چهارشنبه, ۱۶ ربیع الثانی ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۰/۰۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     5 ربیع الثانی 1447

میلادی نېټه :     شنبه, 27 سپټمبر 2025 م

شمېره:      ۰۶/ ۱۴۴۷


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د سپټمبر د دوو انقلابونو د کليزو د لمانځنې په اړه دريځ؛ يوه يې يمن ته سیکولريزم راووړ، بل يې د ټينګښت غږ پورته کوي!!

(ژباړه)

یمن هر کال په سپټمبر میاشت کې دوه مناسبتونه لمانځي؛ لومړی د ۱۹۶۲م کال، د سپټمبر ۲۶مه، چې د شمالي یمن د سلطنتي نظام د ړنګېدو کلیزه ده او دویم د ۲۰۱۴م کال، د سپټمبر ۲۱مه، چې صنعا ته د حوثیانو د ننوتلو ورځ ده؛ چې وروسته یې له دې لارې شمالي ولایتونه تر کنټرول لاندې راوستل.

لومړۍ پېښې ته یې «قانوني او مشروع حکومت» وایي؛ په ځانګړي ډول د کانګرس ګوند، د یمن د اصلاح ټولنه او د دوی نور متحد ګوندونه؛ چې د خپلو رسنيو او پيروانو له لارې دا ورځ پر حوثي خوځښت د نيوکې او پر ضد یې د خلکو د پارونې لپاره کاروي، او هغوی تر ۱۹۶۲م کال وړاندې امامي واکمنۍ سره تړلي ګڼي. خو دلته د حیرانتیا وړ پاراډاکس دا دی چې د ۱۹۶۲م کال انقلاب د یمن خلک ونه ژغورل، بلکې هغوی یې کافر غرب ته وسپارل. دویمه پېښه صنعا ته د حوثيانو د ننوتلو کلیزه ده چې هر کال لمانځل کېږي؛ دا نه یوازې دا چې د اسلام د پلي کېدو سبب نه شوه؛ بلکې مخکينۍ لاره یې تعقیب کړه او د سېکولر جمهوریت نظام د پلي کولو پر لور لاړل؛ اسلام یې یوازې د شعار په توګه د «قرآني خوځښت» تر نامه لاندې پورته کړ. په دغو دواړو مناسبتونو کې رسنۍ د تبلیغاتو ډېر شور جوړوي. موږ، د حزب التحريرـ ولایه یمن مطبوعاتي دفتر خپل مکلفیت ګڼو چې د ايمان او حکمت له خلکو دا ګرد او دوړې پاکې کړو. نو دغه دواړه انقلابونه په څه کې سره موافق او په کومو برخو کې توپیر لري؟

دواړه انقلابونه د سایکس-پيکو (Sykes-Picot) پولې سپېڅلې ګڼي؛ دا هغه مصنوعي کرښې دي چې یمن، حجاز، شام، عراق، مصر، الجزایر او ... یې د خلافت –سره له دې چې هغه وخت دغه دولت ته د ناروغ سړي نوم ورکړل شوی و- له قلمروه جلا کړل. يعنې دوی دا «نا سپېڅلی» او بې ارزښته ملي تړون «سپېڅلی» ګاڼه چې امت يې ټوټې ټوټې کړ او نن یې د مسلمانانو مخه نیولې چې په فلسطین کې خپل وروڼه او خویندې وژغوري او دا سپېڅلې خاوره ازاده کړي. نن امت غواړي چې د یهودو ریښې له بېخه وباسي؛ خو همدا «ملي» پولې یې مخه نیسي چې کافر غرب یې تر منځ کښلې دي.

﴿إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ﴾ [حجرات: ۱۰]

ژباړه: «مومنان یو د بل وروڼه دي»


الله سبحانه وتعالی د مسلمانانو تر منځ دا اختلاف او بېلتون منع کړی. هغه سبحانه وتعالی فرمايي:

﴿وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا﴾ [عمران: ۱۰۳]

ژباړه: «او ټول یو ځای د الله تعالی رسۍ کلکه ونیسئ او تیت و پرک کېږئ مه.»

نو موږ د نور بشریت په څېر نه یو؛ بلکې واحد امت یو او هغه اړیکه چې موږ باید د یوه واحد دولت او یوه حاکم تر سیوري لاندې یو موټی وساتي، اسلامي عقیده ده.

دواړه ډلې چې د دواړو انقلابونو تر شا ولاړې دي د سایکس-پيکو بیرغ پورته کوي، سپېڅلی یې ګڼي او په پوهه یا ناپوهۍ استعمار ته خدمت کوي؛ دوی هغه څوک مجرم ګڼي چې دا بيرغ پر ځمکه وغورځوي، په داسې حال کې چې دا يو استعماري، غربي قانون دی. دا بیرغ چې دواړه ډلې یې سپېڅلی ګڼي، د جاهلیت دورې د ټبرپالنې نښه ده؛ د مسلمانانو استازیتوب نه کوي او نه له اسلامي عقيدې راټوکېدلی. سره له دې، دواړو ډلو د نسلونو په زړونو کې د دغه بيرغ د درناوي او قداست کرلو لپاره کار کړی. نو د يمن مسلمانانو ته پکار ده چې دا حقيقت درک کړي، چې د سايکس–پيکو بيرغ يو کرغېړن، قومي بیرغ او د جاهلیت د دورې نښه ده.  رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د دغه بیرغ د پورته کولو او هغه ته د دعوت په اړه خبرداری راکړی؛ هغه صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«دَعُوهَا فَإِنَّهَا مُنْتِنَةٌ» [صحيح مسلم]

ژباړه: «(عصبیت) پرېږدئ، ځکه فاسد (خوسا څیز) دی!»

دغه راز فرمایي:

«لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ»

ژباړه: «څوک چې عصبیت ته دعوت کوي، له موږ څخه نه دي.»

په مقابل کې یې، اسلامي دولت لواء او رایة لري؛ لواء سپین بیرغ دی چې په تور خط «لا إله إلا الله محمد رسول الله» کلیمه پرې لیکلې.

«إِنَّ النَّبِيَّ صلی الله علیه وسلم دَخَلَ مَكَّةَ يَوْمَ الْفَتْحِ وَلِوَاؤُهُ أَبْيَضُ»
«…نبي صلی الله علیه وسلم د فتحې په ورځ مکې ته ننوت او د هغه لواء سپینه وه.» (ابن ماجه له جابر څخه روایت کړی دی)

او رایه تور بیرغ وي چې په سپین خط  «لا إله إلا الله محمد رسول الله» کلیمه پرې لیکلې. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«لَأُعْطِيَنَّ الرَّايَةَ غَداً رَجُلاً يُحِبُّ اللهَ و وَرَسُولَهُ، وَيُحِبُّهُ اللهُ وَرَسُولُهُ، فَأَعْطَاهَا عَلِيّاً»
ژباړه: «سبا به زه رایه (بیرغ) هغه سړي ته ورکړم چې الله او رسول یې خوښوي، او هغه سړی هم الله او رسول الله خوښوي؛ نو علي ته یې ورکړ.» (متفق علیه)

نو ایا رسول الله صلی الله علیه وسلم علي رضی الله تعالی عنه ته د سایکس ـ پیکو بیرغ ورکړی و!؟

لومړي انقلاب دین او ژوند سره جلا کړل او دویم یې هماغه جلاوالی وساته او د اسلام اصل ته -چې له دولت څخه نه بېلېدونکی دین دی- بېرته ستون نه شو. بلکې دا خاوره یې د ملګرو ملتونو سازمان تر درانده بار لاندې کړه چې د سیکولر نظام ملاتړی او سرپرست دی. هلاک شوي علي صالح زموږ غوږونه کاڼه کړل، خو نن دا دي بیا حاکم نظام د هغه څه په نامه چې «مشروع او قانوني حکومت» ورته وايي؛ له خپلو ټولو ډلو سره يو ځای د ملګرو ملتونو تر منشورونو او ميثاقونو لاندې کار کوي. العليمي د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر په ۲۵مه، د پنجشنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو په غونډه کې وويل: «... موږ یو ځای ژمنه وکړه چې دغه سازمان به د انساني کرامت، د خلکو د باعزته ژوند، د امنیت، پرمختګ او سولې ساتونکی وي...» هغه زیاته کړه: «زه نن د یوه مؤثر او اغېزناک نړیوال ایتلاف د جوړېدو غوښتنه کوم... چې زموږ هېواد د هر ډول ملېشو او ترهګرو سازمانونو له منګولو خلاص کړي.»

هغه د ملګرو ملتونو سازمان دا ستاینه پر دې پر پوهېدو سربېره وکړې چې دغه سازمان‎ په ټولو هغو ناورینونو کې شریک دی، چې پر یمن او د مسلمانانو پر نورو خاورو راغلي او هغه څه چې نن په غزه کې روان دي. بلخوا، المشاط د ۲۰۲۵م د جون په ۱۷مه وویل: «هېڅ نړیوال منشور اجازه نه ورکوي چې څوک خپل لیونی سپی په هر چا پسې چې زړه یې غواړي، خوشی کړي. ځکه چې د ملګرو ملتونو منشور د دولتونو د اړیکو تنظیموونکی تړون دی او موږ به اجازه ور نه کړو چې څوک سرغړونه ترې وکړي.» دا یوه ښکاره بلنه ده چې د الله سبحانه وتعالی شریعت شاته وغورځول شي او حاکميت د طاغوت ته ورکړل شي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَنْ يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ ضَلاَلاً بَعِيداً﴾ [نسأ: ۶۰]

ژباړه: «[اې پیغمبره!] ایا هغه خلک دې نه دي لیدلي چې دعوه کوي چې موږ پر هغه څه ایمان لرو چې پر تا [اې محمده] او تر تا مخکې نازل شوي وو؟ خو غواړي چې خپلې چارې د فیصلې لپاره طاغوت ته وړاندې کړي. په داسې حال کې چې هغوی ته (د طاغوت) د ردولو حکم شوی و. شیطان غواړي هغوی له سمې لارې ډېر لرې کړي.»

کافي وه چې هغه د الله تعالی د دې وینا ځواب ورکړی وی:

﴿وَالَّذِينَ اجْتَنَبُوا الطَّاغُوتَ أَنْ يَعْبُدُوهَا وَأَنَابُوا إِلَى اللَّهِ لَهُمُ الْبُشْرَى فَبَشِّرْ عِبَادِ﴾ [زمر: ۱۷]

ژباړه: «او هغو خلکو چې د طاغوت له بندګۍ یې اجتناب وکړ، او د الله تعالی خوا ته یې رجوع وکړه، د هغوی لپاره زېری دی. نو [اې پيغمبره!] زما پر هغو بندګانو زېری وکړه.»

اسلام یوه روښانه عقیده ده: «لا إله إلا الله محمد رسول الله». له دې عقیدې یو واحد نظام راوتلی چې د ژوند ټولې برخې -سیاسي، اقتصادي، نړیوالې اړیکې او نور- تنظیموي او بیرغ یې «الْعُقَاب» دی. د اسلامي دولت په حدودو کې یوازې نجد او حجاز نه وو شامل؛ بلکې یمن، عراق، مصر او الشام هم ورسره وو. دغه دولت په لوېدیځ کې تر اندلس، په ختیځ کې تر اندونیزیا، په شمال کې تر چچن او کریمیا او په سوېل کې تر لویې صحرا وغځېد؛ په دې توګه یې د سپکو او لوېدلو قومي، توکمیزو او نژادي تړونونو پولې لاندې کړې. دغه ټول تړونونه د د دې لپاره وو چې د واحد اسلامي دولت، خلافت تر سیوري لاندې د امت د یووالي مخه ونیسي. رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي: «إِذَا بُويِعَ لِخَلِيفَتَيْنِ فَاقْتُلُوا الْآخِرَ مِنْهُمَا» یعنی: «که د دوو خلیفه‌ګانو لپاره بیعت وشو، نو دویم هغه یې ووژنئ». حاکمیت باید د شریعت وي، واک باید د امت په لاسونو کې وي او هغه چاته یې وسپاري چې بیعت ورسره کوي تر څو د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت تر سیوري لاندې د اسلام له مخې حکومت پر وکړی. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿ِنَّا لَنَنصُرُ رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ يَقُومُ الْأَشْهَادُ﴾ [غافر: ۵۱]

ژباړه: «بېشکه چې موږ د خپلو پیغمبرانو او مومنانو مرسته هرومرو هم د دنیا په ژوند کې کوو او هم په هغه ورځ چې کله شاهدان ولاړ وي.»

 او رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ»

ژباړه: «بیا به د نبوت پر منهج خلافت راځي.»

 نو ای مومنانو! له هغه چا څخه ځان وساتئ چې هسې شور کوي، غولوونکي شعارونه ورکوي؛ خو عمل یې د اسلام خلاف وي.

د حزب التحريرـ ولایه یمن مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۷ هـ.ق کال، د ربیع الثاني ۵مه

۲۰۲م کال، د سپټمبر ۲۷مه

د صدور ګڼه: ۰۶/ ۱۴۴۷

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې