یکشنبه, ۰۲ رجب ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۲/۲۱م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     1 رجب 1447

میلادی نېټه :     سه شنبه, 16 ډسمبر 2025 م

شمېره:     


مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د فلسطیني ادارې امنیتي دستګاوې پر دې عادت شوې چې د الله پر کورونو برید او د الله د بنده‌ګانو سپکاوی وکړي!

(ژباړه)

د «ډایټون» دستګاوو دوشنبه، د ۲۰۲۵م د ډسمبر ۱۵مه، شیخ محمد الخطیب د لوېدیځې غاړې رام‌الله ښار اړوند بیتونیا سیمې له «سیف‌الله» جومات څخه برمته کړ. په داسې حال کې چې شیخ محمد نه د دغې ادارې د پرلپسې جنایتونو یادونه کړې وه او نه یې د هغې د بې شمېره خیانتونو او متعفن فساد په اړه خبرې کولې. هغه یوازې د «القلم» سورت تفسیر کاوه. د فلسطیني ادارې جاسوسان په جومات کې حاضر وو؛ خو د دې پر ځای چې د الله سبحانه وتعالی په کور کې خشوع وکړي او د هغه ذات لوري ته متوجه شي چې اسمانونه او ځمکه یې پیدا کړي دي؛ له پوهېدو سره سره یې هغه لاره غوره کړه چې کړنې یې هغوی د الله په غضب ککړو کسانو له اعمالو سره ورته کوي چې په مسجدالاقصی او د الله په نورو جوماتونو کې یې کوي او هلته لمونځ کوونکي، ښوونکي او خطیبان تعقیبوي. دوی د الهي شعایرو د تعظیم او د الله د حرمتونو د ساتنې پر ځای، د الله د بندګانو ځورول غوره کړل.

کله چې شیخ محمد له جومات څخه ووت، د فلسطیني ادارې د اجیر او سپک پوځ او په جوماتونو کې ګومارل شویو اراذلو یوه ډله له هغو وسلو سره ورته ولاړ وو چې یوازې د فلسطین خلکو ته ښکاره کېږي او د اشغالګرو یهودي ځواکونو او د اشغالي ښارګوټو مېشتو رمو پر وړاندې ورکې شي. هغوی شیخ محمد ونیو، سخت یې وواهه او د هغه پر ورور، استاد احمد – چې د خپل ورور د ژغورلو هڅه یې کوله - یې هم برید وکړ.

شیخ محمد تر اوسه د دغې ادراې د جنایت‌کارو امنیتي دستګاوو په بند کې دی. دغه راز د سیف ابو‌الهوي په نامه یو محصل هم له همدغې دستګاه سره بندي دی چې یوه اونۍ وړاندې همدغسې د بیت‌لحم پوهنتون له مخې برمته شو؛ د نوموړي د برمته کېدو دلیل دا و چې په یوه خطبه کې یې د نصاراوو په اخترونو کې د مسلمانانو د ګډون حرمت بیان کړی و.

دا د دغې ادارې په توره کارنامه کې یو بل تور داغ دی؛ ګومان کوي چې د ځان لپاره هیبت جوړوي؛ حال دا چې له وړاندې یې ځان د اشغالګرو تر پښو لاندې هوار کړی دی. د الله پر کورونو او د الله پر بندګانو تېری کوي او د الله سبحانه وتعالی، رسول الله صلی‌الله علیه وسلم او مؤمنانو پر وړاندې جګړې سره یې عادت کړی. دوی د حزب‌التحریر له شبابو سره هم ورته چلند کوي او داسې انګېري چې ښه کار کوي. خو د حزب‌التحریر شباب، د نورو هغو عزتمنو فلسطینيانو په څېر چې خپل رب ته سرلوړي دي، د ظالمو دولتونو پر وړاندې د حق له ویلو او د اسلام له حمل څخه نه شاته کېږي؛ نو دا ذلیله اداره به څه وي چې د ذلت جامې یې اغوستې او ټول وخت یې په سرټیټۍ کې تېر دی. د فلسطیني ادارې او د هغې د امنیتي دستګاوو کړنې یوازې د دغې ادارې د لا ډېر ذلت او له دوی څخه د الله سبحانه و تعالی او مؤمنانو د لا ډېرې کرکې سبب کږي؛ او دغه راز، د دوی کړنې د حزب‌التحریر شبابو ته لا ډېر ثبات او پر حق لا ډېر ټینګښت ورکوي او د حق غږ یې نور هم لوړوي. که په دغې اداره او د هغې په امنیتي دستګاه کې کوم د عقل خاوند وي؛ نو وړاندې له دې چې د الله سبحانه و تعالی له لوري عذاب پرې راشي او هلاک شي، باید د حزب‌التحریر د شبابو او د فلسطین د خلکو پر وړاندې له دغو کړنو لاس واخلي.

﴿إِنَّ الَّذِينَ يُحَادُّونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ فِي الأَذَلِّينَ ۝ كَتَبَ اللَّهُ لَأَغْلِبَنَّ أَنَا وَرُسُلِي إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ﴾ [المجادله: ۲۰-۲۱]

ژباړه: «بې‌شکه هغه کسان چې له الله او د هغه له رسول سره دښمني کوي، هغوی د تر ټولو سپکو او خوارو خلکو له ډلې څخه دي. الله دا پرېکړه کړې ده چې زه او زما رسولان (او مؤمنان) به خامخاً بریالي کېږو. او بې‌شکه الله ډېر ځواکمن او برلاسی دی.»

د حزب‌التحریر مطبوعاتي دفتر - د فلسطین سپېڅلې خاوره

۱۴۴۷هـ.ق؛ د جمادي الثاني ۲۵مه

۲۰۲۵م؛ د ډسمبر ۱۶مه

د صدور ګڼه: ۱۴۴۷/۱۳

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې