نړیوال کمپاین کې برخه اخلي او د اسلامي نړۍ په نورو هېوادونو کې له خپلو وروڼو او خویندو سره یو ځای حرکت کوي. په ختيځ کې له مالیزیا او اندونیزیا څخه تر مرکزي اسیا، پاکستان، بنګله دېش، افغانستان، شام، عراق، چې دوه سپېڅلې جوماتونه پکې دي، مصر، سوډان، کینیا، تانزانیا، سومالیا، الجیریا، لیبیا، تونس، مراکش، ترکیه، روسیه، اوکراین، اروپا، امریکا او نورو ځایونو ته د اسلامي امت د ویاړ، عظمت او رهبرۍ یادونه کوي، چې یو خلیفه به د اسلام تر حکم لاندې پرې حاکمیت کاوه. له هر ډول حرص څخه یې دفاع کوله او د نړۍ مسلمانانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بیرغ تر سیوري لاندې ژوند کاوه. پر ځمکه د اسلام د حاکمیت په نشت او د استعمارګرو غربې دولتونو واکمنۍ؛ لکه پانګوال نظام چې دین له ژوند څخه بېلوي او کمونیزم چې له خالق او دین څخه انکار کوي، د اسلامي امت تر منځ یې د نفوذ سیمې ووېشلې، غربي ناسم افکار یې راوړل او داسې نظام یې رامنځته کړ، چې اسلامي هېوادونه پکې ووېشل شول. د اسلام سیاسي، اقتصادي، بهرنی سیاست او د نورو اړخونو احکام پکې منع شول.  

غرب موږ ته د نشنلیزم مفکوره راکړه او په ډیموکراسۍ سره یې هغه وڅارله، څو مسلمانان ویجاړ او له ۵۰ څخه پر ډېرو ټوټو یې ووېشل شي. په داسې حال کې چې مسلمانان د هغو کسانو پر وړاندې یو لاس وو، چې د دوی دښمنان وو. په دې کې ځینې د مسلمانانو زامن هم شریک وو، چې د الله سبحانه و تعالی او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په پیروۍ کې یې خیانت وکړ او د مسلمانانو عزت یې تر پښو لاندې کړ. خلافت هغه وخت ړنګ شو چې نړۍ یې پر وړاندې ودرېده او هېڅکله نه کېناستل. په نشت کې یې د عقاب بیرغ هم نه و، شنه، سره، سپين او نیلي بیرغونه را پیدا شول او په دې سره د اسلام قانون له تطبیق څخه پاتې شو، چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې نازل شوی و.   

یمن، چې باب المندب تنګی یې یو ښه ستراتیژيک موقعیت دی، ۱۰۰ کاله کېږي چې له خلیفه څخه محروم دی. د خلافت په نشت کې د یمن خراب وضعیت او د غربي هېوادونو تسلط تر هغه وخت پورې له منځه نه وړل کېږي، چې خلافت تاسیس، او پر ځمکه د الله سبحانه وتعالی احکام پلي نه شي، څو د تل لپاره د غربي هېوادونو نفوذ له منځه یوسي. حزب التحریر د دغه کمپاین په لړ کې د یمن د خلکو، د ایمان او عقیدې خلکو او په ځانګړې توګه د اسلامي امت د خلکو د ځواک او ساتنې په هڅه کې دی، چې هغوی ته د واجب یادونه وکړي او نصرت ترې وغواړي؛ دوی له حزب التحریر سره لاسونه یو کړي او د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره کار وکړي، څو دوی په دنیا کې عزت او په اخرت کې ډېر اجر تر لاسه کړي.

#أقيموا_الخلافة
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
#خلافت_بیا_تاسیس_کړئ

د حزب التحریرـ ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

د خلافت د راپرځېدو په پېړۍ کې، حزب التحریر د خلافت بیا تاسیس لپاره د امت چمتو کېدو په هڅه کې دی

  • خپور شوی په تونس

حزب التحریر، د ۱۴۴۲ هـ.ق کال، د رجب په ۱، چې د ۲۰۲۱م کال، د فبرورۍ له ۱۳مې، سره سمون خوري، د خلافت د راپرځېدلو له درد څخه ډکې کلیزې په مناسبت، «د خلافت له راپرځېدو یوه پېړۍ وروسته... اې مسلمانانو، خلافت بیا تاسیس کړئ!» تر سرلیک لاندې یو کمپاین پيل کړی دی، چې د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره خلک راټولوي؛ ځکه چې دا د الله سبحانه و تعالی ژمنه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری دی، چې په دې کې زموږ د امت بقا ده.

