الاقصی جومات: د جمعې درس: د فلسطین ځمکه د پېړۍ د معاملې او د قران د معاملې تر منځ)!
- خپور شوی په ویډیوګانې
وړاندې کوونکی: شیخ نضال صیام (ابو ابراهیم)
بیت المقدس - مبارکه ځمکه (فلسطین)
جمعه، ۱۴۴۰ د شوال ۲۵ مه / ۲۰۱۹ د جون ۲۸ مه
وړاندې کوونکی: شیخ نضال صیام (ابو ابراهیم)
بیت المقدس - مبارکه ځمکه (فلسطین)
جمعه، ۱۴۴۰ د شوال ۲۵ مه / ۲۰۱۹ د جون ۲۸ مه
شنبه، ۱۴۴۰ د شوال ۲۶مه / ۲۰۱۹ د جون ۲۹ مه
له ولایه اردن څخه له استاد حسن حمدان (ابو براء) سره الواقیه تلویزیون د (نړیوال اقتصادي بحران) تر سر لیک لاندې ژوندۍ خبرې اترې تر سره کړي.
پنجشنبه، ۱۴۴۰ د شوال ۲۴ مه / ۲۰۱۹ د جون ۲۷ مه
د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لېنک باندې کلېک وکړئ
چهار شنبه . ۱۴۴۰ د شوال ۳۰ مه / ۲۰۱۹ د جولای ۰۳ مه
د دعوت حامل او مجاهد احمد قاصر – ابن مدینه الارتاب د تحریر الشام د امنیتي ځواکونو لخوا نیول کیږي د دې لپاره چې د حق مسئله وايي.
د ولایه سوريې حزب التحریر مطبوعاتي مرکزي دفتر
شنبه، ۱۴۴۰ د شوال ۲۶ مه / ۲۰۱۹ د جون ۲۹ مه
حزب التحریر ولایه بنګله دېش- (د اسلامي خلافت اقتصادي لید لوری) تر سرلیک لاندې د انټرنټ له لارې اقتصادي کنفرانس دایر کړ.
پنجشنبه، ۱۴۴۰ د ذوالقعدې ۰۱/ ۲۰۱۹ د جولای ۰۴ مه
د ولایه اردن د حزب التحریر د یوه شباب استاد تقی الدین عمیر د خپل پلار په مړینه کې وینا
[د امت چارو خپرونه]
(خبیث سرطان الحاد!)
د خپرونې مېلمه: استاد سائر سلامه (ابو مالک)
وړاندې کوونکی: شیخ عدنان مزیان
شنبه، ۱۴۴۰ د شوال ۲۶ مه/ ۲۰۱۹ د جون ۲۹مه
د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لېنک باندې کلېک وکړئ.
د ۲۰۱۹م کال د جون په ۲۹مه د کرېکټ یوې سیالۍ د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو تر منځ یو ځل بیا د کرکې او دښمنۍ اور تازه کړ، چې په پایله کې پاکستاني مسلمانان له خپل هېواد څخه د افغاني-پښتنو ګډوالو د ژر ایستلو غوښتنه وکړه. د دغې کرغېړنې دښمنۍ تخم د مسلمانانو له دښمنانو سره د دوی چارواکو په ګډه کرلی دی. بل خوا بیا په ۲۰۰۱م کال کې پاکستاني چارواکو له امریکا سره خپله ملګرتیا ټینګه کړه او له هغوی څخه یې پوره ملاتړ وکړ. دوی د دغه ملاتړ په پایله کې د افغانستان شین اسمان د اور او وژنو په وحشتناکه فضا بدل کړ، چې حتا د روژې په مبارکه میاشت کې یې هم دوام درلود. د همدغې ملګرتیا له مخې واشنګټن وکولای شوی، چې په کابل کې یو هند پلوی نظام جوړ کړي.
بل خوا افغانستان په چټکۍ له هندي دولت سره ملګرتیا پیل کړه او هغوی ته یې اجازه ورکړه چې د خراسان پاکې خاورې د هند په استخباراتو ککړې کړي. همدغه استخبارات بیا له دغو ځایونو څخه په بلوچستان او قبایلي سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کوي. د پاکستان د ISI او د ډیورنډ د استعماري پولې دواړو خواوو پښتنو جنګیالیو د هغې اسلامي ورورولۍ ډېر وخت نه تېرېږي؛ چې په پایله کې یې شوروي تېري کوونکو ته داسې تاریخي ماتې ورکړه، چې د بېرته راتګ جرات یې ونه کړ. په هر حال اوس امریکایي متجاوزین غواړي چې له افغان طالبانو سره د روانې معاملې له لارې په افغانستان کې پاتې شي؛ نو له همدې امله هغه نشنلېستي اور ته لمن وهي، چې په پایله کې به یې د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو تر منځ دښمني نوره هم پیاوړې شي.
اې د پاکستان مسلمانانو!
د افغانستان او پاکستان د مسلمانانو تر منځ به نشنلېستي اړیکې تر هغه وخته دوام لري، ترڅو چې له هندي دولت سره د مسلمانو چارواکو «نارملایزشن» ګرمې اړیکې نه وي ختمې شوې. موږ باید دغه وېشونکي نېشنلېزم ته نه ووایو، ځکه چې د رښتیني دښمن پر وړاندې مو کمزوري کوي. رسول الله صلي الله علیه وسم فرمایي:
«لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ»
[سنن ابو داوود]
ژباړه: هغه څوک چې تعصب ته بلنه کوي یا د تعصب لپاره جګړه کوي او یا د عصبیت په فکر مړه شي، زموږ له ډلې څخه نه دي.
موږ باید د نبوت پر منهج خلافت د بیا تاسیس لپاره جهد وکړو، څو د فتنې له اور څخه وژغورل شو. هغه مهال به دغه باعزته امت عملا پر یوه دولت راټول شي او د خپلو دښمنانو پر وړاندې به په یوه لیکه کې ولاړ وي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:
﴿وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُواج وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىٰ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا﴾
[ ال عمران : ۱۰۳]
ژباړه: سره یو ځای شئ، د الله سبحانه وتعالی رسۍ کلکه ونیسئ او تیت و پرک مه کېږئ. د الله سبحانه وتعالی هغه پېرزوینه دریاده کړئ، چې پر تاسې یې کړې ده. تاسې یو د بل دښمنان وئ، خو هغه ستاسې په زړونو کې مینه واچوله او د هغه په مهربانۍ او لورینه سره وروڼه شوئ. تاسې د اور د کندې پر غاړه وئ، خو الله سبحانه وتعالی ترې وژغورلئ ....
د حزب التحریر- ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر