
هجری قمری نېټه : 26 ربیع الثانی 1448
میلادی نېټه : چهارشنبه, 07 اکتوبر 2026 م
مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
له طوفان الاقصی څخه درې کاله تېر شول؛ خو د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر ۷مه نېټه لا هم د امت په حافظه کې ژوندۍ او پاتې ده. هغه ورځ چې پردې یې وشلولې، د دښمن کمزوري یې بربنډه کړه، د یهودي رژیم د ماتې نه منلو افسانه یې له خاورو سره خاورې کړه او د هغو رژیمونو دروغ یې رسوا کړل چې کلونه کلونه یې فلسطین «له مخامخ کېدو څخه د بېوسۍ» په پلمه یوازې پرېښی و. په هماغه ورځ، د مجاهدینو یوې وړې ډلې وښودله چې ازادي ناشونې نه ده؛ هغه څه چې کم دي، یوازې د هغو کسانو لخوا پرېکنده او صادقانه پرېکړه ده چې واک یې په لاس کې دی، ترڅو دغه قضيه په یو ځل پای ته ورسوي.
امت به د اکتوبر ۷مه هېره نه کړي؛ هغه ورځ چې عزت، ځواک او جهاد یې یو ځل بیا په رګونو کې جاري شول. امت به «صفر فاصله» هېره نه کړي؛ هغه چې مجاهد پر ټانک ور پورته شو، هغه شهید چې د سجدې په حال کې یې ساه ورکړه او د مقاومت هغه شانداره صحنې به هېرې نه کړي، ته به وایې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو له زمانې څخه راپورته شوې وې.
امت به هیڅکله هېر نه کړي چې دښمن یې د وژلو په هنر ښه پوهېده، خو د جنګېدو په هنر نه او دا چې ریښتینې جګړه وړاندې تر دې چې په وسلو مخ ته یووړل شي، په مېړنیو سړیو مخ ته وړل کېږي. هر څوک چې ولاړ او ثابت سړي په اختیار کې ولري، د خورا وېروونکو او درنو وسلو پر وړاندې هم سر نه ټیټوي.
امت به هېر نه کړي چې غزه د یهودي رژیم په واسطه او د لویو دولتونو په وسلو، چې په سر کې یې امریکا ده، په وینو کې لمبول کېده، د اکمالاتو هغه کرښې به هم له یاده ونه باسي، چې په اسلامي خاورو کې حاکمو رژیمونو د یهودي رژیم لپاره د ژوند د رګونو په توګه پرانیستې دي، ترڅو د امت پر خاوره او بدن تېرې شي.
امت به هېر نه کړي چې هماغو حاکمو رژیمونو پر غزه د محاصرې حلقه تنګه کړه، درمل، اوبه او خواړه یې ترې منعه کړل او په عمل کې په خپله د غزې پر وړاندې د جګړې په یو لوري بدل شول.
هو، امت به هېر نه کړي چې غزه ودرېده؛ یوازې، په وینو لړلې، محاصره شوې، خو محکمه او ثابته ودرېده؛ په داسې حال کې چې ټولې نړۍ ورسره جګړه کوله او داسې رژیمونه ورته په صف کې ودرېدل چې خپل برخلیک یې له غرب سره غوټه کړی و او خپله بقا یې د یهودي رژیم له بقا سره تړلې وه.
امت به خپل لاریونونه هېر نه کړي، خپله غوسه به له یاده ونه باسي او د غزې په نصرت او د فلسطین په ازادۍ کې د پوځونو د خوځښت لپاره به خپلې چیغې هېرې نه کړي؛ هغه چیغې چې دغو رژیمونو کله په دوکو له خپل مسیر څخه منحرفې کړې او کله یې په ځپلو او سرکوبولو خاموشې کړې، هسې نه چې د امت اور لمبه شي او تر یهودي رژيم وړاندې پخپله حکام وسوځوي.
امت به هېر نه کړي چې غزې د نړۍ وجدان وواژه؛ تر دې حده چې د نړۍ عامه رایې او افکارو نه یوازې د یهودي رژیم خبیثه څېره، بلکې د هغو رژیمونو چټلي یې هم په روښانه توګه ولیدله، چې دغه رژیم یې رامنځته کړ، تقویه او پالنه یې کړه. غزه د نړۍ د داسې چیغې په سمبول بدله شوه؛ چې نور نه شوی خاموشېدلی او په داسې یوه پیښه بدله شوه، چې د نړۍ وضعیت یې تر پوښتنې لاندې راوست.
امت به هېر نه کړي چې حکامو د ټرمپ غوښتنې ته ځواب ووایه او «د سولې شورا» یې جوړه کړه؛ داسې چې په لاس کې یې اور وژونکي توکي وو، ترڅو پر امت سربېره د نړۍ د غوسې اور پرې مړ کړي. امت به هېر نه کړي چې یهودي رژیم د خپلو ټولو وسلو او ځواک سربېره ونه شوی کولی، چې خپل بندیان ازاد کړي؛ تر دې چې د ټرمپ په مشرۍ رژیمونه راغلل او د جګړې د بندولو په نوم یې په یوه فریب سره هغه څه چمتو کړل، چې یهودي رژیم په زور ترلاسه نه شوی کړلی. بیا یې خپله هوکړه ماته کړه، شاته شول او غزه یې د دښمن تر غاښونو لاندې یوازې پرېښوده، ترڅو ویې وژني، وږې یې کړي او محاصره یې کړي او غزه یې ټرمپ او نتنیاهو ته داسې وسپارله لکه د سپینې ماڼۍ مخې ته یوه قرباني.
امت به دا هم هېر نه کړي چې له دې اور او وینو څخه د «واحد امت» څېره یو ځل بیا روښانه شوه؛ هغه امت چې مرسته او نصرت یې یو دی، جګړه یې یوه ده، سوله یې یوه ده او غوسه او رضایت یې د یوه واحد بدن غوسه او رضایت دی. دا څرګنده شوه چې دغه پولې او خنډونه د امت پر بدن د استعمار له ټپونو پرته بل څه نه دي؛ هغه پولې چې وخت یې تېر شوی او یوه ورځ باید له هغو رژیمونو سره یو ځای تاریخ ته وسپارل شي، چې پر دغه بنیاد جوړ شوي دي.
اوس د «طوفان الاقصی» له عملیاتو څخه درې کاله تېر شوي دي. غزې په لسګونو زره شهیدان ورکړي، په سلګونو زره کسان ټپیان شوي دي. لوږه، تنده، یخني، تودوخه، بېوزلي او اړتیا د هغې د هرې ورځې انځور ګرځېدلی دی؛ ته به وایې چې دغه ټول د یهودي رژیم د هیبت د ماتولو سزا ده او د هغه اعتبار د بېرته راګرځولو هڅه ده، چې نور به هیڅکله را ونه ګرځي. د دې تر شا د هغه حقیقت د خښولو هڅه ده، چې امت یو ځل بیا د غزې درد خپل درد ګڼي او ځان یو واحد امت ويني. دا هماغه څه دي چې دښمنان یې غواړي؛ خو ارمانونه یې پر اوبو ولیکل شول. کتار خوځېدلی دی او نور به د تېر وخت تمځای ته بېرته راونه ګرځي.
خو امت باید خپله حافظه ژوندۍ وساتي؛ باید په ځان کې د جهاد او عزت روحیه بېداره وساتي او په یاد ولري چې الله سبحانه وتعالی له هغو کسانو څخه دفاع کوي چې ایمان یې راوړی او د دغه امت مرستندوی دي. طوفان الاقصی باید د بیدارۍ ټکی وبولي؛ هغه ټکی چې یو ځل بیا یې امت ته ورېاد کړل، چې د غزې برخلیک د امت له برخلیک څخه بېل نه دی، مسجد الاقصی د امت له وجدان څخه بېل نه دی او سپېڅلې خاوره یوازې د یوه قوم او یوې جغرافیې قضیه نه ده.
امت باید له سستۍ او ناهيلۍ څخه ډډه وکړي؛ غزه او د هغې خلک باید هېر نه کړي، د هغوی درد باید خپل درد وبولي، مسجد الاقصی باید په خپل زړه کې ژوندی وساتي او د عمر فاروق، صلاحالدین ایوبي یاد او په قدس کې د بلال د اذان انګازې باید له یاده ونه باسي.
﴿وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ (۱۷۱) إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُورُونَ (۱۷۲) وَإِنَّ جُنْدَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ﴾ [صافات: ۱۷۱ - ۱۷۳]
ژباړه: او یقیناً زموږ دغه پرېکړه له وړاندې زموږ د هغو بندګانو په اړه شوې ده، چې رسولان مو لېږلي دي؛ له شک پرته هغوی به خامخا زموږ په مرسته بریالي کېږي او یقیناً زموږ لښکر به غالب وي.
د حزب التحرير مطبوعاتي دفترـ د فلسطین سپېڅلې خاوره
۱۴۴۸هـ.ق کال، د ربیع الثانی ۲۳مه
۲۰۲۶م کال، د اکټوبر ۵مه
د صدور ګڼه: ۰۷/ ۱۴۴۸
ژباړن: اسرار تکل




