سه شنبه, ۰۶ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۰۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

په سوریه کې د ویجاړو شوو جوماتونو په بیا جوړولو کې د قادیروف مرستې

(ژباړه)

خبر

د ۲۰۱۷م د دسمبر پر لومړۍ د اینترفاکس خبري اژانس داسې خبر خپور کړ: « په روسیه کې د سوریې د سفیر ریاض حداد د جمعې ورځې وینا ته په کتو سره، د احمد قادیروف د خیریه صندوق په مرستو به ډېر ژر د سوریې د حلب او حمص په ولسوالیو کې وېجاړ شوي جوماتونه جوړ او پرانیستل شي.»

تبصره:

 له لومړۍ ورځې چې روسیې په بې رحمانه ډول د سوریې پر شریفو خلکو، سپین ږیرو، ښځو او ماشومانو د زرګونو بمونو د غورځولو اقدام وکړ، د چچن ولسمشر رمضان قادیروف له دغه وحشت څخه ملاتړ کاوه او نن په سوریه کې د خپل پلار له خیریه صندق څخه د تاریخي ویجاړو شوو جوماتونو د رغولو لپاره مرسته کوي. لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی:

«إِنْ لَمْ تَسْتَحْيِ فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ.»

(رواه ابن ماجه)

ژباړه: که شرم نه کوې، نو څه چې غواړي ویې وکړه.

اسلامي امت داسې مرستندویانو ته اړتیا نه لري، ځکه دوی داسې کسان دي، چې هڅه کوي اسلامي خاورې همداسې د کفارو تر ښکېلاک لاندې پاتې شي؛ بلکې اسلامي امت د تېر په څېر هغو مخلصو نرانو ته اړتیا لري، چې د ظالمو حکامو پر وړاندې د حق کلمې د ویلو توان ولري. هغه نران چې د نبوت پر منهج د خلافت د تاسیس لپاره له امت سره مرسته کوي. له هغې وروسته، چې د الله سبحانه وتعالی نصرت د مسلمانانو په برخه شي، اسلامي دولت به د مسلمانانو له پت ساتنه او د مقدساتو به یې احترام کوي او له دوی څخه به ملاتړ وکړي او د مسلمانانو جوماتونه او ویجاړ شوي ځایونه به په لنډ وخت کې بیا  جوړ شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَنْ يَكُونَ قَرِيبًا

ژباړه: وایي چې د الله سبحانه وتعالی د نصرت ژمنه څه وخت را رسېږي، ور ته ووایه: وخت یې نږدې دی.

لیکوال: سلیمان ابراهیموف

ژباړن: بشارت

د مطلب ادامه...

د اسلامي واده د مستند فلم په خپرولو کې دروغجن حقیقت!

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

د ۲۰۱۷م د نومبر په لومړۍ نیټه د «انګلیس ۴ تلویزیوني» چینل د «اسلامي واده حقیقت» تر سرلیک لاندې یو مستند فلم خپور کړ. په دغه مستند فلم کې یې پر اسلامي نکاح تور لګولی، چې د مسلمانو ښځو حقوق نه شي ورکولی. نو ځکه مسلمانان باید اړ شي، چې د انګلیس د حقوقي نظام پر اساس د واده شوو ښځو د حقوقو ساتلو لپاره د دغه هېواد له قوانینو سره سم واده وکړي. پر دغه مستند فلم باندې په تدبر سره لاندې حقیقتونو ته رسېدلی شو:

په دغې خپرونه کې هڅه شوې، چې اسلامي نکاح تر پوښتنې لاندې راولي او غواړي ثابته کړي، چې د ښځو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره نکاح ګټه نه لري؛ خو دا په حقیقت کې د انګلیس د سیکولري دولت د قوانینو نیمګړتیاوې په ګوته کوي، چې تر اوسه نه دی توانېدلی، چې د اسلامي او غیر اسلامي ودونو قوانین پرتله کړي.

د هغو مسلمانو ښځو حالت چې د نکاح له لارې یې واده کړی او نه دي توانېدلې، چې د خپل واده حقوق تر لاسه کړي، په حقیقت کې د انګلیس سیکولري نظام نیمګړتیاوې ښیي، نه د اسلام؛ ځکه د انګلیس دغه سیکولر نظام یې په پلي کولو سره د ټولو عقایدو لپاره ګټور نشي تمامېدلی. همدارنګه غربي سیکولر نظامونو پر ځینو اسلامي ارزښتونو لکه: نقاب او حجاب بندیزونه لګولي؛ په داسې حال کې چې اسلام د خلافت دولت په واسطه د خپل نظام په پلي کولو سره غیر مسلمانانو ته اجازه ورکوله، چې له کوم مزاحمت پرته خپل ودونه له خپلو عقیدو سره سم تر سره کړي؛ خو غربي سیکولران په ډېرې بې شرمۍ سره دغه نظام د ښځو د حقوقو د ساتلو لپاره ظالمانه او وروسته پاتې ښيي. 

د یادولو وړ ده، چې په دغه پروګرام کې ډېرو فرهنګیانو، حقوق پوهانو او د انګلیس هېواد حقوقی هیئت دا منلې، چې دغه قوانین په ۱۸۳۶م کې د واده لپاره جوړ شوي، د ۲۱مې پېړۍ لپاره نه دي او د داسې ټولنې ستونزې نشي حلولی، چې له بېلابېلو مذهبي عقیدو څخه جوړه شوې وي. دا یې یو بل دلیل دی، چې د سیکولر او د بشر په لاس جوړو شوو قوانینو اصلي کمزوري په ګوته کوي، چې په هر وخت او ځای کې د بشري ستونزو په حلولو کې پاتې راغلي دي او د بې ارزښته کېدو له امله بدلېږي؛ خو اسلامي قوانین ثابت او د بدلون وړ نه دي، ځکه چې په هر وخت او ځای کې د بشریت له فطرت سره سم دي او اصلاحاتو ته اړتیا نه لري. دغه خاصیت او ارزښت یوازې په هغه نظام کې نغښتی، چې د ټولو کایناتو د خالق په واسطه، چې له تېر، حال او راتلونکې څخه خبر دی جوړ شوی. هغه سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿قُلْ أَتُعَلِّمُونَ اللَّهَ بِدِينِكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ

[حجرات: ۱۶]

ژباړه: ووایه: ایا الله سبحانه وتعالی مو  له خپل ایمان څخه خبروئ؟ په داسې حال کې چې هغه پر ټولو هغو شیانو، چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، پوهېږي او الله سبحانه وتعالی له هر څه نه خبر دی.

د پراخ داخلي تاوتریخوالي شتون، د ښځو د واده د حقوقو ستونزې او ناوړه چلند، چې په ټولیزه کچه یې انګرېزي واده شوې مرمنې تر پوزې راوستلې دي، طلاق او د کورني جوړښت له منځه تللو موضوعات د دغه هېواد د سیکولر قوانینو د ثبوت لپاره، چې په ټولنه کې د بریالیو ودونو د فضا له جوړولو څخه نه یوازې چې عاجز پاتې دي، بلکې د کورني جوړښتونو د له منځه تللو ناورین یې هم رامنځته کړی دی. پر دې سربېره د دغه حالت په زیاتېدو کې نور بېلابېل عوامل هم رول لري، لومړی جنسي ازادۍ، چې نامشروع اړیکو ته یې لار اواره کړې ده؛ دویم فیمینستي مفکوره؛ لکه: جنسي مساوات، چې د ښځو او نرانو په ژوند کې یې حقوقي رول ګډوډ کړی او په ګډ ژوند کې یې له یو بل سره د مرستې پر ځای د سیالۍ فضا جوړه کړې ده.

هغه ښځې چې له خپلو مېړونو څخه طلاق غواړي، په محکمه کې له ډېرو قانوني لګښتونو سره مخ کېږي. همداراز ځینې نور موضوعات لکه: په انګلیس کې «د اولاد او طلاق د حقوقو ساتلو» له نظام څخه د خلکو نه خوښي او د مالي حقوقو له ورکولو  پرته د مېړونو له لوري د ښځو پرېښودل ښیي، چې د دغه هېواد سیکولر نظام د ښځو د حقوقو د ورکړې او ساتلو وړتیا نه لري.

همدارنګه په دغه مستند فلم کې په شرمېدونکې توګه هڅه شوې، چې په اسلامي واده کې نیمګړتیاوې داخلې او خپرې یې کړي، خو حقیقت دا دی چې د اسلام کورنی او ټولنیز  نظام د ښځو لسګونو حقوقو لکه: هوساینې، د یو او بل منلو، د ښځو د مرتبې لپاره د احترام حس، نیک چلند، د مېراث حق، د مهر حق او داسې نورو حقونو ته لاره اواره وي، ترڅو دوی په هوساینه کې له خپل ژوند څخه خوند واخلي. که په عمیق ډول تدبر وشي، اسلامي نظام له سیکولري نظام څخه په پېړیو وړاندې شتون درلود. همداراز الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَرِثُواْ النِّسَاء كَرْهًا وَلاَ تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُواْ بِبَعْضِ مَا آتَيْتُمُوهُنَّ إِلاَّ أَن يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا

[نسا: ۱۹]

ژباړه: اې مومنانو! ستاسو لپاره روا نه ده، چې په زور له ښځو څخه میراث واخلی او هغوی مه اړ کوئ، چې له هغه څه (مهر) چې دوی ته مو ورکړی د یوې برخې څښتنان شئ؛ خو که هغوی په ښکاره  کوم بد عمل ترسره کړ(نو تاسې د هغوی د ربړولو حق لری). له دوی سره په ښه توګه چلند وکړئ او که له دوی څخه مو ښه نه راځي (سم لاسي د لرېوالي هوډ مه کوئ) شاید هغه څه چې ستاسو خوښ نه وي، په هغه کې الله سبحانه وتعالی ډېر خیر اېښی وي.

همداراز په دغې خپرونه کې د ودونو په شمېر هم نیوکه شوې او ویلي یې دي، چې دغه کړنه د مسلمانو ښځو پر وړاندې بې عدالتي کڼل کېږي؛ خو پر دغه امر یې سترګې پټې کړې دي، چې هغه کس چې له اسلام سره سم له یوې ښځې څخه زیاتې وکړي، پر دې مکلف دی، چې د خپلو ښځو ټولې بدني، غریزوي او مالي اړتیاوې پوره کړي او له ټولو سره په مساوي او عادلانه توګه چلند وکړي. دغه مستند فلم له دغه حقیقت څخه هم سترګې پټې کړې دي، چې په ازاده ټولنه کې نارینه دا حق لري، چې په یوه وخت کې له بې شمېره ښځو سره جنسي اړیکې ولري، د دوی او د دوی د اولادونو مسوولیت، بدني، غریزوي او د اوسېدلو مالي اړتیاوې په غاړه  وانخلي، خو په هره میاشت کې کله کله د پستي صندوق له لارې چک ورلېږي.

په دغه پروګرام کې حاضرو څېړونکو په دې اعتراف کړی و، چې په تر سره شوو پوښتنو کې هغه مسلمانې ښځې، چې د یوه مسلمان په نکاح کې دي له خپل ژوند څخه ډېرې خوشحاله او راضي دي. د دې تر څنګ دوی اندېښنه لري، چې که د انګلیس دولت د څو ودونه کول منعه کړي، د دوی ودونه له ستونزې سره مخ کېږي او جوړښت یې له منځه ځي؛ خو دغه پروګرام د دغو ښځو له حقوقو څخه د فیمینستي موضوعاتو لپاره سترګې پټې کړي.

دغه مستند په اسانۍ سره له دغه حقیقته سترګې پټې کړې، چې په واده کې د ښځو د حقوقو پر ځای کولو لپاره هغه نظام ته اړتیا ده، چې اسلامي قوانین په ټولیزه توګه پلي کوي او قضایي نظام یې د ښځو د واده له حقوقو څخه ساتنه کوي. د پیغمبر صلی الله علیه وسلم پر منهج خلافت یوازنی نظام دی، چې په اسلامي خاورو کې یې له نشت سره سره د بې شمېره دا ډول قضیو لرونکی دی، چې د هغه په واسطه ښځې په ازاد ډول خپلو حقوقو ته رسېدلې دي. دغه ټکی د ټینګار وړ دی، چې مسلمانې ښځې د دغه ځواکمن دولت تاسیس ته سخته اړتیا لري، ترڅو له هغو حقوقو څخه برخمنې شي، چې الله سبحانه وتعالی ورکړي دي.

پر دې اساس «د اسلامي واده د حقیقت نه بیانول» د انګلیس تلویزیوني چینل لپاره د شرم وړ کړنه ده او په دغو دروغو سره، چې اسلام د ښځو حقوق له منځه وړي او د دوی لپاره د بد چلند، ناوړه استفادې او بې عدالتۍ لارې پرانيزي، یو ځل بیا خپل سیکولري ارزښت پر ځمکه وویشت. په واقیعت کې عکس العملونه د رسنیو اصلي دنده ده، چې اسلامی افکار او قوانین په غربي هېوادونو کې کمزوري او مسلمانان له خپل دین څخه د شک په رامنځته کولو سره بې لارې کړي. که څه هم چې دغه موضوعات د کم عقلو سیکولرانو لپاره غاښ ماتوونکی ځواب دی او تر څنګ یې دوی یو ځل بیا د اسلام پر وړاندې د سیکولر نظام ماتې او خپل جاهلانه او منافقانه تعصب څرګند کړ.

﴿يُرِيدُونَ لِيُطْفِؤُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ

[صف: ۸]

ژباړه: دوی غواړي د الله سبحانه وتعالی نور په خپلو خولو سره له منځه یوسي، خو الله سبحانه وتعالی خپل نور بشپړوي، که هر څومره  کافران ناخوښي شي.

د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګې رییسه

داکتر نسرین نواز

ژباړن: منصور دریځ

د مطلب ادامه...

فلسطین: د ال عمران سورت د «۱۹» ایت تفسیر

د ال عمران سورت «۱۸» ایت تفسیر: إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللّهِ الإِسْلاَمُ ...

                 وړاندې کوونکی: شيخ يوسف مخازرة ( ابو الهمام )

                              ۱۴۳۹ه.ق د ربیع الاول ۳مه سه شنبه  چې د ۲۰۱۷م د نومبر له ۲۱مې سره سمون لري                                             

د مطلب ادامه...

په کینیا کې د دېموکراسۍ اصلي څېره

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

کینیایان نوي د دېموکراسۍ د اصلي څېرې له څرګندېدو او معقول شک او تردید سره مخ شوي وو، داسې چې ان د دېموکراسۍ اتلان، کله چې د دوی د غوښتنو په خلاف د ديموکراسۍ اصلي څېره او پوښښونه بربنډ شول؛ ولړزېدل او د خپلو څېرو د پټولو لپاره یې کوم ځای نه درلود. لاندې ټکي ځينې هغه ناوړه پېښې بربنډوي، چې د دېموکراسۍ دروغجنه څېره ښيي، چې غرب یې په حکمتولۍ کې د ژوند د بریا څراغ بولي.

لومړی: لکه څنګه چې وړاندوېینه شوې وه، د دولتي کمېټو او اساسي قانون نمایشي خپلواکي تر فشار لاندې راغله. یوازې اجرایه قوه په هر دېموکراتیک هېواد کې مسوله ده، په داسې حال کې چې نور ټول د دولت ارګانونه او د اساسي قانون کمیسونونه د اجرایه قوې تابع دي، او د دغو موسسو خدمتي کارکوونکي د اجرایوي مسولینو په غوښتنو پورې تړلي دي. د قضایه قوې په برخه کې لاندې پېښې  رامنځته شوي:

۱. د کینیا ستره محکمه ونه توانېده، چې د عامو ګټو د یوې قضیې د اورېدلو لپاره کمېټه جوړه کړي. دا ځکه چې تېره ورځ یعنې د ۲۰۱۷م د اکتوبر ۲۴مه اجرایه قوه، د داخلي امنیت سرپرست د ۲۰۱۷م د اکتوبر ۲۵مه عمومي رخصتي اعلان کړه. دا د دې لامل شو، چې د کینیا  د عدلیې ریس او د سترې محکمې ریس د اساسي قانون د نقص او قضایي برخو اجرایوي قاضیانو ته واک ورکړي، چې د ۲۰۱۷م د اکتوبر په ۲۵مه ناسته ترسره کړي او د ۲۰۱۷م د اکتوبر د ۲۶مې د ولسمشریزو ټاکنو مسایل حل او فصل کړي.

۲. د استیناف محکمې د هغې ورځ په سبا  د ستونزو حل و فصل ونه مانه او ویې ویل، چې رخصتي ده، خو د شپې دغه هوډ بدل شو او د سترې محکمې له خوا نوی حکم ورکړل شو. هغوی وویل: دا چې موضوع ډېره مهمه وه، نو ځکه یې له هغوی څخه وغوښتل چې د شپې ناسته تر سره کړي. په پارلمانې برخه کې لاندې پېښې را منځته شوې:

۱. د پارلمان غړو د کینیا د ټاکنو  قانون اصلاح تصویب کړه، چې د قضایه قوې اجرایوي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون برخې یې محدودولې. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په برخه کې لاندې پېښې رامنځته شوې:

۱. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس د ۲۰۱۷م د اکتوبر په ۱۸مه وویل: چې هغه د شفافو ټاکنو ضمانت نه شي کولی او هغه له خپلو همکارانو چې تل به یې د ده له هر تصمیم سره مخالفت کاوه، ناراض دی. هغه وویل، چې د کمیسون استازو له خوا کلابند دی تر څو استعفا ورکړي او له هغه وروسته چې په ټاکنو کې ناکام اعلان شو، وعده یې وکړه، که یې غوښتنو ته پاملرنه ونه شي، استعفا ورکوي. دغه پېښه هماغه ورځ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د غړي ډاکتر روزلین اکومب له ناڅاپي استعفاء وروسته وه، چې هغه هم له خپلو کمیسارانو مرستیالانو څخه چې خپل تصمیمونه یې د اجرایه قوې په غوښتنه نیول؛ ناراض و.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس له ولسمشر او د اپوزسیون له مشر څخه وغوښتل، چې د هغه په کاري دفتر کې ورسره لیدنه وکړي. د اپوزسیون مشر ریلا وادینګا دغه غوښتنه ومنله او د ۲۰۱۷م د اکتوبر په ۲۹مه د ټاکنو خپلواک کمیسیون  ریس دفتر ته لاړ، چې له هغه سره وویني؛ خو ولسمشر ونه منله او  پر ځای یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ریس د ۲۰۱۷م د اکتوبر په ۲۳مه د ولسمشر دفتر ته لاړ ترڅو ورسره لیدنه وکړي.

۲. د ټاکنو خپلواک کمیسیون ریس غلی پاتې شو او بیا یې د ۲۰۱۷م د اکتوبر په ۲۵مه د یوې اعلامیې په ترڅ کې وویل: «ټاکنې به له مخالفت او تحریم سره سره د اپوزسیون د مشر په واسطه تر سره شي.» دا اعلامیه ډېره لڼده وه او هغه موضوعات یې څرګندول، چې د ۲۰۱۷م د اکتوبر په ۱۸مه یې مطرح کړي وو او په پوره توګه یې تاییدولو، چې هغه د اجرایه قوې له لوري تر اداري فشار لاندې و، ترڅو په هر ډول شرایطو کې د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي.

۳. د  ۲۰۱۷م د اکتوبر په ۲۴مه د سترې محکمې پر حکم سربېره، چې ریلا وادینګا باید ټاکنو ته اړ نه شي او همدا راز له هغې وروسته، چې  ولسمشرۍ ریاست ته له اپوزسیسون څخه کاندید او د هغه ټيم د یو رسمي لیک په ترڅ کې د ۲۰۱۷م د اکتوبر د ۲۶مې ولسمشریزې ټاکنې تحریم کړې، نو باید د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رايې اچونې پاڼې، چې  پکې د اپوزسیون د مشر نوم وي، چاپ نه کړي.

دویم: د اکثریت خلکو اراده د اکثریت د تصمیم په واسطه نه، بلکې د لږکیو د تصمیم په واسطه څرګندېږي او دغه واقعت د  ولسمشرۍ ریاست د تکراري ټاکنو په پایله کې څرګند شو. کله چې د اپوزسیون ریس له خپلو ملاتړو وغوښتل، چې د ۲۰۱۷م د اکتوبر د ۲۶مې تکراري ټاکنې تحریم کړي، په داسې حال کې چې ولسمشر له خلکو وغوښتل ترڅو په ټاکنو کې ګډون وکړي، خو خلک په ټاکنو کې د ګډون لپاره ډېر بې علاقې وو؛ ان په هغو سیمو کې چې د حاکم ټیم ملاتړي وو او دغو نه یوازې چې حاکم ټیم( جبیلي اېتلاف)، بلکې دواړه ملي او نړیوال څارونکي یې هم حیران کړل. ملي رسنیو د خلکو ګډون ۳۵سلنه او نړیوالو رسنیو ۲۷سلنه ښودلی دی. دا په دې معنی ده، چې په ټاکنو کې اکثریت خلکو ګډون نه دی کړی، خو دېموکراسي غواړي؛ چا چې رایه ورکړې، په اړه یې خپل نظر څرګند کړی، د هغوی ټاکنې د انتخاباتو پایله او د دغه هېواد راتلونکې ټاکي.

دریم: هغه مقوله چې رایه نه ورکول یو دېموکراتیک حق دی باید تضمین شی، رښتینې نه ده، لکه څنګه چې په دې وروستیو کې د دغه هېواد د ولسمشرۍ په تکراري ټاکنو کې ثابت شول، چې ډېریو ثبت نام شوو رای ورکوونکو پر ټاکنو بندیز ولګاوه، د هغوی حق لکه څنګه چې وعده ورکړل شوې وه، تضمین نه شو، د هغو کسانو شمېر چې رایه یې ورنه کړه، له هغو کسانو څخه چې رایه یې ورکړه ډېر وو؛ نو د ټاکنو بریا په اصل کې د هغو اکثریتو وه، چې پر ټاکنو یې بندیز لګولی و. خو دېموکراسي ښيې، چې ډېری هغه رایه ورکوونکي، چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره ثبت نام کوي، ټاکنو او رژیم ته مشروعیت ورکوي.

څلورم: په دېموکراتیکو ټاکنو کې د سیاسي او ټولنیزـ اقتصادي پراخوالي لپاره ګډون اړین نه دی؛ لکه څنګه چې په تېرو کې  یې اسلامي امت وړاندیز کړی و. دغه امر د دیموکراتیکو ټاکنو واقعي موخه، چې له خلکو څخه د رایې اچونې د دستګاه په توګه قدرت ته د رسېدو لامل کېږي او همدا راز دغه کړنه د نوي رژیم د تایید او ورته مشروعیت ورکوي، یا هم شته حالت تاییدوي. د بېلګې په توګه: اسلامي امت چې په دیموکراتیکو ټاکنو کې یې د ګډون په اړه له وړاندې ګواښ کړی و او دا چې دیموکراسي یو حکمراني نظام دی، چې د پانګوالۍ له پوچې ایډیولوژۍ څخه یې سرچینه اخیستې او د پانګوالۍ د پوچې ایډیولوژۍ عقیده پر سیکولریزم( له دین ځحه د دولت پر جدایي) ولاړه ده. له همدې امله انسانانو ته د هغوی د محدود فکر پر بنسټ د قانون ټاکلو او قانون جوړولو مسولیت ورکوي، چې دغه امر د اسلامي احکامو خلاف دی، چې له انسانانو غواړي په پوره ډول هغو  الهی قوانینو ته تسلیم شي، چې خالق یې رالېږلي.

 پر دې اساس د انسانانو د اعمالو معیار حلال او حرام دي او کله چې انسانان وغواړي پر څه بندیز ولګوي او یا پکې ګډون وکړي، باید د همدې معیار پر بنسټ وي، نه د داسې معیارونو پر بنسټ چې هغه د پانګوالۍ له پوچې ایډیولوژۍ څخه اخیستل شوي وي. نو باید اسلامي امت  پر هغه څه عمل وکړي، چې الله سبحانه وتعالی ترې غوښتي دي، نه پر هغه څه چې غیر مسلمان دیموکرات رهبران یې ترې غواړي. دا که پر دیموکراتیکو ټاکنو بندیز ولګوي او یا پکې ګډون وکړی، خو د لومړي منل یې جنت ته تلل تضمینوي، په داسې حال کې چې دویم یې دوزخ ته د تلو لامل کېږي. هغه څه چې باید اسلامي امت تحریک کړي، پر هغه څه عمل کول دي، چې الله سبحانه وتعالی غوښتي. پرته له دې چې پرې فکر وشي چې څومره د درد، لاسته راوړنې او یا له لاسه ورکونې لامل کېږي.

له دیموکراسۍ لرې شئ، ځکه چې  سوله، سوکالي او هوساینه نه تضمینوي، لکه څنګه، چې د انسان له محدود ذهن څخه رامنځته کېږې، نو د بدلون شرایطو ته چمتو ده. پر ځای یې اسلام د یوې پوره ایډیولوژۍ په توګه ځایناستی او ټینګ کړئ، ترڅو هغه ستونزې، چې اوس یې بشر په کینیا او ټوله نړۍ کې لري؛ حل کړي.

د دیموکراسۍ تطبیق او ورته دعوت حرام دي؛ ځکه یو پوچ نظام دی، چې د غرب له خوا دودېږي او له اسلام سره هېڅ راز اړیکه نه لري. دیموکراسي د اسلام له کلي او جزیي قوانینو سره په ټکر کې ده، له هغې سرچینې چې راغلې، له هغې عقیدې یې چې سرچینه اخیستې، پر هغه بنسټ چې جوړه شوې، هغه افکار او نظامونه یې چې له ځان سره راوړي، ټول له اسلام سره په ټکر کې دي.

