جمعه, ۲۳ مُحرم ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

په هغه مسجد کې د لمانځه اداکولو حکم، چې د غیر مسلمانانو په مرسته جوړ شوی وي

  • خپور شوی په فقهي

پوښتنه:

اسلام علیکم ورحمة الله

اجازه راکړئ چې خپل ځان در وپېژنم، نوم مې نادیه ده او په اندونیزیا کې له دارسینو څخه یم. شېخ صاحب غواړم له تا څخه وپوښتم، په هغه مسجد کې د لمانځه حکم څه دی، چې عیسویانو جوړ کړی وي؟

اې شېخ صائب! الله دې د خیر بدله در کړي.

ځواب:

وعلیکم السلام ورحمة الله و برکاته

زموږ څخه دغه ډول پوښتنه پخوا هم د ۲۰۱۸م کال د ۴مې میاشتې پر ۲۳مه، شوې وه. زموږ ځواب په لاندې ډول بیان شوی و او زه به بشپړه پوښتنه او هغې ته ځواب ستاسو په مخ کې کېږدم، هیله من یم چې ځواب مو مناسب وي، ان‌شاء الله.

پوښتنه: ایا د مسجد د ودانولو لپاره له کافرانو څخه د صدقې منل روا دي؟ ایا په داسې مسجد کې لمونځ ترسره کول روا دي، چې د ودانولو لپاره یې په صدقه کې کافرانو برخه اخیستې وي؟

ځواب: دغه پوښته دوې برخې لري:

لومړۍ برخه: ایا د مسجد د ودانولو لپاره  له یوه کافر څخه د صدقې د پیسو منل روا دي؟

دویمه برخه: ایا په داسې مسجد کې لمونځ کول روا دي، چې د کفارو په پیسو ودان شوی وي؟

د لومړۍ برخې په اړه چې د مسجد لپاره د کافرانو د خیراتونو منل دي، بېلابېل نظرونه شته. ځينې فقها شته چې منل یې روا بولي او له کافرانو یې د هدیې اخیستلو له مسلې سره ورته بولې او دلیل یې دا دی، چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم د  روم پاچا له خوا د مصر د پاچا مقوقس هدیه منلې وه.

زما په اند، یو کس ته هدیه ورکول و مسجد ته د صدقې ورکول سره توپیر لري، ځکه چې واقعیت یې یو له بل سره بېل دی:

۱ــ مسجد د الله سبحانه و تعالی لپاره د عبادت ځای دی. نو ځکه مسجد ته صدقه ورکول په اصل کې د الله سبحانه و تعالی لپاره صدقه ورکول ګڼل کېږي. په حدیث کې له ابوهریرة څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: »

أيُّها النّاسُ، إِنّ الله طيِّبٌ لا يقْبلُ إِلّا طيِّبًا«…

(مسلم)

اې خلکو! الله پاک دی، نو له پاک شي پرته هیڅ شی نه قبلوي

نو ځکه، د مسجد لپاره له یوه کافر څخه د صدقې منل روا نه دي، ځکه د کافر پیسې پاکې او سمې نه دي.

۲ــ دغه راز، پېغمبر صلی الله علیه وسلم په خپل یوه سپېڅلې حدیث کې د هغه چا په اړه چې مسجد ودانوي، له بدلې یادونه کړې چې الله به ده ته په جنت کې یو کور جوړه وي.

په مسند احمد کې سعید بن جبیر له ابن عباس او هغه له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې ویې فرمایل:

«مَنْ بَنَى لِلَّهِ مَسْجِدًا وَلَوْ كَمَفْحَصِ قَطَاةٍ لِبَيْضِهَا، بَنَى اللَّهُ لَهُ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ «

چا چې د الله لپاره مسجد جوړ کړ، ان که د مرغه د ځالې په اندازه وي چې د هګیو لپاره یې جوړ کړی، نو الله به ده ته په جنت کې یو کور جوړ کړي.

په سنن ترمذي کې له عثمان بن عفان څخه روایت دی، دی وایې ما له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل:

»مَنْ بَنَى لِلَّهِ مَسْجِدًا بَنَى اللَّهُ لَهُ مِثْلَهُ فِي الجَنَّةِ«

چا چې د الله لپاره مسجد جوړ کړ، الله به ده ته د هغه په څېر(یو کور) په جنت کې جوړ کړي.

 ترمذي وایي: د عثمان رضي الله عنه دغه حدیث صحیح حسن دی. دغه حدیث په صحیح ابن خزیمه کې له عثمان بن عفان او په دارمي کې په همدې ډول روایت شوی.

 همداراز، په صحیح ابن حبان کې له ابوذر څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:

«مَنْ بَنَى لِلَّهِ مَسْجِدًا وَلَوْ كَمَفْحَصِ قَطَاةٍ بَنَى اللَّهُ لَهُ بَيْتًا فِي الجنة«

چا چې د الله لپاره مسجد جوړ کړ، ان که د مرغه د ځالې په اندازه وي چې د هګیو لپاره یې جوړ کړی، نو الله به ده ته په جنت کې یو کور جوړ کړي.

 د دغه حدیث سند صحیح دی.

لکه څرنګه چې له حدیث څخه څرګندېږي، که یو چا د الله لپاره مسجد جوړ کړ، الله به ده ته په جنت کې کور جوړ کړي او دا چاره د مسلمان لپاره ترسره کېږي. نو هر څوک چې د الله لپاره کور جوړوي... یعنې یو مسلمان، ځکه که کافر یو کور جوړوي، نو دی به له جنتیانو څخه نه وي.

۳ـ همداراز د جاهیلت په پېر کې مشرکانو لاپې وهلې چې دوی د مسجد حرام ودانوونکي او پالونکي دي، خو په اړه یې الله سبحانه و تعالی دغه ایاتونه راولېږل:

﴿أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَجَاهَدَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ لَا يَسْتَوُونَ عِنْدَ اللَّهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِين﴾

[ التوبه:۱۹]

ژباړه: ایا تاسو حاجیانو ته اوبه ورکول او د مسجد حرام ودانول د هغه چا له کار سره برابر ګڼی، چې پر الله او د اخرت په ورځ یې ایمان راوړ او د خدای په لاره کې یې جهاد وکړ؟ د الله پر وړاندې خو دا دواړه برابر نه دي او الله دظالمانو قوم ته لارښوونه نه کوي.

 د قرطبي په تفسیر کې داسې راغلي:

دغه ایات: أَجَعَلْتُمْ سِقايَةَ الْحاجِّ... ایا تاسو حاجیانو ته اوبه ورکوی... په عربې ژبه کې یې ضمنا (تقدیر) داسې دی: أَجَعَلْتُمْ اَصْحَابَ سِقايَةَ الْحاجِّ او اَهْلَ سِقايَةَ الْحاجِّ ایا تاسو د سقایه څښتنان یا د سقایه خلک (حاجیانو ته اوبه چمتوکوونکي کسان) له هغو کسانو سره برابر بولی، چې پر الله ایمان لري او د هغه په لاره کې هلې ځلې او جګړه کوي. دا سمه ده چې حذف په (مَنْ آمَنَ) کې رامنځته شي، لکه (أَجَعَلْتُمْ عَمَلَ سَقْیِ الحَاجِ کَعَمَلِ مَنْ آمَنَ)  ژباړه: ایا تاسو حاجیانو ته د اوبو ورکولو کار د هغو کسانو له کار سره یو ډول بولی، چې ایمان یې راوړی.

په تفسیر النسفي کې راغلي:

﴿أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَجَاهَدَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ لَا يَسْتَوُونَ عِنْدَ اللَّهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِين﴾

[ التوبه:۱۹]

ژباړه: ایا تاسو حاجیانو ته اوبه ورکول او د مسجد حرام ودانول؛ د هغه چا له کار سره برابر ګڼی، چې پر الله او د اخرت په ورځ یې ایمان راوړ او د خدای په لاره کې یې جهاد وکړ؟ د الله پر وړاندې خو دا دواړه برابر نه دي او الله دظالمانو قوم ته لارښوونه نه کوي.

  السقایة او العمارة دوه مصدرونه دي چې له سقي او عمر څخه اخیستل شوي لکه د صیانة او وقایة په څېر چې مضاف یې محذوف دی او تقدیر یې داسې دی: (أَجَعَلْتُمْ اَصْحَابَ سِقايَةَ الْحاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللَّهِ...) ایا تاسو هغه خلک چې حاجیانو ته اوبه چمتو کوي او مسجد حرام جوړوي له هغو کسانو سره یو ډول بولی چې پر الله یې ایمان راوړی.  مانا یې انکار دی چې د مشرکانو او مومنانو له ورته والي څخه انکار راغلی، د دوی د بدو او ښو عملونو ترمنځ توپیر راغلی او دا رد شوې چې مشرکان د له مسلمان سره یو ډول وي. که ترمنځ یې برابر والی راځي نو له کفر وروسته دغه بل ظلم دی، ځکه مدح(ستاینه) او فخر(ویاړ) په داسې ځای کې شوي چې دلته یې اېښودل مناسب نه و...)

له دې ټولو څخه څرګندېږي له چا څخه چې د مسجد حرام یا بل هر مسجد ودانول قبلېږي، هغه څوک دی چې پر الله او د اخرت پر ورځې ایمان لري او دغه کس مسلمان دی او مانا یې دا شوه چې د مسجد په ودانولو کې د کافر صدقه نه منل کېږي.

پرهمدې بنسټ، هغه څه چې زه یې غوره ګڼم دا دی چې د مسجد ودانولو لپاره باید د کافر صدقه ونه منل شي. دا چې زه وایم هغه څه چې زه یې غوره ګڼم له دې امله دي چې ځیني عالمان د کافرانو له لوري صدقه قبلوي لکه وړاندې چې موږ د پوښتنې په پیل کې ترې یادونه وکړه. 

دا هغه څه دي چې په دې مسله کې زه غوراوی ورکوم، الله د زیاتې پوهې او حکمت څښتن دی.

خو دوهمه برخه د هغه ځای په اړه ده چې په هغه باندې د لمانځه د اداکولو رواوالی دی او لمونځ کول پرې روا دي. البخاري له جابر ابن عبدالله څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

« أُعْطِيتُ خَمْسًا لَمْ يُعْطَهُنَّ أَحَدٌ مِنَ الأَنْبِيَاءِ قَبْلِي: نُصِرْتُ بِالرُّعْبِ مَسِيرَةَ شَهْرٍ، وَجُعِلَتْ لِي الأَرْضُ مَسْجِدًا وَطَهُورًا، وَأَيُّمَا رَجُلٍ مِنْ أُمَّتِي أَدْرَكَتْهُ الصَّلاَةُ فَلْيُصَلِّ، وَأُحِلَّتْ لِي الغَنَائِمُ، وَكَانَ النَّبِيُّ يُبْعَثُ إِلَى قَوْمِهِ خَاصَّةً، وَبُعِثْتُ إِلَى النَّاسِ كَافَّةً، وَأُعْطِيتُ الشَّفَاعَةَ»

 ما ته پنځه څیزونه راکړل شوي دي چې له ما وړاندې بل کوم پېغمبر ته نه وو ورکړل شوي:

‍۱- الله را ته له کافرانو څخه پر وېره باندې( د یوې میاشتي په فاصله) بریا را په برخه کړې ده۲- ځمکه راته پاکه او مسجد ګرځول شوې ده، نو امتیان مې چې چیرته وغواړي لمونځ پرې کولی شي ۳-  غنیتمونه را ته حلال ګرځول شوي، چې له ما وړاندې نورو ته حلال نه وو ۴- هر نبي خپل قوم ته را لېږل شوی و، خو زه ټول بشریت ته رالېږل شوی یم -۵ ما ته د شفاعت حق راکړ شوی دی.  

مسلم هم دغه حدیث په لاندې الفاظو روایت کړی، جابر ابن عبدالله الانصاري وایي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:

»أُعْطِيتُ خَمْسًا لَمْ يُعْطَهُنَّ أَحَدٌ قَبْلِي، كَانَ كُلُّ نَبِيٍّ يُبْعَثُ إِلَى قَوْمِهِ خَاصَّةً، وَبُعِثْتُ إِلَى كُلِّ أَحْمَرَ وَأَسْوَدَ، وَأُحِلَّتْ لِيَ الْغَنَائِمُ، وَلَمْ تُحَلَّ لِأَحَدٍ قَبْلِي، وَجُعِلَتْ لِيَ الْأَرْضُ طَيِّبَةً طَهُورًا وَمَسْجِدًا، فَأَيُّمَا رَجُلٍ أَدْرَكَتْهُ الصَّلَاةُ صَلَّى حَيْثُ كَانَ، وَنُصِرْتُ بِالرُّعْبِ بَيْنَ يَدَيْ مَسِيرَةِ شَهْرٍ، وَأُعْطِيتُ الشَّفَاعَةَ«

ژباړه: ما ته پنځه څیزونه راکړل شوي دي چې له ما وړاندې بل چا ته نه وو ورکړ شوي، هر نبي به په ځانګړې توګه خپل قوم ته رالېږل کېده، خو زه ټولو سور او سپین ته رالېږل شوی یم، ما ته غنیمتونه حلال ګرځول شوي او له ما وړاندې بل چا ته روا نه وو، د ځمکې مخ را ته پاک او مسجد ګرځول شوی، نو د لمانځه پر مهال چې څوک چیرته غواړي لمونځ کولی شي، الله را ته له کافرانو څخه په وېره باندې( د یوې میاشتي په فاصله کې) بریا را په برخه کړې ده او ما ته یې د شفاعت حق را کړی.

پر همدې اساس، د ځمکې  پر هر ځای باندې لمونځ کول روا دي، په دې شرط چې هغه ځای پاک وي. همدې ته په کتو سره، لمونځ کول په هر مسجد کې روا دي ان که د کافرانو پیسې پرې لګېدلې وي. دا حقیقت چې د مسجد د جوړېدو لپاره د کافرانو پیسې منل روا نه دي، دا مانا نه لري چې په هغه مسجد کې لمونځ کول روا نه دي او دا هغه څه دي چې موږ ترې مخکې یادونه وکړه.

دا هغه څه دي چې په دې مسله کې زه غوراوی ورکوم، الله د زیاتې پوهې او حکمت څښتن دی .

ستاسو ورور عطا بن خلیل ابو رشته

د مطلب ادامه...

"اَلنُّعْمَانُ سِرَاجُ أمَّتِيْ" موضوعي حدیث دی

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

پوښتنه:

د الله سلام او درود دې پر تاسو وي! د امام ابوحنیفه رحمه الله په اړه یو حدیث دی، چې په دغو کلماتو سره راغلی: "اَلنُّعْمَانُ سِرَاجُ أمَّتِيْ" یعنې نعمان زما د امت څراغ دی. اوس زما پوښتنه د دغه حدیث د صحت په اړه ده، چې دا حدیث له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه ثابت شوی او که نه؟

ځواب:

موضوعي روایات په څلورمه او پنځمه هجري پېړۍ کې له هغه وروسته پیل شول، چې د مذاهبو تر منځ مناظرې او د پیروانو تر منځ یې ویاړنې (پر یوه ځانګړي مذهب ویاړل) رامنځته شوې وې. د مذاهبو له امامانو څخه به یې د یوه مجتهد ستاینه کوله او د بل مجتهد په اړه به یې بد ویل؛ د بېلګې په ډول: د امام شافعي ځینو پلویانو امام شافعي ته غوره والی ورکاوه او د هغه مقام به یې له امام ابوحنیفه څخه لوړ باله او د حنیفي مذهب ځینو پلویانو امام ابو حنیفه ته غوره والی ورکاوه او د هغه مقام به یې له امام شافعي څخه لوړ باله. د نورو مذاهبو ځینو پلویانو به هم همداسې کول....

وروسته ځینو مغرضو کسانو موضوعي (جوړ شوي) حدیثونه روایتول، ګومان یې کاوه چې خپل مذهب ته یې خدمت کړی، په داسې حال کې چې د خلکو ذهنونه یې نفاق او تعصب ته تیارول او د هغو موضوعي حدیثونو له ډلې څخه یو هم "اَلنُّعْمَانُ سِرَاجُ أمَّتِيْ" دی. نو اړینه ده چې د دغې موضوع په اړه د حدیثو د علماوو ځینې خبرې او نظرونه بیان کړو:

اول- خطیب بغدادي، چې په ۴۶۳هـ.ق کال کې وفات شوی، په «د بغداد تاریخ» نومي کتاب کې یې له هغه وروسته چې د دغه حدیث د راویانو سلسله او سند یې وپلټل، ویلي: «هُوَ حَدِيثٌ مَوْضُوعٌ، تَفَرَّدَ بِرِوَايَتِهِ الْبُورَقِيُّ» یعنې دا موضوعي حدیث دی، ځکه د راویانو په سلسله کې یې د البورقي په نوم کس یوازې پاتې شوی دی.

دویم- ابو نعیم اصفهاني، چې په ۴۳۰هـ.ق کال کې وفات شوی، په "المسند المستخرج علی صحیح مسلم" نومي کتاب کې یې د دغه حدیث د راویانو په اړه له شننې وروسته داسې ویلي دي: «يَسْتَحِقُّ راوي هذا الحديث مِنَ اللَّهِ تَعَالَى وَمِنَ الرَّسُولِ وَمن الْمُسلمين اللَّعْنَة» یعنې د دغه حدیث راوي د الله سبحانه وتعالی، رسول الله ﷺ او مسلمانانو له لوري د لعنت مستحق دی.

درېیم- سلیمان بن عبدالقوي، چې په ۷۱۶هـ.ق کال کې وفات شوی، په "التعیین فی شرح الاربعین" نومي کتاب کې یې د دغه حدیث په اړه ویلي: «ابن جوزي "النُّعْمَانُ سِرَاجُ اُمَّتِيْ" حدیث له موضوعي حدیثونو څخه بولي او ویلي یې دي: «کله چې شافعي مذهب مشهور شو، د حنیفي مذهب ځینې پلویان را پورته شول ترڅو د شافعي مذهب نوم بد کړي، نو له دوو دروغجنو کسانو یعنې مامون ابن احمد سلمي او احمد بن عبدالله جوی باري سره یې خبرې وکړې او دغه دروغجن روایت یې جوړ کړ.

څلورم- اسماعیل بن محمد دمشقي، چې په ۱۱۶۲هـ.ق کال کې وفات شوی، په "کشف الخفاء و مزیل الإلباس" نومي کتاب کې یې د دغه حدیث په اړه ویلي: «أبوحنيفة سراج أمتي، قال القاري في موضوعاته الكبرى: هو موضوع باتفاق المحدثين» یعنې ملا علي قاري حنیفي په "الموضوعات الکبری" نومي کتاب کې د «ابوحنیفه د امت څراغ دی» حدیث په اړه ویلي، چې دغه حدیث د محدثینو په اتفاق سره موضوعي دی.»

لنډه دا چې د «النُّعْمَانُ سِرَاجُ اُمَّتِيْ» معقوله د محدثینو په اتفاق، موضوعي (دروغ او جوړ شوی) حدیث دی.

ستاسو ورور عطاء ابن خلیل ابورشته

ژباړن: منصور دریځ

د مطلب ادامه...

د هند تروریست رژیم یوازې د یوه ځواکمن زمري له قدرته ډارېږي، نه د یوې ډارنې پیشو له زاریو څخه!

  • خپور شوی په پاکستان

(ترجمه)

د ۲۰۱۸ م کال د اکټوبر پر ۲۱مه په کشمیر کې د هند د اشغالګرو ځواکونو په لاس د مخلصو مسلمانانو د وینو تویولو په ځواب کې عمران د اکټوبر پر ۲۲مه په یو ټویټ کې ولیکل: «په کشمیر کې د هند د امنیتي ځواکونو په وسیله د بې ګناه کسانو وژل په سختو ټکو غندم. اوس هغه وخت رارسیېدلی چې هند د خبرو اترو له لارې د کشمیر د شخړې د حل لپاره د امنیت شورا د تړونونو او د کشمیر د خلکود غوښتنو پر بنسټ اقدام وکړي.» د عمران- بجوا رژیم د یو هندو دښمن د سپکاوي پر وړاندې خپله پښه د مشرف او نواز د رژیمو پر ځای اېښې ده؛ په داسې حال کې چې د امریکاـ هند ایتلاف له کومې ستونزې پرته د پاکستان پر مسلمانانو د هندوانو د واکمنېدو لپاره فعال دی. دغه رژیم د لمدې پیشو غوندې مسلمانان له جدي ګواښونو سره مخ کوي.

د هندو د قدرت ماهیت دا دی چې پر نورو د عدالت وړتیا نه لري، کمزورو ته سپکاوی کوي او یوازې په زور تسلیمېږي. همدا حقیقت و چې د هند د نیمي وچې خلکو د اسلام د مشرانو په منلو سره پر هند خپله واکمني ټینګه کړه، چې د پېړیو لپاره یې امنیت او ارامي راوستله. همدا حقیقت و چې زموږ نیکونو پر هغې خاورې د واکمنۍ لپاره چې د هندو ولکه هلته نه وي، ډېرې سرښندنې ورکړې. د هند د نیمې وچې له بېلتون وروسته د هندوستان د قدرت خاوندانو د مسلمانانو له ځورولو، هغه که په جګړه کې وي او که پر مسلمانانو د واکمنۍ او د کشمیر، ګجرات او ایودیا د اشغال په اړه وي، درېغ نه دی کړی.

اې د پاکستان وسلوالو ځواکونو! د عمران ـ بجوا د رژیم د ورانۍ د مخنیوي لپاره د نبوت پر تګلاره د خلافت د بیا تاسیس لپاره واک ستاسو په لاس کې دی. اوس هغه وخت دی چې تاسو به د یو ځواکمن زمري غوندي ګامونه واخلئ او د شاتګ لپاره دښمن مجبوریت به ووینئ. دا یوازې راشده خلافت دی، د ملګرو ملتونو سازمان په نامه استعماري ابزار او او د کشمیر په اړه مسخره مصوبې یې په شپږم څپرکی کې ردوي. دا یوازې راشده خلافت دی چې هندي ډیپلوماټان وباسي او له هند سره جنګي حالت اعلانوي. دا یوازې خلافت دی چې د امریکا غوښتنې ردوي او هغه ځواک وسله‌وال کوي چې په کشمیر کې فعال دی. دا یوازې خلافت دی چې د پاکستان په لودیځ سرحد کې له ناکامې جګړې څخه ستاسو د ملاتړ لپاره د امریکا غوښتنې ردوي او پر ځای یې تاسو او زموږ اټومي وسایل د ختیځ مرز په لور خوځوي، ترڅو هندوان له بدبختیو څخه لاس اخیستو ته مجبور کړي. دا یوازې خلافت دی چې د عادي کولو هغه طرحه ردوي، چې پاکستان د هند تابع کوي او په ټول توان به یو ځل بیا د هند په نیمه وچه کې د اسلام بیرته راتګ لپاره کار وکړي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿فَلَا تَهِنُوا وَتَدْعُوا إِلَى السَّلْمِ وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ وَاللَّهُ مَعَكُمْ وَلَن يَتِرَكُمْ أَعْمَالَكُمْ﴾ [محمد: ۳٥]

ژباړه: نو هېڅکله مه سستېږئ او دښمنان (ذلت راوړونکې) سولې ته مه رابولئ، تاسو غوره او لوړ یاست او الله سبحانه وتعالی له تاسو سره دی او د اعمالو (له ثوابه) مو څه نه کموي.

د حزب التحریرـ ولایه پاکستا مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

الواقیه تلویزیون: ایا د مولفة القلوب د برخې لغو کول (هغه کسان چې د اسلام د منلو لپاره یې زړونه نرم وي) د عمر ابن خطاب له خوا د اسلامي شریعت

وړاندې کوونکی: د حزب التحریر - ولایه لبنان غړی پیاوړی استاد احمد القصص   ۱۴۴۰ه.ق، د صفر ۲۹مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د نومبر ۷مه  

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: د سوچي د خاینې پرېکړې د لغوې په تړاو په ارمناز ښارګوټي کې لاریونونه!

حزب التحریر - ولایه سوریي د ادلب په حومه، ارمناز ښارګوټي کې د سوچي د خاینې پرېکړې د لغوې په تړاو لاریونونه وکړل.  ۱۴۴۰ه.ق، د صفر الخیر ۲۴مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د نومبر دویمه

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: د سوچي د خاینې پرېکړې د لغوې په تړاو په ریان کلې کې لاریونونه!

حزب التحریر- ولایه سوریې د ادلب په حومه، ریان کلي کې د سوچي د خاینې پرېکړې د لغوې په تړاو لاریونونه وکړل.       ۱۴۴۰ه.ق، د صفر الخیر ۲۴مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د نومبر دویمه

د مطلب ادامه...

الاقصی مسجد: سیاسي تحلیل «خلیج هېوادونه له یهودي دولت سره د اړیکو په علني کولو کې له یو بل سره سیالي کوي!»

وړاندې کوونکی: سیاسي مفکر احمد الخطواني (ابو حمزه)     ۱۴۴۰ه.ق، د صفر الخیر ۲۲مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د اکتوبر ۳۱مه

د مطلب ادامه...

د سرو زرو د پانګونې صندوق (بریق) یو غیر قانوني پانګوالي شرکت دی او د ګټې لاسته راوړو لپاره یې د وسایلو پېرودل حرام دي

  • خپور شوی په سوډان

(ژباړه)

د خلکو او شرکتونو لپاره د سرو زرو پانګې د ونډو خرڅلاو (بریق) د ۲۰۱۸م د اکتوبر په ۱۵ مه د دوشنبې په ورځ د سوډان مالي خدماتو شرکت (SICO) له لوري پرانیستل شو. د شرکت بنسټګر د ۲۰۱۸م د اکتوبر په ۸ مه د پرانیستغونډې پر مهال چې لومړي وزیر هم پکې حضور درلود، وویل: «د دغه صندوق موخه دا ده چې د صندوق د پیسو پر مټ د سوډان له مرکزي بانګ سره د سرو زرو په پېر و پلور کې د ګټې لاس ته راوړو لپاره کار واخیستل شي، چې له ۲۵ سلنې څخه پیل کیږي. دا صندوق به د اکتوبر له ۱۵ مې تر ۳۱ مې پورې د ۳ میلیاردو سوډاني پونډو پانګې سره پرانیستل شي، چې ۳ میلیونه ونډې به لري، چې د یوې ونډې ارزښت به یې زر پونډه وي. د دغه صندق موخه دا ده چې د اسلامي شریعت د اصولو په رڼا کې سپمول شوې پیسې را ټولې او د سرو زرو د پېرلو او پېرودلو په برخه کې پرې پانګونه وشي.» (د سوډان رسنیز مرکز/ ۰۹،۱۰،۲۰۱۸)

حزب التحریر-ولایه سوډان د سکوکو (ونډو) د تړون په برخه کې د اسلامي شریعت په رڼا کې لاندې واقعتونه وړاندې کوي:

لومړی: دغه صندوق په واقعیت کې د عامه ونډو یو ګډ شرکت (Public Joint Stock Company) دی، چې د سندونو د مالکانو له لوري چې (بریق) په نامه یا دیږي، را منځته شوی. هر څوک چې یوه ونډه پېري، هغه د دغه شرکت یو شریک بلل کیږي او د شرکت په ګټه کې شریک دی.

دویم: په اسلام کې مجوز شرکت هغه ته ویل کيږي چې د دوو یا ډېرو کسانو تر منځ داسې یو تړون وشي چې له مخې یې ګډونوال د ګټې لاس ته راوړلو په موخه پر مالي کارو بار سره سلا وي. لکه څرنګه چې په ټولو اسلامي تړونونو کې ایجاب او قبول اړین دی، همدا رنګه د یو شرکت د تړون لپاره  هم ایجاب او قبول داوړه اړین دي. نو ځکه هغه تړون ته چې پکې د ګډون لپاره یوازې پیسې ورکولو کېږي، تړون نه شو ویلی.

درېیم: د غربي قانون له مخې د ګډو ونډو شرکت یوه پانګواله معامله ده چې دوې معاملې سره بېلوي؛ لومړی، د یو کس د ارادې پر بنسټ، تړون او لیوالتیا. دویم، هغه تړونونه چې د غربیانو خپل منځ کې تړل کیږي چې دوه لوري پکې ښکېل وي او یو بل ته ژمن وي، لکه؛ د پېرودلو، وکالت یا هم د ګومارنې په تړونونو کې.

د یو کس د ارادې پر بنسټ تړون، هغه دی چې له یو لوري څخه برابریږي، لکه؛ د عامه ونډو شرکت. په دې ډول ویلی شو چې دا حتی د غربیانو لپاره هم یو تړون نه شي کېدی. دا ډول تړون له شریعي اړخه باطل دی او باطله معامله حرامه ده.

هغه شرکتونه چې په اسلام کې ورته جواز ورکړل شوې په پنځه ډوله دي: العنان (مساوي)، الأبدان (بدني)، المضاربه (دوه یا ډېر)، الوجوه (مخونه) او المفاوضه (خبرې اترې). دا ټول شرکتونه له ګډو ونډو شرکت سره هیڅ تړاو نه لري، هغه کسان چې په دې اړه ډېرو جزیاتو ته اړتیا لری، کولی شي چې د فقې معتبرو کتابونو ته رجوع وکړي.

د سرو زرو بریق صندوق د حکومت له لوري رامنځته شوی او ځینې خاینو درباري علماوو د دغه صندق د جواز په تړاو فتواوې صادرې کړې، په حقیقت کې دا د ګډو ونډو یو شرکت دی، چې په اسلامي شریعت کې ځای نه لري او د ګټې لاسته راوړلو لپاره یې د سکوکو پېرودل حرام او منع کړل شوي دي.

اې مسلمانانو! نن زموږ د ژوند ټولې برخې د هغه اسلامي شریعت پر بنسټ چې د الهي وحې په واسطه را لېږل شوی، نه دي تنظیم شوې، بلکې د غربي قانون پر اساس تنظیم شوې، چې زموږ ژوند یې فاسد او تبا کړی. نو د هغه رښتني بدلون په هڅه کې شئ چې د رب العالمین له لوري پر تاسو واجب شوی او له تاسو سره یې د هغه پر مټ د بریا او اجر وعده کړې او دا بدلون به ډېر ژر د الله سبحانه وتعالی په اراده د رسول الله صلی الله علیه وسلم په کړنلاره د دویم راشده خلافت پر مټ د اسلامي شریعت پر پلي کولو او د اسلامي ژوند پر بیا پیلولو سره رامنځته کیږي او هغه وخت رارسېدلی.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَجِيبُوا لِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُمْ لِمَا يُحْيِيكُمْ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ يَحُولُ بَيْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهِ وَأَنَّهُ إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ﴾ [انفال:۲۴]

ژباړه: اې مومنانو! د الله سبحانه وتعالی امر ته غاړه کېږدئ او د هغه د پیغمبر صلی علیه وسلم بلنې ته لبیک ووایئ، کله مو چې هغه څه ته دعوتوي چې تاسو ته ژوند درکوي. پوه شئ چې الله سبحانه وتعالی د انسان او د هغه د زړه تر منځ جدايي رامنځته کوي او ټول به د الله سبحانه وتعالی لور ته ورغونډ کړل شی.

د حزب التحریر-ولایه سوډان مطبوعاتي دفتر

د مطلب ادامه...

امریکا په درېيو اسلامي خاورو کې يوازې شمېرل شوي نیم میلیون کسان وژلي

د یوه نوي راپور پر اساس په تېرو ۱۷ کلونو کې د امریکا جګړې یوازې په افغانستان، پاکستان او عراق کې شاوخوا نیم ميلیون کسان وژلي؛ خو د وژل شوو واقعي شمېرې تر دې هم په ځلونو زیاتې دي.  

په براون امریکايي پوهنتون کې د «واټسن د عامه او نړیوالو چارو انستیتیوت» د راپور پر اساس د ۲۰۰۱ د سپټمبر له ۱۱مې وروسته په افغانستان، پاکستان او عراق کې د «تروریزم» پر وړاندې د امریکا جګړې د قربانیانو شمېر تر نیم میلیون زیات دی، چې زیاته برخه یې ملکي وګړي دي. په عراق کې ۱۸۲۲۷۲- ۲۰۴۵۷۵، په افغانستان کې ۳۸۴۸۰ او په پاکستان کې ۲۳۳۷۲ ملکي کسان وژل شوي. دغه راز په میلیونو کسان یې بې‌ځایه کړي دي. په داسې حال کې چې په راپور کې د سوریې او ځينې نورو هېوادونو چې هلته د امریکا مستقیمه او غیر مستقیمه جګړه دوام لري، هېڅ یادونه نه ده شوې.

په ريپوټ کې راغلي چې تر مخکیني راپور چې د ۲۰۱۶ په اګېسټ کې خپور شوی، د وژل شوو په شمېر کې ۱۱۰ زره کسان نور هم زیات شوي او دا شمېرې ښيي چې جګړه اوس هم په شدت دوام لري. د دغه راپور لیکوال نیتا کراوفورت وايي چې د تلفاتو واقعي شمېرې ښايي په ځلونو تر دې هم زیاتې وي. دی وايي: «موږ شاید د دې جګړې د قربانیانو له واقعي شمېرو هېڅکله هم خبر نه شو.»  

په راپور کې یوازې د جګړې مستقیم قربانیان شاملېږي او هغه کسان چې د جګړې د رواني او نورو اغېزو له امله مړه شوي، نه پکې راځي. دغه راز راپور د هغو شمېرو پر بنسټ چمتو شوی، چې له رسنیو سره شریکې شوې، حکومت، مخالفینو او نورو بنسټونو اعلان کړې، ډاګیزې او تایید شوې دي، په داسې حال کې چې موږ هره ورځ د لسګونو داسې پېښو شاهدان یو چې د ‌‌‌‌‌‌‌‌ډېرو کسانو ژوند اخلي؛ خو د امریکا، لاسپوڅو دولتونو او په جګړه کې د ښکېلو اړخونو د پالیسیو او نورو عواملو له امله پوښښ نه ورکول کېږي او په احصایو کې هېڅ نه راوړل کېږي. نو د جګړې د قربانیانو واقعي شمېرې په ځلونو څه چې کېدای شي په لسګونو ځله لوړې وي.

مګر بیا هم ځينې ړوند اندي له امریکا د خیر او سولې تمه لري، په داسې حال کې چې د «تروریزم» په پلمه له اسلام او اسلامي امت سره د امریکا او غرب جګړه ورځ تر بلې شدت مومي او هره ورځ سلګونه بې‌ګناه مسلمانان د امریکا په مستقمیو، غیر مستقیمو (نیابتي) او د دوی لخوا په تمویلېدونکو او د مزدورو چارواکو په جګړو کې وژل کېږي.

خالد ایثار

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې