الاقصی مسجد: له الاقصی مسجد څخه غږ «ایا کولی شو چې خپل دین ته راوګرځو، ترڅو د حطین او عین جالوت جګړه بیا پېښه شي؟»
- خپور شوی په ویډیوګانې
استاد ابو حمزة الداري
۱۴۳۹ه، د رجب ۱۹مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۶مه
استاد ابو حمزة الداري
۱۴۳۹ه، د رجب ۱۹مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۶مه
۱۴۳۹ه، د رجب ۲۱مه، یک شنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۸مه
د «بریا شرطونه» تر سرلیک لاندې د استاد احمد حمیدة خبرې.
۱۴۳۹ه، د رجب ۲۱مه، یک شنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۸مه
د «هغه زوی چې طغیان کوونکي مبارزې ته رابولي!» تر سرلیک لاندې د استاد معاویه عبد الوهاب خبرې
۱۴۳۹ه، د رجب ۲۰مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د اپریل ۷مه
(ژباړه)
۲۰۱۸ د مارچ په ۳۰مه د جمعې په ورځ د حزب التحریر ولایه لبنان د مرکزي اړیکو د کمېټې استازو د ډاکټر محمد جابر په مشرۍ او انجنیر صلاح الدین ادادا په ملګريتوب د یاد هېواد له پخواني لومړي وزیر فواد سینیورا سره د نوموړي په دفتر کې لیدنه وکړه او د لبنان، سیمې او د دغه هېواد د راتلوونکو ټاکنو په اړه یې خبرې وکړې. یاد استازي د دغه هېواد د راتلونکو ټاکنو او په سیاست کې له ډلو څخه د ګټه اخیستنې په اړه د حزب التحریر موقف څرګند کړ. همداراز یادو استازو د لبنان د اوسنیو روانو حالاتو او د هغه کړکېچ په اړه چې دا هېواد پکې ډوب دی خبرې وکړې او له دغه حالت څخه د خلاصون لپاره یې چې د دغه هېواد د اوسني جوړښت او بهرنیو اړیکو له امله دی، د حزب التحریر لید لوری بیان کړ، یاد هېواد ته یې یوازې اسلامي حللارې وړاندې کړې، نه په اوسني منحصر جوړښت او بهرنیو اړیکو باندې ولاړې حللارې.
د حزب التحریر له خوا ټاکل شوي استازي پر دغو موضوعاتو خبرې وکړې: د سیاستوالو د رول اهمیت، په ځانګړې توګه هغه مسلمانان چې د خلافت د بیا تاسیس لپاره چې پر دوی او ټولو مسلمانانو واجب دی هڅه کوي او د دې اړتیا چې د مسلمانانو په چارو او روانو حالاتو کې اغېزمن رول ولرو او د مسلمانانو د ګټو لپاره هڅه وکړو.
د حزب التحریر- ولایه لبنان مطبوعاتي دفتر
لیدونکو ته په خوښۍ او ویاړ سره اعلانوي چې د الرایه جریدې د هرې نوې ګڼې په خپرولو سره پکې د خیر او نیکی د رسولو په موخه یې له دې پاڼې پر موضوعاتو تبصره کېږي، نو له موږ سره اوسئ.. «دویمه برخه»
د الرایه جریدې (دویمه برخه) ۱۷۶مې ګڼې ته کتنه
حز التحریر خپلې تګلارې ته دوام ورکوي او هغه څوک یې چې پرېږدې او تهمت ورپسې کوي خڼډ کېدلی یې نه شي!
وړاندې کوونکی: استاذ خالد الاشقر (ابو المعتز)
۱۴۳۹ه، د رجب ۱۷مه، چهارشنبه، ۲۰۱۸م، د اپرېل ۴مه
وړاندې کوونکی: د حزب التحریر ولایه لبنان غړی شیخ عدنان مزیان
۱۴۳۹ه، د رجب ۱۲، جمعه، ۲۰۱۸م، د مارچ ۳۰مه
۱۴۳۹ه، د رجب ۱۸مه، پنج شنبه، ۲۰۱۸م، د اپرېل ۵مه
( ژباړه )
د عامه چارو هر څارونکي ته دا خبره ورځ تر بلې روښانه کېږي چې یوازینی سیاست چې دولت یې د اقتصادي او مالي کړکېچونو لپاره لري؛ هغه د (( په دولتي بنسټونو کې اصلاحات)) تر نامه لاندې په استعماري کمپنیو باندې د هېواد د ملکیت پلورل دي. د دې کار لپاره یې پلمه دا ده چې دغه بنسټونه په خپل کار کې ناکام او زموږ پر بودیجه بار دي؛ نو باید له منځه یووړل شي!
دولت (د رسنیو او برېښنایي وېبپاڼو له لارې) د یوازینۍ حللارې په توګه د دغو بنسټونو او موسسو پلورل پیل کړي. د حکومت مشر، یوسف چاهېد د پارلمان د غړو په مخ کې له اقتصادي او مالي کړکېچونو څخه په وتلو کې د خپلې ادارې ناکامي ومنله؛ خو ویې ویل چې لامل یې د «لویو اصلاحاتو» ناتواني وه چې د وزیرانو شورا لخوا تصویب شوي وو. نوموړي وویل چې دی او اداره یې دې ته ژمن دي چې د ده په وینا د «لویو اصلاحاتو» له کاري پلان سره سم مخته لاړ شي مګر په هر حال نوموړی به په دې اړه په سیاسي کچه قیمت ورکړي. د حکومت وینا او د رسنیو پالیسي د دې لپاره دي چې د خلکو ذهن د دې خبرې منلو ته چمتو کړي چې د عامه موسسو د له منځه وړلو په باب د پیسو نړیوال صندوق هغه شرایط پلي شي چې دولت یې مخکې له مخکې د نورو پورونو په بدل کې منلو ته غاړه اېښې ده. دا هغه حللارې دي چې د نړیوالې بانکدارۍ د هغو متخصصینو لخوا وړاندې شوې چې په تونس کې د مالي او کړکېچ پای ته رسولو لپاره د میراثي حکومتونو له لوري د سلاکارانو او وزیرانو په توګه ګومارل شوي دي.
مات اقتصاد او مالي کړکېچونو او همدارنګه د ژوند کولو لوړو لګښتونو په تونس کې زموږ خلک تر پزې راوستلي دي. همداراز د دینار د ارزښت کمېدل، د خلکو پر کارونو د حرامو مالیو فشار او داسې نورې ستونزې له لسیزو راهیسې د پانګوال نظام د پلي کولو او دې ته د فکر نه کولو ترخې پایلې دي چې دا نظام د خلکو د ستونزو په حلولو او دوی ته سوکالۍ په راوړلو کې ناتوانه دی. بل لوی لامل یې د پیسو نړیوال صندوق د تباه کوونکې تګلارې مطابق کار کول دي: (د سب سایډي زیاتول – د روغتیا، ښوونې او روزنې، اوبو او د خلکو د نورو ګټو په برخه کې د دولتي لګښتونو کمول، د دولتي موسسو په ځانګړي توګه د ګټورو موسسو خصوصي کول چې پانګوال شرکتونه وکولای شي چې د هېواد شتمني لوټ کړي). د پیسو د نړیوال صندوق د تګلارې موخه دا ده چې هېواد یوازې د دې وړتیا پیدا کړي چې سود لرونکي پورونه بېرته ادا کړي، چې دا تګلاره د دې د تلپاتي غلامۍ وسیله ده!!
اې مسلمانانو:
د استعمار لخوا رامنځته شوی رژیم به یوازې د استعمارګرو په چوپړ کې وي، د هغو شرکتونو ساتونکی به وي چې ستاسو شتمني لوټوي او د هر هغه چا پر وړاندې به درېږي چې د هېواد د ازادولو هڅه وکړي او وغواړي چې د «دروغجنې ازادرۍ» کنوانسیون افشا کړي. حاکم رژيم په دې کې هېڅ دوه زړی نه دی چې له عامه شرکتونو څخه د خپلو خلکو شتمني وپلوري ( لکه څنګه چې پخوا یې تر ځمکې لاندې شتمني ضایع کړې) او د دې درواغو په ویلو به یې سترګې هم پټې نشي چې پلورل خپله پرېکړه وښیي او داسې وښیي چې له کوم بهرني امر سره هېڅ تړاو نه لري.
یو داسې رژیم چې د خپلو شرکتونو د چلوولو وړتیا نه لري، مالي وضعیت یې نشي اصلاح کولای او له فساد سره مبارزه یې تر وس تېره ده او د هېواد مشري نشي کولای پرته له دې چې په پورونو کې یې غرق او له مالي ماتې سره یې مخ کړي.
اې مسلمانانو:
نن ورځ موږ یو داسې دولت نه لرو چې زموږ او زموږ د ټولو چارو په اړه فکر وکړي او دا زموږ لازمي دنده ده چې یو ریښتنی دولت تاسیس کړو چې له هر ډول استعماري اړیکو پاک وي؛ یو داسې دولت چې په خپلو پرېکړو کې د امت د ګټو په فکر کې وي او داسې اقتصادي او سیاسي نظام غوره کړي چې له اسلامي سیاسي اصولو څخه اخیستل شوی وي.
موږ پوهېږو چې دا دنده یوه داسې فریضه ده چې الله سبحانه و تعالی یې پر ټولو مسلمانانو امر کړی، په ځانګړې توګه پر هغو چې قدرت او نفوذ لري؛ چې اوسنی امت او راتلونکي نسلونه یې د بایلونکو او غلامانو په لاسونو کې له لاسه ورنه کړي.
حزب التحریر- ولایه تونس مطبوعاتي دفتر
ژباړه: احمد خالد
(ژباړه)
په هغه راپور کې چې د الجزیرې تلویزیون د انګلیسي خبري سرویس له خوا خپور شو، ملګرو ملتونو د یهودي دولت له خوا د فلسطین د سپېڅلې خاورې ماشومانو نیونه محکومه کړه او داسې یې وویل: «د دغو ماشومانو د ازادۍ محرومیت بنسټيز شوی، سیستماتیمک او پراخه بڼه لري.» د ملګرو ملتونو راپورونو په یوه برخه کې چې د بشر حقونو په شورا کې وړاندې شول، څرګنده کړه، چې د فلسطین د سپېڅلې خاورې خلکو د ژوند شرایط په غربي تړانګه او غزه کې له تېر کال څخه سخت شوي دي او د ملګرو ملتونو د بشر حقونو د عالی کمیسارۍ مرستیال «کیت ګیلمور» په خبره، دغه ماشومان د یهودي دولت د درنو فشارونو لاندې څنګه وخت تېروي.
د دغو ماشومانو له کورنيو څخه د یو شاهد په خبره، یهودې دولت د دې سپېڅلې خاورې د ماشومانو خپل سري نیولو ته دوام ورکوي، سربېره پر دې مخکې هم د دغو بنسټونو له لوري د دې سپېڅلې خاورې سلګونه ماشومان چې هېڅ جرم یې نه درلو په ازاده توګه نیول شوي وو، سره لره دې د یادو بنسټونو له خوا سلګونه تنه نور هم ونیول شول. همداراز یهودي دولت په دې پلمه چې ماشومان د دولت پر وړاندې فعالیتونه کوي او له ټولو هغو کنوانسیونونو چې ګواکې د نړیوالو قوانینو په نوم د ماشومانو د حقونو د ملاتړ او تضمین په موخه رامنځ ته شوي، د تخطۍ په پلمه زنداني کوي. نو ویلی شو چې دا په نړۍ کې یوازینی دولت دی چې په نظامي محکمو کې د لوړ عمره کسانو غوندې کم عمره ماشومان ځوروي او په زندانونو کې پرې غیر انسانۍ تګلاري تحمیلوي؛ تر دې پورې چې هغوی د ناوړه ګټه اخیستنې، تاوتریخوالي او په بېلابېلو بڼو شکنجه او عذاب محکوم شوي، چې په پای کې یې د دوی او د دوی د روحیې د له منځ وړلو لامل کېږي.
پر دغو راپورونو سربېره، نړیوالې ټولنې او د بشر حقونو سازمانونو ځانونه داسې چوپ نیولي چې ګواکې یاد ناوړه حالت نه ویني او څه نه اوري؛ د هغوی دغې چوپتیا څو ځله څرګنده کړه چې هېڅ کله د مظلومانو له حقونو ملاتړ نه کوي او لکه څنګه چې د بشر او ماشومانو د حقونو لافې وهي، د بشر او ماشومانو په حقونو پورې هېڅ اړه نه لري. ټول فعالیتونه یې په لیکنو او د بیانیو په صادرلو خلاصه کېږي او له دې ډېر کار نه کوي، ځکه کله چې موضوع د اسلام په اړه وي، مطلقه چوپتیا غوره کوي چې د دوی دغه چوپتیا له اسلام او مسلمانانو سره د دوی دښمني څرګندوي.
که څه هم تاسو وینئ چې هغوی ځانونه د بشر حقونو ملاتړي بولي، خو باید دې ته مو پام وي چې هغوی یوازیني کسان دي چې د بشر او ماشومانو حقونه تر پښو لاندې کوي، چې په اړه یې زیات شواهد شتون لري. همداراز موږ نه وینو چې «د دیتون لوړپوړو» د دغو ماشومانو د نیولو او نور حقونو تر پښو لاندې کولو پر وړاندې غږ پورته کړي، په ځانګړې توګه د امنیتي همغږۍ په برخه کې چې له یهودي ځواکونو ساتنه کوي.
اې د فلسطین د سپېڅلې خاورې خلکو! داسې پېښو تل ثابته کړې چې هېڅ څوک نشي کولی، د دغو ښکېلاګرو چې تاسو او ستاسو ماشومان یې احاطه کړي، مخه ونیسي، مګر داسې دولت چې د اسلام پر بنسټ حاکمیت وکړي او عدالت خپور کړي، دا ځواکمن دولت د نبوت پر تګلاره د خلافت له دولت پرته بل نه شي کېدای. نو هغه کسان چې د دې سترې موخې (د رسول الله صلی الله علی وسلم پر تګلاره د اسلامي خلافت له لارې د اسلامي ژوند بیا را ژوندي کول) لپاره یو ځای شوي هڅه کوي چې ورته ورسېږي او د تاسیس لپاره یې هڅه کوي ترڅو هغه احمق او ظالم رژیمونه چې ستاسو په سینو یې د حاکمیت مېخونه وهلي له منځ یوسي. ځکه الله سبحانه و تعالی فرمایې:
﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّىٰ يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ ۗ وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلَا مَرَدَّ لَهُ ۚ وَمَا لَهُم مِّن دُونِهِ مِن وَالٍ﴾
[رعد: ١١]
ژباړه: الله(سبحانه وتعالی) د هېڅ قوم حالت نه بدلوي، تر هغه چې هغوی په خپلو نفسونو کې بدلون رانه ولي. کله چې الله سبحانه و تعالی یو قوم د سزا ورکولو اراده وکړي، نو هېڅ څوک یې مخه نه شي نیولی او له الله سبحانه وتعالی پرته یې څوک سرپرستي نه شي کولی.
د حزب التحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو څانګه
ژباړن: فیاض