له همدې امله، لکه څنګه چې حزب التحریر ـ ولایه تونس د دې لوی کار ملاتړ کوي، دا تمه لري چې الله سبحانه وتعالی د تونس خلکو ته دا وس ورکړي چې پاڅون وکړي او دا به د خلافت هسته وي. ځواک او وقار به یې په سیمه کې له خپلې طبیعي پراختیا سره یو ځای کېږي او یوازې پر شرعي حاکمیت او واکمنۍ به تکیه کوي، څو پر ځمکه عدالت تثبیت کړي.

موږ د حزب التحریرـ ولایه تونس په مطبوعاتي دفتر کې، د الخدرا له خلکو، په ځانګړي ډول د قدرت له څښتنانو او اشرافو څخه غواړو چې له حزب سره د نبوت پر منهج د راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره کار وکړي. موږ پر رسنیو غږ کوو چې د دغه کمپاین په پوښښ کې له موږ سره مرسته وکړي او د خلافت په تاسیس کې ځان شریک کړي.

موږ د الله سبحانه و تعالی دربار ته لاسونه لپه کوو چې په خپل قوي تقدیر موږ ته بریا راپه برخه کړي، څو موږ د خلافت بیرغ پورته کړو او امت سره یو موټي کړو.

[الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ] [حج: ۴۱]

ژباړه: «دا هغه کسان دي چې که موږ دوی ته په ځمکه کې قدرت ورکړو، نو لمونځ به قایم کړي، زکات به ورکړي، په ښو چارو به امر وکړي او له بدیو څخه به منع وکړي او د ټولو چارو خاتمه د الله سبحانه و تعالی په لاس کې دی.»

#أقيموا_الخلافة
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
#خلافت_بیا_تاسیس_کړئ

د حزب التحریرـ ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

د خلافت او حزب التحریر د بد نامولو هڅې ناکامې دي

  • خپور شوی په ترکیه

موږ د ۲۰۲۱م کال، د جنوري په ۲۹مه، د حزب التحریر-ولایه ترکیه تر عنوان لاندې د خلافت د ړنګېدلو په مناسبت د استانبول په اسکاودار کې یوه ویډیو ډکه کړه. د ویډیو ډکولو پر مهال یوې سیکولارې کمونیستې ښځې زموږ د وروڼو ویډیو پر خپله ټولنیزه رسنۍ خپره کړه او د پولیسو ادارې ته یې خبر ورکړ. له دې وروسته ځینو سیکولرو رسنیو ناسم خبرونه خپاره کړل او د حزب التحریر د بدنامولو هڅه یې وکړه.

زموږ وروڼه د ۲۰۲۱م کال، د فبرورۍ په ۳مه، د سهار په ۱۲بجو په استانبول ښار کې د جمهوري ریاست د څارنوالۍ له امر سره سم ونیول شول. د هغه کس اخطار یې تصویب کړ چې په پوست کې یې لیکلي وو: «داعش دلته نیږدې په استانبول کې چکر وهي، ایا تاسو ورسره همغږي یی؟ زه نه پوهیږم چې تاسې د هغو خلکو په اړه خبر یی، چې په اسکاودار کې د خلافت شعار ورکوي؟»

نیول شوی کسان محمد امین یلډیرین، رمضان ګوموش، مصطفی میرت او فاروق اوزمان د دوی له اظهاراتو وروسته پر سبا ماښام له یوې ورځې توقیف وروسته ازاد شول. خو ۱۵کلن کریم کراهیسار پرون له دوه ورځني توقیف وروسته ازاد شو. موږ حزب التحریر-ولایه ترکیه د دغو وروستیو تحولاتو په اړه لاندې ټکې بیانوو:

لومړی: حزب التحریر هغه ډله ده چې فکري او سیاسي فعالیتونه ترسره کوي. د داعش په څېر تاوتریخوالي ته لمن نه وهي،  له ظلم او تاوتریخوالي سره هیڅ نیږدې او لیرې اړیکه نه لري او دا موضوع د ترکیې خلکو ته ډېره ښه واضح ده. سره له دې بیا هم، د استانبول عمومي څارنوالۍ او د پولیسو ادارې د ظلم او ترور لاره غوره کړه. زموږ د وروڼو پر کورونو یې پر نیمه شپه برید وکړ او د هغې ناپوهې ښځې، چې ځان وکیله بولي،  له دروغو څخه ډک پوست تایید کړ. چې دا اصلاً د منلو وړ نه ده. سربیره پردې، که چیرته دې پوست رسمي څیړنو ته اړتیا درلوده، نو د پولیسو ادارې کولای شوی چې د ټیلفون له لارې دوی وروغواړي او دوی به هم ځواب ورته ویلی وو. دا ظالمانه طریقه او تګلاره د عمومي څارنوالۍ او د پولیسو له لوري دحزب التحریر د غړو د وېرولو او بدنامولو لپاره وه، چې مجرم نه دی او دا یوه بې مانا هڅه ده. په هر صورت حزب التحریر ټولنې ته ډېر ارزښت لري او تاسي نور نه شی کولای له دې لارې دغه شهرت ته زیان ورسوئ.

دویم: خلافت له ۱۰۰ کلونو راهیسې د مسلمانانو هیله ده، چې پلازمینه یې استانبول و،  موږ د حزب التحریر-ولایه ترکیه شپه او ورځ کار کوو ترڅو د ترکیې او ټول امت د مسلمانانو دغه هیله پوره کړو او دې کار ته به تر هغه وخته ادامه ورکوو، ترڅو خپلې موخې ته ورسیږو. زموږ موخه د نبوت پر منهج راشده خلافت په بیا تاسیس کولو سره د الله سبحانه وتعالی رضا تر لاسه کول دي. که څه هم ډیری کمالیست سیکولران او د اسلام دښمنان دا نه غواړي. مګر د الله سبحانه وتعالی په رضا به د اسلامي ژوند کولو لار یو ځل بیا د نبوت پر منهج د راشده خلافت په راتګ سره ادامه مومي. که څه هم د دې لارې د لغوه کیدو ۱۰۰ کاله کیږي. مګر خلافت د اناتولیا د خلکو غوښتنه او هیله ده ځکه چې دغه ځمکه له اسلام سره یو ځای ده، غربي افکار او عقاید چې سیکولریزم او ډیموکراسي یې تغذیه کوي هیڅکله دلته ژوند نه شي کولای. دلته هېڅکله د LGBTQ جامعې الحاد او فرعي سازمانونو ته چې اسلام او کعبې شریفې ته سپکاوی کوي او دا خلک او ځمکه فاسدوي ځای نشته.

په پای کې، موږ د غیر دولتي سازمانونو له استازو، ژورنالیستانو، لیکوالانو، رسمي کسانو او ټولو مسلمانانو څخه مننه کوو چې په خپلو بیانونو او آنلاین پوسټونو کې یې د دغو کسانو له نیولو وروسته زموږ ملاتړ کړی دی. الله سبحانه وتعالی دې له هغو کسانو څخه راضي شي، چې د الله سبحانه و تعالی په لاره کې د کار کوونکو تر څنګ درېږي.

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ]

ژباړه: «ای مومنانو که تاسې له الله سبحانه و تعالی (د دین) سره مرسته وکړئ، نو هغه به ستاسې سره مرسته وکړي او ستاسې قدمونه به کلک کړي.» [محمد: ۷]

#أقيموا_الخلافة
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
#خلافت_بیا_تاسیسړئ

د حزب التحریر-ولایه ترکیه مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د خلافت له راپرځېدو یوه پېړۍ وروسته؛ اې مسلمانانو، خلافت تاسیس کړئ!

  • خپور شوی په لبنان

له هغه وخت راهیسې سل کاله تېر شول چې غرب کافر استعمارګر د وخت مجرم مصطفی کمال او د نورو عربو او ترکي غدارانو په ملتیا، د ۱۳۴۲ هـ.ق کال، د رجب په میاشت کې چې له ۱۹۲۴م کال، د مارچ له میاشتې سره سمون خوري،  خلافت راوپرځاوه. 

سل کاله کېږي چې اسلامي امت د ملتپالنې او هېوادپالنې د تمایلاتو له امله له شخړو، اختلافونو او سپکاوي سره لاس او ګرېوان دی. سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې او نورې پرېکړې یې د پردیو په واک کې دي. د پانګوال نظام پر ظلم سربېره، د ډموکراسۍ د جامو په اغوستلو د هېواد شتمني لوټل کېږي او له ختیځ څخه تر لودیځه د اسلامي هېوادونو عبادت کوونکي له منځه وړل کېږي.

استعماري کفار پر دې هم خوښ نه وو، نو هڅه یې وکړه چې اسلام داسې یو دین معرفي کړي او د ترهګرۍ نوم ورکړي، چې په نورو وختونو کې یې ګواکي غیر مسلمانان له خپلو حقونو څخه بې برخې کړي وو، دا ټول هغه وخت وشول چې اسلام ان د خلافت او د هغه ډال په نشت کې، نن ورځ د ځمکې پر مخ تر ټولو پراخ دین شوی دی. کله چې دوی ونه شو کولای د خپلو کورونو او ماشومانو تر منځ د اسلام د دین د خپرېدو مخنیوی وکړي، نو د خپل تکبر له امله یې پر مقدساتو او د هغوی پر سمبولونو بریدونه پيل کړل. د رسول الله صلی الله علیه وسلم او قرآن کریم سپکاوی یې وکړ. بیا هغوی په قصدي توګه د سنت تعلیماتو له منځه وړلو هڅه وکړه. په حقیقت کې د دوی توکمپالنې او کرکې په اروپا کې د مسلمانانو د وینو تویولو حد ته رسېدلي او پر سړکونو د مسلمانو مېرمنو سپکاوی  کوي، په داسې حال کې چې په درواغو د ښځو د حقونو خوندیتوب ادعا کوي.

هغوی بیا پر مسلمانانو غږ کوي چې د ټولنې د بدلون نظریه رد کړي، چې د اسلام اساس او په ټولنه کې د سیاسي بدلون مفکوره ده، په داسې حال کې چې اسلام یوازې په جوماتونو کې په عبادت پورې محدود نه دی! دا د اسلام او دعوتګرانو پر وړاندې سړه جګړه د ه.

په دغه تیاره حالت کې حزب التحریر لا هم د الله سبحانه و تعالی په فضل نه یوازې په خپل دریځ کلک ولاړ دی، بلکې ثابت ګامونه اخلي او په اسلامي هېوادونو کې د سیاسي بدلون بیرغ پورته کوي، په داسې حال کې چې د خلافت له راپرځېدو سل کاله تېر شوي دي. دغه حزب د الله سبحانه و تعالی د باور تر لاسه کولو لپاره یو کمپاین پیل کړی، چې سرلیک یې: «د خلافت له راپرځېدو یوه پېړۍ وروسته...اې مسلمانانو، خلافت تاسیس کړئ!» دی، څو د رسنیو له لارې د خلافت په اړه د خلکو پوهاوی ډېر کړي او د عامه افکارو پام ځانته راواړوي، چې دا کاروان د جید عالم عطا بن خلیل ابو رشته له لوري رهبري کېږي. همدارنګه د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت په تاسیس سره خپل کاروان منزل ته ورسوي او په دې سره د الله سبحانه و تعالی رضایت تر لاسه کړي، چې د حزب لپاره دا یوه برخلیک ټاکونکې مسله ده؛ یعنې د مرګ او ژوند مسله ده. خلافت حق او باطل سره وېشي او په دې توګه قضاوت رامنځ ته کېږي، حق راپورته کېږي، سرحدونه له منځه ځي او په دې سره هېوادونه د کفارو او د هغوی د اجنټانو له ښکېلاک او استعمار څخه ژغورل کېږ. عدالت او ښېرازي خپرېږي، چې اسلام او مسلمانان به پرې ویاړ کوي، بې عدالتیو، ظلمونو او د کفارو حاکمیت ته د پای ټکي ږدي.

د دغه سپېڅلې هڅې د یوې برخې په توګه، حزب التحریرـ ولایه لبنان، پر مسلمانانو غږ کوي چې د دوی په ناستو، ټولنیزو رسنیو او اعلاناتو کې د دغه کمپاین په اړه خپل غږ پورته کړي.  د رجب د سپېڅلې میاشتې په لټه کې شي، چې الله سبحانه و تعالی پر امت پراخ رحمت کړی دی. په فتحې، ځواک او امنیت یې نازولی دی. الله سبحانه و تعالی دې د خپلې ژمنې ویاړ زموږ په برخه کړي:

[وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَىٰ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُ  ولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ]

ژباړه: «الله سبحانه و تعالی له هغو کسانو سره چې ایمان راوړي او ښه عملونه وکړي، ژمنه کړې ده چې هغوی په ځمکه کې هماغه شان خلیفه ګان وګرځوي لکه چې له هغوی څخه مخکې تېر شوي خلک یې ګرځولي وو. د هغوی لپاره به هغه دین پر محکمو بنسټونو ودروي چې الله سبحانه وتعالی ورته خوښ کړی دی. د هغوی د وېرې (اوسنی) حالت به په امن ورته بدل کړي. هغوی دې زما بندګي کوي او زما سره د کوم څه نه شریکوي. څوک چې له دې وروسته کفر غوره کړي، نو همداسې کسان فاسقان دي.» [نور: ۵۵]

همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم زیری راکړی دی:

«...ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّة»

ژباړه: «... وروسته به د نبوت پر منهج خلافت تاسیس شي»

حزب تاسو ته بلنه درکوي چې د همدغه حزب ویبپاڼې او ټولنیزو رسنیو ته مراجعه وکړئ او په لبنان او نړۍ کې د دغه کمپاین له لارې په ثواب کې شریک شئ او په ځمکه کې د هغه له کارکوونکو سره تعامل وکړئ، چې شپه او ورځ لګیا دي، څو د اسلام لمر یو ځل بیا پر نړۍ وړانګې خورې کړي. د عدالت او صداقت دولت، د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت رامنځ ته کړئ چې د مسلمانانو او غیر مسلمانانو په ګټه دی. نو الله سبحانه و تعالی دا غم له نورو څخه لېرې کړي، لکه څنګه چې یې دا غم له لومړنیو ښو خلکو څخه هم لېرې کړی و.  

[إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْراً]

ژباړه: «الله سبحانه و تعالی د خپل کار پوره کوونکی دی. په یقیني توګه، الله سبحانه و تعالی د هر شي لپاره یوه اندازه ټاکلې ده.» [طلاق: ۳]

#أقيموا_الخلافة
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
#خلافت_بیا_تاسیس_کړئ

د حزب التحریرـ ولایه لبنان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

له خلافت پرته وروستۍ پېړۍ د امت لپاره تر ټولو دردونکې وه؛ اوس هغه وخت دی چې دغو دردونو ته د پای ټکې کېږدو!

  • خپور شوی په ترکیه

حزب التحریر د رجب د لومړۍ ورځې د فضیلتونو د درېیو میاشتو د پيل او د خلافت له پای ته رسېدلو راهیسې د سل کاله تېرېدلو په مناسبت یو نړیوال کمپاین پیل کړی؛ چې په هغه کې یې ټولو مسلمانانو، نارینه وو، ښځو، بوډاګانو، ځوانانو، علماوو، زده کوونکو او د قدرت څښتنانو ته لارښوونه کړې ده، څو د مظلومانو ملاتړ وکړي او هغوی وژغوري. دوی ته په خطاب کې ویل شوي دي: اې مسلمانانو! له خلافت پرته سل کال بس دي! موږ پر تاسو غږ کوو چې سل کاله وروسته یو ځل بیا خلافت تاسیس کړئ.»

هو، د خلافت له ړنګېدلو راهیسې سل کاله تېرېږي. سل کاله ... د اسلامي امت لپاره تر ټولو ډېر له کړاو څخه ډک کلونه وو. اسلامي امت په خپل تاریخ کې داسې ظلمونه نه دي ليدلي، چې سل کاله یې دوام کړی وي! د اسلام پر مقدساتو هېڅکله داسې بريدونه نه دي شوي لکه په دې کلونو کې چې شوي دي! په تاریخ کې د مسلمانانو وينې دومره په اسانۍ نه دي بهېدلې لکه په دې پېړۍ کې چې وبهېدلې! مسلمانانو هېڅکله دومره اوښکې نه وې تویې کړې او  په دې کچه یې له ډال پرته ژوند نه و کړی.

اې مسلمانانو، ایا د یو غوره ملت لپاره مناسب ده چې وګړي یې داسې کچې ته راورسېږي؟ مسلمانان د اسلام په ټولو زمانو کې ان د خلافت تر ړنګېدلو پورې د الله سبحانه و تعالی احکامو ته په غاړه اېښودلو او پيروۍ کې پاتې نه وو راغلي. مسلمانانو څو ځله ماتې وخوړه، خو هر ځل هغوی د الله سبحانه وتعالی احکامو ته په غاړه  اېښودلو سره بیا راپورته شوي دي. دوی درد ولید، خو له اسلام څخه پرته په بل شي کې د درملنې په لټه کې نه وو. مسلمانانو د الله سبحانه و تعالی احکامو ته د هغوی د پاملرنې تر کچې بریالیتوب تر لاسه کړ او د الله سبحانه و تعالی له قانون سره سم د دوی د هڅو له امله بریالي شول.

ایا تاسو د خپلو پلرونو په څېر یاست؟ ایا تاسو غواړئ د خپل درد، خپل شاتګ، خپل وېش، ستاسو پر وړاندې د خلکو ظلمونه او پر تاسو باندې د غرب له استعمار څخه وژغورل شئ؟ ایا تاسو غواړئ چې د اسلام د ښمنانو ته درس ورکړئ چې دوی ایا زموږ د سپېڅلو ځایونو پر وړاندې د بريدونو مستحق دي؟ دا مسله تر لمر روښانه ده؛ هغه دا چې تاسو هغه ملت پالنه رد کړئ چې الله سبحانه و تعالی ناروا بللې او ستاسو د وېش لامل شوې ده. دا چې تاسو ډموکراسۍ ته مخه کړې، تاسو یې له الله سبحانه و تعالی څخه ليرې کړي یاست او همدارنګه د الله سبحانه وتعالی له احکامو پرته ادعا کوي چې ګواکي موږ پوهېږو او الله سبحانه و تعالی نه پوهېږئ! سیکولریزم ته مو غېږ پرانیستې چې وايي: «الله سبحانه و تعالی د دنیا په چارو کې لاسووهنه نه کوي!»، الله سبحانه و  تعالی ستر ذات دی. سره یو موټي شئ، تر څو تر یو دولت لاندې ژوند وکړئ او د نبوت پر منهج یو ځل بیا راشده خلافت تاسیس کړئ!

حزب التحریر تاسو ته د نجات یوازينۍ لار درښيي او د هغو حقایقو یادونه کوي چې تاسو هېر کړي دي. ستاسو ښېرازي او سوکالي غواړي او تاسو د الله سبحانه و تعالی رضایت ته رابولي. غواړي چې په نړۍ کې هېڅ ماشوم ونه وژل شي، کوم مسلمان له بې عدالتۍ سره مخ نه شي، تاسو په بېوزلۍ او محرومیت کې ژوند ونه کړئ او له ځمکو څخه مو تاسو خپله ګټه واخلئ. حزب التحریر تاسو ته د حق لاره درښيي، هڅه کوي چې تاسو ته پر ښېګڼو امر وکړي او له بدو مو منع کړي، دا هر څه په کلک عزم، هوډ او اخلاص سره تر سره کوي. سربېره پر دې چې د دغه سپېڅلي غږ پر وړاندې دسیسې شته او غواړي دا سپڅلی غږ چوپ کړي. الله سبحانه و تعالی شاهد دی! الله سبحانه و تعالی شاهد دی! الله سبحانه و تعالی شاهد دی!

#أقيموا_الخلافة
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
#خلافت_بیا_تاسیس_کړئ

د حزب التحریرـ ولایه ترکیه مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

د خلافت د نه شتون مانا

  • خپور شوی په سیاسي

 (ژباړه)

د اسلامي خلافت د نه شتون او د الله سبحانه وتعالی له شریعت پرته حاکمیت، اسلامي امت ته ډېر زیانونه اړولي دي. د امت لپاره نه عزت پاتې دی، نه کرامت او نه هم امن او امان. امت چې له هر غم سره مخ دی او په ژوند کې اغیزمنتیا نه لري او نه پرې حساب کېږي، امت چې غم خوار او سرپرست نه لري او رباني علماوو ته ډېره اړتیا لري؛ هغو علماوو ته چې د حق په ویلو کې پرته له الله سبحانه وتعالی نور له هېچا و نه ډار شي؛ د مرګ وېره، زندان او شکنجه هغوی د لا اله الا الله د لوړولو او حق ادا کولو څخه را و نه ګرځوي،  ویلی شو چې امت د خلافت د نه شتون له امله ټول څه له لاسه ورکړي دي.

اسلامي امت د خلافت په نه شتون کې ځواک او واک بایللی دی او  سیاسي پرېکړې يې د نورو په واک کې دي. کله چې په ۱۹۲۴م کال کې خلافت راوپرځېد، د قوانینو سیادت له اسلام څخه واخیستل شو او له هغه ورځې پر امت انګلیسي، فرانسوي او د نورو کفري دولتونو قوانین حاکم شوي دي. د شریعت لپاره هېڅ سیادت او رهبري نه ده پاتې او په سایکس پيکو دولتونو کې د الله سبحانه و تعالی د دین لپاره هېڅ ارزښت نه لیدل کېږي.

اسلامي امت د نړیوال دریځ د یوه فعال، ژوندي، د ستونزو او پېښو پرېکړه کوونکي او نړيوالو پېښو فیصله کوونکي په توګه خپل حضور له لاسه ورکړی دی.  پر اسلامي امت ټولو نړیوالو پېښو اثر کړی دی او په نړیوال سیاست کې منزوي شوی دی.

امت له ۵۰ څخه په ډېرو کمزورو دولتونو باندې وېشل شوی دی او په هر دولت یو کفري نظام او د غرب یو غلام حاکم دی. غرب د دغو دولتونو تر منځ او ان د یوه دولت په داخل کې، اختلافاتو ته لمن وهلې ده، چې په پایله کې یې وژنې زموږ تر منځ په یوه سنت او تګلاره بدلې شوې دي، بېوزلي عامه شوې ده او جهل زموږ د ژوند کیسه ګرځېدلې ده.

د خلافت په نه شتون کې د مسلمانانو مقدسات تر پښو لاندې کېږي، اسلامي خاورې اشغال او وېشل شوې او مسلمانان يې په خپلو منځو کې سره اچولې دي. څو پيړۍ کېږي چې دا حالت دوام لري؛ دا هغه فتنې دی چې غرب او غلامو واکمنانو د خلافت له سقوط څخه وروسته د مسلمانانو په منځ کې د همدې فتنو اور ته لمن وهلې ده. تر هغه ځایه چې مسلمانانو غربي هېوادونو ته لاس اوږد کړی او د  بېوزلۍ له لاسه غربي هېوادونو ته پناه وړي؛ په داسې حال کې چې اسلامي خاورې له معادنو څخه ډکې دي او باید د مسلمانانو په ژوند کې د ستونزو د هواري لپاره ترې ګټه واخیستل شي.

دا د خلافت د نه شتون او د امت د ځواک له لاسه ورکولو مانا ده. خو د دغو ستونزو او مصیبتونو څخه د وتلو یوازینۍ لار د نبوت پر منهج د خلافت بیا تاسیس دی.

لیکونکی: استاد فرج ممدوح

ژباړن: الهام پردېس

د مطلب ادامه...

له خلافت پرته سل کلونه! اې مسلمانانو خلافت بیا تاسیس کړئ

حزب التحریر سږ کال، په رجب میاشت کې د استعمار په لاس د وروستي اسلامي دولت د ړنګیدو د سلمې کلیزې په پار یو نړیوال کمپاین پیل کړی دی. د ۱۳۴۲هـ.ق کال، د رجب په ۲۸مه د بریتانیا استازي مصطفی کمال خلافت ړنګ کړ او وروسته د ترکیې د سیکولار حکومت مشر شو.

وروسته له هغې اسلامي امت رهبري له لاسه ورکړه، داسې سره وویشل شول لکه مخکې چې هیڅ سره یو ځای نه وي. وروروڼه او خویندې مو اړ شول چې په بېلا بېلو ملتونو او حکومتونو کې ژوند وکړي. استعمار، اشغال او استازي یې یو پر بل پسې راښکته شول. له هغه وخت وروسته د ولسمشر، لومړي وزیر او پاچا په توګه ځای ناستي ټاکل کیږي، ترڅو خلک اړ کړي چې د دوی سرچینې او حاکمیت بهرني استعماري قدرت ته وسپاري.

خلافت له زوال وړاندې په نړۍ کې یو رهبري کوونکی دولت و. کولای یې شوی چې ټولې نړۍ ته د اسلام دعوت ورسوي. د دښمنانو پر وړاندې له خپلو اتباعو څخه دفاع وکړي او یوازې د اسلام احکام پر ځمکه پلي کړي. وروسته له دې موږ ته نشنلیزم، سیکولاریزم، سوسیالیزم او کپیټالیزم راوړل شول او وروسته له دې پر موږ باندې دیکتاتوري، سلطنتي، مسیحي رژیمونه او دیموکراسي تحمیل شول. چې له هغه وخت وروسته امت داسې ځوریدلی چې تر دې مخکې هیڅ نه و ځوریدلی.

 د سلو کلونوراهیسې فاسدو اشغالګرو د نړۍ او خلکو د له منځه وړلو لپاره ازاد سلطنت درلودلو. د حق دښمنانو د ژوند کولو لپاره ټوله نړۍ د بدبختۍ ځای کرځولې وه. فساد، دروغ، غلامي، استثمار او وژل دا ټول د سیکولاریزم په ايډيالوژۍ کې جواز لري چې نن ورځ زموږ پر ژوند حاکم دي. که څه هم اوس نږدې د ټولې نړۍ خلک پاتې راغلي دي او د مظلومانو لپاره هیڅ د پناه، لارښووني او مرستې ځای نشته.

کله چې د نبوت پر منهج خلافت بیا تاسیس شي، نو نړۍ به وژغورل شي. فاسدان به پر مجازاتو ورسېږي او له ظالمانو سره به حساب وشي.

د دې لپاره موږ حزب التحریر د نبوت پر منهج د خلافت د بیا تاسیس لپاره شپه او ورځ کار کوو. وایو چې له دولت او خلافت پرته سل کلونه بس دي او په ټولو مسلمانانو غږ کوو چې له هغو خلکو سره یو ځای شئ چې د خلافت لپاره لاس په کار دي او بیا یې تاسیس کړئ.

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ]

ژباړه: «اې ایمان راوړونکو! د الله سبحانه و تعالی او د هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم بلنې ته لبیک ووایاست چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسو ته د هغه شي په لوري بلنه در کړي چې تاسې ته ژوند بښونکی دي. وپوهېږئ چې الله سبحانه و تعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ حایل دی. او د هماغه لوري ته به تاسې ورغونډ کړای شئ.» [انفال: ۲۴]

#أقيموا_الخلافة
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
#
خلافت_بیا_تاسیس_کړئ

یحیی نسبت

د حزب التحریرـ بریتانیا مطبوعاتي استازی

 

 

د مطلب ادامه...

د خلافت له راپرځېدو وروسته سل کلونه کېږي چې موږ د یتیمانو غوندې یو

  • خپور شوی په پاکستان

د خلافت د راپرځېدو سل هجري کلونه پوره کېږي چې سل کاله وړاندې په رجب کې ړنګ شو. د خلافت تر سیوري لاندې له زرو کلونو راهیسې، مسلمانان د سیاست، پوځ، اقتصاد او تعلیم په بېلا بېلو برخو کې نړیوال مشران وو. په هر صورت، په عربو او ترکانو کې د غدارانو په مرسته، صلیبي یرغلګرو هېوادونو د ډېرو هڅو په پایله کې زموږ ډال له منځه یوړ.

زموږ له ډال پرته، موږ له ۵۰ څخه پر ډېرو هېوادونو د وېشلو له امله کمزوري شوو. په هر دولت کې د اسلام د پلي کولو پر ځای، داسې واکمنان استخدام شول چې تر فاسد استعمار لاندې د نړۍ نظم ته وفادار وو. د یو وسله وال ځواک په توګه د یو ځای کېدلو پر ځای، د دې پر ځای چې زموږ سرتېري د مسجد الاقصی او مقبوضه کشمير د ازادولو لپاره حرکت وکړي، دوی له یو بل سره د مقابلې لپاره ووېشل شول. جهاد وځنډول شو، په داسې حال کې چې د کفري هېوادونو پوځونه زموږ په خاوره کې په ازاده توګه داسې ګرځي، لکه دا چې د دوی میراثي ملکیت وي. په میلیونونو ماشومان یتیمان شول، په سلګونه زره مسلمانان په شهادت رسېدلي او پر زرګونو پاک لمنو ښځو جنسي تېری شوی دی. زموږ خاورې د کفري استعمارګرو دولتونو لپاره د جګړې ډګر او غنیمت ګرځېدلي دي، په داسې حال کې چې موږ یوازې خپل مړي خښوو او ننداره یې کوو، استعمارګر زموږ د لویو سرچینو څخه کار اخلي او د غرب اقتصاد یې پرې پياوړی کړی. په داسې حال کې چې موږ له هغه وخت وروسته د بې وزلۍ او کړاو په اور کې سوځو، کله چې بیت المال د شتمنو او بډایه خلکو څخه عشر، ذکات او خراج راټولاوه او پر خلکو یې داسې وېشه چې د دوی اړتیاوې پوره کړي او درانه بارونه ترې لېرې کړي.

اې د پاکستان مسلمانانو! غرب له موږ څخه غواړي چې ګواکي موږ یو مصرف شوی ځواک یو او نه شو کولای د دې فاسد نظم پر وړاندې ودرېږو، نو موږ اړ یو چې د استعمار نړیوال نظم او تمدن د غلامانو په توګه ژوند وکړو. په داسې حال کې چې الله سبحانه و تعالی اسلامي نړۍ ته سر شاره سرچینې، ستراتیژيک موقعیتونه، ځوان نفوس، میلیونونه سرتېري چې د شهادت او فتح غوښتونکي دي، عصري وسلې او په حقیقت کې یې اسلام پرې لورولی دی. یوازې خلافت کولای شي چې زموږ اصلي ظرفیت رابرسېره کړي او پر هغه څه به حکم کوي چې الله سبحانه و تعالی نازل کړي دي. حزب التحریر هغه وفادار لارښود دی، چې خپلو خلکو ته دروغ نه وايي، د راتلونکي خلافت لپاره یو بشپړ اساسي قانون او همدا راز نور قوانین او تګلارې لري او له موږ ټولو څخه غواړي چې په دې مبارزه کې ګډون وکړو.

په اسلامي نړۍ کې یوازې هغه وخت بدلون راتللی شي، چې اوسنی جوړجاړی او حاکمیت له منځه یوړل شي. پاکستان د یو داسې موقعیت په توګه غوره شي چې د نبوت پر منهج د راشده خلافت د تاسیس ویاړ تر لاسه کړي. موږ ګورو چې د هرې ورځې په تېرېدلو سره غرب غواړي موږ نور هم په غلامۍ کې ښکېل کړي. سل کلونه کېږي چې موږ د غرب تر ارزښتونو لاندې ژوند کوو، ایا اوس هم د دې وخت نه دی رارسېدلی چې اسلام او حاکم نظام یې بیا تاسیس کړو؟ په حقیقت کې د خلافت د بېرته راستنېدلو وخت ډېر ځنډېدلی دی! نو راځئ چې د خپل ډال په توګه د خلافت د تاسیس له لارې خپل ورک شوی عزت او وقار بېرته تر لاسه کړو. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ» 

ژباړه: «له شک پرته چې امام (خلیفه) ډال دی، شاته یې مسلمانان جګړه کوي او د هغه په وسیله یې ملاتړ او ساتنه کېږي.» [مسلم]

#خلافت_بیا_تاسیس_کړئ

#أقيموا_الخلافة
#ReturnTheKhilafah
#YenidenHilafet
#خلافت_کو_قائم_کرو

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې