جمعه, ۱۸ رمضان ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۳/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     22 ذولقعده 1443

میلادی نېټه :     سه شنبه, 21 جون 2022 م

شمېره:      ۲۸/ ۱۴۴۳

تونس
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د خلافت په اړه د حزب التحریرـ ولایه تونس کلنی کنفرانس

د خلافت د ړنګېدو د ۱۰۱مې کلیزې او د هغه د بیا تاسیس لپاره د هلو ځلو د ګړنديتوب په مناسبت، چې مسلمانان یې تر چتر لاندې د عزت له لوړو پوړیو څخه برخمن کېدای شي او خپل ورک شوی غرور، وقار او د بشریت رهبري بېرته تر لاسه کولای شي. حزب التحریرـ ولایه تونس خپل کلنی کنفرانس تر دې سرلیک لاندې جوړوي:

"د حزب التحریر اقتصادي لیدلوری"

په دې کنفرانس کې به د بېلا بېلو هېوادونو روڼ اندي کسان، د نظر خاوندان او د کارپوهانو یوه ډله برخه واخلي او له دې لارې به د اقتصادي ناورین سره د مبارزې لپاره بنسټیزې حلارې وړاندې کړي، چې خلک او دولت ګواښي. له همدې لارې به حزب تایید کړي، ترڅو د خلافت دولت، چې حزب التحریر یې د تاسیس لپاره کار کوي د سرپرست او فلاح دولت په توګه معرفي کړي، خلافت د خلکو لپاره د ښه ژوند او اساسي اړتیاوو د پوره کولو لکه کور، خواړو او جامو مسوولیت پرغاړه اخلي. د روغتیا، امنیت او زده کړې په برخه کې د خلکو اساسي اړتیاوې پوره کوي. د خلافت دولت د مالیاتو راټولول د تونس له دولت سره په بشپړ ډول توپیر لري، د تونس اوسنی اقتصادي سیسټم د یدن او سیاست د جلا کولو له مفکورې څخه رامنځ ته کیږي، چې د تونس ډیری خلک یې د بېوزلۍ، ناروغۍ او بې‌کارۍ سره مخ کړي دي.

کنفرانس به دری برخې ولري او حزب التحریر به پکې لاندې اقتصادي لیدلوری وړاندې کړي:

لومړۍ برخه:

۱.  په نړۍ کې اقتصادي ناورین او لوړې بیې؛

۲. په تونس کې د اقتصادي ناورین عمومي او ځانګړي لاملونه؛

۳. په تونس کې د اقتصادي ناورین پایلې؛

دویمه برخه:

۱. اقتصادي ستونزې؛

۲. په اسلام کې د اقتصاد سیاست؛

۳. اسلام څنګه بېوزلي له منځه وړي؛

۴. اقتصادي پراختیا: د هیواد صنعتي وده؛ په اسلام کې د کرنې پالیسي فعالول او سوداګرۍ ته هڅول؛

دریېمه برخه:

۱. په تونس کې پراخه شتمني او امکانات؛

۲. د صنعتي او کرنې د کفایت پر بنسټ د تولیدي پروژو بودیجه او تمویل؛

۳. د بې‌کارۍ لپاره د اسلام حلاره؛

۴. د اسعارو په اړه د اسلام نظر؛

انشاءالله دغه کنفرانس به د ۱۴۴۳هـ.ق کال، د ذوالحجې په ۲۶مه، چې د ۲۰۲۲م کال، د جون له ۲۵مې سره سمون لري، د شنبې ورځ، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د تونس په پلازمېنه، د سوکره آریانا څلور لارې کې جوړ شي او د الواقیة ټلویزیوني چینل څخه به په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

موږ د حزب التحریرـ ولایه تونس مطبوعاتي دفتر، په عمومي توګه ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه د تونس او نورو مسلمانو هېوادونو د رسنیو متخصصینو، سیاسیونو او کارپوهانو ته بلنه ورکوو چې په دې کنفرانس کې له موږ سره ګډون وکړي او نوموړي کنفرانس ته رسنیز پوښښ ورکړي.

موږ له الله سبحانه وتعالی څخه غواړو چې دغه کنفرانس د نړۍ لپاره د بصیرت او هدایت سبب وګرځي. الله سبحانه وتعالی فرمايي:

 [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَجِيبُواْ لِلّهِ وَلِلرَّسُولِ إِذَا دَعَاكُم لِمَا يُحْيِيكُمْ] [انفال: ۲۴]

ژباړه: اې ایمان راوړونکو! د الله تعالی او د هغه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم بلنې ته لبیک ووایاست چې کله پیغمبر صلی الله علیه وسلم تاسو د هغه شي په لوري بلنه درکړي چې تاسو ته ژوند بښونکی دی.

حزب التحریرـ ولایه تونس مطبوعاتي دفتر

 

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې