شنبه, ۱۱ جمادی الثانی ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۱۱/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
اې باراکه! خلافت د سیمې ستونزې حل کړې او د تا په څیر د استعمارګرو جرړې هم وباسي!
بسم الله الرحمن الرحيم
اې باراکه! خلافت د سیمې ستونزې حل کړې او د تا په څیر د استعمارګرو جرړې هم وباسي!

مطبوعاتي اعلامیه

اې باراکه! خلافت د سیمې ستونزې حل کړې او د تا په څیر د استعمارګرو جرړې هم وباسي!

(ژباړه)

د سوریې او عراق لپاره د امریکا ځانګړي استازي او په ترکیه کې د دغه هېواد سفیر تام باراک، د هغو حق او نېکو پیغمبرانو په اړه پر سپکاوي او ګستاخۍ سربيره، په خپلو خبرو کې په قصدي توګه حقیقتونه پټ کړل او د خلکو په تېرایستلو یې لاس پورې کړ، چې دا له هیچا پټ نه دي. نوموړي د ۲۰۲۶م کال د اکتوبر په ۲۰مه، د سه شنبې په ورځ په دوحه کې د نړیوال امنیت په غونډه کې د ګډون پر مهال وویل: «که هغه شمېر پیغمبرانو ته وګورو چې الله سبحانه وتعالی دې سیمې ته استولي دي، موږ ۵۵ عیسوي پیغمبران، نږدې سل تنه اسلامي پیغمبران او نور ۵۰ یهودي پیغمبران لرو؛ خو هېڅ یو یې هم ونه توانېد چې دغه وضعیت حل کړي. نو دغه فکر چې موږ یې باید په څو لنډو کلونو کې حل کړو، تر ډېره بریده ناشونی دی.»

د منځني ختیځ سیمې او اسلامي خاورې د پېړیو پېړیو په اوږدو کې، یعنې د هغه د هېواد د عمر تر پنځو برابرو زیاته موده، داسې وختونه تېر کړي دي، چې پکې د ټولې نړۍ لپاره د هدایت څراغ او د ټولو انسانانو د زړونو د پام وړ مرکز و. دغه سیمې د تمدن، پرمختګ، عدالت او حق زانګو وې؛ هر مظلوم به ورته پناه راوړه او هر ځواکمن او کمزوري به پکې امنیت مونده. دغو خاورو د خپلو زړورو لښکرو او لویې مبدأ په مرسته په ټولې نړۍ کې خیر او رحمت خپراوه، تر دې پورې چې د غرب پاچاهانو به خلافت دولت ته د خپلو شاهزادګانو د لېږلو لپاره زارۍ کولې، ترڅو هلته علم، ادب، اخلاق او د ژوند لوړ ارزښتونه زده کړي.

دغه وضعیت د شلمې پېړۍ تر پيله دوام وکړ؛ هغه وخت چې ټول کافر غرب زموږ پر ضد توطیه وکړه، ترڅو زموږ دولت نسکور کړي، اسلام د حکومت او نړیوال ډګر له صحنې څخه لیرې کړي او پر ځای یې پانګوال او د غرب استعماري نظام حاکم کړي؛ هغه غربي استعمار چې په پیل کې یوازې اروپایي و او وروسته امریکایي استعمار هم ورسره ملګری شو. هغوی له موږ څخه چارواکي پر موږ حاکم کړل؛ خو دغه چارواکي د هغوی مزدوران وو، چې د دوی له اوامرو یې اطاعت کاوه او زموږ په خاورو کې د دوی د استعماري ګټو په خدمت کې وو. په دې توګه یې زموږ سیمې فقیرې کړې او پر موږ یې تر ټولو سخت عذابونه وتپل؛ هغه هم یوازې د خپلو بادارانو د ښه خدمت کولو لپاره!

هغه امریکا چې احمق باراک د هغې په استازیتوب خبرې کوي، په نړۍ کې تر ټولو لوی استعمارګر ځواک دی؛ هغه هېواد چې زموږ حکام ورته د وفادارۍ او اطاعت سرونه ټيټوي او لښکرې یې زموږ په خاورو کې ځای پر ځای شوې دي، ترڅو د دغو سیمو بېلول، استعمار او له استعمارګرو څخه د دوی اطاعت دوام وکړي.

امریکا په سپېڅلې خاوره کې د یهودي رژیم په ځواکمنولو کې هر ډول مرسته کړې او عراق او افغانستان یې د لږ تر لږه شلو کلونو لپاره اشغال کړل، ترڅو زموږ پر خاورو خپل استعمار ټینګ کړي او زموږ د خلافت د راستنېدو مخه ونیسي. بیا باراک راځي او د هغو سیمه‌ییزو ستونزو په اړه خبرې کوي، چې حل ته اړتیا لري؛ یعنې وړاندې تر دې چې زموږ سترګې پر ده، د هغه پر مشرانو او نورو استعمارګرو ولګېږي، موږ ستونزې درلودې!

الله سبحانه و تعالی زموږ سرور محمد صلی الله علیه وسلم د هدایت او رڼا د پیغمبر په توګه ولېږه. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿نَزَّلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقاً لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَأَنزَلَ التَّوْرَاةَ وَالإِنجِيلَ﴾ [‌عمران: ۳]

ژباړه: هغه پر تا په حق سره کتاب (قرآن) نازل کړ، په داسې حال کې چې د هغو کتابونو تصدیق کوونکی دی چې له ده وړاندې وو او تورات او انجیل یې هم نازل کړل.

په همدې توګه، بشریت د اسلام او د هغه د حنیف رسالت په را رسېدو سره سمه لاره خپله کړه او یوازې هغه وخت له دې لارې منحرف او د زوال او شاته تګ ښکار شول، چې له اسلام سره جګړه وشوه او اسلام د حکومت له ډګر څخه لیرې شو. بیا استعمار له خپل خبیث او ناوړه تمدن سره راورسېد، ترڅو مسلمانان په هغه سره وکړوي او د ژوند د سختیو او د ذلت او ظلم خوند پرې وڅکي.

د نبوت په منهج د دویم راشده خلافت دولت له راستنېدو پرته بل هېڅ نظام نه شي کولی، چې سیمه او ټوله نړۍ د کپيټلېزم له زیانونو، د حاکمو پانګوالو له فساد او فسق څخه وژغوري؛ خلافت یو داسې دولت دی چې چارې خپلو اصلي ځایونو ته راګرځوي، سیمې او بشریت ته خیر او ښېګڼې راګرځوي او د امریکا او ټولو استعمارګرو ریښې وباسي. الله سبحانه و تعالی فرمایي:

﴿إِنَّ الأَرْضَ لِلَّهِ يُورِثُهَا مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ﴾ [اعراف: ۱۲۸]

 ژباړه: باور وکړئ چې ځمکه د الله (تعالی) ده؛ هغه یې خپلو هغو بندګانو ته په میراث ورکوي چې وغواړي، بلاخره نېکمرغي د پرهېزګارو لپاره ده.

 

د حزب‌التحریر - مرکزي مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۸ هـ.ق کال، د جمادي الاول ۱۴مه

۲۰۲۵م کال، د اکټوبر ۲۵مه

د صدور ګڼه: ۰۶۳/ ۱۴۴۸

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې