- مطابق
(ژباړه)
اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ وَلِلَّهِ الْحَمْدُ
حزب التحریر ټول اسلامي امت ته د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د زړه له کومي مبارکي وايي. هغه امت چې له بېشمېره غمونو، مصیبتونو او سترو ازموینو سره-سره د اجر او ثواب تمه لري او صبر کوي؛ داسې مصیبتونه چې ان ډیرو پياوړو خلکو ته هم د زغم وړ نه دي. په ځانګړې توګه په غزه او د فلسطین په ټوله سپېڅلې خاوره کې زموږ زړور، صابر او مجاهد ولس. موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې د اختر دا ورځې د دوی د زړونو د سکون او اطمینان سبب وګرځي؛ رب العالمین خو دې دوی ته لوړ مقام ورکړي. دا هغه اختر دی چې المصطفی ﷺ یې په اړه فرمايي:
«إِنَّ أَعْظَمَ الْأَيَّامِ عِنْدَ اللهِ يَوْمُ النَّحْرِ»
ژباړه: د الله تعالی په نزد تر ټولو لویه ورځ د قربانۍ ورځ ده.
زه هم، د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د مشر، او د دفتر د ټولو وروڼو او خویندو له لوري، د حزب التحریر امیر، ستر عالم، عطا بن خلیل ابو الرشته (حفظهالله) ته د لوی اختر د مبارکۍ پیغام وړاندې کوم. له الله سبحانه وتعالی څخه په ډیر اخلاص غواړو چې اسلامي امت ژر له هغه سره د خلافت لپاره بیعت وکړي چې د ظلم، استبداد او طاغوتي واکمنۍ دور ورسره ختمه او د فتحې، آزادۍ او ځواکمنۍ نوې دوره پیل شي، ترڅو د الله سبحانه وتعالی دا وعده تحقق ومومي:
﴿وَعَدَ اللهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً﴾ [نور: ۵۵]
ژباړه: «الله تعالی له تاسو نه هغو کسانو ته چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې کړي، وعده ورکړې ده چې هغوی ته به خامخا په ځمکه کې خلافت ورکړي، لکه څنګه یې چې له هغوی نه وړاندې خلکو ته ورکړی و؛ او دوی ته به د هغه دین تمکین ورکړي چې الله ورته خوښ کړی، او خامخا به د هغوی وېره په امن بدله کړي.»
سږ کال لوی اختر په داسې حال کې راځي، چې اسلامي امت د خپلو دښمنانو له اوره تر بل هر وخت زیات کړېږي. په فلسطین، سوډان، کشمير، شام، یمن او لبنان کې لسګونه زره مسلمانان د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې په بمونو، الوتکو، بېپیلوټه الوتکو، ټانکونو او هر ډول وسلو وژل کېږي، خو د امت پوځونه په خپلو اډو کې کرار ناست دي. د مسلمانانو د بدن ټوټې خورې ورې پرتې دي، جسدونه یې سوځول کېږي، ښځې، کونډې او یتیمان فریادونه کوي... خو نه یې څوک غږ اوري او نه يې مرستې ته ورځي! دا حالت نور د زغملو نه دی!
نن ورځ امت ډېره شدیده اړتیا لري چې د پوځونو افسران او عسکر یې د خپل مسولیت ترسره کولو بلنې ته لبیک ووایي، تر څو د اسلام او مسلمانانو د ملاتړ عزت او ویاړ حاصل کړي، او د کوثر حوض ترڅنګ د رسول الله ﷺ په حضور کې د هغه له دوو اسعدینو (رضي الله عنهما) سره یو ځای شي. د الله سبحانه و تعالی په نزد تر دغو غوره ورځې نشته؛ نو دوی ته زرین فرصت دی چې دا مبارکې ورځې د نصرت، عزت او تمکین ورځې وګرځي. رسول الله ﷺ فرمايي:
«مَا مِنْ أَيَّامٍ الْعَمَلُ الصَّالِحُ فِيهِنَّ أَحَبُّ إِلَى اللهِ مِنْ هَذِهِ الْأَيَّامِ الْعَشْرِ. فَقَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ، وَلَا الْجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللهِ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللهِ ﷺ: وَلَا الْجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللهِ، إِلَّا رَجُلٌ خَرَجَ بِنَفْسِهِ وَمَالِهِ فَلَمْ يَرْجِعْ مِنْ ذَلِكَ بِشَيْءٍ»
ژباړه: «له دغو لسو ورځو پرته نورې داسې ورځې نشته چې نیک عمل پکې الله ته تر دې ډېر محبوب وي.» اصحابو کرامو وپوښتل: «یا رسول الله! ان د الله سبحانه و تعالی په لار کې جهاد هم نه؟» رسول الله ﷺ وفرمایل: «ان د الله سبحانه و تعالی په لار کې جهاد هم نه؛ مګر هغه سړی چې له خپل ځان او مال سره وتلی وي او دواړه له لاسه ورکړي.»
ای مسلمانو! دا د لوی اختر ورځ ده؛ یعنی د الله سبحانه وتعالی له ډیرو مبارکو ورځو څخه یوه. نو پر دغه ورځ الله تعالی ته دا دعا وکړئ، چې د امت له منځه د مومنانو د يوې ځواکمنې او هوډمنې ډلې زړونه رهبري کړي؛ داسې کسان چې د امت ملاتړ وکړي او دین اقامه کړي، تر څو د نبوت پر منهج راشده خلافت تاسیس شي. او د غالب، قوي او حکیم ذات پر نصرت توکل وکړئ.
﴿وَمَا النَّصْرُ إِلاَّ مِنْ عِندِ اللهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ﴾ [آلعمران: ۱۲۶]
ژباړه: «او نصرت یوازې د الله -غالب او حکیم ذات- له لوري دی.»
اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، اللَّهُ أَكْبَرُ، وَلِلَّهِ الْحَمْدُ
انجینر صلاح الدین عضاضه
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر مشر