پنجشنبه, ۱۷ شعبان ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۶/۰۲/۰۵م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     17 شعبان 1447

میلادی نېټه :     دوشنبه, 02 فبروری 2026 م

شمیره:      ۰۷/۱۴۴۷

مطبوعاتی دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
شرعي سیاست حکم کوي چې د پولو د تړلو پر ځای، تحمیلي پولې ماتې کړئ

د اکتوبر له نیمایي راهیسې (له سختو سرحدي نښتو، د افغانستان په خاوره کې د پاکستان له هوايي بریدونو او د افغان ځواکونو له متقابل غبرګون وروسته)، د ډیورنډ کرښې اصلي تېرېدونکې لارې لا هم تړلې پاتې دي. دغه وضعیت د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د بشپړ بندښت، د کورنیو د تګ‌راتګ او روغتیایي سفرونو د درېدنې او د دواړو هېوادونو مسلمانو ولسونو ته هره میاشت د درنو اقتصادي زیانونو (سلګونو میلیونو ډالرو) سبب شوی دی.

موږ د دواړو هېوادونو دغه سیاست چې نږدې درې نیمې میاشتې یې پولې تړلې دي او د دواړو لورو مسلمانانو ته یې درانه زیانونه اړولي دي، غندو او دا د اسلامي ارزښتونو او احکامو خلاف بولو؛ هغه سیاست چې د مسلمانو وروڼو پر وړاندې یې د تفرقې څپې او منفي احساسات راپارولي دي.

د پاکستان حکومت پوله د دې لپاره تړلې ده چې د افغانستان له حکومت څخه د پاکستاني طالبانو د تحريک (TTP) پر وړاندې د اعتبار وړ او عملي امنیتي تضمینونه ترلاسه کړي؛ ځکه دوی تور لګوي چې، دغه ډله له افغان خاورې پر پاکستان خپل بریدونه تنظیموي. حال دا چې د پاکستاني واکمنانو اصلي انګېزې دا دي:

لومړی: د پاکستان په پوځ کې د نظامیانو یوه ځانګړې کړۍ، خپلو امریکايي بادارانو ته د ګوډاګيتوب او همدارنګه په کور دننه د خپلې سیاسي بقا د ساتلو لپاره، په سیمه کې د امریکا سیاستونه تعقیبوي. دغه بهیر د «تروریزم پر وړاندې د مبارزې» تر نامه لاندې پر مخ وړل کېږي؛ خو په عمل کې یې اصلي بیه د پاکستان مسلمان ولس (په ځانګړي ډول قبایلي سیمې) او همدارنګه د افغانستان مسلمان ولس پرې کوي. په حقیقت کې، د پاکستان د پوځ مشرتابه په عملي توګه د امریکا د امنیتي پروژو د پیاده‌نظام رول پر غاړه اخیستی او په سیمه کې د هغوی ماموریت پر مخ وړي. د پاکستان پوځي او سیاسي مشرتابه د الله سبحانه وتعالی، رسول الله صلی‌الله علیه وسلم او مؤمنانو د ولایت پر ځای، د زمانې د فرعونانو ولایت غوره کړی دی؛ او نن د اسلامي نړۍ تر ټولو ستر پوځ، د غزې د مظلومو خلکو د دفاع پر ځای، د «غزې د سولې شورا» غړیتوب منلی، څو د غزې مجاهدین بې‌وسلې کړي او د استعماري قدرتونو په نیابت رول ولوبوي.

دویم: په کورني ډګر کې هم د پوځ په مشرتابه کې یوه ځانګړې کړۍ هڅه کوي چې د «افغانستان له لوري امنیتي ګواښ» د لوی ښودلو له لارې، د پاکستان د خلکو پر وړاندې خپل سخت پوځي او امنیتي سیاستونه توجیه کړي او د قدرت تمرکز د پوځي بنسټونو تر منځ ټینګ کړي. لکه څنګه چې د افغانستان او هند سره د پرله‌پسې جنجالونو او کړکېچونو تر سیوري لاندې، عاصم منیر وکولای شول چې په پوځ کې خپل نفوذ او د قدرت تمرکز په بې‌ساري ډول پراخ کړي؛ هغه وضعیت چې د «چوپې کودتا» په نوم یاد شوی دی. د پاکستان د پوځ مشرتابه د افغانستان پر وړاندې د حساسیت‌پارونکو څرګندونو له لارې غواړي چې د ستونزې د حل پر ځای، د «کړکېچ مدیریت» ته دوام ورکړي؛ ځکه خپلې ګټې د کړکېچ په دوام او تشدید کې ویني.

له بلې خوا، د افغانستان واکمنان هم د دې پر ځای چې په سیمه کې د امریکا د سیاستونو په اړه یو واقع‌بینانه او پراخ درک ولري، غیرسیاسي اقدامات ترسره کوي؛ له یوې خوا د ملت‌پالنې او پاکستان ضد احساساتو د راپارولو او پیاوړتیا هڅه کوي او له بلې خوا په خپله بهرنۍ پالیسۍ کې له هند سره د بيړني نژدېوالي پر لور حرکت کوي، پرته له دې چې د هغه امنیتي او سیاسي پایلې وارزوي او د شرعي لیدلوري له مخې د هند د دولت مسلمان‌دښمنه سیاست ته پاملرنه وکړي. له همدې امله د افغانستان واکمنان د دې پر ځای چې د شرعي سیاست په چوکاټ کې دریځ ونیسي او د مسلمانانو مصالح مراعات کړي، داسې سیاسي رقابت ته داخل شوي چې ګټه یې امریکا او هند ته رسېږي او زیان یې د سیمې مسلمانانو ته اوړي؛ حال دا چې مسلمان سیاستوال سیاسي قضیې د اسلامي عقیدې له لیدلوري ارزوي، نه د ملي ګټو له زاویې.

شرعي سیاست حکم کوي چې د پولو د تړلو پر ځای، باید د ډیورنډ سرطاني کرښه ـ چې د برتانوي هند د استعمار میراث او په سیمه کې د تفرقې سرچینه ده ـ له منځه یووړل شي. زموږ خطاب په افغانستان او پاکستان کې د قدرت هغو خاوندانو ته دی چې اخلاص لري او د عمل معیار یې یوازې اسلام او شرعي احکام دي، دا دی چې د کړکېچ د دوام مخه ونیسي او د راشده خلافت د تاسیس پر لور ګام واخلي، تر څو سویلي اسیا، افغانستان او منځنۍ اسیا د دویم راشده خلافت په مرکز او د امت د وحدت او عزت پر محور بدل شي، او د اسلام رڼا د دین د اظهار او جهاد له لارې د نړۍ نورو سیمو ته خپره کړي.

﴿وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُواْ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ﴾ [انفال: 46]

د الله تعالی او هغه د رسول صلی‌الله‌علیه‌وسلم اطاعت وکړئ او په خپل منځ کې يو له بل سره شخړې مه کوئ، چې ځواک به مو له منځه لاړ شي او کمزوري به شئ او صبر وکړئ، ځکه له شک پرته الله سبحانه‌وتعالی له صابرینو سره دی.

د حزبالتحریر - ولایه افغانستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې