دوشنبه, ۱۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     20 رجب 1441

میلادی نېټه :     یکشنبه, 15 مارچ 2020 م

شمېره:      ۱۴۴۱/۲۹

تونس
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د کرونا ویروس د خپرېدلو مخنیوی د اسلامي ارزښتونو پر اساس شرعي مسولیت دی

د کرونا ویروس چټک خپرېدلو ته په پام سره د تونس حکومت د ویروس د خپرېدلو د مخنیوي لپاره تدابیر ګړندي کړي دي.  ښوونځي او مسجدونه تړل شوي او په جمعي لمونځ بندیز لګول شوی. دا په داسې حال کې ده چې دکافي شاپ دوکانونه، نایټ کلبونه او هوټلونه لا هم هر ورځ د مازدیګر تر ۴ بجو پورې پرانیستي وي. دوی د ټرانسپورټ د ګڼه ګوڼې د کمولو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی، په داسې حال کې چې دا د کرونا ویروس د خپرېدلو د مخنیوي لپاره -چې د خلکو برخلیک یې د ګواښ سره مخ کړی دی- تر ټولو مهمه لار ده.

موږ، حزب التحریر-ولایه تونس خپلو خلکو ته لاندې صادقانه مشورې ورکوو:

۱. پر دغه ویروس باندې د اخته کېدو د مخنیوي لپاره باید هغه ځایونه چې په تکراري ډول ورسره په تماس کې کېږو د مېکروب ضد مایع باندې پاک شي، لاسونه له مینځلو مخکې له خولې، پوزې او سترګو سره ونه لګول شي، د لیدلو په وخت کې له لاس ورکولو او ښکولو څخه ډډه وشي، د خلکو له راټولېدلو، ناروغانو او له هغو کسانو څخه چې ددغې ناروغۍ نښې (ټوخی او شدیده تبه) پکې وي لرې اوسو. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

«لاَ تُورِدُوا المُمْرِضَ عَلَى المُصِحِّ»

ژباړه: د احتیاط په موخه له ناروغ کس سره روغ کسان مه پرېږدئ.(بخاري)

په مسند احمد کې راغلي:

«فِرَّ مِنَ الْمَجْذُومِ فِرَارَكَ مِنَ الْأَسَدِ»

ژباړه: ... له جذام لرونکي کس څخه داسې وتښتئ لکه یو څوک چې له زمري څخه تښتي.  

۲. له سختې اړتیا پرته له کوره مه وزئ، که چېرته د کوم مجبوریت له امله له کوره وزئ، نو باید ټولې هغه اړینې سپارښتنې پلې کړئ چې تاسو او ستاسو کورنۍ ته د ناروغۍ د لېږد مخنیوی کوي. کور ته له ننوتلو وړاندې خپل لاسونه په مکروب ضد مایع او صابون سره و مینځئ، ځکه دا د خپلې کورنۍ پر وړاندې تر ټولو لوی مسولیت دی، رسول الله صلی علیه وسلام فرمایلي دي:

«لَا ضَرَرَ وَلَا ضِرَارَ»

ژباړه: د ضرر د رسولو یا ضرر د راستنولو سبب مه جوړېږئ.

۳. د هغو کسانو لپاره د قرنطین مراعات کول واجبي خبره ده چې په دغې ناروغۍ باندې اخته شوي وي او دا یو شرعي مکلفیت دی، رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:

«إِذَا سَمِعْتُمْ بِالطَّاعُونِ بِأَرْضٍ فَلاَ تَدْخُلُوهَا، وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلاَ تَخْرُجُوا مِنْهَا»

ژباړه: ‌که مو په یوه سیمه کې د طاعون له خپرېدو واورېدل، نو هلته مه ځئ، که طاعون ستاسو په سیمه کې خپور شو، نو له هغه ځایه مه وځئ. (بخاري)

بي بي عایشې (الله سبحانه وتعالی د پرې ورحمېږي) له رسول الله صلی علیه وسلم څخه د طاعون په اړه وپوښتل، رسول الله صلی علیه وسلم ورته وویل:

«أَنَّهُ كَانَ عَذَابًا يَبْعَثُهُ اللَّهُ عَلَى مَنْ يَشَاءُ، فَجَعَلَهُ اللَّهُ رَحْمَةً لِلْمُؤْمِنِينَ، فَلَيْسَ مِنْ عَبْدٍ يَقَعُ الطَّاعُونُ، فَيَمْكُثُ فِي بَلَدِهِ صَابِرًا، يَعْلَمُ أَنَّهُ لَنْ يُصِيبَهُ إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَهُ، إِلَّا كَانَ لَهُ مِثْلُ أَجْرِ الشَّهِيدِ»

ژباړه: طاعون د الله سبحانه وتعالی عذاب و، هغه چا ته یې لېږه چې خوښه به یې شوه، خو طاعون د مومنانو لپاره نعمت دی، که هغه مومن چې په سیمه کې یې طاعون خپور شوی، صبر وکړي او باور ولري چې هېڅ شی به ورته ونه رسېږي مګر هغه چې الله سبحانه وتعالی ورته مقدر کړي دي نو الله سبحانه وتعالی به ده ته د شهید په اندازه اجر ورکړي. (بخاري)

۴. دا د هر چا لپاره اړینه ده چې پر اسلامي ارزښتونو باور ولري، له اړمنو او کمزورو کسانو سره مرسته وکړي او په هېواد کې د ټول شته قوت او امکاناتو په همغږي کولو سره ددغې چټکې خپرېدونکې ناروغۍ مخنیوی وکړي. دا د هر کس تر وس محدود مکلفیت دی. رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي:

«كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْؤول عَنْ رَعِيَّتِهِ، الإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْؤولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ فِي أَهْلِهِ وَهُوَ مَسْؤولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالْمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ فِي بَيْتِ زَوْجِهَا وَمَسْؤولَةٌ عَنْ رَعِيَّتِهَا، وَالْخَادِمُ رَاعٍ فِي مَالِ سَيِّدِهِ ومَسْؤولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، - قَالَ: وَحَسِبْتُ أَنْ قَدْ قَالَ: وَالرَّجُلُ رَاعٍ فِي مَالِ أَبِيهِ وَمَسْؤولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ - وَكُلُّكُمْ رَاعٍ وَمَسْؤولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»

ژباړه: تاسو هر یو په خپله برخه او تر خپل وس پورې مکلف یاست. حاکم د خپل رعیت پر وړاندې مسول دی، د کور مشر د خپلې کورنۍ پر وړاندې مسول دی، ښځې د خپل مېړه د کور ساتونکې او مسولې دي، غلام د خپل بادار د مال او شتمنی د ساتلو مسول دی. زه فکر کوم چې رسول الله صلی علیه وسلام وویل: زوی د خپل پلار د شتمنۍ د ساتلو مسولیت لري. په همدې ډول تاسو ټول د خپلې برخې ساتونکي او مسولین یاست.

۵. اسلامي امت له یوې چټکې خپرېدونکې ساري ناروغۍ سره مخ دی، امت باید پر الله سبحانه وتعالی تکیه وکړي او د مخنیوي او درملنې لپاره یې شوې لارښونې په نظر کې ونیسي. له الله سبحانه وتعالی سره خپلې اړیکې پیاوړې کړې، د مغفرت غوښتنه وکړي او خپل ځانونه د الله سبحانه وتعالی امر ته تسلیم کړي.

بشریت نن ورځ د یو داسې دولت لخوا ریښتینې پاملرنې ته سخته اړتیا لري چې انساني ارزښتونو ته د مادي ارزښتونو او ګټې پر پرتله لومړیتوب ورکړي. بشریت اسلامي دولت (خلافت) ته سخته اړتیا لري، ترڅو پر بشریت باندې رحم وکړي، او له طاعوني ناروغیو سره د بشریت د ستونزو د حل په موخه مبارزه وکړي نه د مادي ګټو په موخه. خلافت د خلکو د درملنې او د ناروغیو د خپرېدو د مخنیوي په موخه ټول امکانات، ظرفیتونه او وړتیاوې چمتو کوي.

حزب التحریرـولایه تونس مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې