
هجری قمری نېټه : 5 ذولحجه 1447
میلادی نېټه : چهارشنبه, 13 می 2026 م
مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
د هندو دولت د «سیندور عملیاتو» - چې د ۲۰۲۵م کال د مې د ۷مې او ۸مې نېټې ترمنځ د شپې مهال پیل شول - په غبرګون کې، پاکستاني ځواکونو «بنیان المرصوص عملیات» ترسره کړل؛ په دغو عملیاتو کې د هندو دولت ګڼې الوتکې راوغورځول شوې، دفاعي سیسټمونه یې فلج شول، اشغال شوی کشمیر عملاً د الوتنې ممنوعه سیمه شوه او پاکستان هندو دولت ذلیل کړ. دا ښکاره ثبوت دی چې د روغې جوړې، د اړیکو عادي کولو او سولې نمایشي هڅې کافرانو ته پر مسلمانانو د ظلم جرات ورکوي؛ او یوازې د جهاد له لارې دښمن خپل د ذلت اصلي موقف او ځای ته ورګرځول کېدای شي.
دا کټ مټ هغه څه دي چې موږ د امریکا او یهودي «دولت» پر وړاندې د ایران په جګړه کې ولیدل؛ کله چې ایراني ځواکونو په منځني ختیځ کې د امریکا اډې په توغندیو او ډرون الوتکو وویشتې، پر یهودي «دولت» یې د توغندیو باران وکړ او د امریکا پر سمندري بېړیو یې بریدونه وکړل؛ نو د امریکا له فرعون، ټرمپ، څخه لار ورکه شوه او اړ شو چې اوربند پرلپسې وغځوي. نو نن هغه کسان چېرته دي چې د سولې نارې یې وهلې، د واقعیتپالنې په نوم یې کافرانو ته د تسلیمېدو تبلیغ کاوه او ویل یې چې جګړه د هېڅ ستونزې حل لاره نه ده؟
له شک پرته، رسول الله صلی الله علیه وسلم رښتیا فرمایلي دي:
«إِذَا تَبَايَعْتُمْ بِالْعِينَةِ، وَأَخَذْتُمْ أَذْنَابَ الْبَقَرِ، وَرَضِيتُمْ بِالزَّرْعِ، وَتَرَكْتُمُ الْجِهَادَ، سَلَّطَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ ذُلًّا لَا يَنْزِعُهُ حَتَّى تَرْجِعُوا إِلَى دِينِكُمْ»
ژباړه: کله چې تاسو په عینه (ربا/سود ډوله) معاملو کې ښکیل شئ، د غواګانو لکۍ ونیسئ (په مالدارۍ پسې شئ)، په کرنه خوښ اوسئ او جهاد پریږدئ، نو الله به پر تاسو داسې ذلت مسلط کړي چې هغه به تر هغې لیرې نه کړي ترڅو چې بیرته خپل دین ته راستانه نه شئ. [سنن ابي داوود]
او له شک پرته، د الله سبحانه وتعالی دغه وینا رښتیا ده:
وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ. [منافقون: ۸]
ژباړه: «او په حقیقت کې عزت د الله، د هغه د رسول او مؤمنانو لپاره دی.»
همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایي:
إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ. [محمد: ۷]
ژباړه: «که تاسو د الله (د دین) نصرت وکړئ، هغه به ستاسو نصرت وکړي او ستاسو قدمونه به ثابت (کلک) وساتي.»
د مسلمانانو ټول تاریخ د جهاد په عظمت او دبدبه پېژندل شوی دی. په ۲۷ غزاګانو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلې رهبرۍ او د لسګونو سرایاوو لېږلو، د مسلمانانو لپاره داسې تلپاتې لاره وټاکله چې خلفای راشدینو هېڅکله پکې د ځنډ او انقطاع اجازه ورنه کړه. ان د اموي او عباسي دورو خلفاوو او د هغوی نظامي قومندانانو د جهاد له لارې د اسلام «رایه» په نړۍ کې پورته او رپانده وساتله. خو کله چې د عباسي دورې په وروستیو کې په جهاد کې غفلت وشو، مغول پر مسلمانانو مسلط شول.
له هغه وروسته جهاد بېرته پیل شو، او عثماني خلافت د تورې په زور د صلیبي اروپا پر وړاندې ودرېد او د الله سبحانه وتعالی له لوري د دغه فرض شوي شرعي مکلفیت په پوره کولو سره یې ستر عزت ترلاسه کړ. خو په ۱۹۲۴م کال کې د خلافت تر له منځه وړلو وروسته، د جهاد غوښتنه او مکلفیت یوازې د جغرافیایي پولو په چوکاټ کې د ملتپالو پولو تر دفاع پورې محدود کړای شو، چې دا په عملي توګه د نړیوال نظم د باطلو معبودانو (طاغوتانو) اطاعت دی.
امریکا چې هر کله وغواړي، پر وېنزویلا، ایران، سوریه، سوډان، افغانستان او یمن بریدونه کوي، او یهودي «دولت» چې هر کله یې زړه وغواړي، پر لبنان، سوریه، ایران او یمن تېری کوي؛ خو موږ د ربالعالمین، الله سبحانه وتعالی، شرعي احکام یوې خوا ته کړي دي، د غزې، یمن او ایران د دفاع لپاره نه راپورته کېږو او ځانونه مو یوازې د خپلو پولو تر دفاع پورې محدود کړي دي. دا ولې داسې ده؟ په داسې حال کې چې الله سبحانه وتعالی موږ ته امر کړی او پر مسلمانو پوځونو یې فرض کړې ده چې:
وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ. [انفال: ۷۲]
ژباړه: «او که هغوی د دین په معامله کې له تاسو څخه نصرت وغواړي، نو پر تاسو لازمه ده چې د هغوی نصرت وکړئ»
همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمایي:
وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ. [بقره: ۱۹۱]
ژباړه: «او هغوی هر ځای چې ومومئ، ویې وژنئ او له هغو ځایونو یې وباسئ چې تاسو یې ترې ایستلي یئ»
د ملتپالو (نشنلستي) پولو په چوکاټ کې د پاتې کېدو او د جهاد د فریضې د نیمګړي ادا کولو له امله، امت خپل ځواک او عظمت له لاسه ورکوي. همدغو ملي او جغرافیوي پولو امت ټوټې ټوټې کړی او کافرانو ته یې دا فرصت برابر کړی چې موږ یو په بل پسې په نښه کړي.
اې د پاکستان وسلهوالو ځواکونو! الله سبحانه وتعالی تاسو یوازې د هغو مسلمانانو د ساتنې مسوول نه یئ ګرځولي چې د انګرېزانو له لوري د کښل شویو پولو دننه ژوند کوي؛ بلکې د تاریخ په اوږدو کې د مسلمانو قومندانانو له بېلګو څخه څرګندېږي چې الله سبحانه وتعالی پر تاسو د ټولو مسلمانانو د دفاع لپاره جهاد فرض کړی دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم له بدر او خندق وروسته ان څو میاشتې هم جهاد ونه ځنډاوه، بلکې د اسلام نړیوال پیغام یې شرق او غرب ته ورساوه. نن د غزې مسلمانان ستاسو لار څاري او د کشمیر خلک لا هم د هندو واکمنۍ تر ظلم لاندې دي. نو د جهاد راتلونکو ډګرونو ته مخه کړئ. ستاسو مخکینیو مسلمانو قومندانانو پرلپسې سیمې فتح کړې او د اسلام تر واکمنۍ لاندې یې راوستلې؛ تر دې چې خپل اسونه یې تر سمندرونو ورسول، خو سربېره پر دې یې هم ارام کېناستل نه خوښول. نو څه شی تاسو د کړېدلو مسلمانانو د چیغو له اورېدو منع کوي؟ په داسې حال کې چې تاسو د هغوی د ژغورلو ځواک او وړتیا لرئ!
د دولت-ملت نړیوال نظم په چوکاټ کې د الله سبحانه وتعالی د احکامو بشپړ اطاعت ناشونی دی. نو را وړاندې شئ او د نبوت پر منهج د دویم راشده خلافت د تاسیس لپاره حزبالتحریر ته نصرت ورکړئ. خلیفه دی چې په جهاد کې به ستاسو مشري کوي، تاسو ته به د غازي او شهید د مرتبو د ترلاسه کولو ستر فرصت برابروي، له اندونیزیا څخه تر مراکش پورې به ټولې اسلامي خاورې تر یوه خلافت لاندې متحدوي، یهودي «دولت» به له منځه وړي او امریکا به له دې ټولې سیمې څخه شړي. همدا هغه رښتینې بریا ده چې که یې څوک غواړي، باید د هغې لپاره هڅې وکړي.
د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۷هـ.ق کال، د ذوالقعدې ۲۶مه
۲۰۲۶م کال، د مې ۱۳مه
د صدور ګڼه: ۳۳/ ۱۴۴۷
ژباړن: اسرار تکل