 

لیکوال: علي نصرو

ژباړن: علي عمار

د مطلب ادامه...

د حریري د استعفا تر شا

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

د لبنان لومړی وزیر سعد حریري د ۲۰۱۷ م کال د نومبر پر ۴مه په ناڅاپي ډول له خپلې دندې استعفا وکړه. حریري سعودي عربستان ته د خپل سفر پرمهال په ایران او خپل حزب (د لبنان حزب الله) باندې نيوکې وکړې، دا یې وښوده چې د استعفا لامل يې د نوموړي د ترور لپاره د ايران او خپل حزب توطئه وه. دغه استعفا له کومې زمينه سازۍ پرته وشوه، په داسې حال کې چې په لبنان کې کورنۍ سیاسي فضا د سیالانو تر منځ په بشپړې همغږۍ سره روانه وه. لکه څنګه چې حریري له خپلې استعفا یوه اونۍ وړاندې په دمشق کې د لبنان د سفیر د انتصاب حکم لاسلیک کړ. دا په دې مانا ده چې د نوموړي استعفا کول په خپله اراده نه دي؛ بلکې د سعودي پادشاهۍ درباره ته د نوموړي بیا راغوښتل د دې لپاره دي، چې د خپلې استعفا له لزومو څخه خبرېږي.

د حریري استعفا د تېر کال د هوکړې پر وړاندې کودتا بلل کېږي، هغه هوکړه چې د لبنان د یووالي او د ولسمشر په توګه د ميشل عون چې د ايران د حزب متحد دی د ټاکل کېدو لامل شوه. همدارنګه دغه هوکړه چې لیکل شوی متن یې د امریکا په واسطه د اوباما په وروستۍ دوره کې ترتیب شوی و؛ د نړیوالو شرایطو او د سیمې روان حالت په ځانګړي ډول د سوریې د حالت له امله په چټکۍ تصویب شو. دا هغه عمل و چې د سوریې له نظام سره مرسته وبلل شوه او له بل لوري په بې ساري ډول يې د خلکو محبوبیت ته ټکان ورکړ.

حریري او پلویانو یې د خلکو د محبوبیت تر لاسه کولو لپاره سیاسي کړنې پیل کړې؛ خو هېڅ یوه یې تش ځایونه ډک نه کړل؛ بلکې حالت یې نور هم ګډوډ کړ. نو پر همدې اساس اړينه وه چې حریري او پلویان یې یو ځل بیا ځانته د سیاسي فضا جوړونې لپاره لاس په کار شي؛ نو ځکه یې وغوښتل چې د همدې استعفا په وسیله مخلص مسلمانان چې د شام له انقلاب سره یوځای شوي وو؛ له لاسه ورنه کړي او هغه د سعودي د ارادې تر څنګ وساتي؛ چې تر شاه یې امریکا ده.

وروسته له دې چې د امریکا اداره بدله شوه، داسې تر سترګو کېږي چې تګلاره یې د سوریې د حالت په پرتله بدلېږي؛ خو د ټرامپ اداره او جمهوري غوښتونکی حزب د اوباما د ادارې پر خلاف ايران ته په ظاهري توګه په غصه ناک ډول ګوري؛ په داسې حال کې چې امریکا د پردې تر شاه د ایران تر ټولو غوره ملاتړې ده. له بل لوري، امریکا د «شخړو د کمښت سيمو» د طرحې د رامنځته کېدو له لارې د «شام انقلاب د سياست کنترول» په برخه کې د ترکيې او روسيې له ګډو هڅو ګټه اخلي. همدارنګه د ایران او حزب په اړه یې د امریکا پخوانی باور دغې اړينې مسئلې ته بياکتنې ته اړولی دی؛ لکه څنګه چې ټرامپ له ایران سره د اټومې هوکړه ليک لاسليک رد او د امريکا کنګرې ته د هغه انتقال مطرح کوي، دا په دغه مانا ده چې ټرامپ د مخکنۍ ادارې خلاف روان دی؛ هغه اداره چې له ایران سره یې اټومي هوکړه لاسلیک کړه او په سیمه کې یې د ایران لاس په دومره کچه وغځاوه چې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د امريکا په جګړه کې ايران د يوه بنسټيز تکيه ځای په توګه شمېرل کېدو؛ په ځانګړې ډول په سوریه کې. هو، د حریري استعفا د همداسې جوړښت په ترڅ کې وشوه.

د لبنان دولت یو کمزوری او پاشل شوی دولت دی. د لبنان د کورني فرقیي جوړښت له امله شونې نه ده چې اداره یې یوه لوري ته وسپارل شي. د ۲۰۱۷ م کال په اږدو کې د امریکایي چارواکو لیدنه او د لبنان په کورني سیاست کې لاسوهنه د پېښو لټونکو لپاره ښکاره وه. امریکا په غیر مستقیم ډول د سیمه ییزو دولتونو له لوري په لبنان کې لاسوهنه کوله او کورنۍ چارې یې تنظیمولې. سربېره پر دې، امریکا په ۶۰مه لسیزه کې د مصر په مرسته د جمال عبدالناصر په ریاست تکیه وکړه او تر ۷۰ یمې لسیزې پر لبنان واکمنه شوه. په ۱۹۸۹ م کال کې د طایف تړون له لارې؛ چې د فهد بن عبدلعزیز په ریاست چې سعودي عربستان د هغه یوه برخه وه، د سوریې دولت یې په خپل خدمت کې کړ.

په دې وروستیو کې له سعودي عربستان څخه د لبناني سیاستوالو لیدنې کتنې او د لبنان په کورنیو چارو کې د سعودي د بهرنیو چارو چارواکو څرګندونې ډېرې شوې دي؛ همدارنګه د حریري استعفا هم په سعودي پورې د تړلې العربیه شبکې له لوري اعلان شوه. پر همدغه اساس، د حریري استعفا پردغه دلالت کوي چې په اوس وخت کې د لبنان کورنۍ چارې د سلمان په رهبري د سعودی عربستان په لاس کې دي، چې تر شاه یې امریکا ده. د لبنان د کړکېچ له پیل څخه کورنی شورماشور په ځانګړي ډول کله چې د لبنان د پولي واحد لېرې حالت لوړ شو، داسې اندېښنې شته چې سعودي عربستان د لبنان پر وړاندې له اقتصادي وسلو ګټه واخلي او هغه ګواښونه چې د لبنان کورنۍ چارې د هغو دستورنو فرمان منلو لور ته بیايي چې پایلې به یې وروسته ولیدل شي.

کله حریري خپله استعفا وړاندې کوي، د سعودي د چارواکو څرګندونې، د ال سعود د څو تنو شاهزاده ګانو نیول، لکه د فساد په تور د سعودي د ملي ګارد د قومندان متعب بن عبدالله نیول او په ریاض کې د یو بالستیک توغندي په واسطه د ملک خالد فرودګاه الوتکه راګوزول، چې سرچینه یې یمن و، موخه ګرځول کېږي. دا په دې مانا چې د حریري استعفا یو تصادف نه و، بلکې پر يو وخت د حريري استعفا او د توغندي سقوط، د سعودي د شاهزادګانو د نیولو لپاره پوښښ و. تر ټولو جالبه دا چې د حریري استعفا په داسې بڼه وه او دا ښيي چې په خپله د دغه پرګرام په پلي کولو کې د ټرامپ ادارې، د وليعهد محمد بن سلمان ادارې او په خپله د سعد حریري کمزوري او سياسي تجربې دنشت له امله ناوړه تېروتنه وه.

په لنډ دول: له دندې د سعد حریري استعفا د سعودي عربستان په امر چې تر شا امريکا ده رامنځته شوې؛ ځکه په لومړي ګام کې بايد له سياسي پلوه د لبنان په دننه کې د سعد حریري لپاره د حيثيت اعاده شوې وای؛ په دویم قدم کې د امريکا د ګټو او منځني ختيځ کې د مدېريت د طريقې مطابق د ايران رول ليکل شوی وای او په درېیم قدم کې بايد پر لبنان د سعودي عربستان واکمني او د لبنان د کورنیو چارو اداره کول د امریکا د ګټو پر بنسټ پياوړې شوې وای.

د حریري استعفا دا ښیي چې د لبنان دولت یو پاشل شوی دولت دی. له منځه وړل یې ډېر اسانه او تر ټولو لږ سیاسي اراده او کورنۍ خپلواکي لري؛ ځکه دا ناشونې ده چې د لبنان رژیم دې په اوسني جوړښت کې د غرب له نفوذه ځان وژغوري؛ هغه جوړښت چې تل د امریکا په ګټه د لنبان په کورنیو چارو کې د غرب د لاسوهنې لامل کيږي. د لبنان دغه ستونزې د عثماني خلافت له وروستیو او د فرانسې او انګلیس د لاسوهنو له وخته دوام لري.

همدارنګه د فرانسوي جنرال ګورو له وخته چې په ۱۹۲۰ م کال کې یې لبنان د لوی لبنان په توګه اعلان کړ او د ۱۹۴۳ کال د خپلواکۍ په نوم اعلامیه چې لبنان پر فرانسې د انګلیس د فشار په وسیله اعلان شوه او وروسته له دې چې امریکا د ښکېلاک د پخوانيو سیمو څښتنه شوه، د یاد هېواد خلکو له بدبختۍ، بېوزلۍ او ناامنۍ پرته بل څه ونه لیدل.

لیکوال: عبدالطیف داعوق

ژباړن: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

د اسلامي خاورو چارواکو د ټرامپ د دښمنانه اعلامیې پر وړاندې سرونه ټيټ کړي دي!

  • خپور شوی په حزب

ټرامپ د اسلامي خاورو د چارواکو حقیقت نړۍ ته داسې څرګند کړ، چې ته به وایې لوڅ دي!

(ژباړه)

ټرامپ د ۶-۷/۱۲/۲۰۱۷ نېټه بیت المقدس د یهودي دولت د پلازمېنې په توګه اعلان کړ. د سپېنې مانۍ په یوه لیک کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی دی، راغلي دي چې د امریکا ولسمشر ټرامپ بیت المقدس د یهودي دولت د پلازمېنې په توګه اعلان کړی دی او د اسراییلو (یهودو) دولت ته یې ویلي دي چې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د لېږدولو لپاره چمتووالی ونیسي. ټرامپ په خپله یوه وینا کې داسې وویل: (پخوانیو ولسمشرانو هم د انتخاباتي مبارزو په ترڅ کې د دې ژمنه کوله چې د یهودي دولت پلازمېنه بیت المقدس ته ولېږدول شي، خو په لېږد یې بریالي نه شول. مګر زه به یې نن په خپله هلته ولېږدوم. (سرچینه: alarabiya.net؛ ۶/۱۲/۲۰۱۷م) له اعلان وړاندې د اسلامي خاورو زیاتره چارواکي لکه؛ سلمان، عباس، عبدالله، سیسي د مراکش ولسمشر شپږم محمد او نور چې مخکې د بیت المقدس د موضوع په اړه ګواښول شوي وو، ټرامپ خبر کړي وو چې څو ساعته وروسته نوموړی د بیت المقدس په اړه خپله پرېکړه اعلانوي. د دې ټولو سره سره دغو چارواکو د خپلو خلکو سکوت داسې وساته چې له ډبرو غږ واته مګر له دوی هېڅ نه اورېدل کېدل، ته به وایې چې د مړو هديره ده. خو نور سکوت بس دی او نور باید د سینما د لیدونکو غوندې چوپ نه و، ځکه دا د اسلامي امت لپاره لوی شرم دی.

رښتیا هم ظالم، احمق او د اسلام دښمن ټرامپ له یهودو سره خپله ژمنه پرځای کړله. په اصل کې کافران له یو بل څخه بېل نه دي، بلکې کافران د یوه مذهب په توګه په یوه کښتۍ کې سپاره دي او دا دې حیرانتیا خبره نه ده چې دوی د مسلمانانو پر وړاندې یوځای دي.

مګر د حیرانتیا خبره دا ده چې د اسلامي خارو چارواکي د کفارو د دغو ټولو رذالتونو سره سره بیا هم له دوی سره په دوستۍ کولو کې سیالي کوي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَىٰ أَوْلِيَاءَ ۘ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ﴾

[مایده:٥١]

ترجمه: اې مومنانو! یهود او نصارا د خپل ولي په توګه مه ټاکئ، ځکه دوی یو د بل ولیان دي او که په تاسو کې چا له دوی سره دوستي وکړه، نو هغه کس له همدوی څخه دی. پرته له شکه الله ظالمانو ته هدایت نه کوي.

اې مسلمانانو!

امریکا د یهودو دولت په ۱۹۴۸ کال کې په رسمیت وپېژانده او وروسته یې د دوی ملاتړ هم وکړ. مګر د اسلامي خاورو مشران چوپ پاتې شول او ناوړه لا دا چې له همدې کفارو سره یې دوستي وکړه او د دوی غلامي یې پیل کړه.

یهودیانو په دې بسنه ونه کړه، بلکې په ۱۹۶۷ کال کې یې د فلسطین پاتې خاوره او بیت المقدس هم اشغال کړل او امریکا یې هم ملاتړ کاوه. مګر د اسلامي خاورو چارواکي چوپ وو او د کفارو ژمن دوستان وو او ناوړه لا دا چې امریکا او ناولي یهودیان یې د خپلو ستونزو د حل کوونکو په توګه منلي وو او دې کار دوی هم رسوا او ذلیل کړل.

دغه لار ورکي چارواکي په دې دوکه وو، چې یهودیانو د امریکا د فشار په زور په فلسطین کې دولت جوړ کړ او که وسلي هم ونه لري، کولی شي چې د بیت المقدس په شرقي برخه کې پلازمېنه جوړه کړي. دوی په دې دوکې سره نور هم ذلیل شول او دوی بل چاته دوکه نه ورکوي، یوازې خپل نفسونه دوکه کوي. په اصل کې دوی د یوه سم لیدلوري د نشتوالي له امله ذلیل او بدبخته شوي دي.

په اوس وخت کې امریکا د ټرامپ په خوله دا اعلان وکړ او بیت المقدس چې د اسرأ او معراج سیمه، د مسلمانانو لومړۍ قبله او په ورته وخت کې د مسلمانانو درېیم مسجد چې هلته سفر کړلی شي له ختيځه تر لوديځه د یهودي دولت د پلازمېنې په توګه یې ومانه. مخکې له دې چې ټرامپ خپله پرېکړه اعلان کړي، د اسلامي خاورو د دوکه شوو چارواکو سره پرته له دې چې کوم امتیاز ورکړي په اړیکه کې و او دی پوهېده چې دوی ته د بیت المقدس ارزښت معلوم دی. نوموړي د خپلې پرېکړې له اعلان مخکې له دوی سره په اړیکه کې و او په خپله خبرو کې یې وویل چې نوموړی به خپل مرستیال د خبرو لپاره دغو چارواکو ته استوي. ټرامپ وویل چې د خپل مرستیال مایک پنس به په نېږدو ورځو کې منځني ختيځ ته استوي. (alarabiya.net؛ ۶/۱۲/۲۰۱۷م). دا هم رښتیا ده چې نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې د یو چا توهینول او ملنډې ورباندې وهل اسانه دي، مګر دا خبره خورا دردوونکې ده چې هغه تدریجي مرګ دی او بس.

اې مسلمانانو: دا څنګه شونې ده چې د یهودو د ناولو منګولو څخه د فلسطین د ازادولو په اړه به دوه هوښیار انسانان اختلاف ولري؟ دا څنګه شونې ده چې دوه هوښیار کسان به د امریکا او د دوی د دوستانو چې د یهودو لخوا یې ملاتړ کېږي پر وړاندې اختلاف ولري. ایا فلسطین د اسلامي خاورو د پوځونو په منسجمولو سره نه شي ازادېدلی دی؟ همدغه شیطاني او باطلې ډلې ته باید د اسلامي خاورو د پوځونو په لاسونو جزا ورکړل شي او ذلیل شي او دغه مقدسه خاوره د دوی له ناوړه شتون څخه پاکه شي ځکه الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿قَاتِلُوهُمْ يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ بِأَيْدِيكُمْ وَيُخْزِهِمْ وَيَنصُرْكُمْ عَلَيْهِمْ وَيَشْفِ صُدُورَ قَوْمٍ مُّؤْمِنِينَ﴾

[توبه: ١٤]

ترجمه: د دوی پر وړاندې جګړه وکئ، چې الله دوی ته ستاسو په لاسونو سزا ورکړي او دوی رسوا کړي او له تاسو سره الله په دوی باندې د غالبېدلو لپاره مرسته وکړي او د مومنانو سینو ته شفا ورکړي.

ایا د فلسطین ژغورل د یهودي بنسټونو د ملاتړو دولتونو سره په رښتینې جګړه کې نه دی؟ ایا دا د الله سبحانه و تعالی فرمان نه دی چې که چا اسلامي خاوره اشغال کړه او اوسېدونکې یې له خپلې خاورې وشړل، له اشغال شوې سیمې یې بېرته وباسو؟

﴿وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ﴾ 

[بقره: ١٩١]

ترجمه: او دوی داسې وباسئ، لکه څنګه یې چې تاسو ایستلي یاست.

ایا دا الهي فرمان د هغو کسانو په اړه نه دی چې د یهودي دولت ملاتړ کوي او اسلامي خاورې یې اشغال کړې دي او اوسېدونکي یې شړلي دي.

﴿إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَىٰ إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ﴾

[ممتحنه: ٩]

ترجمه: له شک پرته الله سبحانه و تعالی تاسو د کفارو له دوستۍ چې ستاسو پر وړاندې جګړه کوي او تاسو یې له خپلو سیمو شړلي یاست او  یا یې ستاسو په شړلو کې مرسته کړې ده، منعه کړي یاست او که چا له دوی سره دوستي وکړه، نو هغوی ظالمان دي.

ایا دا حقیقت هغه کسان درک کولی شي چې سالم زړونه، غوږونه او سترګې لري؟

اې مسلمانانو او اې د اسلامي خاورو پوځونو!

په ۱۹۴۸ کال کې د فلسطین د زیاتو سیمو اشغال او په اړه یې د اسلامي خاورو د چارواکو چوپتیا او د ازادولو لپاره یې د اسلامي خاورو د پوځونو نه منسجمول، یو لوی جنایت و. همدارنګه په ۱۹۶۷ کال کې د یهودو لخوا د پاتې فلسطین اشغال او په اړه یې بیا د اسلامي خاورو د چارواکو چوپتیا او د پوځونو نه منسجمول یو بل لوی او نه بښوونکی جنایت و او د یهودو د ملاتړو دولتونو پر وړاندې نه جګړه هم یو جنایت دی. له دغو هېوادونو سره دوستي او ژمنتیا د الله سبحانه و تعالی، رسول الله صلی الله علیه وسلم او مومنانو سره لوی خیانت دی.

ټرامپ د اسلامي خاورو د چارواکو حقیقت نړۍ ته داسې ښکاره کړی دی، چې ته به وایې لوڅ دي. دا چارواکي  په اسلامي خاورو واک او اختیار نه لري. که د اسلامي خاورو پوځونه نه شي کولی چې د دغې سپېڅلې خاورې د ازادولو لپاره د یهودو او د دوی د ملاتړو دولتونو پر وړاندې جګړه وکړي، دا خو کولی شي چې د اسلامي خاورو د خاینو چارواکو ناولي مخونو په خاورو وموښي او کله هم دا اجازه ورنه کړي چې دوی خپلو شومو موخو ته ورسېږي. په ټولو مسلمانانو او اسلامي پوځونو باندې لازمه ده چې دا ډارن چارواکي د قدرت له ګدۍ راکوز کړي او د نبوت پرمنهج خلافت تاسیس کړي. په دې سره به کافر ښکېلاکي ځواکونه کله هم دا جرات ونه کړي چې په اسلامي خاورو برېدونه وکړي او سربېره پر دې مسلمانان به د دوی لپاره خطر وي او د یهودو هیولا به ذلیله او ناهیلې شي. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَإِن يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنصَرُونَ﴾

[آل‎عمران: ١١١]

ترجمه: که دوی له تاسو سره جګړه وکړي، نو خامخا به تښتي او وروسته به یې هېڅوک هم مرسته ونه کړي.

 

حزب التحریر ستاسو د رښتینی لارښوود په توګه، چې رښتینولي او صداقت یې ټول امت ته ښکاره دی، تاسو ته خبر درکوي چې د چارواکو د خیانتونو او جنایتونو پر وړاندې باید چوپ پاتې نه شئ او دا خبروي مو چې د چارواکو مکر او دروغ مو دوکه نه کړي. په دې پوه شئ د فلسطین له لاسه ورکولو سره که چوپ شوئ، همداسې نورې خاورې به هم له لاسه ورکړئ.

د دغو خاینو او ذلیلو چارواکو د اطاعت لپاره هېڅ دلیل نشته، ځکه همدوی د یهودو له ناولو منګولو څخه د فلسطین د سپېڅلې خاورې د ازادولو لپاره خنډونو جوړوي. په دغه حساس پړاو کې له دوی څخه پیروي د دنیا د خوارۍ او اخرت کې د سخت عذاب لامل ګرځي. ستاسو د ځينو همکارانو خبرې چې له همدغو فاسدو چارواکو څخه پیروي کوي، تاسو ته هېڅ ګټه نه لري، ځکه همدغه دوکه کوونکې خبرې او بیانیې به ناوړه پایلې ولري. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا﴾

[احزاب: ٦٧]

ترجمه: او دوی وايي چې اې زموږ ربه! موږ له خپلو مشرانو او رهبرانو څخه پیروي کوله او موږ یې لار ورکي کړلو.

 

په اصل کې، د دغو احمقو چارواکو پیروي په دنیا کې د لار ورکۍ او په اخرت کې د سخت عذاب لامل ګرځي. دوی هغه چارواکي دي چې یوازې دروغ وایي، خیانت کوي او خلک لار ورکي کوي او د دوی په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«أَنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم قَالَ لِكَعْبِ بْنِ عُجْرَةَ: أَعَاذَكَ اللَّهُ مِنْ إِمَارَةِ السُّفَهَاءِ. قَالَ: وَمَا إِمَارَةُ السُّفَهَاءِ؟ قَالَ: أُمَرَاءُ يَكُونُونَ بَعْدِي لَا يَقْتَدُونَ بِهَدْيِي وَلَا يَسْتَنُّونَ بِسُنَّتِي، فَمَنْ صَدَّقَهُمْ بِكَذِبِهِمْ وَأَعَانَهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ فَأُولَئِكَ لَيْسُوا مِنِّي وَلَسْتُ مِنْهُمْ وَلَا يَرِدُوا عَلَيَّ حَوْضِي، وَمَنْ لَمْ يُصَدِّقْهُمْ بِكَذِبِهِمْ وَلَمْ يُعِنْهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ فَأُولَئِكَ مِنِّي وَأَنَا مِنْهُمْ وَسَيَرِدُوا عَلَيَّ حَوْضِي.»

(رواه احمد)

ترجمه: رسول الله صلی الله علیه وسلم کعب بن عجزه ته وویل: الله سبحانه و تعالی ته له احمقو چارواکو څخه پناه وړم، کعب ورته وویل یې چې دا احمق چارواکي څوک دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: له ما وروسته به داسې چارواکي راشي چې زما له سنتو به پیروي نه کوي او زما په لارښوونو پسې به اقتدا نه کوي. هغه کسان چې د دوی دروغ تصدیقوي او له دوی سره په ظلم کې مرسته کو چې  به کعب بن عجزه فرمودند: پناه میبرم به الله(سبحانه و تعالی) برای شما از امارت امیران بدبخت و ظالم؛ کعب فرمود: امارت امیران بدبخت چیست؟ رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمودند: امیرانی پس از من خواهند آمد که از سنت من پیروی نمیکنند. کسانیکه دروغهای آنها را تصدیق میکنند و آنها را در ظلم شان یاری میکنند از من نیستند و من از آنها نیستم، و مرا در حوض کوثر در بهشت ملاقات نخواهند کرد. و کسانیکه دروغهای آنها را تصدیق نمیکنند و آنها را در ظلم شان یاری نمیکنند آنها از من اند و من از آنها و در حوض کوثر در بهشت باهم ملاقات خواهیم کرد.

فلهذا، ای مسلمانان! به خاطر از میان برداشتن حاکمیت باطل حکام امروزی و تأسیس دولت اسلامی(خلافت) بپاخیزید تا باشد که سعادت دنیا و آخرت را به دست آورید. الله سبحانه و تعالی می‎فرماید:

﴿وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ بِنَصْرِ اللَّهِ ۚ يَنصُرُ مَن يَشَاءُ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الرَّحِيمُ﴾

[روم: ۵-۴]

ترجمه: و در آن روز، مؤمنان(بخاطر پیروزی دیگری) خوشحال خواهند شد. به سبب یاری الله(سبحانه و تعالی)؛ و او هر کی را بخواهد یاری میدهد؛ و او صاحب قدرت و رحیم است!

حزب التحریر

د مطلب ادامه...

مالیزیا: د حزب التحریر پر وړاندې د بې بنسټه فتوا په اړه قضایي مراجعه

وړاندې کوونکی: حزب التحریر/ مالیزیا     د صباح ایالت د مرکز کوتا کینابالو سترې محکمې ته د هغې بې بنسټه فتوا په اړه،  قضایې مراجعه، چې د صباح فتوا د شورا له خوا د حزب پر وړاند صادره شوې وه.                                          ۱۴۳۹ه.ق، د ربیع الاول ۱۷مه، سه شنبه/ ۲۰۱۷م، د ډسمبر ۵مه

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې