دوشنبه, ۱۹ شوال ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۴/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د ظلم د مخنيوي لپاره په دارالکفر کې محکمو ته تګ

  • خپور شوی په فقهي

پوښتنه:

محترمه وروره السلام عليکم ورحمت الله! زه له تاسو څخه يوه پوښتنه کوم. د سورت النسا په ۶۰م ايت کې الله سبحانه وتعالی موږ منعه کړي یو، چې د قضاوت لپاره باید طاغوت ته ور نشو. د خلافت په نشتون کې خو ټولې اسلامي خاورې د طاغوتي مشرانو له لوري اداره کېږي. که موږ غواړو يوه شخړه حل کړو، ايا کولای شو چې د طاغوتي مشرانو محکمو ته ورشو؟ مثلا زما د کورنۍ پر يوه غړي جنسي تېری کېږي، ایا زموږ ورتګ هغو محکمو ته روا دی چې پرېکړې يې د ډيموکراتيک طاغوت پر مټ ترسره کېږي؟ دوی د اسلامي شريعت پر بنسټ پرېکړه نه کوي. الله سبحانه وتعالی موږ طاغوت ته له ورتګ څخه منعه کړي يو، ځکه چې شخړې د الله سبحانه تعالی له قانون پرته په خپل قانون سره حلوي.

جزاک الله خیرا، وروره!

ځواب:

وعليکم السلام ورحمت الله وبرکاته

موږ مخکې د ۲۰۰۹ کال فبرورۍ پر ۱۸ مه يوې پوښتنې ته په ځواب کې داسې لیکلي وو:

 «د هغو خلکو لپاره چې په دارالکفر کې اوسېږي او هلته شرعي محکمې نه وي، دا روا ده چې له ځان څخه د ظلم د مخنيوي او له خپل حق څخه د دفاع په موخه په دارالکفر کې محکمو ته لاړ شي. البته د هغه حق لپاره چې اسلامي شريعت ده ته ورکړی وي، نه هغه حق چې د دوی قانون ده ته ورکړی وي او د شریعت خلاف وي.

د بېلګې په توګه که يو څوک له ده څخه غلا وکړي، اسلام غلا شوي شيان بيرته هغه ته ورکوي؛ له همدې امله د هغه چا لپاره چې غلا ترې شوې وي روا ده، ترڅو د خپلو غلا شوو شیانو لپاره محکمو ته لاړ شي.

 بله بېلګه، که يو څوک د خپل کور د پلور بيانه ترلاسه کړي او پېرودونکی ژمنه وکړي چې پاتې مبلغ به له پلان سره سم ورکوي، خو پېرودونکی يوازې په بيانه ورکولو بسنه وکړي او پلورونکي ته د پاتې مبلغ له ورکولو ډډه وکړي يا هغه پور رد کړي. له دغه حقيقت سره چې پېرودونکي کس ياد کور پېرلی وي او اوس ژوند پکې کوي. په داسې حال کې اسلام د پلورونکي حق له پېرودونکي څخه اخلي، له همدې امله د پلورونکي لپاره روا ده چې محکمې ته لاړ شي او د خپل کور هغه پاتې بيه ترلاسه کړي، چې پيردونکی يې ردوي.

يعني د ده لپاره روا ده چې د ظلم د مخنيوي په موخه په دارالکفر کې محکمو ته لاړ شي او خپل حق تر لاسه کړي؛ په دې شرط چې دا حق په اسلامي شريعت کې هم شته وي.

له بل لوري، که حق د وضعي قوانينو له مخي ټاکل شوی وي او له اسلامي قانون سره په ټکر کې وي، نو ده ته روا نه ده چې محکمې ته لاړ شي او د شریعت خلاف حق ترلاسه کړي:

د بېلګې په ډول که يو څوک په ګډ سهامي شرکت کې ونډې لري او هغه شرکت د باطل (ناروا) تړون پر بنسټ تشکيل شوی وي. کله چې ونډه لرونکو ته د ونډې د ګټې د وېش وخت را ورسېږي او یو څوک ووايې چې د ده د ونډې ګټه تر هغه څه چې بايد وی لږ ده. په داسې حال کې روا نه ده چې په دارالکفر کې محکمو ته د خپلو ونډو د پوره ګټې لاسته راوړلو په موخه لاړ شي، ځکه چې د ياد سهامي شرکت جوړښت باطل (ناروا) دی او لاسته راغلې ګټه د شريعت له نظره جواز نه لري. له همدې امله پر یو مسلمان باندې واجب ده چې د دغه ډول جوړښت لرونکي شرکت څخه ځان وباسي.

بله بېلګه، که يو څوک خپلې پيسې یوه سودي بانک ته په يوه ټاکلي اندازه سود سره ورکړي او کله چې بانک د ده ونډه ورکوي، د سود اندازه تر هغه څه لږ محاسبه کړي چې له ده سره هوکړه پرې شوې وي. په داسې حال کې هغه ته روا نه ده، چې په دارالکفر کې محکمې ته مراجعه وکړي او د پوره سلنې سود لپاره هلته ادعا وکړي او یا هم بانک اړباسي چې د سود سلنه پوره ورکړي، ځکه چې دغه حق د انسان په لاس جوړ شوي قانون وضع کړی او سودي بانکونو ته يې د فعاليت اجازه ورکړې ده، خو د اسلامي قوانينو له مخې دا کار حرام ګڼل شوی دی. له همدې امله پر مسلمان باندې واجب ده، چې له سودي بانکونو سره دا ډول هوکړه لغوه کړي.

په پای کې ويلای شو، که پر یو چا ظلم کېږي یا يو څوک له خپل حق څخه بې برخې کېږي او دا حق په اسلامي شريعت کې د ده لپاره ثابت وي، نو دی د دارالکفر په سیمه کې د خپل حق د جبران لپاه د هغوی محکمو ته تللی شي، ترڅو پر ده د ظلم مخه ونيول شي. د دې پرخلاف، که چېرې یاد حق ده ته وضعي قوانينو ورکړی وي او د اسلام خلاف وي، نو ورته روا نه ده چې د دارالکفر په سیمه کې د هغوی محکمو ته لاړ شي او خپل حق ترلاسه کړي... په هر حال، د ده لپاره غوره دا ده چې دغه ډول محکمو ته له ورتګ مخکې باید نېکو منځګړو کسانو ته لاړ شي او هڅه وکړي چې د دوی له لارې خپل حق تر لاسه کړي.» زموږ د پخواني ځواب پای.

هيله لرم چې د خپلې پوښتنې پوره ځواب به دې ترلاسه کړی وي. الله سبحانه وتعالی پوره عالم او د حکمت څښتن دی.

ستاسې ورور، عطا بن خليل ابوالرشته 

ژباړن: صديق احمدزی

 

د مطلب ادامه...

د اسلام بیا را ژوندي کول یوازې د خلافت په واسطه ممکن دي؛ نو پرېږدئ چې د واک خاوندان یې د تاسیس لپاره نصرت ورکړي Featured

  • خپور شوی په پاکستان

له هغې وروسته چې د پاکستان د سمندري ځواک رییس ظفر محمد عباسي د ۲۰۱۹م کال د ډسمبر په ۷مه پر خپل ټوېټر د اسلام د نړیوالې واکمنۍ غوښتنه وکړه، د دغه هېواد په ټولنیزو رسنیو کې تاوده بحثونه راپورته شول. هغه وویل، چې پاکستان د اسلام د نړیوال عزت د بېرته را ګرځېدو لپاره د پیل نقطه کېدلی شي. همداراز نوموړي زیاته کړه؛ مسلمانانو د اسلام په وسیله پر نړۍ حاکمیت وکړ او غربیان بیا د دین پر پرېښودلو سره پر نړۍ واکمن شول. په حقیقت کې د دغې خاورې د وسلوالو ځواکونو په ګډون د هر مسلمان واقعي هلیه همدا ده، چې اسلام یو ځل بیا خپل حاکمیت ترلاسه کړي. په هر حال اوسنيو چارواکو ته باید زموږ د اسلامي احساساتو د غلطې رهبرۍ اجازه ورنه کړل شي او پرېنښودل شي چې زموږ ژوند د چټلې ډیموکراسۍ په یوې بلې بڼې (پارلماني او ریاستي) سره رنګ کړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ

[البقره ۲:۴۲]

ژباړه: باطل له حق سره مه ګډوئ او له پوهېدو سره سم د حق پټولو هڅه مه کوئ!

اې د پاکستاني پوځ وسلوالو افسرانو! د هغه مادي قدرت په واسطه چې الله سبحانه وتعالی درکړی، تاسو دا توان موندلی شئ، چې پاکستان د اسلام په بېرته واکمنېدو کې د یوازنۍ تګلارې لپاره د پیل نقطه شي. د نبوت پر تګلاره د خلافت د بیا تاسیس لپاره حزب التحریر ته نصرت ورکړئ، ترڅو د ډیموکراسۍ بدبویه جسد تر خاورو لاندې شي. له خپل دغه قدرت څخه د یوه داسې دولت په جوړولو کې ګټه واخلئ، چې د اساسي قانون هره ماده یې له قران او سنتو څخه اخیستل شوې ده. هغه دولت چې ټولې اسلامي خاورې به د وېشل کېدو پر ځای د واحد اسلامي دولت برخه وګرځوي. داسې یوې اسلامي رهبرۍ ته نصرت ورکړئ، چې د دښمن نظامي تیري ته د خبرو، ټویټونو او مذاکراتو پر ځای د وسلو او جنګ په ژبه ځواب ورکړي. داسې دولت تاسیس کړئ، چې د مسلمانانو اقتصادي سرچینې د ښکېلاکګرو له منګولو وژغوري او د مسلمانانو د سوکالۍ لپاره یې وکاروي.

په حقیقت کې خلافت د خپلې خوښې انتخاب نه دی، بلکې د ټول اسلامي امت وجیبه ده؛ چې په اړه یې بې پروایي کول هغه ناوړه مرګونه دي، چې له اسلام پرته مو له منځته وړي. په همدې اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَنْ مَاتَ وَلَيْسَ فِي عُنُقِهِ بَيْعَةٌ مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً»

(مسلم)

ژباړه: هغه څوک چې له امام (خلیفه) سره له بیعت پرته مړ شي، مرګ یې د جهالت دی.

د خلافت د تاسیس لپاره کار کول پر ټول اسلامي امت واجب دي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«وَإِنَّهُ لَا نَبِيَّ بَعْدِي وَسَتَكُونُ خُلَفَاءُ فتَكْثُرُ» قَالُوا: فَمَا تَأْمُرُنَا؟ قَالَ: «فُوا بِبَيْعَةِ الْأَوَّلِ فَالْأَوَّلِ وَأَعْطُوهُمْ حَقَّهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ سَائِلُهُمْ عَمَّا اسْتَرْعَاهُمْ»

(بخاري)

ژباړه: له ما وروسته به بل پیغمبر را نه شي، بلکې ګڼل شمېر خلفاء به وي. صحابه وو ترې وپوښتل: موږ باید هغه مهال څه وکړو؟ رسول الله صلی الله علیه ځواب ورکړ: د لومړي خلیفه بیعت ته ژمن اوسئ، اطاعت یې وکړئ او حق یې ادا کړئ؛ ځکه الله سبحانه وتعالی به له دوی څخه د خپل امانت په اړه پوښتنه وکړي.

نو په خپل نصرت سره پر نړۍ د اسلام بیاځلي واکمني رهبري کړئ، ترڅو د الله سبحانه وتعالی رضایت ترلاسه کړئ.

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

څوک به د ختیځ ترکستان ملاتړ وکړي او څوک به د چین د ظلمونو مخه ونیسي!؟ Featured

د حزب التحریر ولایه ترکیې څانګې په انقره کې د ملکه خاتون جومات، په استانبول کې د چین قونسلګرۍ، په ادانه کې د اولو جومات، په هیټي سیمه کې د السینا جومات او په مرسن کې د اولو جومات مخې ته د ډسمبر پر ۱۳مه د «څوک به د ختیځ ترکستان ملاتړ وکړي او څوک به د چین د ظلمونو مخه ونیسي!؟» تر شعار لاندې لاریون وکړ. له ختیځ ترکستان څخه یو شمېر نارینه او ښځینه مسلمانانو کډوالو هم په دغو لاریونونو کې برخه اخیستې وه او په لاندې مسایلو یې ټینګار کاوه:

اې مسلمانانو! د بشر د غوره امت (ختیځ ترکستان) د ژړاوو غږونه الهي تخت لړزوي، ایا تاسو یې نه اورئ؟ د دوی چیغو د الله سبحانه وتعالی د مهربانۍ تخت ته ټکان ورکړ، ایا تاسو یې نه احساسوئ؟ د اوېغور مسلمان وروڼه په ډېرې بې رحمۍ سره وژل کېږي، ایا تاسو یې نه وینئ؟ د چین دولت دوی له داسې ظلم او شکنجې سره مخ کړي، چې د هر انساني بشر زړه ټوټې کوي. څوک به د دغو ظالمو کمونستانو ظلم ته د پای ټکی کېږدي؟ څوک به داوېغور د مسلمانانو ګیلې ختمې کړي؟ ایا بیا هم پر ملګرو ملتونو باور کولی شو، چا چې د بوسینیا مسلمانان د صرب د قصابانو تر چړو ورسول!؟ ایا تاسو اوس هم د ملګرو ملتونو مرستې ته په تمه یاست!؟ هغوی چې تل یې اسلامي خاورې د امریکایي ګټو د خوندي کولو په موخه اشغال کړې دي. په الله سبحانه وتعالی قسم چې ملګرو ملتونو ته د ختیځ ترکستان د مسلمانانو د برخلیک سپارل د دوی پر حقوقو د تیري پر مانا دی او دا د ختیځ ترکستان د مسلمانانو پر وړاندې له خیانت پرته بل څه نه دي.

اې د اسلامي نړۍ چارواکو! تاسو ډېرې تېروتنې وکړې! تاسو خپلې سوداګرۍ ته پر خپل بشریت، غرور او عزت لومړیتوب ورکړ او له چين سره د خپلو اړیکو د ساتلو په موخه مو د اوېغور مسلمانان له یاده وایستل. په داسې حال کې چې د اوېغور د مسلمانو وروڼو او خویندو دفاع پر تاسو واجب ده؛ نو له خپلو وروڼو او د اوېغور او ختیځ ترکستان له هغو کډوالو څخه مخ مه اړوئ چې د خپلو وروڼو په توګه یې تاسو او اناتولیا سیمې ته، چې په مهربانۍ مشهوره ده، پناه دروړې ده.

او اې د چین اشغالګرو کفارو! د اسلامي نړۍ د واکمنانو پر خاموشۍ او خپل شمېر مه تېروځئ. تاسو باید پوه شئ، چې دغه ظلمونه به مو د قیامت تر ورځې دوام ونه کړي. ډېر ژر به د الله سبحانه وتعالی په رضا د نبوت پر تګلاره راشده خلافت تاسیس شي او مسلمانان به تر یوه بیراغ لاندې سره را ټول کړي. دوی او د دوی موخې به متحدې کړي. پوځونه به یې یو ځای او ستاسو د ظلمونو په ګډون به نورو ټولو ظلمونو او جنایتونو ته د پای ټکی کېږدي.

اې په ختیځ ترکستان کې زموږ مسلمانو وروڼو! پر روانو ظلمونو سربېره خپل دین ته غاړه کېږدئ، پر خپله عقیده ټینګ اوسئ او د خپلو ماشومانو لپاره مو د اسلامي عقیدې زده کړې ته دوام ورکړئ. دا عقیده تاسو، ستاسو ماشومان او هغه راتلونکی نسل ژغوري، چې له تاسو وروسته به دې نړۍ او د حساب ورځې ته راځي.

له هغو خلکو سره پام کوئ، چې ستاسو ستونزې ته د اسلام له زاویې نه ګوري او تاسو توکمپالنې او قومپالنې ته هڅوي. یاد ساتئ چې د ختیځ ترکستان مسله په اسلامي امت پورې تړاو لري او کله چې اسلام نه وي، نو هېڅ کور او هېواد به نه وي! الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿إِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ

[غافر: ۵۱]

ژباړه: باور ولرئ، موږ هرومرو هم په دې دنیا او هم په اخرت کې، چې شاهدان ولاړ وي، د خپلو پیغمبرانو او مومنانو مرسته کوو.

د حزب التحریر-ولایه ترکیه مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

د ټویټر په کمپاین کې د عبدالهادي ورور د خوشې کولو غوښتنه

#FreeAbdulHadi

https://twitter.com/intent/tweet?lang=ar&url=http://www.hizb-ut-tahrir.info/en/index.php/dawah/pakistan/18684.html&via=hizbuttahrir&text=%23FreeAbdulHadi

د رژیم بدماشان ځینې په یونفورم کې او ځینې یې له یونیفورم پرته د غلو په څېر د غوره قوم د رڼا د څرګ د مخنیوي لپاره د نومبر په ۲۰ په توره شپه کې په کراچۍ ښار کې د عبدالهادي ورور پر کور برید کوي؛ دی او پلار یې برمته کوي چې د زړه ناروغي لري. دا روښانه خبر ده چې دا رژیم له هغو مسلمانانو چې د قران او سنت پر بنسټ حکومت غواړي په بې رحمۍ سره چلند کوي؛ د هغوی د کور حرمت ته پاملرنه؛ مشرانو ته احترام او پر ناروغانو رحم نه کوي.

الله سبحانه و تعالی دې زموږ ډال د نبوت پر منهج راشده خلافت بیا راوګرځوي.

اللهم امین

حزب التحریر ولایه پاکستان د عبدالهادي ورور د بیا خوشې کېدو لپاره ټویټر کمپاین ته تاسو رابولي.

د پاکستان پر وخت ۱۰ بجې ماښام

د مطلب ادامه...

اې د پاکستان حکامو! د خلافت د ملاتړو ځورول د الله سبحانه و تعالی د قهر سبب کېږي، له دې کاره لاس واخلئ Featured

  • خپور شوی په پاکستان

د خلافت د داعي عبدالهادي له تښتولو نیږدې درې اونۍ تېرېږي؛ خو د روغتیا او ځای په اړه یې تر اوسه کورنۍ ته کوم معلومات نه دي ورکړل شوي. د روان کال د نومبر په ۲۰مه، د رژیم جنایتکارانو، چې د ځینو یې یونیفورم پر تن و او د ځینو نه، نیمه شپه د غلو په څېر په کراچۍ کې د عبدالهادي پر کور چاپه ووهله او نوموړی یې له خپل بوډا پلار سره – چې د زړه ناروغي لري- ونیو. په دې توګه رژیم له هغو مسلمانانو سره ډېر وحشیانه عمل کوي چې د قران او سنتو د حاکمیت غوښتنه کوي؛ د کورنو حرمت ته فکر نه کوي او نه د ناروغ او بوډا خیال ساتي. خو که خبره د ابهینندان او ګلباشان وي، بیا نرمېږی او په اشغال شوي کشمیر کې د مودي د وحشت پر وړاندې هم صبر او هم حوصله کوي.

د باجوه-عمران رژیم د نبوت پر منهج د خلافت د داعیانو په ځورولو سره خپله هغه ادعا تر پښو لاندې کوي، چې ګواکي هغه دولت به جوړوي چې وروستي پیغمبر محمد صلي الله علیه وسلم تاسیس کړی و. د دوی لپاره د هغه پرهېزګاره نسل بېلګه سمه نه ده، دغه رژیم د مشرکو قریشو پر لار ځي، هغوی هم مسلمانان یوازې د دې لپاره ځورول چې یوازې د الله سبحانه و تعالی عبادت ته یې دعوت کاوه. کټ مټ لکه قریش، دغه رژیم هم د اسلام د دښمنانو پر وړاندې نرم او زړه‌سوانده دی؛ خو د مومنانو پر وړاندې سخت‌زړی دی.

اې د پاکستان مسلمانانو! پاکستاني حکامو عبدالهادي سره له دې ونیو، چې د نوي پاکستان (نیا پاکستان) پروژه له تاریخي ناکامۍ سره مخ شوه او د پاکستان لپاره د مخ پر وړاندې تګ یوازينۍ لار د اسلام حاکمیت دی. دوی په هغه دولت کې چې د اسلام په نامه جوړ شوی، د خلافت له دعوتګرو او ملاتړو سره ظلم کوي او هغوی ځوروي؛ الله سبحانه و تعالی خبرداری ورکوي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ فَتَنُوا الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَتُوبُوا فَلَهُمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ وَلَهُمْ عَذَابُ الْحَرِيقِ

[البروج:۱۰]

ژباړه: چاچې پر مومنو نارینه‌وو او ښځو باندې ظلم او تېری وکړ او بیا یې توبه ونه اېستله، هرو مرو د هغوی لپاره د دوزخ عذاب او د هغوی لپاره د سوزېدو سزا ده.

دغه ګنهکاره حکام د هغو مسلمانانو پر وړاندې بې رحمه دي چې د ما انزل الله د حاکمیت لپاره دعوت کوي او د شریعت پلي کول غواړي؛ رسول الله صلي الله علیه وسلم په یوه قدسي حدیث کې فرمایي:

«إِنَّ اللَّهَ قَالَ مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ»

(بخاري)

ژباړه: الله سبحانه وتعالی فرمایلي دي، زه د هغه چا پر وړاندې د جګړې اعلان کوم چې زما دوست (ولي) ځوروي.

نو اې د اسلامي امت مخلصینو، په ځانګړي ډول ژورنالېستانو او د بشري حقونو فعالانو، ځانونه مو د حکامو په دغه ښکاره او ناوړه ګناه کې مه شریکوئ او د خلافت د دعوتګرو او ملاتړو د ځورنې د پای ته رسولو لپاره غږ اوچت کړئ!

حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

په عراق، لبنان او ایران کې عمومي لاریونونه

  • خپور شوی په سیاسي

پوښتنه:

موږ پوهېږو چې په عراق، لبنان او ایران کې په خودجوشه ډول عمومي لاریونونه د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۵مه پیل شول؛ ایا همداسې ده؟ ایا په دغو دریو واړو هېوادونو کې چې د امریکا تر نفوذ لاندې دي، د کومې اروپایي لاسوهنې مسله ده؟ ایا په دغو دریو هیوادونو کې به امریکا د خپلو مزدورانو د بدلېدو هڅه وکړي، که به حالات همداسې روان وي؟ هغه هڅه چې په سوډان او مصر کې یې وکړه، چې ځینې یې په نورمال او ځینې یې د پوځ په واسطه بدل کړل. الله سبحانه وتعالی دې اجر درکړي.

ځواب:

د دې لپاره چې پورتنۍ پوښتنې ځواب شي، اړتیا ده چې لاندې ټکو ته اشاره وکړ:

لومړی: د لاریونونو لمسوونکي لاملونه:

هو، لاریونونه په دریو واړو هېوادونو کې نژدې په يوه وخت کې را پیل شول او لمسوونکو عواملو ته يې په لاندې ډول لنډه اشاره کوو:

۱- د عراق لاریونونه: د عراق اعتراضونه د ۲۰۱۹م کال اکتوبر په لومړیو کې په پراخو لاریونو او پرلتونو واوښتل او وروسته بیا همدا لاریونونه په بغداد کې د پلونو د او نورو عمومي سرکونو د تړلو لامل شول. دا لاریونونه د هېواد د اقتصادي حالت د لاخرابوالي، په دولتي ادارو کې د اداري او مالي فساد د خپرېدو او پراخې بېکارۍ په غبرګون کې پیل شول. اعترضونه په خودجوشه ډول را پیل شول، چې وروسته بیا په ډېرو خواشینونکو اعتراضونو واوښتل او د خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړ. حکومت په خپله شپاړلس کلنه دوره کې په دې ونه توانېد چې د برېښنا ستونزه حل کړي، ځوانانو او فارغ التحصیلو لپاره دندې پیدا کړي او د پراخو نفتي زېرمو په شتون کې د خلکو لوږه ختمه کړه. لاریونونو هغه وخت لا زور واخیست، چې حکومت په ځوابي عملیاتو کې ۳۵۰ لاریونوال ووژل او په زرګونو نور يې ټپیان او بندیان کړل. لاریونکوونکو د ایران پلوه ګوندونو دفترونو ته اور ورته کړ، د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۲۰مه یې په کربلا کې د ایران کونسلګري لومړی په ډبرو وویشتله او بیا يې وسوځوله؛ غوښتنه یې دا وه چې دا کونسلګري دې له دغه ښاره لرې شي. د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۲۷مه يې په نجف کې هم د ایران کونسلګري وسوځوله. د عراق حکومت دغو لاریونونو هغه مهال لا ډېر وارخطا کړ، چې په حکومت پلوه سیمو (بغداد، ناصریه، کربلا، نجف او نورو) کې لاریونونو زور واخیست. د دغو لاریونونو پایلې دومره سختې وې، چې عبدالمهدي نور د خپل واک په ساتلو کې پاتې راغی او د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۳۰مه یې استعفا ورکړه. د عراق پارلمان هم د ده استعفا د ۲۰۱۹م کال د ډسمبر په ۱ ومنله.

۲- د لبنان لاریونونه: د لبنان اقتصاد د بشپړې ویجاړۍ پر څنډه ولاړ دی او یا هم بشپړ ویجاړ شوی دی. د لبنان د حکومت پورونه د ۲۰۱۹ م کال په پیل کې ۸۵،۳۲ میلیارډه ډالر وو (العربيه الجدید، ۲۰۱۹/۳/۱۵). دا ډېر لوی پورونه دي، چې د لبنان د دولتي عوایدو نیمايي برخه يې په سود ورکولو لګېږي. د لبنان د ناخالص ملي تولید کچه ۱.۵۲ سلنه ده او د پورونو د سود کچه یې نږدې نیمايي دولتي بودجه کېږي (بي بي سي ۲۰۱۹/۱۰/۲۸). دغو د پانګې جرمونو د بېکارۍ کچه په هغو کسانو کې چې عمرونه یې د ۳۵ کلونو څخه ټیټ دي  ۳۷ سلنې ته پورته کړې ده (بي بي سي ۲۶/۱۱/۲۰۱۹). د دغې بشپړې اقتصادي ویجاړۍ له امله چې خلکو ته د سیاسي طبقې له لوري ورسېده، د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر په ۱۷مه د واټساپ یوه پیغام د لبنان په کوڅو کې اورنه بل کړل. لاریونوالو د وکیلانو دفترونه وسوځول. په ځانګړې توګه په جنوبي لبنان، بیروت، النبطیه او صور کې له غوسې څخه ډک پراخ لاریونونه را ووتل. دوی په سملاسي ډول د حکومت د استعفا غوښتنې پیل کړې او ان د ټول لبنان د سیاسي کړیو د بشپړ بدلون غوښتنې يې کولې. له هغه امنیتي ذهنیت سره چې دولت او د هغه پلویان یې په لبنان کې لري؛ د ایراني حزب (حزب الله) پلویانو هڅه وکړه، ترڅو د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر په ۲۴ او ۲۵مه لاریونوال د څلورلارو په نیولو سره ووېروي. بیا دا کار د ایران حزب او د امل حرکت پلویانو په تکرار سره په بیروت کې وکړ. 

۳- د ایران لاریونونه: د ایران رژیم د خپلو محوري دولتونو (هغه دولتونه چې په یو ډول د ایران پر محور را څرخي) په پرتله په غوره حالت کې نه دی. عراق، لبنان او سوریه له دوی وړاندې د غوره حکومتولۍ لپاره کومه پایداره تګلاره نه لري، چې له امله یې انقلابي ګارډ د ایران د اقتصاد ډېر سکتورونه په خپل واک کې ساتلي، غیر فارسي سیمې یې تل له پامه غورځولي دي او د هېواد په شاوخوا کې یې د داسې ښارونو کړۍ جوړه کړې چې تل په بدبختۍ کې ډوب دي. د ایران په مرکزي او سرحدي سیمو کې اقتصادي حالت د نړېدو تر بریده رسېدلی. دا د یو داسې رژیم لپاره د شرم خبره ده چې د اټومي او توغندیز پروګرام لاپې وهي او په ښارونو کې یې خلک د پترولو د کمښت له امله عمومي لاریونونو ته مخه کوي. دغه کمښت د تېلو د چاڼ د دستګاوو د نشتون له امله را منځته شوی دی، د هغو هېوادونو نیمګړی صنعت چې د خپلو خلکو د ملکیت ساتنه کوي. له ۲۰۱۷م کال راهیسې په ایران کې د پترولو په مصرف کې نږدې۴۰ سنله زیاتوالی راغلی، خو حکومت بیا هم نه دی توانېدلی چې په هرمزګان ولایت کې د تیلو د چاڼ مرکز فعال وساتي. په زیاته کچه پترول د بانډونو له لوري له ایران څخه بهر ته قاچاقیږي او لامل یې هم په سیمه کې د پترولو د بیو توپیر دی. د دغو بانډونو پېژندنه د دولت لپاره کومه سخته چاره نه ده او دا د دولت د ناکامۍ بل مظهر دی چې د ډېرې حیاتي سرچینې (تېلو) په مدیریت کې پاتې راغلی دی. له همدې امله دولت د پترولو په بیو کې تر ۳۰۰ سلنې پورې لوړوالی راوستی. دغه کار د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۱۵مه په تهران او نورو لسګونو ایراني ښارونو کې اعتراضونه را وپارول. لاریونونه سخت شول بانکونو ته اور ورته کړ، ایراني ملکیتونه، دولتي او امنیتي دفترونه تر برید لاندې راغلل او د دغو هرڅه په ځوابي عمل کې د ایران حکومت پر لاریونکوونکو انټرنټ بند کړ. د ایران رژیم د لاریونکوونکو پر وړاندې بې ساری توند چلند غوره کړ او لاریونکوونکو ته يې په ټوپک او مرمۍ سره ځواب ورکړ. دا چې ایراني امنیتي ځواکونو د لاریونوالو او ایراني اپوزیسیون پر ضد خپل توند چلند ته داوم ورکړ، نو د نوامبر پر ۲۳مه د وژل شویو کسانو شمېر تر ۳۰۰ کسانو واوښت. دوی د وژل شویو له ډلې څخه د ۹۹ کسانو نومونه مستند کړي، تر ۴۰۰۰ زیات کسان ټپیان شوي او تر ۱۰،۰۰۰ زیات کسان بندیان شوي دي. حتا دا نښې لیدل شوې چې د ایران انقلابي ګارډ ساتونکو له روغتونو څخه د لاریونکوونکو جسدونه نامعلوم ځای ته نقل کړي دي. (عربي انډپینډنټ ۲۰۱۹/۱۱/۲۴).

دویم: دا لاریونونه اوس هم په خودجوشه ډول د اروپا له لاسوهنې پرته روان دي.

اروپا هڅه وکړه چې له دغو لاریونونو څخه د خپل ځان په ګټه کار واخلي، خو دا هڅه یې دومره اغېزمنه او له نفوذ څخه ډکه نه وه، چې په دغو دریو هیوادونو کې امریکایي نفوذ ته ګواښ پېښ شي. وضاحت یې په لاندې ډول دی:

۱- په عراق کې د اروپا هڅې: لکه څنګه چې وړاندې مو یادونه وکړه، د عراق لاریونونه په تېره بیا په جنوبي سیمو کې چې لا یې زور اخیستی، تمرکز يې شیعه مېشتې سیمې دي. دا لاریونونه د اروپا له نظره پټ نه دي، په تېره بیا د بریتانيې. بریتانيې هڅه وکړه چې په لاریونوالو کې نفوذ وکړي او په خپله ګټه یې تمام کړي، خو داسې کوم قوي ثبوت نشته چې د دغو لاریونونو تر شا د بریتانيې لاس لرل ثبوت کړي. ایران هم په دې برخه کې محتاط و او ان د دغو لاریونونو ضد دریځ لري. د تهران د جمعې خطیب محمد علي مهدي کرما په خپله خطبه کې د عراق لاریونکوونکي انګریز شیعه ګان وبلل او زیاته یې کړه: «دا هغه شیعه ګان دي چې د انګریز په لمسون يې لاریونو ته لاس اچولی او د عراقیانو په جامه کې يې ځانونه نغښتي دي.» (ایران انټرنیشنل ۲۰۱۹/۱۱/۱۱). د ده  له څرګندونو څخه داسې برېښي چې ګواکي ایراني چارواکي وېره لري، چې هسې نه بریتانیه له دغو ولسي خوځښتونو څخه په خپله ګټه کار واخلي. پر دې سربېره ایران هڅه کوي، چې لاریونوال له دې لارې وګواښي چې تاسو د برتانیې مزدوران یاست. په ځانګړې توګه له هغه وخت راهیسي چې د بریتانيې حکومت د دغو لاریونونو ملاتړ په ښکاره توګه اعلان کړ او سفارت پر خپله رسمي ټويټرپاڼه ولیکل: «سوله ییز لاریونونه د عراق د خلکو حق دی او زیاته یې کړه چې د لاریونکوونکو پر ضد له زوره کار اخیستل د منلو وړ نه دي. زموږ خواخوږي له هغو کسانو سره ده، چې زخمیان شوي او د هغو کورنیو لپاره دعا کوو چې غړو یې په دغو لاریونونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی». (سپوټنیک ۲۰۱۹/۱۱/۵). دا له هغه دریځ سره ورته دی، چې د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر اندري موریسن څرګند کړی وو او العین خبري وېبسایټ د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر په ۲۷مه را اخیستی و.

۲- په لبنان کې د اروپا هڅې: دا ښکاره خبره ده چې د اروپا او امریکا پلویان په لبنان کې شته او ګرځي راګرځي. دا هم ښکاره ده چې امریکا پلوه ډلې په لبنان کې فعالیت کوي، هغه که مستقیم د امریکا ملاتړ کوي لکه ولسمشر عون او بري او که نامستقیم لکه حزب الله چې د ایران له لوري اداره کېږي. دوی په لبنان کې خورا نفوذ لري او غښتلي اړخونه ګڼل کېږي، خو هغه ډلې چې د اروپا په تېره بیا د بریتانیې او فرانسې ملاتړ کوي، لکه جعجع او جنبلاط کمزوري اړخونه ګڼل کېږي. البته د حریري په برخه کې بیا خبره بېله ده، دی تقریبا حساس دی ځکه ده یوه پښه په اروپايي پلوه موزه کې اچولې او بله پښه يې په امریکايي پلوه سعودي کې ايښې او ډېر وخت داسې کارونه کوي چې مقابل اړخ پرې ګنګس کړي. د بېلګې په ډول د لبنان څلورو هغو وزیرانو چې لاریونکوونکو يې د ۲۱۰۹م کال د اکتوبر پر ۲۰مه له حکومت څخه د استعفا غوښتنه کوله او یوه ورځ وړاندې د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر پر ۱۸مه سعد حریري اعلان کړی و، چې روان ناورین به په ۷۲ ساعتونو کې حل کوي، خو ده د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر په ۲۹مه د ولسمشر عون او ایران پلوه امنیتي برلاسې ډلې د هیلو خلاف خپله استعفا ورکړه. بیا فرانسې د بهرنيو چارو په وزارت کې د منځني ختيځ او شمالي افريقا د څانګې مشر کرسټوف فارنو د لبنان ولسمشر ميشل عون ته ولېږه. هغه نوموړي ته د فرانسوي ولسمشر ايمانويل مکرون پيغام ورساوه او په دغه پيغام کې یې د لبنان د وضعیت په اړه د فرانسې د حکومت لېوالتیا په ډاګه کړه او په لبنان کې یې د روان کړکېچن حالت په سمولو کې له خپله اړخه تیاری وښود (العربيه، ۱۱/۱۱/۲۰۱۹). د ياد استازي ليدنه د امريکا پلوو کسانو له لوري ونه منل شوه. څرنګه چې د رسمي معلوماتو لپاره د لبنان ملي ادارې د لبنان د بهرنيو چارو وزير جبران جرجي باسيل له قوله خبر ورکړ، چې ده فرانسوي استازي ته ويلي: "هيڅ بهرنی لوری د لبنان په کړکېچ کې لاسوهنه نشي کولای او له ياد کړکېچ څخه په خپله ګټه کار نه شي اخيستلی." برتانيې هم خپل استازی ريچرد موړ لبنان ته ولېږه او له ميشل عون سره يې وکتل او ويې ويل: "برتانيا د لبنان يو تلپاتې ملګری پاتې شوی او د اوږدمهال لپاره يې د لبنان ملاتړ کړی دی؛ د بېلګې په توګه تېر کال یې ۲۰۰ مېليونه ډالر د لبنان امنيت، ثبات، ښيرازۍ او حاکميت د ملاتړ لپاره پانګونه وکړه." ده زياته کړه: "سوله ييزو اعتراضونو ته احترام مهم دی او د تاوتريخوالي او فشار په مټ د معترضو حرکتونو مهارول په بشپړ ډول د منلو وړ نه دي." (انډپنډنټ عربي ورځپاڼه، ۲۵/۱۱/۲۰۱۹).

۳- په ايران کې د اروپايي هېوادونو هڅې: ايراني رژيم له معمول سره سم تل بهرنيو دسيسو او ګواښونو ته د ځواب ورکولو ادعا کړې ده. نن ورځ د ايران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک مشر د امريکا، اسراييل، برتانيې او سعودي عربستان د له منځه وړلو ګواښ وکړ او ویې ويل د ده له هېواد (ایران) سره په چلند کې دوی له «سرو کرښو» څخه تېرېږي. قاسم سليماني په تهران کې پخپل يوه بيان کې حکومت پلوو لاریونکوونکو ته چې له ايراني تلويزيون څخه خپرېد وويل: "زه امريکا، اسراييل، د السعود کورنۍ او برتانيې ته وايم، چې تاسو زموږ ځواک د جګړې په ډګر کې وليد او تاسو ځواب نشو ورکولای؛ زموږ څپېړې لا تر اوسه د نړۍ په ياد دي." ده زياته کړه: "موږ تاسو ته وايو: زموږ له سرو کرښو مه اوړئ، خو که تاسو له سرو کرښو راتېر شوئ، نو له منځه به مو يوسو" (آر ټي، ۲۵/۱۱/۲۰۱۹). رژيم غواړي وښيي چې د لاريونونو ترشا بهرنۍ کړۍ دي او یوازې هغه خلک نه وو، چې له تاوتريخوالي سره مخ شول. باید ووایو چې ټولې نښې نښانې څرګندوي، چې د خلکو لاريونونه د دوی له زړونو او وینو څخه وو. داسې ښکاري چې د بهرنۍ لاسوهنۍ بڼه په ايراني رژيم کې تر دې بريده تحرفېږي، چې د تهران د جمعې خطيب مخکې ویلي وو: «په عراق کې شیعه لاريونوال انګلېسي شيعه ګان دي!» په ايران کې اوسني لاريونونه نه لومړي او نه به هم وروستي وي او ښايي خودجوشه وي او د بهرنۍ لاسوهنې هېڅ نښه نه پکې ليدل کېږي. په ايران کې لاريونونه هم د سوريې د لاريونونو په څېر دي چې خلک د جابرو چارواکو د تګلارو پر ضد مبارزه کوي- هغه تګلارې چې د امت د چارو په مديريت کې یې د بري هېڅ نښه نه ليدل کېږي.

درېيم: دا چې امريکا غواړي په دریو هیوادونو کې خپل مزدوران بدل کړي؛ نو دا موضوع په لاندې ډول ده:

۱- په يادو دريو هېوادونو کې د امريکا حقيقي اغېز شته دی، په داسې حال کې چې اروپا (برتانيه او فرانسه) له امريکا سره د نفوذ په وېشلو کې پاتې راغلې.

۲- تر هغه وخته چې امت د اسلام پر بنسټ بيداري نه وي ترلاسه کړې او حقيقي بدلون رامنځته نشي، د يادو هېوادونو واکمنان به د امريکايي پاليسۍ تابع وي او دوی به یوازې بدلېږي يا به پر خپل ځای پاتېږي.

۳- کافر استعماري دولتونه له خپلو لاسپوڅو څخه غواړي چې د دوی ګټې خوندي کړي. که خلک پاڅون وکړي او ګډوډي رامنځته شي، بیا نو استعماري دولتونه خپلو لاسپوڅو واکمنانو ته تر ټاکلې مودې پورې وخت ورکوي. که نوموړي د نظم په ساتلو کې پاتې راشي، مانا دا چې بادار ته په چوپړ کولو کې پاتې راغلي او بادار یې له خپل موقفه لیري کوي. دا د تش په نامه ډيموکراسۍ دروغجنه څېره ده، چې نوی لاسپوڅی تر شړل شوي لاسپوڅي سپین معرفي کوي، يعني که کړکېچ د مهارېدو وړ نه وي، بيا له پوځ څخه کار اخلي؛ لکه څرنګه یې چې په ۲۰۱۱ م کال په مصر او په ۲۰۱۹ م کال په سوډان کې ترسره کړل.

څلورم: د اوسنيو واقعيتونو په رڼا کې په يادو دريو هېوادونو کې احتمالي بدلون ته په کتو لاندې مسایل ښکاره دي:

۱- د ايران په تړاو: امريکا په ډاګه وايي چې په ايران کې د رژيم بدلون نه غواړي، يعني هېڅ پروا نه کوي چې په لاريونونو کې څومره کسان وژل کېږي، ځکه امريکا باوري ده چې ياد رژيم یې ګټې خوندي کوي. په هغه وخت کې چې ايراني رژيم د خلکو وينې تویولې، امريکايي چارواکو د نظم پر ساتلو ټينګار کاوه. په سپينه ماڼۍ کې يو لوړپوړي امريکايي چارواکي د يکشنبې په ورځ وويل: «د ده هېواد په ايران کې د رژيم بدلون نه غواړي...» (العربيه نيټ، یک شنبه ۱۷/۱۱/۲۰۱۹)؛

له همدې امله د تېرو کلونو د لاريونونو په څېر د نومبر ۲۰۱۹ لاريونونو په پايله کې هم د رژيم د بدلون احتمال نشته.

۲- د لبنان په تړاو: لکه څرنګه چې موږ مخکې يادونه وکړه، په لبنان کې امريکايي پلوه او اروپایي پلوه کسان شتون لري او د پرتلنې په پایله کې ویلای شو چې لومړۍ ډله پياوړې او د کمزروي ډلې له واک څخه د تېرېدو لاره هواروي او دواړه ډلې د تکنوکرات حکومت په تړاو بېل نظرونه لري. سربېره پر دې هم احتمال شته، چې امريکا په لبنان کې د حکومت پلې ته بدلون ورکړي، ترڅو د امريکايي پلوو ونډه غوښنه او اروپايي پلوو ته هم يو څه ونډه ورکړي او په دې سره د لاريونونو مخه ونيسي.

۳- د عراق په تړاو: امريکا د پردې تر شا کابو ټول عراق اداره کوي. په بغداد کې د امريکا سفارت ۱۶۰۰۰ مامورين لري، چې هغوی د ټولو عراقي وزيرانو په ځانګړي ډول د تېلو او امنيتي سکتور د وزيرانو چاري څاري او په نړۍ کې د امريکا تر ټولو لوی سفارت همدا دی. امريکا په عراق کې ګڼې پوځي اډې لري، چې مهمه يې په انبار کې د عين الاسد اډه ده. د تېرې مياشتې په وروستۍ اونۍ کې امريکا خپل ګڼ استازي عراق ته ولېږل، چې له ډلې يې د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۲۳مه د امريکا د مرستيال ولسمشر مايک پنس ناڅاپي ليدنه وه. نوموړی عين الاسد ته ولاړ او تر ده يوه اونۍ مخکې د امريکا لوی درستيز مارک ميلي بیا د ۲۰۱۹م کال د نومبر په ۲۷مه بغداد ته ولاړ. دا له عراق څخه د امريکا دقيقه څارنه په ګوته کوي. عراق امريکا ته ډېر ارزښت لري؛ دوی عراق اشغال کړ او ادعا کوي چې عراق ته یې پرمختګ ورکړ. په داسې حال کې چې هلته يې ګډوډي او بې اتفاقي رامنځته کړه. هلته پرله پسې کړکېچونه روان دي، احتمال شته که وضعيت سم نشي امريکا به ډېر ژر د پوځ له لارې بدلون رامنځته کړي او لارو کوڅو ته به یې د حکومت پرضد را وباسي، لکه څنګه چې یې په مصر او سوډان کې دا کړنه ترسره کړه. د تروريزم ضد ځواک ډله چې امريکا جوړه کړې، په ښو وسلو سمبال ده او په عراق کې لوی پوځي ځواک دی. هغوی لا تراوسه د لاريونوالو په ځورولو کې ونډه نه ده اخيستې، داسې ښکاري چې په تحرير څلور لارې کې د راغونډو شويو لاريونوالو لپاره د فاسدو سياستوالو پر وړاندې د ژغورلو يو ځواک دی. دوی د عراق د لومړي وزير عادل عبدالمهدي تر استعفا وروسته د ياد ځواک د يوه مشر جنرال عبدالوهاب الساعدي انځور له ځانه سره ګرځاوه، ګواکي دغه ځواک د لاريونوالو لپاره د منلو وړ دی او د ستونزې په حلولو کې رول لوبولی شي. له بل لوري امريکا په بغداد کې پوځي ناستې ترسره کړې او خپل استازي یې د يادې ستونزې د حل لپاره ولېږل؛ سربېره پردې چې د امريکا لوی سفارت هلته ګڼ فعاليتونه ترسره کوي او ټول هغه کارونه یې ترسره کړل چې اړين وو.

د عادل عبدالمهدي استعفا او د نوي لومړي وزير ټاکل به ياده ستونزه حل نه کړي، خو په موقت ډول يعني زخمونه به یې د جوړېدو تر وخته پرانيستي وي.

که څه هم په دری واړو هېوادونو کې لاريونوالو ځينې داسې شعارونه زمزمه کول، چې حساب پرې کېږي او ځينې نور بیا داسې شعارونه بدرګه کول، چې له هغو مخکنيو سره ضد وو. له لوموړنيو شعارونو څخه یې داسې ښکارېدله، چې ياد حرکتونه خودجوشه دي؛ خو له ورستيو لاريونونو څخه داسې ښکارېدله چې دوی الله سبحانه وتعالی او د هغه رسول صلی الله عليه وسلم، د خپلو ځانونو او کورنيو نيکمرغي، د اسلام حاکميت او د رښتني دویم راشده خلافت تاسيس هېر کړی دی. که د يوه حرکت تر شا رښتنی مشرتابه نه وي، نو هغه حرکت پرته له سمې لارښوونې مخته ځي او د دوی هڅې او قربانۍ به بې ګټې وي او داسې به وي لکه هغه څوک چې خپل وېشلي تارونه له ټينګوالي څخه وروسته بېرته شني. الله سبحانه وتعالی د سمې لارې لارښوونکی دی.

 

د مطلب ادامه...

اروپا د ایران پر سندان او د امریکا تر چکش لاندې؛ د اټومي هوکړې برخلیک به څه وي؟

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

د ایران اټومي پروګرام الماني او فرانسوي شرکتونو د شاه په وخت کې رامنځته کړ، چې شاه هغه مهال په ځانګړې توګه د انګلیس تابع و؛ خو په ۱۹۷۹م کال کې د شاه د حکومت له نسکورېدو وروسته په ایران کې د اروپا نفوذ ختم شو او دغه هېواد د امریکا په دام کې ولوېد. اروپا هڅه وکړه چې په ایران کې د خپل نفوذ لپاره لاره پیدا کړي، نو له همدې امله یې د ایران هستوي مسلې ته وروسته له هغو لمن ووهله، چې په ۲۰۰۳م کال کې ایراني مخالفینو د دغه هېواد له ځینو هستوي فعالیتونو څخه پرده پورته کړه. پر چین او روسیې سربېره د ایران او اروپایي مثلث (انګلیس، فرانسې او المان) تر منځ خبرو دوام درلود، چې ایران په همغه کال د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره یو پروتوکول لاسلیک کړ او د هغه پر بنسټ یې د اټومي انرژۍ د چټکې کتنې اجازه درلوده. دغه مسله یو ځل بیا په  ۲۰۰۵ م کال کې له هغه وروسته راپورته شوه، کله چې ایران د اټومي انرژۍ د غني کولو لړۍ پیل کړه. اروپا فشار راوړ، ترڅو قضیه ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي، چې وروسته بیا روسیې د مخالفت تر څنګ پخپل هېواد کې د اټومي انرژۍ د غني کولو وړاندیز وکړ، خو ایران د ۲۰۰۶م کال په لومړیو کې دغه مسله ونه منله.

په دې توګه دغه حالت تر اوږدو کلونو پورې د ډېرو هسکو ټیټو په ترڅ کې دوام وکړ او امریکا هڅه وکړه، چې دغه مسله حل نه شي. امریکا غوښتل چې اروپا په یاده مسله کې بوخته وساتي او په دروغو سره یې خپل دخالت پکې رد کړ او داسې یې وښوده چې له ایران سره هېڅ لېوالتیا نه لري. اروپا هم له امریکا پرته د دې مسلې د حل توان نه درلود، تر دې چې د ۲۰۱۳م کال د نومبر پر ۲۴مه د ایران او پنځه جمعه یو هېوادونو یعنې د المان په ګډون د امنیت شورا د دایمي غړو تر منځ د ایران د اټومي پروګرام په اړه یوه هوکړه لاسلیک شوه. پر همدې اساس ایران د بندیزونو په لرې کولو کې د امریکا پر وړاندې پاتې راغی، تر دې چې له انقلابونو وروسته یې په سیمه کې د امریکا په ګټه رول ولوباوه. په ځانګړي ډول د سوریې انقلاب، چې اسلامي رنګ یې خپل کړ او د امریکا ګټې یې له ګواښ سره مخ کولې، لکه څنګه چې اوباما هم پر دغې موضوع اعتراف وکړ.

پر همدې اساس ایران په ډېرې بې شرمۍ سره د دغه ناوړه رول لوبول پیل کړل او هغه اموال یې بیرته راوګرځول او په دغه لاره کې یې ولګول، چې د امریکا له لوري بلاک شوي وو، ترڅو د هغوی اووه میلیارده ډالر په امن کې شي. اروپا پر دغه حالت ناخوښه وه، ځکه د امریکا په موخه ښه پوهېده او امریکا له ایران سره د پټو خبرو په پایله کې هوکړه پای ته رسولې وه. اروپا هڅه وکړه چې دوی ته ماتې ورکړي، خو کله چې ناکامه شوه، نو د دغو خبرو منلو ته یې غاړه کېښوده، ترڅو خپل نړیوال اغېز وساتي او ګټې یې خوندي شي او د فشارونو د دوام له لارې یې هڅه وکړه، چې ډېرې لاسته راوړنې ولري. تر دې چې د ۲۰۱۵ م کال د جولای پر ۲۰مه نوې هوکړه وشوه. که څه هم دغه هوکړه د امریکا په ګټه وه او اوباما یو تاریخي لقب ورکړ، چې د ۲۰۱۶ م کال په ټاکنو کې یې د ډیموکراټانو د رایو تر لاسه کولو او په سیمه او ځانګړي ډول سوریه کې یې د ایران د رول ساتلو لپاره ترې د تبلیغاتو په توګه ګټه واخیسته. اروپایانو دغه فرصت د اقتصادي لاسته راوړنو لپاره یو غنیمت وباله او جمهوري غوښتونکو بیا له دغې هوکړې سره مخالفت وښود، ترڅو مخالفین یې په ټاکنو کې بریالي نه شي.

وروسته له هغې چې جمهوري غوښتونکي واک ته ورسېدل، د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د ۲۰۱۸م کال د مې پر ۸مه دغه هوکړه له منځه یوړه؛ نوموړي وویل: «دا چې په سوریه کې حالات بدل شوي او اوس د نظام د نسکورېدو ګواښ نشته؛ نو د ایران لپاره هلته اړتیا نه لیدل کېږي.» روسیې او اردوغان تر ایران او په لبنان کې د هغه تر حزب وروسته د اسلامي انقلاب په له منځته وړلو او د امریکا د مزدور سیکولر نظام په واکمنولو کې مهم رول ولوباوه؛ ځکه ګومان یې کاوه چې اروپا له دغه هوکړه لیک څخه ګټه کړې. امریکا هوډ وکړ چې پر اقتصادي جګړې سربېره، چې ټرمپ د ۲۰۱۸ م کال د مارچ پر ۲مه پر دوست او دښمن باندې اعلان کړه، له ایران سره یو بل هوکړه لیک ترسره کړي. دا هغه هوکړلیک و، چې په دې سره یې د اروپا ګټې له ګواښ سره مخ کولې. 

ایران د امریکا له برید سره همغږي لري، د هغې په ګټه کار کوي او پوهېږي چې امریکا په نړیواله کچه تر ټولو پیاوړی نفوذ لري. نو پر همدې اساس اروپا د اټومي هوکړې په پرېښېدو ګواښي، نو ځکه په لومړي ځل د ۲۰۱۹م کال د مې پر ۸مه بندیزونه پرې راکم شول؛ په همدې توګه د دویم ځل لپاره یې د ۲۰۱۹ م کال د جولای پر ۷مه، د درېیم ځل لپاره یې د ۲۰۱۹ م کال د سپټمبر پر ۷مه او د څلورم ځل لپاره یې د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر پر ۶مه وګواښله، ترڅو بندیزونه پرې راکم شي. په هره کچه چې اروپا د غوښتنو منل ځنډوي، د امریکا د بندیزونو د ډېرېدو ترڅنګ د ایران ګواښونه هم لوړېږي. دا ټول د امریکا په ګټه دي، ځکه موخه یې د هوکړې له منځه وړل دي. اروپا هڅه وکړه چې خپلو نفتي عایداتو ته د رسېدو لپاره له امریکایي نړیوال مالي نظام پرته بله لاره پیدا کړي.

فرانسې د امریکا د قانع کېدو هڅه وکړه، چې ایران ته اجازه ورکړي، ترڅو هستوي هوکړه لیک ته د ژمنتیا، د خلیج د امنیت او د سیمې د امنیت لپاره د خبرو د پیل د ضمانت او له ۲۰۲۵م کال وروسته د هوکړه لیک د وروستي پړاو لپاره د ۱۵ میلیارده ډالرو په ارزښت یو باوري ګام واخلي، چې د نفتو له څلور میاشتنيو حقونو سره برابر دی. خو امریکا دغه وړاندیز ونه مانه او پر ایران یې نوي بندیزونه ولګول چې ۱۶ موسسې، ۱۱ کښتۍ او ۱۰ کسان پکې شامل وو؛ نو په دې سره اروپا خپلې موخې ته ونه رسېده. د امریکا دغه کار په ښکاره توګه له ستونزو سره د اروپا مخ کول او په ایران کې یې د سوداګریزو ګټو ګواښل وو.

اروپا پر هوکړه ټینګار کوي، ځکه سیاسي او اقتصادي ګټې یې چمتو کوي؛ هغه داسې چې له امریکا سره به د هوکړه لیک د تړلو لپاره د ناستې توانايي پیداکړي او د دوی نړیوال قدرت به لوړ کړي. امریکا غواړي د اروپا لاسته راوړنې له منځه یوسي او په داسې ډول یې یوې څنډې ته کړي چې پر امریکا پسې روانه وي، نه دا چې د دغه هېواد پر وړاندې ودرېږي. همدارنګه د چین او روسیې لپاره هم دا ډول پلان لري. پر همدې اساس امریکا غواړي په یوازې توګه له ایران سره داسې هوکړه لاسلیک کړي چې چوکاټ یې خپله جوړ کړي، ترڅو په لومړي ګام کې خپلې اصلي ګټې او بیا وروسته د نورو هېوادونو ګټې خوندي کړي. دا ښکاره ده چې امریکا له شمالي کوریا سره په خبرو اترو کې چین ګوښه کړ، په داسې حال کې چې چین په دغه سیمه کې د نفوذ څښتن دی؛ خو د سیاسي کمزورتیا له امله ونه توانېد چې امریکا درې اړخیزې ناستې ته اړ کړي.

همدارنګه امریکا له شمالي کوریا سره هغه شپږاړخیزه خبرې لغوه کړې، چې روسیې، چین او چاپان هم پکې ګډون کاوه؛ ترڅو په یوازې توګه تصمیم ونیسي. بل دا چې امریکا وښيي، چې په نړیواله کچه سیال نه لري، په یوازې توګه نړیوالې اړیکې معلومې کړي او نور ورته ژمن پاتې شي. که ژمن پاتې نشي، پر هغوی فشارونه راوړي او بندیزونه پرې لګوي، تر دې چې د هغوی پر وړاندې عامه افکار تحریکوي؛ لکه څنګه یې چې د تروریزم په مسله کې د نړۍ ټولو هېوادونو د امریکا امر ومانه او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ورسره ملګري شول، د هغې قوانین یې ومنل او چا به چې سرغړونه وکړه، هغه به یې له ترورېزم سره په ملاتړ تورن کړ او بندیزونه به یې پرې ولګول، ترڅو د عامه افکارو د کرکې لامل شي. نو امریکا دا ډول په نړیوالو قضیو کې عمل کوي او خپله واکمني او ګټې خوندي کوي.

له همدې امله ښکاري چې د اروپا هڅې ډېرې سستې او ناکامې دي؛ ځکه ګومان کېږي چې هوکړه لیک به عملي نه شي او یوازې تر خبرو پورې به پاتې شي. اروپا په دغه کار سره راضي کېږي، ترڅو یوه زمینه برابره شي او د خپلو لاسته راوړنو په ساتلو کې ځنډ وکړي؛ په داسې حال کې چې امریکا غواړي نور هېوادونه ګوښه کړي او په یوازې ځان له ایران سره تړون لاسلیک کړي او ایران هم د امریکا له دغه کار سره همغږي لري. ایران تل د اروپا په اړه د امریکا له دریځ څخه په ګټې اخیستنې سره پر اروپا فشار راوړي، خو  د دې تر څنګ نورې ستونزې هم شته چې دغه تړون په بهرنۍ او کورنۍ کچه ځنډوي؛ ځکه ټرمپ غواړي داسې کار وکړي چې په ټاکنو کې یې د بریا زمینه برابره شي.

ایران یو ملتپال دولت دی، چې مذهبي اختلافونو ته لمن وهي او ګټه ترې اخلي. دغه هېواد د امریکا په رکاب کې د خپلو ګټو د خوندي کېدو هڅه کوي او د خپلو ګټو لپاره د امریکا نفوذ پیاوړی کوي. لکه څنګه چې په سورریه، عراق او افغانستان کې د دغه هېواد کړنې ولیدل شوې. اوس د نبوت پر تګلاره د راشده خلافت د تاسیس وخت دی، چې ډېر ژر به تاسیس شي او له هېچا سره به د جګړه ییز او اټومي وسلو د جوړښت په تړاو خبرې ونه کړي او لاسوهنې به یې ونه مني؛ بلکې هغه څه به ترسره کړي چې شریعت اجازه ورکړې او د دښمن د وېرولو لپاره به امکانات برابروي.

لیکوال: اسعد منصور

مترجم: بهیر «ویاړ»

د مطلب ادامه...

سېکولر دولتونه، طبیعي افتونه په بحران بدلوي

خبر;

د تېرو څو اونیو سختو بارانونو له وجې د هېواد وضعیت خراب شوی، رسنیو په ټول هېواد )مرکزي، ساحلي او شمال‌ختیځو سیمو په ګډون( کې د ورانیو او مرګ‌ژوبلې رپوټ ورکړی؛ د وضعیت د لا خرابېدو د شونتیا خبرداری هم ورکړل شوی. وروستۍ وژونکې پېښه هغه تند سېلابونه وو چې په ختیځ پوکاټ کې يې د کورونو پر ړنګولو سربېره له ۵۰ د زیاتو کسانو ژوند اخیستی او ډېری اوسېدونکي یې د ځمکې د ښویېدو له امله تر خاورو لاندې کړل. په دغو وروستیو کلونو کې دا ډېره خونړۍ طبیعي تراژېدي وه.

تبصره:

دغه بارانونو یو ځل بیا په ډاګه کړه، چې سېکولر دولتونه د بحرانونو په مدیریت کې عاجز دي. د لویدیځ پوکاټ مرګژوبله ناوړه پېښو ته د امادګۍ په وسیله په ډېره ښه توګه راکمېدای شوی. دولت ډېره بې غوري وکړه؛ د داخلي کابینې د مشر، فرېډ مټیانګي په مشرۍ لوړپوړي دولتي چارواکي هغه کلي ته ونه شوای رسېدلی، چې ډېر خلک په سختۍ او بې رحمۍ پکې له منځه لاړل. که دولت مخکې له مخکې فکر کړی وی، هر څه یې سنجولي وی او خپل مسولیت یې ادا کړی وی، وضعیت به تر دې حده نه و خراب.

د هېواد د چارواکو له خوا د ځمکو غصبول او د اوسېدلو د کورونو لپاره د لږ پاملرنې پلانونو له امله ډېرې غریبې کورنۍ د اوسېدلو وړ مناسب ځایونو ته کمه لاسرسی لري، په همدې ډول په سیلابي سیمو کې یې ژوند له خطر سره مخ وي. په لرې پرتو سیمو کې په ځانګړي ډول چې تر اوسه یې سرکونه د فساد له امله نه دي جوړ شوي، ۳۲ سلنه خلک له سرکونو دوه کیلو متره لرې اوسېږي، دا د دې سبب کېږي چې د سېلونو د راتګ پر وخت دوی ته پر وخت مرسته ونه رسېږي یا بې مرستې پاتې شي.

دغه ورانوونکې پېښې په ډاګه کوي، چې د سرمایه دارۍ نظامونه طبیعي پېښې څنګه پر بشري ناورین بدلوي. دېر ځله د دغو ناوړه پېښو د رامنځته کېدلو له امله د پانګوالۍ اصلي څېره او د حاکمیت سیستم په ډاګه کېږي، چې د عامه خلکو ګټو ته پاملرنه نه لري. سېکولر پانګوال سیاسیون په هېواد کې په رایو پسې په الوتکو کې ګرځي، خو کله چې عام خلک په سېلابونو کې ډوبېږي، نو دوی په تلویزیونو کې را ښکاره شي! د پانګوالۍ او د هغوی د رهبرانو اصلي تعریف دادی، چې یوازې خپل ژوند ورته مهم دی او د بېوزلو خلکو د ژوند پروا نه لري.

حتا دا هم رښتیا دي چې انسان په طبیعي ډول نشي کولایو چې د دغو ډول پېښو مخنیوی وکړي؛ خو الله سبحانه وتعالی امر کړی دی چې د ځانګړو پروسو او لارو په وسیله د دغو ناوړه پيښو د رامنځته کېدلو وړاندوینه وکړئ، تر څو تلفات یې راټیټ شي. اسلام د یوه بشپړ دین په توګه ښکاره کړې ده، چې عامه چارو ته د پاملرنې مسوولیت د افرادو نه، بلکې د دولت دی. لکه څنګه چې زموږ ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«الإِمَامُ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»

ژباړه: امام د خلکو شپون دی او د خپل رعیت مسوولیت هم لري.

اسلامي دولت (خلافت) مسوولیت لري، چې د اوسېدونکو د ژوند امنیت په هر وخت کې وساتي. د سیلابونو یا ځمکې ښوییدلو په ناوړه پېښو کې خلافت د بیت المال له خزانې څخه ګټه اخلي، چې له زیانمن شوو عامه خلکو څخه ساتنه وکړي او دا یې یو مسوولیت دی، نه نیکي. که چېرې په بیت المال کې پانګه نه وي، نو خلیفه به پر شتمنو خلکو په جبري توګه یوه ځانګړې اندازه امکانات وضعه کړي، تر څو دغه حالت جبران کړي. خلافت به په دې توګه د خپلو هېوادوالو له قیمتي ژوند څخه ساتنه کوي؛ بااذن الله وتعالی.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعتي دفتر ته

په کینیا کې د حزب التحریر د مطبوعاتي دفتر استازی

 لیکوال: شباني موالیمو

د مطلب ادامه...

د جګړې د بندیانو په اړه د قرانکریم قطعي حکم نېکي کول دي او که فدیه؟

  • خپور شوی په فقهي

نبیل ابوالعبد ته!

پوښتنه:

السلام علیکم ورحمت الله!

موږ په خپلو کتابونو کې د بنو قریظه د یهودو اړوند د سعد بن معاذ د پرېکړې په اړه روایت وینو، چې پکښې راغلي: نارینه يې دې ووژل شي، مالونه يې دې غنیمت شي او ښځې يې دې مینځې شي؛ خو د جګړې د بندیانو په اړه د قرانکریم حکم بل ډول دی، من (زړه سوی یا احسان کول) یا فدیه: ایا د سعد دا پرېکړه د قران له حکم سره په ټکر کې نه ده او که دغه روایت له پامه وغورځوو، نو په دې اړه بل کوم وضاحت شته؟

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمت الله وبرکاته!

ستاسي د پوښتنې لنډ ځواب د اسلامي شخصیې کتاب د دویم ټوک د «جګړې د بندیانو» نومي څپرکي کې ورکړل شوی. په هغه ځای کې د سعد بن معاذ رضی الله عنه د دې پرېکړې په اړه داسې راغلي دي:

 «که چېرې مسلمانان په جګړه کې خپل دښمن د بندي په توګه ونیسي، نو د دوی په اړه یوازې خلیفه حکم کولی شي؛ د جګړې قومندان، د پوځ امیر او هغه څوک چې دوی يې نیولي، هېڅ یوی دا حق نه لري چې د دوی په اړه پرېکړه وکړي. که چېرې يو جنګیالی په جګړه کي نیول کېږي، د ده په اړه یوازې خلیفه حکم کولی شي او خلیفه د بندیانو په اړه هغه حکم کوي، چې په شریعت کې ورته ټاکل شوی وي. د قرانکریم له نصوصو سره سم خلیفه دا حق لري، چې د جګړې بندي د ترحم او یا هم د فدیې د ورکړې له مخې ازاد کړي. نو د جګړې د اسیر حکم من او یا هم فدیه ده، هغه هم د الله سبحانه وتعالی له دغه قول سره سم:

﴿فَإِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى إِذَا أَثْخَنْتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنّاً بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا﴾

 [محمد: ۴]

ژباړه: كله چې له دغو كافرانو سره په جګړه کې مخامخ شئ، نو ستاسې لومړی كار دا دی چې د  هغوی ورمېږونه ووهئ، کله مو چې هغوی وټکول، بیا نو بندیان کلک وتړئ. له هغې وروسته ستاسې خوښه، چې ښېګنه كوئ، یعنې دوی وړیا خوشي کوئ او كه د دوی د ازادولو په بدل کې د فدیې معامله كوئ؛ تر هغې پورې چې جنګیالي پخپله وسله وغورځوي.

دا د جګړې د بندیانو په اړه واضح حکم دی.

له دې ټولو څخه څرګندېږي چې یوازې خلیفه د جګړې د بندیانو د حکم په اړه پرېکړه کولی شي: هغه کولی شي چې له دغو دوو څخه پر یوه عمل وکړي او هغه من (ترحم) او یا هم فدیه ده. د هغه روایت په اړه باید وویل شي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د بنو قریظه نارینه ووژل، هغه د خاین د خیانت کولو د حکم پر بنسټ وو، نه د جګړې د بندیانو په توګه.

د جنګي بندیانو د حکم په اړه لکه څنګه چې پورته یادونه شوه، یوازې دوه اختیاره شته چې هغه به یا من وي او یا هم فدیه، نه بل څه. همدا دوه حکمونه به د قیامت تر ورځې پاتې وي. که چېرې اسلامي دولت له خپلو دښمنانو سره جګړه کوي او بندیان نیسي، نو له همدې دوو حکمونو (ترحم یا فدیې) څخه به کار اخلي.» پای.

په قرانکریم کې د جګړې د بندیانو په اړه همدا ترحم او فدیه د قطعي او ثابت حکم په توګه راغلي دي.

﴿فَإِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى إِذَا أَثْخَنْتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنّاً بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا﴾

 [محمد: ۴]

ژباړه: كله چې له دغو كافرانو سره په جګړه کې مخامخ شئ، نو ستاسې لومړی كار دا دی چې د  هغوی ورمېږونه ووهئ، کله مو چې هغوی وټکول، بیا نو بندیان کلک وتړئ. له هغې وروسته ستاسې خوښه، چې ښېګنه كوئ، یعنې دوی وړیا خوشي کوئ او كه د دوی د ازادولو په بدل کې د فدیې معامله كوئ؛ تر هغې پورې چې جنګیالي پخپله وسله وغورځوي.

همدا د هغو جنګیالیو په اړه چې مسلمانانو ژوندي نيولي وي او د جګړې د بندیانو په توګه د مسلمانانو له لوري نیول شوي وي، څرګند او صریح حکم دی.

خو هغه څه چې د بنو قریظه سره وشول، هغه تر دې عنوان لاندې نه راځي او د هغوی مسله د جګړې د بندیانو په څېر نه وه. هغه داسې رامنځته شوه: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بنو قریضه د جګړې لپاره محاصره کړل، نو دوی خپله د ځان په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم حکم ته تسلیم شول. دوی ومنله چې له جګړې پرته به رسول الله صلی الله علیه وسلم ته تسلیمېږي او دوی ومنله چې د سعد بن معاذ له شرایطو سره سم به وسله پر ځمکه ږدي. بخاري شریف د ابوسعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت کوي: کله چې بنو قریظه وو د سعد بن معاذ منځګړیتوب ومانه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ده ته خبر ورکړ، چې راشي. سعد پر بوده سپور راغی او کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته رانږدې شو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم انصارو ته وویل: خپل مشر ته پاڅېږئ. دی راغی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم څنګ ته کېناست. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل:

«إِنَّ هَؤُلَاءِ نَزَلُوا عَلَى حُكْمِكَ» قَالَ فَإِنِّي أَحْكُمُ أَنْ تُقْتَلَ الْمُقَاتِلَةُ وَأَنْ تُسْبَى الذُّرِّيَّةُ قَالَ: «لَقَدْ حَكَمْتَ فِيهِمْ بِحُكْمِ الْمَلِكِ»

ژباړه: دوی ستا د حکم پر اساس موږ ته تسلیمېږي، هغه ورته وویل: زه حکم کوم چې نارینه یې دې ووژل شي او ماشومان يې دې ونیول شي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: په تحقیق سره تا د الملک (الله سبحانه تعالی) د حکم پر اساس حکم وکړ.

په صحیح البخاري کې له عایشې رضی الله عنها څخه روایت شوي، چې وايي: سعد رضی الله عنه د خندق په ورځ د حبان بن العرقه په نامه یوه قریشي له خوا په غشي سره ټپي شو. دی حبان بن قیس و، چې د بن معیص بن عامر بن لوی تر بیرغ لاندې جنګېدو. غشی د ده په بیجلکه کې لګېدلی و، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم په مسجد نبوي کې نژدې خېمه ورته درولې وه، ترڅو ورته نږدې وي او لیدو ته یې ورشي. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خندق څخه راستون شو، نو خپله وسله يې کېښوده او سعد ته یې غسل ورکړ. جبریل علیه السلام ورته راغی، له خپل سر څخه يې دوړې وڅنډلې او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يې وویل: ایا تا خپله وسله کښېښوده؟ په الله قسم ما خپله وسله نه ده ايښې، هغوی ته ورشه... رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: چېرې؟ هغه د بنو قریظه لور ته اشاره وکړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم دوی ته ورغی، هغوی سعد د منځګړي په توګه ومانه، سعد رضی الله عنه وویل: زما حکم دا دی، چې نارینه يې دې ووژل شي، ښځې او ماشومان يې دې ونیول شي او مالونه يې دې تقسیم شي.

له دغو مبارکو احادیثو څخه ښکاري، چې بنو قریظه د مسلمانانو له لوري د جګړې د بندیانو په توګه نه وو نیول شوي. له همدې امله د جګړې د بندیانو حکم نشي پرې کېدای. له حدیثو څخه ښکاري چې دوی د سعد ابن معاذ پرېکړه منلې وه او یا د رسول الله صلی الله علیه وسلم پرېکړې ته یې غاړه ایښې وه او هغه بیا د معاذ پرېکړه ومنله. یعني دوی د منځګړي کس حکم منلی و. د ده حکم داسې و چې جنګیالي يې دې ووژل شي، اولادونه او ښځې يې دې ونیول شي او مالونه يې دې غنیمت او ووېشل شي. د دوی په اړه د سعد رضی الله عنه پرېکړه د الله سبحانه تعالی له حکم سره سمه وه.

له همدې امله د دغې پېښې او  د جګړې د بندیانو د حکم په اړه چې د قران کریم د نص له مخې ثابت دی، هیڅ ډول ټکر نشته؛ ځکه هره مسله د جلا مضمون تر عنوان لاندې راځي. د دې اړتیا نشته چې د احادیثو مانا دې رد شي، ځکه د قرانکریم له مبارکو ایاتونو سره یې کوم ټکر نشته.

هیله مند یم چې مسله روښانه شوې وي.

ستاسې ورور،

عطاء بن خلیل ابو الرشته

د مطلب ادامه...

په اسلام کې د ښځې موقف او عزت او په کفري نظامونو کې د هغې ذلت!

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

کله چې ډیموکراسي رامنځته شوه او دغه نظام د انسان غرایز ازاد پرېښودل، نو کافر غرب له هماغه ورځې راهیسې په دې شرمېدلي حالت کې د ښځو له حقونو څخه د دفاع چیغې وهي. غرب چې کله نړیوال سازمانونه، بنسټونه او د ښځو د ژوند لپاره نوي قوانین جوړل کړل، نو د ښځو عزت، حقونه او پاکوالی یې همغه وخت تر پښو لاندې کړ. پورته ټکي د پانګوالۍ کلتور ته خدمت دی؛ هغه نظام چې د مصلحت او ګټو پر بنسټ ولاړ دی او د ټولو دیني، اخلاقي او انساني ارزښتونو پر ځای یوازې مادي ارزښتونو ته پام کوي.

له هغې ورځې وروسته چې ښځو په غرب او نورو هېوادونو کې د دغه نظام پیرو کوي؛ له ذلت، فساد او سختۍ پرته یې بل څه نه دي تر لاسه کړي او له هدایت څخه لرې شوې دي. ښځو په پانګوال نظام کې د سوداګریزو جامو حیثیت غوره کړی دی او دغه نظام د ښځو له بربنډېدو او ذلته ګټه اخلي. د هغوی پر عزت او کرامت د سوداګرۍ له لارې ځان ته د ژوند امکانات برابروي. ښه بېلګه یې په غرب کې ټولنیز ژوند دی، چې غربي ښځې بدمرغه شوې دي. د دغه نظام له ناوړه پایلو ځوریږي او شکایت کوي، خو د خپلو ستونزو حللار نشي موندلی.

په غرب او شرق کې د ټولنیز ژوند په اړه ډېری سمینارونه، مقالې او څېړنیز مرکزونه د دې شاهد دي، چې ښځې نور له هغه ژوند څخه ستړې شوې دي چې د ډیموکراسۍ پر اساس جوړ شوی دی. په دغو څېړنو کې اخلاقي کمزوري، تېری او ځورونې ښکاري. دغه راز کورنۍ ستونزې او د بې سرپرسته ماشومانو د ساتنې او لوېدنې شمېرې هم  حیرانوونکې دي. ولې به دا شمېرې حیرانوونکې او لوړې نه وي، په داسې حال کې چې بشر د پانګوالۍ په ظالم رژیم کې ژوند کوي او د الله سبحانه وتعالی له شریعت او هدایت څخه لرې دی. له اسلام څخه لریوالي او پانګوال نظام ته نیږدې کېدو بشر تباهۍ په لور روان کړی او فساد یې په ځمکه او اوبو کې ډېر کړی دی. الله سبحانه وتعالی تر قیامت پورې ادم او حوا علیه السلام او د هغوی نسل مخاطب کړي او فرمایي:    

﴿قَالَ اهْبِطَا مِنْهَا جَمِيعاً بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقَى * وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكاً وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَى﴾

[طه: 123-124]

ژباړه: تاسو دواړه (ادم او حوا) له جنت څخه ووځئ او په ځمکه کې ژوند وکړئ. هلته به ستاسو ځينې زامن د ځینو نورو دښمنان شي. کله چې زما هدایت او لارښوونه در ورسېده او هغو کسانو چې پیروي یې وکړه، هېڅکله به ګمراه او بدمرغه نه شي او هغه څوک چې له ما څخه مخ واړوي او له اسماني کتابونو او احکامو څخه لرې شي، ژوند به یې ستونزمن وي. ځکه دا کار په نصیب نه کېږي او په دې ډول به الهي قضا او قدر ته تسلیم هم نه شي. د محشر په ورځ به ړانده د حساب لپاره له نورو سره یو ځای راټولېږي.

الله سبحانه وتعالی انسان جوړه (ښځه او نر) پیداکړي او ځمکې ته یې خلیفه هم رالېږلی. الله سبحانه وتعالی پوهیږي چې د انسان لپاره کوم شی ګټور او کوم شی فاسد دي. د ښځې او نر اړیکه یې له شرعي احکامو سره سمه، مکمله او یو د بل پر ملاتړ جوړه کړې ده. د الله سبحانه وتعالی شریعت د خپلو بنده ګانو لپاره د ژوند هره برخه لري؛ لکه سیاست، اقتصاد او ټولنه.

د هغه ایمان پر اغېز سربېره چې پر الله سبحانه وتعالی او د هغه پر عدالت یې لرو؛ پر کتاب (قرآن) او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر سنتو منګولې لګول مو وجیبه ده. له هر ډول ناهیلۍ پرته به د ژوند تر پایه پر الهي شریعت عمل کوو او له الله سبحانه وتعالی سره به په کړې ژمنه وفا کوو. هېڅکله مو د غرب چل او بې‌ځایه شعارونه بې لارې کولی نشي. کافر او مجرم غرب چې د اسلامي خاورې یې پر وینو رنګ کړې؛ پر ښځو تېری کوي او ټول حقونه یې تر پښو لاندې کوي. په داسې حال کې چې په دروغو سره د ښځو د حقونو د ملاتړ نارې هم وهي.

موږ هغه کسان وینو چې په اسلامي نړۍ کې د کفري سازمانونو، رسمي او نارسمي موسیسو مسوولیت لري. دوی شپه او ورځ د مسلمانو ښځو، نجونو او کورونیو د جدا کولو او کورني ژوند د له منځه وړلو هڅې کوي. غواړي د مسلمانې ښځې او نر تر منځ اخلاقي رذالتونه رامنځته کړي. همدارنګه دغه سازمانونه د قوانینو  تصویب او پراخوالی غواړي. لکه؛ ژمنلیک (CEDAW) یا د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د مخنیوي کنوانسیون. دغه کنوانسیون له هغه څه سره مخالفت کوي، چې له اسلام څخه په اسلامي خاورو کې پاتې دي؛ لکه د واده، طلاق، میراث، کورنۍ اړیکې او داسې نور قوانین، چې په شرعي محکمو کې شخصي قوانین یادیږي.

دا یو ناوړه حالت دی او موخه یې دا ده چې مسلمانه ښځه هم باید د بې دینه غربي ښځې ژوند تجربه کړي. هغه ځای چې اخلاقي فساد پکې قانوني، زنا پکې ارزانه وي او د هغو قوانینو ملاتړ پکې کېږي چې ښځه دې له کور څخه په بې عزتۍ کې بهر شي. تر څنګ یې نر پر دې مکلف دی، چې پر وړاندې یې هېڅ ونه وايي او که کوم غبرګون یې وښود ځای به یې زندان وي. زموږ لپاره د خلاصون لار یوازې دا ده، چې د حق د ټینګښت او د باطل د له منځه وړلو لپاره مبارزه وکړو. د حق لار یوازې د الله سبحانه وتعالی په شریعت او په هغه څه کې ده، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وسیله رالېږل شوي دي او د الله سبحانه وتعالی له شریعت پرته هر څه باطل دي.

اې مسلمانانو! که اسلامي امت هغه دولت درلودای، چې د الله سبحانه وتعالی د شریعت پر اساس حاکمیت کوي یا هغه خلیفه وی چې د الله سبحانه وتعالی له خوا رالېږل شوی شریعت یې د حق او باطل تر منځ عدالت او حاکمیت کوي، نو هېڅکله به کافر غرب دا جرات نه شو کولی چې زموږ پر خاورو خپل ګمراه کوونکي قوانین پلي کړي. ابو هریره روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنَّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ، فَإِنْ أَمَرَ بِتَقْوَى اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ، وَعَدَلَ كَانَ لَهُ بِذَلِكَ أَجْر، وَإِنْ يَأْمُرْ بِغَيْرِهِ كَانَ عَلَيْهِ مِنْهُ»

(رواه مسلم)

ژباړه: امام هغه ډال دی، چې خلک له هغه څخه په پیروۍ له کفارو سره جنګېږي او هغه ته پناه وروړي. که هغه د تقوا او عدالت امر وکړي، نو اجر تر لاسه کوي؛ خو که پر ظلم امر وکړي، د عذاب مستحق کېږي.

 

لیکوال: عبدالعزیز محمد

ژباړن: حبیب الله

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې