شنبه, ۰۸ صَفر ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۸/۰۲م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د سویداء پېښې

(ژباړه)

 

پوښتنه:

آکسیوس وېبپاڼې راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵م کال د جولای په ۲۵مه په پاریس کې یوه په لوړه‌کچه غونډه شوې ده چې پکې د یهودي رژیم د ستراتېژيکو پلانونو وزیر، رون ډرمر او د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني ګډون درلود؛ د دې غونډې منځګړیتوب د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، توماس باراک وکړ. همدارنګه، له تېرو څو ورځو راهیسې – د ۲۰۲۵م کال د جولای له ۱۲مې وروسته – د سوریې په سوېل، سویداء ولایت کې د چټکو او تودو پېښو شاهد وو؛ د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي د دروزي قبیلې دي.

یهودي رژیم په ښکاره د دې سیمې په چارو کې خپله لاسوهنه اعلان کړې، او په سوریه کې یې خپلو مسلسلو تېریو ته د دوام ورکولو ترڅنګ، په دمشق کې د جمهوري ریاست ماڼۍ، دفاع وزارت او د پوځ ریاست/لویې درستیزۍ شاوخوا سیمې په نښه کړې دي...

اوس پوښتنه دا ده چې په حقیقت کې په سویداء ولایت کې څه پېښېږي؟ یهودي رژیم د سویداء ولایت او د سوریې د سوېل لپاره څه پلانونه لري؟ ایا امریکا د دغو پلانونو ملاتړ کوي؟ او د دغو تحولاتو او هغو خبرو ترمنځ اړیکه څه ده چې د سوریې د حکومت او یهودي رژیم ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په اړه مطرح کېږي؛ په ځانګړې توګه هغه لیدنې چې په اذربایجان کې شوي او همدارنګه هغه غونډې چې له پاریس څخه یې راپورونه ورکړل شوي؟

جزاکم الله خیراً!

ځواب:

د پورتنیو پوښتنو د ځواب د روښانولو لپاره، لومړی لاندې ټکي څېړو:

۱. د دروزي قبیلې په اړه: په سوریه کې د دروزي‌ قبیلې د وګړو شمېر نږدې ۷۰۰ زره تنه اټکل شوی دی، چې ډېری یې د سوریې په سوېلي سیمو، په ځانګړې توګه په سویداء ولایت کې مېشت دي. د دوی یوه برخه په لبنان کې ژوند کوي، چې شمېر یې شاوخوا ۲۵۰ زره تنه دی. همدا راز، د فلسطین په شمالي برخو او د جولان په لوړو کې هم د دوی شاوخوا ۱۴۰ زره تنه اوسېږي. یهودي رژیم د اشغال‌شوو سیمو اوسېدونکو ته خپل تابعیت ورکړی او ځینې یې د خپلو ځواکونو په لیکو کې جذب کړي دي. له همدې امله یهودي رژیم له دغو کسانو څخه د یوې وسیلې په توګه ګټه اخلي چې په سوریه کې یې د مداخلې لپاره د یوې پلمې په توګه وکاروي.

د تېرې فبروري میاشتې له پای راهیسې یهودي رژیم هڅې پیل کړې وې چې د دمشق ښار ته څېرمه د «جرمانا» او «صحنايا» په څېر سیمو کې دروزیان وپاروي. د سویداء وروستۍ پېښې چې د ۲۰۲۵ کال د جولای له ۱۲مې نېټې راپیل شوې؛ یهودي رژیم په ښکاره توګه اعلان وکړ چې د دروزيانو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې هغوی د خپلې سیاسي او نظامي ګټې لپاره وکاروي. په همدې ترڅ کې، د دروزيانو ځينو ډلو د سویداء ولایت د مسلمانانو او بدوي قومونو په ضد تاوتریخوالی پیل کړ او په سلګونو مسلمانان یې ووژل.

د یهودي رژیم لومړي وزیر، نتانیاهو د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۷مه په خپلو خبرو کې، چې د دغه رژیم په ټلوېزیونونو او نورو رسنیو کې خپرې شوې، اعلان وکړ: «موږ روښانه سیاست غوره کړی دی: هغه سیمه به بې‌وسلې کړو چې د دمشق له جنوب څخه پیلېږي او د جولان له لوړو څخه نیولې بیا تر جبل‌الدروز پورې غځېږي. دا زموږ لومړنۍ کرښه ده. خو دویمه کرښه مو د جبل‌الدروز په سیمه کې د دروزيانو ملاتړ دی.»

د یهودي رژیم د جګړې وزیر «یسرائیل کاتس» هم د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۶مه د «اېکس» ټولنیزې شبکې له لارې سوریه وګواښله او ویې ویل: «دمشق ته اشاره او خبرداری ختم شو، اوس د دردناکو ګوزارونو وار دی... زموږ پوځ به په سویداء کې خپل عملیات په بشپړ ځواک روان وساتي، ترڅو هغه ځواکونه چې پر دروزیانو بریدونه کوي، په بشپړه توګه شا ته لاړ شي.»

د همدې ورځې په ترڅ کې د یهودي رژیم د پوځ ویاند هم په «اېکس» پلټفارم کې اعلان وکړ: «زموږ پوځ اوس هم د سوریې په نظام پورې تړلو نظامي هدفونو باندې بریدونه کوي. څو شېبې وړاندې مو په دمشق کې د سوریې د پوځ ریاست/لویه درستیزي په نښه کړه.» په همدې ورځ، د یهودي رژیم د پوځ راډیو اعلان وکړ: «له تېرې شپې راهیسې مو په سوریه کې پر شاوخوا ۱۶۰ هدفونو بریدونه کړي چې ډېری یې په سویداء کې وو او د سوریې د امنیتي ځواکونو او صحرا مېشتو پر ضد ترسره شوي دي؛ ځینې نور هدفونه په دمشق کې دي، لکه د جمهوري ریاست ماڼۍ، د دفاع وزارت او د پوځ ریاست.»

۲. په دې توګه، یهودي رژیم په بشپړ وضاحت سره خپل اهداف او سیاست اعلانوي او څرګندوي چې د سوریې پر وړاندې د خپلې دغې تګلارې د پلي کولو لپاره له دروزیانو څخه د یوې وسیلې په توګه ګټه اخلي. داسې ښیي چې د دروزيانو مسئله د سوریې د نظام لپاره نه، بلکې د دوی لپاره مهمه ده؛ ګواکي غواړي چې دغه سیمه په ضمني توګه له سوریې جلا کړي او خپله مستقیمه ولکه او تسلط پرې ټینګ کړي.

په داسې حال کې چې یهودي رژیم د بشار الاسد د واکمنۍ په ټوله دوره کې په سوریه کې ګڼ‌شمېر بریدونه کړي دي، خو هېڅکله یې دروزیان د دغو بریدونو لپاره پلمه نه وو ګرځولي؛ بلکې د ایران او د هغه د متحدینو شتون یې د خپلو تېریو لپاره پلمه کوله. دغه رژیم ګڼ شمېر نظامي مرکزونه په نښه کړل چې یا د سوریې د نظام وو او یا یې په ایران پورې اړه لرله چې د خپلو ملېشو په مټ یې د سوریې د نظام ملاتړ کاوه. ان تر دې چې په دمشق کې یې د ایران قونسلګري هم بمبار کړه او د ایران ځیني جګپوړي پوځي قوماندانان یې هم ووژل.

د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۸مه، کله چې بشار الاسد له سوریې وتښتېد، یهودي رژیم پرلپسې څو ورځې سخت بریدونه وکړل او په سلګونو نظامي مرکزونه یې په نښه کړل. کله چې دغه رژیم د سوریې له لوري هېڅ ځواب او مقاومت ونه لید، تمه یې زیاته شوه او خپلو تېریو ته یې نور هم دوام ورکړ؛ ان تر دې مخکې لاړ او د سوریې نوې سیمې یې اشغال کړې؛ دومره وړاندې شو چې له دمشق ښار څخه شاوخوا ۲۵ کیلومتره واټن ته ورسېد، «جبل‌الشیخ» یې هم اشغال کړ او د ۱۹۷۴م کال هغه هوکړې یې نقض کړې چې د اوربند او د ځواکونو د بېلوالي په اړه شوې وې.

د یهودي رژیم موخه دا ده چې د سوریې سوېلي برخه په یوه امنه، بې‌وسلې او حایله سیمه بدله کړي او د دې موخې د لاسته راوړلو لپاره له اقلیتونو، په ځانګړي ډول له دروزیانو څخه د یوې وسیلې په توګه ګټه اخلي.

۳. د دغو پېښو په لړ کې، د سوریې ولسمشر، احمد الشرع د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۷مه وینا وکړه چې د سوریې له ټلویزیون او نورو عربي شبکو خپره شوه؛ ده وویل: «موږ په دوو لارو کې راګیر وو؛ یا به مو له یهودي رژیم سره جګړه کوله، او یا به مو میدان دروزي مشرانو ته پرېښود چې یوې هوکړې ته ورسېږي؛ نو موږ د وطن د ساتنې لاره غوره کړه.»

هغه زیاته کړه: «که د امریکا، عربي هېوادونو او ترکیې منځګړیتوب نه وای؛ یهودي رژیم هڅه کوله چې په سویداء ولایت کې اوربند ناکام کړي.» احمد الشرع خپله دویمه وینا د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۹مه وکړه چې د سوریې رسمي خبري اژانس او نورو ټلویزیوني چینلونو خپره کړه. نوموړي په دې وینا کې وویل: «د سوریې دولت وکولی شول چې وضعیت آرام کړي، که څه هم حالات ډېر سخت وو؛ د یهودي رژیم لاسوهنې هېواد یوې خطرناکې مرحلې ته ورساوه چې ثبات یې ګواښي؛ ځکه په ښکاره توګه د سوریې پر سوېلي برخو او په دمشق کې پر دولتي ادارو بریدونه زیات شول. د دغو تحولاتو په پایله کې د امریکا او عربي هېوادونو منځګړتوبونه پیل شول چې وضعیت آرام کړي.»

احمد الشرع د نورو هېوادونو، په ځانګړې توګه د امریکا - چې د یهودي رژیم اصلي ملاتړی او ساتونکی دی- پر مداخلې ټینګار وکړ؛ لکه چې غواړي د دوی لپاره سوریې ته لاره او د نفوذ زمینه برابره کړي!

۴. وروسته پېښې لا پسې زورورې شوې او د یهودي رژیم او «حکمت الهجري» اړیکې لا روښانه شوې؛ ان تر دې چې نوموړي په سویداء کې پر داخلي حالاتو بشپړه ولکه ټینګه کړه. هغه د «قبیلې د داخلي یووالي» او «د شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږۍ» تر نومونو لاندې د خپلو مخالفو غږونو، لکه «جربوع»، «بلعوس» او «حناوي» ځپل پیل کړل.

که څه هم د «حکمت الهجري» ډله په سویداء کې تر ټولو ستره ډله ده او پر نورو ډلو باندې یې تسلط ټینګ کړی دی، خو د دې ډلې مخالف غږونه، لکه «جربوع» او «بلعوس»، ډېر کمزوري او بې‌اغېزې شوي، چې په نرمۍ غواړي د سوریې د دولت تر چوکاټ لاندې ژوند ته دوام ورکړي او په میدان کې هېڅ نفوذ نه لري. په حقیقت کې، همدا «حکمت الهجري» دی چې په سیمه کې جګړې راپاروي، هغه دی چې له دمشق سره شوي تړونونه ماتوي، او په ده پورې تړلې ډله پر ټول سویداء ولایت واکمني لري. نوموړی خپلې بیانیې د دروزي قبیلې د معنوي مشرۍ په نامه خپروي او نورو مرجع‌ګانو، لکه «جربوع» او «حناوي» ته هېڅ پام نه کوي. ښکاره ده چې هغه له یهودي رژیم سره مستقیمې اړیکه لري، ځکه نوموړي مخکې لسګونه دروزیان یهودي رژیم ته استولي وو چې له هغه ځایه لیدنه وکړي.

حکمت الهجري په هغه بیانیه کې چې د دروزي قبیلې د معنوي مشرۍ په نوم یې خپره کړې، وویل: «موږ له آزادې نړۍ او په نړۍ کې له ټولو اغېزناکو ځواکونو غوښتنه کوو... او خپله غوښتنه د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ؛ (د یهودي رژیم) لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو؛ د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان؛ د اردن پاچا، دوهم عبدالله او ټولو هغو کسانو ته چې په نړۍ کې یو غږ او اغېز لري، متوجه کوو چې... سویداء وژغورئ!» (سرچینه: انادولو خبري اژانس، ۱۷ جولای ۲۰۲۵)

په همدې لړ کې، یهودي رژیم خپلې پولې د اشغال شویو سیمو اوسېدونکو دروزیانو پر مخ پرانیستلې چې په سوریه کې جګړې ته داخل شي.

د RT شبکې د ۲۰۲۵م کال د جولای د ۱۹مې نېټې د راپور له مخې؛ د دروزي قبیلې شاوخوا ۲ زرو کسانو، چې ځینې یې د یهودي رژیم د پوځ سرتېري وو، په یوه ورځ کې اعلان وکړ چې غواړي په سوریه کې جګړې ته ورشي.

۵. د یادونې وړ ده چې د دمشق حکومت ځان د سویداء او د سوریې د جنوب د کړکېچ تر ټولو کمزورې کړۍ ګرځولې ده؛ ځکه چې دغه رژیم د یهودي رژیم د ټولو هغو پوځي بریدونو پر وړاندې سست او بې‌پروا دی چې د سوریې پر پوځ او د وسلو پر زېرمو یې کوي. یهودي رژیم د سوریې جنوبي سیمې ته په ډېرې اسانۍ داخلېږي، وژنې کوي او خلک نیسي؛ ته به وایې چې هلته اصلاً حکومت نشته! د سوریې د حکومت دغه بشپړه بې‌غوري د اردوغان د سپارښتنو پر بنسټ شوې ده؛ اردوغان هغه څوک دی چې د امریکا د ولسمشر له هغې غوښتنې څخه يې ملاتړ اعلان کړی و چې له مخې یې د دمشق حکومت باید د «ابراهیمي تړونونو» برخه شي (الشرق الاوسط ورځپاڼه، ۶ جولای ۲۰۲۵). اردوغان همدارنګه په اذربایجان کې د احمد الشرع د حکومت او یهودي رژیم ترمنځ د اړیکو منځګړیتوب کړی و.

په دې توګه، د احمد الشرع حکومت د سویداء په کړکېچ کې یوه ډېره کمزورې کړۍ ګرځېدلې ده. دغه حکومت هڅه وکړه چې په سیمه کې جګړې پای ته ورسوي، خو د ذلت او سپکاوي په حالت کې د یهودي رژیم تر درنو ګوزارونو لاندې له سیمې پر شا شو؛ داسې ګوزارونه چې ان د سوریې د پوځ لویه درستیزي یې په نښه کړه او د ولسمشرۍ ماڼۍ تر څنګه ورسېدل.

وروسته، امریکا او هغه منځګړیتوبونه چې عربي او ترکي بلل شوي وو، را میدان ته شول چې د سوریې امنیتي ځواکونه بېرته سیمې ته ستانه شي، خو دا ځل سرتېري له پوځ څخه نه، بلکې له کورنیو چارو وزارت څخه واستول شول چې یوازې سپکې وسلې لري.

خو معلومه شوه چې دا ځواکونه سویداء ته ان داخل هم نه شول، بلکې یوازینۍ دنده یې دا وه چې د عربو قبیلو مخه ونیسي چې پر سویداء برید ته دوام ورنه کړي. یعنې دا ځواکونه د سویداء ولایت په څنډو کې پاتې شول او ولایت ته دننه نه شول. د حیرانتیا خبره خو دا ده چې یهودي رژیم هم له دوی نه همدا غوښتنه کړې وه چې د عربي قبیلو مخه ونیسي!

ټولې هوکړې چې وشوې، همدغه یاغي حکمت الهجري به ماتې کړې او نوې غوښتنې به یې وړاندې کولې، تر دې چې دولت به اړ شو چې د هوکړې یوه نوې نسخه برابره کړي. یوازې په یوه اونۍ کې د هوکړې څلورمه نسخه د نهایي توافق په توګه مطرح شوه!

د احمد الشرع حکومت، پرته له دې چې پخپله سیمې ته دننه شي، له قبیلو سره د خبرو له لارې د هغوی وسله‌وال کسان له سویداء څخه بهر کړل. وروسته، حکومت هغه قبایل چې لا هم په سویداء کې مېشت وو، د ولایت له خاورې وایستل، او په سلګونو مسلمانې کورنۍ یې له سویداء څخه د درعا د استوګن‌ځایونو پر لور ولېږدولې. حکمت الهجري هم همدې ته ورته اقدام وکړ. انادولو خبري اژانس د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۲۱مه راپور ورکړ: «نښته د جمعې په ورځ بیا وروسته له هغې پیل شوه چې په حکمت الهجري– چې د دروزیانو له مشرانو څخه دی – پورې تړلې ډلې یو شمېر سني صحرا مېشتي له سیمې وایستل او د هغوی پر وړاندې یې ګڼ‌شمېر حقوقي سرغړونې وکړې.»

دا ټول شواهد څرګندوي چې د سوریې نوي حکومت عملاً ثابته کړې چې چمتو دی هېواد د امریکا د امر او دیکتې له مخې اداره کړي، او د حکومت راتلونکی مسیر یې د سوریې خلک نه، بلکې په ترکیه کې د امریکا سفیر او د سوریې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «توماس باراک» ټاکي!

۶. که د سوریې پر پېښو ژور فکر وشي، دا خبره روښانه کېږي چې امریکا دا هېواد د یوه له‌مخې طرحه‌شوي پلان پر بنسټ کنټرولوي؛ دغه پلان که څه هم د ټرمپ په دوره کې شدت وموند، خو له پخوا راهیسې پیل شوی و. د بېلګې په توګه: کله چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، په سپینه ماڼۍ کې د یهودي رژیم له لومړي وزیر، بنیامین نتانیاهو سره ولیدل، له هغه یې وغوښتل چې «د ترکیې له ولسمشر، رجب طیب اردوغان سره خپل اختلافات حل کړي او عاقلانه چلند وکړي.»

ټرمپ په همدې لیدنه کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «زه د اردوغان په نامه کس سره ډېره ښه اړیکه لرم. هغه پر ما ګران دی او زه پر هغه ګران یم او دا خبره رسنۍ غوسه کوي.» هغه څرګنده کړه چې نتانیاهو ته یې ویلي: « اردوغان پر ما ګران دی، که ته کومه ستونزه ورسره لرې، خپله یې حل کړه.» او ټینګار یې وکړ چې: «اسرایلیانو ته پکار ده چې له عقل څخه کار واخلي او له ترکیې سره خپل اختلافات حل کړي.» (سرچینه: الجزیره، ۸ اپرېل ۲۰۲۵)

وروسته، «ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په ریاض کې د سوریې له موقتي ولسمشر، احمد الشرع سره ولیدل. دا لیدنه په تېرو ۲۵ کلونو کې د خپل ډول لومړۍ لیدنه وه، او تر هغې وروسته ټرمپ اعلان وکړ چې د دمشق پر وړاندې به بندیزونه لرې شي. دمشق له دې پرېکړې هرکلی وکړ او دا یې یو 'سټراټیژیک بدلون' وباله. د سپینې ماڼۍ ویاند اعلان وکړ چې ټرمپ د سوریې له ولسمشر څخه غوښتي چې له یهودي رژیم سره د ابراهیمي تړونونو برخه شي.» (سرچینه: فرانس ۲۴، ۱۴ مې ۲۰۲۵)

نو له دې لیدنې، د بندیزونو لغوه‌کولو، او له نتانیاهو څخه د ټرمپ له هغې غوښتنې چې باید په سوریه کې خپلې کړنې له ترکیې سره همغږې کړي، دا پایله ترلاسه کېږي چې ټرمپ او د هغه اداره د سوریې د بشپړې ولکې لپاره پلان لري او اقدام کوي.

۷. د ټولو دغو پېښو له مجموعې دا خبره څرګندېږي چې په سوریه کې د امریکا پلان پر یوه بنسټ ولاړ دی، او هغه دا چې یو مزدور د بل مزدور پر ځای کېنول شي. د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره امریکا ترکیې ته شین څراغ ورکړ چې میدان ته داخل شي، د بشار الاسد رژیم نسکور کړي، او پر ځای یې یو نوی حکومت رامنځته کړي چې د دوی تر لاس او امر لاندې وي.

د سوریې د نوي ولسمشر، احمد الشرع څرګندونې، دریځونه او عملونه ټول د دې خبرې تصدیق کوي؛ لکه د اسلامي حکومت پرېښودل، د بشار د پلویانو نه محاکمه کول او د محاکمې پر ځای د ملي پخلاینې شعار وړاندې کول او په پای کې نوموړي له یهودي رژیم سره پټې خبرې اترې پیل کړې.

دا پټې خبرې اترې لومړی د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۲مه نېټه په اذربایجان کې وشوې، او وروسته په پاریس کې؛ لکه څنګه چې د آکسیوس وېبپاڼې راپور ورکړ: «په پاریس کې د یهودي رژیم د ستراتیژیکو چارو وزیر رون درمر او د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني تر منځ، د امریکا د ځانګړي استازي توماس باراک په منځګړیتوب، په لوړه کچه ناسته وشوه. دغې ناستې او خبرو اترو شاوخوا څلور ساعته دوام وکړ. دا په تېرو ۲۵ کلونو کې د خپل ډول لومړۍ لیدنه وه، او د خبرو ټول پام د سوریې په سوېل کې د تاوتریخوالي کمولو، امنیت رامنځته کولو او اوربند ته و.»

همداراز، د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ داسې یوه هوکړه افشا کړه چې د امریکا په منځګړیتوب د سوریې او یهودي رژیم تر منځ شوې ده. دا هوکړه اووه اساسي مادې لري چې د سوریې په سوېل، په ځانګړي ډول په سویداء ولایت کې – چې د جولای له ۱۲مې وروسته تاوتریخوالی پکې زیات شوی- د اوربند په اړه دي. د دغه بنسټ د راپور له مخې: د سویداء قضیه په بشپړ ډول امریکا ته سپارل شوې ده، او په سویداء کې به د سیمې له اوسېدونکو څخه ځایي شوراګانې جوړېږي چې د خدمت رسولو چارې پر غاړه واخلي؛ یو کمیسیون به هم جوړ شي چې د بشري حقونو د سرغړونو اسناد به راټولوي او خپل راپورونه به مستقیماً امریکا ته سپاري؛ په درعا او قنیطره ولایتونو کې به د بې وسلې کولو بهیر عملي کېږي، او دا سیمې به یوازې ځایي امنیتي کمیټې ولري، چې د درنو وسلو لرلو اجازه نه لري. (سرچینه: آکسیوس – عین لیبیا، ۲۵ جولای ۲۰۲۵)

دا ټول موارد ثابتوي چې امریکا غواړي د سوریې سوېل د یهودي رژیم لپاره په یوه حایله او خوندي سیمه بدل کړي، او د سوریې نظام هم دغو شرایطو ته تسلیم شي او د اړیکو عادي کولو ته غاړه کېږدي. هغه لیدنې چې په اذربایجان او پاریس کې وشوې، ټولې پر همدې لاره پرلپسې ګامونه دي.

د رسنیو د افشاگریو له مخې، د خبرو اترو له اصلي موضوعاتو څخه یو هم د سوریې په سوېل کې د یهودي رژیم په ګټه د یوې امنیتي حایلې سیمې جوړول دي، لکه څنګه چې د ۱۹۷۹م کال د سولې له تړون سره سم د مصر او یهودي رژیم ترمنځ په سینا کې حایله سیمه جوړه شوې وه او تر اوسه هم پاتې ده؛ دا هوکړه د دې سبب شوې چې د مصر خلک نشي کولای په غزه کې خپلو وروڼو ته –چې نسل‌وژنه یې روانه ده- د مرستې لاس ورکړي.

۸. په پای کې، دا ډیره دردوونکې ده چې د شام خاوره، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه په یوه حدیث شریف کې (چې طبراني روایت کړی) فرمايي: «عقر دار الاسلام بالشام؛ د اسلام مرکز او قلعه په شام کې ده.» نن په یوه داسې خاوره بدله شوې چې حاکم نظام یې له اسلامه لرې دی او حاکم یې په امریکا پورې د تړاو او د یهودي رژیم پر وړاندې د ذلت په دام کې ګېر شوی؛ نه یوازې دا چې پر وړاندې یې جګړه نه کوي، بلکې هڅه کوي له دغه وحشي رژیم سره د سولې هوکړې وکړي او غوښتنې یې ومني؛ د یهودي رژیم او د هغه د ملاتړي، امریکا د رضایت لپاره دومره ټیټ شوی چې آن د حزب‌التحریر ځوانان – چې د راشده خلافت د قیام داعیان دي – بندیان کړي او په زندان کې یې وساتي؛ دا هر څه یوازې د امریکا، یهودي رژیم او د خلافت د دښمنانو د خوشاله کولو لپاره کوي. دی فکر کوي چې د الله د دښمنانو په خوشاله کولو به خپل نظام وساتلی شي!

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا حدیث چې ابن حبان په خپل صحیح کې له عروه او هغه له عایشې رضی الله عنها نه روایت کړې، یې هېر کړی یا داسې ښيي چې هېر کړی یې وي:

«من التمس رضا الله بسخط الناس، رضی الله عنه، و أرضی الناس عنه،  و من التمس رضا الناس بسخط الله سخط الله علیه، و أسخط علیه الناس»

ژباړه: څوک چې د خلکو د ناخوښۍ په بدل کې د الله رضا غواړي، الله ترې راضي کېږي او خلک هم ترې راضي کوي؛ او څوک چې د خلکو رضا د الله د نارضایتۍ په بدل کې غواړي، الله پرې غوسه کېږي او خلک هم ترې ناخوښ کوي.

او ترمذي روایت کوي چې:

«من التمس رضا الله بسخط الناس کفاه الله مؤنة الناس و من التمس رضا الناس بسخط الله و کله الله إلی الناس.»

ژباړه: څوک چې د خلکو د ناخوښۍ په بدل کې د الله رضا غواړي، الله به د خلکو له زحمته کفایت ورکړي، او څوک چې د الله د نارضایتۍ په بدل کې د خلکو رضا غواړي، الله به یې خلکو ته وسپاري.

سره له دې؛ موږ پوره باور لرو چې له دغې جابرې واکمنۍ –چې موږ ژوند پکې کوو- وروسته به خلافت بیا راځي. امام احمد په خپل مسند کې له حذیفه رضي الله عنه نه روایت کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«... ثمّ تکون ملکاً جبریة فتکون ماشاء الله أن تکون، ثمّ یرفعها إذا شاء أن یرفعها، ثمّ تکون خلافة علی منهاج النبوة، ثمّ سکت.»

ژباړه: ... بیا به جابرانه واکمني وي، تر څو چې الله وغواړي دوام به وکړي، او کله چې وغواړي، له منځه به یې یوسي، بیا به د نبوت پر منهج خلافت راشي، او بیا چوپ شو.

دا روایت طیالسي هم په خپل مسند کې را نقل کړی. هغه وخت به اسلام او مسلمانان عزت ومومي، کفر او کافران به سپک او ذلیل شي. مؤمنانو ته زېری ورکړه چې:

﴿وَأُخْرَى تُحِبُّونَهَا نَصْرٌ مِّنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ ۗ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ﴾ [صف: ۱۳]

د حزب التحریر امیر

۱۴۴۷هـ.ق کال د صفر ۱

۲۰۲۵م کال د جولای ۲۶مه

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې