پنجشنبه, ۰۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     23 رجب 1441

میلادی نېټه :     یکشنبه, 15 مارچ 2020 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۲۰

بريطانيا
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د کرونا ویروس دخپرېدو مخنیوی شرعي مسولیت دی

د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره یوه داسې هر اړخیز سیستم ته اړتیا ده چې په هره برخه کې د خلکو هوساینې او روغتیا ته پام وکړي. د ژوند لپاره د اسلام تګلاره -چې د پیاوړو باورونو او ارزښتونو پر اساس رامنځته شوې- کولی شي په ډېره ښه توګه د خلکو چارې سبمال کړي.

د بشر لپاره له وروستي پیغمبر، محمد صلي الله علیه وسلم څخه روایت دی، چې هغه مبارک وفرمایل:

«أَلاَ كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ فَالأَمِيرُ الَّذِى عَلَى النَّاسِ رَاعٍ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ وَالرَّجُلُ رَاعٍ عَلَى أَهْلِ بَيْتِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُمْ وَالْمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ عَلَى بَيْتِ بَعْلِهَا وَوَلَدِهِ وَهِىَ مَسْئُولَةٌ عَنْهُمْ وَالْعَبْدُ رَاعٍ عَلَى مَالِ سَيِّدِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْهُ أَلاَ فَكُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»

ژباړه: تاسو هر یو په خپله برخه او تر خپل وس پورې مکلف یاست. حاکم د خپل رعیت پر وړاندې مسول دی، د کور مشر د خپلې کورنۍ پر وړاندې مسول دی، ښځې د خپل مېړه د کور ساتونکې او مسولې دي، غلام د خپل بادار د مال او شتمنی د ساتلو مسول دی. زه فکر کوم چې رسول الله صلی علیه وسلام وویل: زوی د خپل پلار د شتمنۍ د ساتلو مسولیت لري. په همدې ډول تاسو ټول د خپلې برخې ساتونکي او مسولین یاست.

اسلامي امت چې د قیامت په ورځ به پر ټول بشریت باندې شاهد وي شرعي مسولیت لري چې د ناروغیو د خپرېدو په مخنیوي کې خپل مکلفیت ادا کړي او هر یو باید ددغې ناروغۍ په ختمولو کې پوره هڅه وکړي

هر یو باید د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي په اړه د متخصیصینو لارښونې په جدي توګه پلې کړي ترڅو دغه ساري ناروغي تر هر کور ونه ورسېږي او خدای مه کړه بشریت له لویې فاجعې سره مخ کړي.

په همدې خاطر باید لاندې ټکو ته کلکه پاملرنه وکړو:

۱. د حفظ الصحي د لارښوونو په پام کې نیول؛ لکه: په مکرر او بشپړ ډول د لاسونو مینځل، لاسونه له مینځلو مخکې له خولې، پوزې او سترګو سره نه لګول، له ناروغانو او هغو کسانو څخه چې ددغې ناروغۍ نښې (ټوخی او شدیده تبه) په کې وي لرې اوسېدل، لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«لاَ تُورِدُوا المُمْرِضَ عَلَى المُصِحِّ»

ژباړه: د احتیاط په موخه له ناروغ کس سره روغ کسان مه پرېږدئ.(بخاري)

او همدارنګه فرمایي:

«فِرَّ مِنَ الْمَجْذُومِ فِرَارَكَ مِنَ الْأَسَدِ»

ژباړه: ... له جزام لرونکي کس څخه داسې وتښتئ لکه یو څوک چې له زمري څخه تښتي.  

۲.  په کور کې پاتې کېدل په ځانګړي ډول د ماشومانو، لویانو او هغو کسانو لپاره ډېر اړین دي چې له وړاندې روغتیایي ستونزې لري. هغه څوک چې اړ دي له کوره بهر ولاړ شي نو باید په بشپړه توګه حفظ الصحه مراعت کړي ترڅو د ناروغۍ د خپرېدلو مخنیوي وکړي او خپله هم پرې اخته نه شي او مخکې له دې چې بېرته کورته داخل شي باید خپل لاسونه ښه ومینځي چې خپلې کورنۍ ته د ناروغۍ د لېږد سبب نه شي.

رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:

«لَا ضَرَرَ وَلَا ضِرَارَ»

ژباړه: د ضرر د رسولو یا ضرر د راستنولو سبب مه جوړېږئ.

۳. له ګڼه ګوڼې لرې اوسئ او د راټولېدلو ټولې ممکنه لېدنې لغوه کړئ.

۴. له لاس ورکولو او ښکولولو ډډه وکړئ.

۵. هغه څوک چې دغه ناروغي لري او یا یې نښې پکې وي، باید قرنطین شي او خپل قرنطین ته پابند اوسي.

۶. له شدیدې اړتیا پرته سفر مه کوئ او  که اړتیا لرئ نو ټول احتیاطي تدابیر ونیسئ.

رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:

«إِذَا سَمِعْتُمْ بِالطَّاعُونِ بِأَرْضٍ فَلاَ تَدْخُلُوهَا، وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلاَ تَخْرُجُوا مِنْهَا»

ژباړه: ‌که مو په یوه سیمه کې د طاعون د خپرېدو په اړه واورېدل، نو هلته مه ځئ، که طاعون ستاسو په سیمه کې خپور شو، نو له هغه ځایه مه وځئ.

(بخاري)

بي بي عایشې (الله سبحانه وتعالی دې پرې ورحمېږي) له رسول الله صلی علیه وسلم څخه د طاعون په اړه وپوښتل، رسول الله صلی علیه وسلم ورته وویل:

«أَنَّهُ كَانَ عَذَابًا يَبْعَثُهُ اللَّهُ عَلَى مَنْ يَشَاءُ، فَجَعَلَهُ اللَّهُ رَحْمَةً لِلْمُؤْمِنِينَ، فَلَيْسَ مِنْ عَبْدٍ يَقَعُ الطَّاعُونُ، فَيَمْكُثُ فِي بَلَدِهِ صَابِرًا، يَعْلَمُ أَنَّهُ لَنْ يُصِيبَهُ إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَهُ، إِلَّا كَانَ لَهُ مِثْلُ أَجْرِ الشَّهِيدِ»

ژباړه: طاعون د الله سبحانه وتعالی عذاب وو، هغه چا ته یې لېږه چې خوښه به یې شوه، خو طاعون د مومنانو لپاره نعمت دی، او که هغه مومن چې په سیمه کې یې طاعون خپور شوی، صبر وکړي او باور ولري چې هېڅ شی به ورته ونه رسېږي مګر هغه چې الله سبحانه وتعالی ورته مقدر کړي دي نو الله سبحانه وتعالی به ده ته د شهید په اندازه اجر ورکړي.

(بخاري)

۷. د افوهاتو او هغو غیر معتبرو خبرونو له خپرولو ډډه وکړئ چې د خلکو په منځ کې وېره خپروي او ناوړه پایلې لري.

۸. باتجربه او شتمن خلک باید له اړمنو خلکو سره مرسته وکړي.

اسلامي امت له یوې چټکې خپرېدونکې ساري ناروغۍ سره مخ دی، امت باید په الله سبحانه وتعالی تکیه وکړي او د مخنیوي او درملنې لپاره یې شوې لارښونې په نظر کې ونیسي. له الله سبحانه وتعالی سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي، د مغفرت غوښتنه وکړي او خپل ځانونه د الله سبحانه وتعالی امر ته تسلیم کړي. ناروغي د الله سبحانه وتعالی لخوا مقررېږي چې د مومنانو اېمان و ازمویي او موږ هیله لرو چې دا د الله سبحانه وتعالی عذاب نه وي. دا ډول ناروغي په حقیقت کې خلکو ته ور یادوي چې له الله سبحانه وتعالی څخه بخښنه وغواړي، نیک اعمال ترسره کړي  او په داسې فکر چې له الله سبحانه وتعالی پرته بل هېڅوک شفا ورکونکی نه دی، د درملنې په لټه کې شي.

د پانګوالو حرص د ویروس په څېر هېڅ سرحدونه نه پېژني، د پانګوال نظام مخکښ دولتونو نن ورځ بشریت د بربادۍ تر کندې رسولی، دوی یوازې د خپلو ګټو د خوندي کولو په هڅه کې دي او د خلکو د خوندي کولو او د دا ډول ناروغیو د مخنیوي لپاره هېڅ تیاری نه لري. ددې ترڅنګ دوی د نړۍ اقتصاد ته په پراخه پورونو باندې تکیه ورکړې او دا حالت دومره نازک شوی دی چې هره ګړۍ یې د راپرځېدلو امکان شته. دغې ستونزې ته د دوی یوازینۍ حللاره د لا ډېر پور ورکړه ده. په داسې حال کې چې پور یوازې د نړۍ د اقتصاد د سقوط لحظه ځنډولی  او د هغې زیان څو چنده کولی شي.

بشریت نن ورځ د یو داسې دولت لخوا ریښتینې پاملرنې ته سخته اړتیا لري چې انساني چارې سمبال کړي. موږ هغه دولت ته سخته اړتیا لرو چې انساني ارزښتونو ته د مادي ارزښتونو او ګټې په پرتله لومړیتوب ورکړي. بشریت اسلامي دولت (خلافت) ته سخته اړتیا لري، ترڅو پر بشریت باندې رحم وکړي، او له طاعوني ناروغیو سره د بشریت د ستونزو د حل په موخه مبارزه وکړي، نه د مادي او اقتصادي لاسته راوړنو او ګټو په موخه.

جهان یوې نوې نړیوالې رهبرۍ ته اړتیا لري ترڅو بشریت له تیارو څه د روښنایۍ په لور رهبري کړي.

یحی نسبت

 په بریتانیا کې د حزب التحریر مطبوعاتي استازی

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې