چهارشنبه, ۰۱ مُحرم ۱۴۴۸هـ| ۲۰۲۶/۰۶/۱۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

د لمانځه په صفونو کې فاصله یو بدعت دی، چې ګناه يې د حکامو پر غاړه ده

  • خپور شوی په فقهي

(ژباړه)

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه ومن والاه وبعد

ټولو هغو کسانو ته چې ما ته يې د جمعې او جماعت لمونځونو پر مهال د دوه متره واټن مراعتولو په اړه پوښتنه را لېږلې ده... دوی وايي چې په ځینو اسلامي هیوادونو کې چارواکي مسجدونه بندوي، خو کله چې يې خلاصوي، نو پر لمونځ کوونکو د دوه متره واټن مراعتول جبري کوي. چارواکي دا عمل داسې توجیه کوي چې ناروغ شخص معذور دی او په ناسته لمونځ کولی شي، نو د همدې قیاس له مخې دی د خپل څنګ له کس څخه دوه متره فاصله مراعتولای شي. ان که دی ناروغ هم نه وي، خو بیا هم له ناروغۍ څخه وېرېږي، ځکه نو باید فاصله مراعت کړي. دلته دوې پوښتي پیدا کېږي: ایا حکامو ته جواز شته چې پر لمونځ کوونکو واټن مراعتول جبري کړي؟ یا هم ایا دا فاصله مراعتول بدعت دی چې ګناه یې د حکامو پر غاړه ده؟ پوښتونکو د دغو دوو پوښتنو د ځوابېدلو په اړه ټينګار کړی دی. زه د دوی پوښتنې ځوابوم او له الله سبحانه وتعالی څخه توفیق غواړم:

موږ وړاندې هم د بدعت په اړه تر یوه زیات ځوابونه خپاره کړي دي، که پوښتونکي هغه وګوري نو ځواب به ورته روښانه شي چې په لمانځه کې فاصله مراعتول لکه څنګه چې وویل شول یو بدعت دی او که یې حکام پر خلکو مراعتول جبري کړي ګناهکار کېږي، د دې تفصیل په لاندې ډول دی:

لومړی: موږ د ۱۴۳۴هـ ق کال د رجب پر ۲۸مه چې د ۲۰۱۳م د جولای له ۶سره سمون خوري لاندې ځواب خپور کړی، چې پکې راغلي:

 (بدعت د شارع له یو امر څخه تېري ته وایي، چې معنی يې د شریعت له لوري ټاکل شوې وي. د بدعت لغوي مانا په لسان العرب کې داسې راغلې ده:

"المبتدع الّذي يأتي أمراً على شبهٍ لم يكن...، وأبدعت الشّيء: اخترعته لا على مثالٍ

ژباړه: مبتدع (بدعت کوونکی) هغه څوک دی چې یو داسې شی رامنځته کړي چې ساری يې تراوسه نه وي لیدل شوی... داسې شی اختراع کړي چې مثال يې نه وي.

د بدعت اصطلاحي مانا هم په همدې ډول ده. د مثال په ډول که چېرې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو کار په ځانګړې بڼه ترسره کړی وي او یو مسلمان يې له هغې بڼې څخه په بل ډول وکړي، نو دا بدعت دی. بدعت له هغې ټاکل شوې طریقې څخه انحراف ته وایي چې شارع د یو امر لپاره ټاکلې وي او دا د دغه حدیث له مفهوم څخه اخیستل شوی دی:

«وَمَنْ عَمِلَ عَمَلاً لَيْسَ عَلَيْهِ أَمْرُنَا فَهُوَ رَدٌّ»(بخاري او مسلم)

ژباړه: هر څوک چې داسې عمل ترسره کړي چې موږ امر نه وي پرې کړی، هغه مردود دی.

د بېلګې په ډول، که یو څوک په لمانځه کې د دوو سجدو پر ځای درې سجدې وکړي، نو ده یو نوی شی رامنځته کړ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د طریقې خلاف يې وکړ. که چېرې یو څوک په مینا کې د اوو تیږو پر ځای اته تیږې وغورځوي، ده بدعت وکړ، ځکه دا کار د رسول الله صلی الله علیه وسلم له عمل سره په ټکر کې دی. دغه راز که یو څوک له اذان څخه څو کلیمې کمې یا ورزیاتې کړي، نو بدعت يې کړی، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د اذان لپاره ځانګړي الفاظ بيان کړي دي.

البته له یوه داسې شرعي عمل څخه د انحراف حکم چې په اړه يې ځانګړې طریقه نه وي وضع شوې، د شریعت د نورو حکمونو په ډله کې راځي: دا به حرام، مکروه او داسې نور وي. که چېري یو عمل د وضعي حکم له ډلې څخه وي، بیا د عمل په تکلیف پورې اړه لري او د باطل، فاسد او نورو تر چتر لاندې راځي.

 د مثال په ډول مسلم له عایشې رضی الله عنها څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه په اړه روایت کوي چې وایي:

«...وَكَانَ إِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ مِنَ الرُّكُوعِ لَمْ يَسْجُدْ، حَتَّى يَسْتَوِيَ قَائِمًا، وَكَانَ إِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ مِنَ السَّجْدَةِ، لَمْ يَسْجُدْ حَتَّى يَسْتَوِيَ جَالِسًا..

ژباړه: ... رسول الله صلی الله علیه وسلم چې به کله له رکوع څخه سر راپورته کړ، تر هغه به سجدې ته نه تلو چې پوره به نه و درېدلی او کله چې به يې له سجدې څخه سر راپورته کړ تر هغه به يې سجده نه کوله چې نېغ به نه و کښېناستلی.

 

پر همدې بنسټ، په دې روایت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته راښيي چې مسلمان باید له رکوع څخه له سر راپورته کولو وروسته تر هغو سجده ونه کړي، چې نېغ نه وي درېدلی او کله چې له سجدې څخه سر راپورته کړي، تر هغو به بیا سجدې ته نه ځي چې نېغ نه وي کښېناستلی. دا طریقه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري وضعه شوې ده او که څوک له دې تجویز شوې طریقې څخه انحراف کوي، نو ځان يې په بدعت کې واقع کړی دی. که چېرې یو مسلمان په لمانځه کې له رکوع څخه سمدستې سجدې ته ځي، پرته له دې چې نېغ ودرېږي، نو دا هم بدعت دی، ځکه دا کار د رسول الله صلی الله علیه وسلم له راښودل شوې طریقې خلاف دی، دا یو ناوړه بدعت دی او هغه څوک یې چې کوي ګناهکاریږي.

دغه راز مسلم له عبیده بن صامت څخه روایت کوي:

إِنِّي سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «يَنْهَى عَنْ بَيْعِ الذَّهَبِ بِالذَّهَبِ، وَالْفِضَّةِ بِالْفِضَّةِ، وَالْبُرِّ بِالْبُرِّ، وَالشَّعِيرِ بِالشَّعِيرِ، وَالتَّمْرِ بِالتَّمْرِ، وَالْمِلْحِ بِالْمِلْحِ، إِلَّا سَوَاءً بِسَوَاءٍ، عَيْنًا بِعَيْنٍ، فَمَنْ زَادَ، أَوِ ازْدَادَ، فَقَدْ أَرْبَى

ژباړه: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې هغه له دې کار څخه منعه وکړه چې سره زر په سرو زرو، سپین زر په سپینو زرو، وربشې په وربشو، خرما په خرما او مالګه له مالګې سره بدله شي؛ مګر دا چې مثل په مثل به وي، سترګه په سترګه به وي (ځای پر ځای)، خو که چا زيات واخيست او يا يې زیات ورکړ،  له شک پرته چې سود يې وکړ.

که یو مسلمان دا حدیث نقض کړي او سره زر د ډېرو سرو زرو په بدل کې وپلورلي او وزن په وزن يې خرڅ نه کړي، نو نه شو ویلی چې ده بدعت وکړ، بلکې ده یو حرام عمل یعنې سود (ربا ) ترسره کړه.

لنډه دا چې په يوه چاره کې د رسول الله صل الله علیه وسلم له طریقې خلاف کار کول بدعت دی. خو په مطلق ډول د رسول الله صلی الله عليه وسلم د امر مخالفت ـ پرته له دې چې د ځانګړې طريقې خلاف عمل وشي ـ د نورو شرعي احکامو (حرام، مکروه، فاسد، باطل او...) تر چتر لاندې راځي او حکم ورته د دليل له مخې ټاکل کيږي. د نقل قول پای.

موږ د بدعت په اړه د ۱۴۳۶هـ ق کال د ذوالحجې پر ۸مه چې د ۲۰۱۵م د سېپټمبر له ۲۲سره سمون خوري، نور تفصیلي معلومات خپاره کړي دي او تر دې وړاندې او وروسته مو هم پر دې موضوع کافي ځوابونه ورکړي، چې انشاء الله هماغه کفایت کوي.

دویم: له همدې امله، که په اسلامي خاورو کې یو دولت عبادت کوونکي اړ باسي چې د ناروغۍ د سرایت له وېرې یو له بل څخه یو یا دوه متره فاصله مراعت کړي، هغه که د جمعې لمونځ وي یا نور د جماعت لمونځونه، په ځانګړې توګه کله چې په یو چا کې د ناروغۍ څرګندې نښې هم نه وي، نو د کبيره ګناه مرتکب کيږي. ځکه په صفونو کې فاصله یو بدعت دی او دا عمل د رسول الله صلی الله عليه وسلم د طريقې خلاف کار دی. دا د لمانځه د صفونو د جوړولو او یو بل ته د نږدې درېدلو له هغې طریقې څخه څرګنده سرغړونه ده، چې د شرعي دلايلو له مخې رسول صلی الله علیه وسلم ښودلې ده، چې ځیني یې په لاندې ډول دي:

ـ بخاري په خپل صحیح کې له ابو سلیمان مالک ابن الحویریث څخه روایت کوي چې وایي: موږ څو تنه همزولي ځوانان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلو. له هغه سره مو شل شپې وکړې... دی مهربان او زړه سواندی و. او ویل یې:

«فَقَالَ ارْجِعُوا إِلَى أَهْلِيكُمْ فَعَلِّمُوهُمْ وَمُرُوهُمْ وَصَلُّوا كَمَا رَأَيْتُمُونِي أُصَلِّي وَإِذَا حَضَرَتِ الصَّلَاةُ فَلْيُؤَذِّنْ لَكُمْ أَحَدُكُمْ ثُمَّ لِيَؤُمَّكُمْ أَكْبَرُكُمْ»

ژباړه: تاسې بیرته خپل اهل ته لاړ شئ، هغوی ته علم ور زده کړئ او امر يې کړئ. داسې لمونځ وکړئ، لکه زه چې مو پر لمانځه ولیدلم. کله چې د لمانځه وخت شي، په تاسې کې دې يو اذان وکړي او بیا دې په تاسو کې تر ټولو مشر امامت وکړي.

 بخاري په خپل صحیح کې له انس بن مالک څخه روایت کوي، دی وايي: کله چې اقامت وویل شو، د الله رسول صلی الله علیه وسلم موږ ته مخ راواړوه او ويې ویل: «أَقِيمُوا صُفُوفَكُمْ، وَتَرَاصُّوا، فَإِنِّي أَرَاكُمْ مِنْ وَرَاءِ ظَهْرِي»

ژباړه: خپل صفونه مو سیده کړئ او نږدې سره ودرېږئ، ځکه زه تاسې له شا څخه وینم.

امام مسلم په خپل صحیح کې له نعمان ابن بشیر رضی الله عنه څخه روایت کوي، دی وايي چې د الله رسول صلی الله علیه وسلم موږ ته لارښوونه وکړه چې خپل صفونه د غشو په څېر سیده کړو. ده دا خبره دومره تکرار کړه، تر څو په دې ډاډه شو، چې موږ يې په مطلب ورسېدو، یوه ورځ دی صلی الله علیه وسلم مسجد ته راغی او ودرېد. د تکبير ويلو په وخت کې يې پام شو چې د يو تن ټټر له صف څخه دباندې راوتلی دی، نو ويې ویل:

«عِبَادَ اللهِ لَتُسَوُّنَّ صُفُوفَكُمْ، أَوْ لَيُخَالِفَنَّ اللهُ بَيْنَ وُجُوهِكُمْ»

ژباړه: اې د الله بنده ګانو، تاسې باید خپل صفونه سیده کړئ، کنه، نو الله سبحانه وتعالی به ستاسو تر منځ اختلاف واچوي.

 همدا راز امام مسلم په خپل صحیح کې له جابر ابن سمره څخه روایت کوي، هغه وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«أَلَا تَصُفُّونَ كَمَا تَصُفُّ الْمَلَائِكَةُ عِنْدَ رَبِّهَا؟» فَقُلْنَا يَا رَسُولَ اللهِ، وَكَيْفَ تَصُفُّ الْمَلَائِكَةُ عِنْدَ رَبِّهَا؟ قَالَ: «يُتِمُّونَ الصُّفُوفَ الْأُوَلَ وَيَتَرَاصُّونَ فِي الصَّفِّ»

ژباړه: تاسې ولې داسې صفونه نه برابروئ، لکه ملایکې چې د خپل رب پر وړاندې صفونه برابروي؟ موږ وویل: اې د الله رسوله الله صلی الله علیه وسلم، ملایکې د خپل رب پر وړاندې څنګه صفونه برابروي؟ هغه وفرمایل: هغوی لومړی صفونه بشپړوي او بیا په صفونو کې یو له بل سره نږدې درېږي.

حاکم روایت کړی او وایي چې د امام مسلم د صحت له شرطونو سره سم په یوه صحیح حدیث کې له عبدالله بن عمر څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

مَنْ وَصَلَ صَفّاً وَصَلَهُ اللَّهُ، وَمَنْ قَطَعَ صَفّاً قَطَعَهُ اللَّهُ

ژباړه: څوک چې صف وصل کړي، الله تعالی به يې (له خپل رحمت) سره وصل کړي او څوک چې صف پرې کړي الله تعالی به يې (له خپل رحمت) څخه جلا کړي.

امام احمد له عبدالله ابن عمر څخه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«أَقِيمُوا الصُّفُوفَ فَإِنَّمَا تَصُفُّونَ بِصُفُوفِ الْمَلَائِكَةِ وَحَاذُوا بَيْنَ الْمَنَاكِبِ وَسُدُّوا الْخَلَلَ وَلِينُوا فِي أَيْدِي إِخْوَانِكُمْ وَلَا تَذَرُوا فُرُجَاتٍ لِلشَّيْطَانِ وَمَنْ وَصَلَ صَفّاً وَصَلَهُ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى وَمَنْ قَطَعَ صَفّاً قَطَعَهُ اللَّهُ»

ژباړه: خپل صفونه منظم کړئ، ځکه تاسو بايد د ملايکو په څېر صفونه جوړ کړئ. اوږې مو يو له بل سره برابرې کړئ، د صفونو په منځ کې مو خالي ځايونه ډک کړئ، له خپلو ورونو سره مو نرمي وکړئ او د شیطان لپاره فاصله مه پرېږدئ. هر هغه څوک چې صف سره نښلوي، الله تعالی به يې له خپل رحم سره ونښلوي او څوک چې صف پرې کوي الله تعالی به يې له خپل رحم څخه جلا کړي.

پورته رواياتو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لمانځه د طريقې په اړه بشپړ وضاحت بيان کړی او اصحاب کرام رضی الله تعالی عنهم هم په همدغه طريقه پابندي کړي ده. امام مالک په خپل کتاب «الموطأ» او بیهقي په «السنن الکبری» کې روایت کړي: «عمر ابن الخطاب به امر کاوه، چې صفونه سیده کړئ، کله چې به د صفونو د سيده والي په اړه خبر ورکړل شو، بیا به يې تکبیر وایه.»

درېیم: دا نه شي ويل کېدای چې ساري ناروغي یو داسې عذر دی چې د لمانځه په صفونو کې فاصلې ته جواز ورکوي، داسې ځکه نه شو ويلای چې ساري ناروغي مسجد ته د نه تګ لپاره عذر دی، مګر مسجد ته د تللو او هلته د لمونځ کوونکو تر منځ د يو متر يا دوه متره فاصلې د مراعتولو لپاره عذر نه دی!! ځکه ساري ناروغي (طاعون) د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې هم خپره شوې ده، خو له هغه څخه دا نه دي روایت شوي چې په وبا ککړ ناروغ دې لمانځه ته تللی وي او همالته دې له خپل ورور څخه دوه متره لېرې درېدلی وي، بلکې په وبا اخته شخص معذور دی او په خپل کور کې لمونځ کولی شي...  په هغه سیمه کې چې ناروغي خپره شوې وي، په وړیا او غوره طریقه سره یې درملنه د دولت پر غاړه ده او ناروغ اشخاص به له روغو کسانو سره نه ګډېږي... لکه څنګه چې امام مسلم په خپل صحیح کې له اسامه ابن زید څخه روایت کړی دی، چې د الله رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«الطَّاعُونُ آيَةُ الرِّجْزِ ابْتَلَى اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ بِهِ نَاساً مِنْ عِبَادِهِ، فَإِذَا سَمِعْتُمْ بِهِ فَلَا تَدْخُلُوا عَلَيْهِ وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلَا تَفِرُّوا مِنْهُ»

ژباړه: وبا د الله عزوجل له لوري د مصیبت نښه ده، چې الله سبحانه وتعالی پرې خپل بنده ګان مبتلا کوي. نو کله چې مو د وبا په اړه خبر واورېد، نو هغې سیمې ته مه داخليږئ چې وبا پکې خپره شوې او کله چې ستاسې په سیمه کې خپره شي، نو تېښته ترې مه کوئ.

 په دې ډول د ساري یا وبايي ناروغیو لرونکي اشخاص بايد له روغو کسانو سره يو ځای نه شي او د دوی د درملنې لپاره بايد کافي هڅه وشي، که د الله سبحانه و تعالی خوښه وي، نو جوړ به يې کړي. البته روغ اشخاص بايد مسجد ته لاړ شي او د جمعې او جماعت نور لمونځونه په عادي بڼه له واټن مراعتولو پرته ادا کړي.

څلورم: همداراز، دا وینا غلطه ده چې وایي، د وبا پر مهال په لمانځه کې فاصله مراعتول د هغه قیاس له مخې کېږي چې یو ناروغ ته د ناروغۍ پر مهال په ناستې د لمانځه کولو رخصت شته. په دې ځای کې دا یو شرعي قیاس نه دی، ځکه ناروغ شخص د الله سبحانه وتعالی له لوري د رخصت له مخې په ناسته لمونځ ادا کوي، هغه هم د یوه عذر له وجې، چې ناروغي ده. عذرونه اسباب دي، علتونه نه دي، ځکه خو شریعت عذرونه د علتونو په توګه نه دي ګرځولي، بلکې هر عذر يې د يوه خاص شرعي حکم په مورد کې د عذر په حيث پېژندلی دی، نو يو عذر د بل حکم لپاره عذر نه بلل کيږي. يعنې عذر د هغه حکم لپاره عذر بلل کيږي چې د هغه حکم په مورد کې راغلی وي، نه دا چې عذر د ټولو حکمونو لپاره عام دی. پر دې اساس عذر عليت (علتوالی) نه افاده کوي او قياس پرې نه شي کيدای. او سبب خاص او د خپل مسبب پورې ځانګړی وي او له مسبب پرته بل شي ته سرايت نه کوي، له همدې امله پر سبب باندې قياس نه کيږي. مګر علت داسې نه دی، ځکه علت په یوه ځانګړي حکم پورې خاص نه وي، بلکې نورو حکمونو ته هم سرايت کوي او قياس ورباندې کيږي... نو کوم څه چې د عباداتو په برخه کې واضح شوي دي، اسباب دي، نه علتونه، ځکه خو عبادات توقیفي دي چې تعلیل او قیاس پکې نه شي کېدای، ځکه سبب په خپل مسبب پورې خاص وي.

پنځم: همدا ډول رخصت د وضعي احکامو له ډلې دی او دا د شارع هغه خطاب دی چې د بنده ګانو په کړنو پورې اړه لري، د وضع په ډول. دا چې وضعي حکم د شارع له لوري یو خطاب دی، نو باید یو شرعي دلیل وي ورته، چې دلالت پرې وکړي. د مثال په ډول: د ناروغ سړي لپاره په ناسته د لمانځه کولو د جواز په اړه بخاري په خپل صحیح کې له عمران بن حسین څخه روایت کوي چې وايي، ما د بواسیر ناروغي لرله، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې د لمانځه په اړه وپوښتل، هغه راته وویل:

«صَلِّ قَائِماً فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَقَاعِداً، فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَعَلَى جَنْبٍ»

ژباړه: په ولاړې لمونځ وکړه، که په ولاړه دې نه شو کولی، نو په ناسته يې وکړه او که په ناسته دې هم نه شو کولی، نو په اړخ يې وکړه.

دا یو رخصت دی يعنې یو شرعي عذر دی چې په اړه يې شرعي دليل راغلی دی. نو د هر شي په اړه چې شرعي دليل وي او دا روښانه کړي چې دا د يوه ټاکلي حکم په مورد کې عذر دی، نو هغه عذر بلل کیږي. خو د څه په اړه چې دليل نه وي، هغه هېڅ ارزښت نه لري او په مطلق ډول د شرعي عذر په توګه نه ګڼل کيږي... پر دې اساس؛ دا چې ناورغ کولی شي چې په لمانځه کې د څنګ له نفر څخه يو يا دوه متره لېرې ودريږي، په دې اړه هېڅ دلیل نشته. له همدې امله دا خبره نه کوم شرعي ارزښت لري او نه هم صحت. نو کله چې د ناروغ سړي لپاره د فاصلې رعايت جواز نه لري، نو د هغه چا لپاره به څنګه جواز ولري چې لا تر اوسه ناروغ نه دی او يواځې يې د ناروغۍ احتمال شتون لري؟!

شپږم: د پورتنیو خبرو لنډیز په دې ډول دی:

۱: د لمانځه د ادا کولو د هغې طریقې تغیر چې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته راښودلې ده، یو  بدعت دی. په داسې حالاتو کې شرعي حکم دا دی چې روغ شخص به په عادي ډول لمانځه ته ځي او لکه د عادي حالت په څېر به په صفونو کې نږدې دريږي او په صف کې به خالي ځايونه نه پریږدي. دغه راز ناروغ شخص چې په ساري ناروغۍ اخته وي مسجد ته نه ځي، تر څو نورو ته ناروغي ونه لېږدوي.

۲: که دولت مسجدونه بندوي، او روغ خلک په مسجدونو کې د جمعې او جماعت لمونځونو له ادا کولو څخه راګرځوي، نو دا کار ستره ګناه ده، ځکه د جمعې او جماعت لمونځونه ځنډول (پرېښودل) کيږي. مسجدونه باید پرانیستي وي او په هغه طریقه لمونځ پکې ادا شي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ښودلې ده.

۳: همداراز که چېرې دولت لمونځ کوونکي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په طریقه له لمانځه کولو څخه منعه کوي او اړ باسي یې چې په ناروغۍ د مصاب کېدو له وېرې باید د عبادت کوونکو تر منځ یو یا دوه متره فاصله مراعت شي، په ځانګړي ډول پرته له دې چې د ناروغۍ علایم څرګند وي، نو په دې کار سره د سترې ګناه مرتکب کيږي.

دا هغه شرعي حکم دی چې په دې مسله کې زما په اند ارجحیت لري، الله سبحانه وتعالی عالم او حکیم ذات دی... زه له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم، چې مسلمانان مستقیمې لارې ته هدایت کړي او لکه څنګه چې يې امر کړی دی، هغسې د هغه سبحانه وتعالی عبادت وکړي. دغه راز پر دوی لازمه ده چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ښودل شوې طریقه عمل وکړي او پرته له کوم انحراف څخه رښتینی شریعت د راشده خلافت له لارې تاسیس کړي... بېشکه چې په دې کې خیر او بریا نغښتې ده. که د الله سبحانه وتعالی خوښه وي، هغه ذات چې په اسمانونو او ځمکه کې هېڅ شی د هغه قدرت نه شي ننګولی او هغه عزیز او حکیم ذات دی. 

وعلیکم السلام ورحمةالله وبرکاته!

ستاسو ورور شیخ عطا بن خلیل ابو رشته

ژباړن: عبدالرازق

د مطلب ادامه...

د کرونا په پلمه د روژې په اعمالو او عباداتو کې د ستونزو رامنځته کول

  • خپور شوی په سیاسي

(ژباړه)

د روان کال روژه داسې را ورسېدله چې پخوا په څېر مو هرکلی ورته ونه کړ. مسلمانان باید په دې غمجنه فضا کې ډېر متوجه وي، ځکه داسې خلک شته چې نه غواړي مسلمانان دې د دغې میاشتې له خیر او برکت څخه ګټه واخلي. هغوی هڅه کوي چې د دغې میاشتې د ډله ییز عبادت غوره بڼه بدله او پیکه کړي. د دیني چارو وزارتونه/ حج و اوقاف د مسلمانانو په بېلابېلو خاورو کې د حکومتونو په امر په خپل سر فتواوې ورکوي. سره له دې چې د جوماتونو تړلو ته دوام ورکوي، په جوماتونو کې په جماعت سره د لمانځه کولو مخه هم نیسي. د جمعې لمنځونه یې له وړاندې ځنډولي وو ... د تراویح لمونځ یې منعه کړی و، په داسې حال کې چې د روژې په مبارکه میاشت کې به لوی جوماتونه له خلکو ډک وو، د لمونځکوونکو کتارونه به له جومات څخه بهر هم غځېدلي وو او حتا د جومات شاوخوا لارې به تړلې وې. اعتکاف او د ډله ییز روژه ماتي ټول فعالیتونه یې پرېنښودل او د روژې هغه ځانګړې عمره یې هم منعه کړه، چې مسلمانانو به یې ادا کولو ته سخته لېوالتیا درلوده او د خلکو شمېر به پکې حتا له حاجیانو هم ډېر و. دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حدیث و:

«فَإِنَّ عُمْرَةً فِيهِ تَعْدِلُ حَجَّةً معي»

ژباړه: د روژې په میاشت کې عمره کول داسې دي لکه له ما سره چې یو ځای حج وکړي.

پر دې سربېره رسنیو هم رذالتونه کول او د روژې په فرضیت کې به یې ستونزې راپورته کولې؛ داسې چې ایا مسلمان ته روا دي چې د کرونا ویروس له امله خپله روژره وخوري؟ دوی د ځان ساتلو ته د عبادت تر ادا کولو لومړیتوب ورکوي ... او هغه کسان چې د مسلمانانو خیر نه غواړي، په دې هڅه کې دي چې له روژې څخه د ډله ییز عبادت صفت لېرې کړي او په بدل کې یې خلک په کور کېناستلو او خرابو سریالونو ته په تسلیمېدو اړ کړي. نارینه او ښځینه هنرمندان یې د دغې مبارکې میاشتې ستوري ټاکلي وو او دا مخنیوی په اصل کې د دولت له قوانینو سرچینه اخلي او لازمي یې ګڼي.

له شک پرته هغه کسان چې د مسلمانانو واک یې په لاس کې دی او د جوماتونو د مخنیوي او تړلو پر اساس امر کوي، تل د الله سبحانه وتعالی د شریعت خلاف روان دي. د دغه ویروس پیداکېدل ورته یو فرصت و، چې دا ډول تصمیمونه پلي کړي؛ لکه څنګه چې د مسلمانانو د یووالي راتګ یې له سترګو څخه خوب تښتولی و او پر وړاندې بیخي ناتوانه وو، ځکه دغو حالاتو د دوی حقیقت را برسېره کاوه. دوی به هر کال هڅه کوله چې د روژې میاشتې په را رسېدو سره داسې لوبه وکړي، چې په یوه ورځ د مسلمانانو د روژې او اختر مخنیوی وکړي. موږ مسلمانانو ته دا یادونه کوو، چې د دوی دین د امت دین دی، نه د افرادو؛ د وحدت او یووالي دین دی، نه د اختلاف؛ د دولتدارۍ، اساسي قانون او هغو قوانینو دین دی چې اجازه نه ورکوي یوازې په عباداتو او اخلاقیاتو پورې محدود شي.

مسلمانان باید په پوره توګه دا درک کړي، چې حکام یې لېوان دي او په هر لوري چې دوی ولېږي، خیر یې نشته. د کرونا په شان ناورین د حضرت عمر رضی الله عنه په وخت کې هم رامنځته شوی و. ده او لویو صحابه کرامو له هغه ناورین سره ایماني چلند وکړ او د کرنتین پر مهال شرعي احکامو ته ژمن وو. د دې تر څنګ هغه ناورین صحابه کرام د جهاد او نورو عباداتو له کولو را ونه ګرځول او چارې یې داسې مخته یووړې، چې د شریعت د احکامو خلاف نه وې.

مسلمانان باید خپل واک او اختیار په خپل لاس کې واخلي؛ داسې چې له ناروغۍ سره احتیاط وکړي، خو پرته له دې چې عبادات دې وځنډوي یا یې په پلي کولو کې ستونزې رامنځته کړي. که چېرې ناروغۍ ځینې اړتیاوې درلودې، نو له شک پرته چې هره اړتیا ځانګړې اندازه لري. نه باید ټول خلک بند پاتې شي او نه هم په پوره توګه ټول ازاد پرېښودل شي؛ دا رول یوازې د رباني علماوو لخوا ادا کېدلی شي، نه د رسمي او درباري علماوو لخوا.

 

له الوعی مجلې څخه اخیستل شوی- شمېره ۴۰۴

 ژباړن: منصور دریځ

د مطلب ادامه...

د شوکت میرضیایف رژیم د دعوت د حمل کوونکو پروړاندې ظلم ته دوام ورکوي

خبر

د مې په ۲۸مه د ازبکستان د کورنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړه، په یاده اعلامیه کې راغلي و چې دوی د ازبکستان د فرغانې په سیمه کې د اسلامي سیاسي حزب (حزب التحریر) څو غړي ونیول.

دغه ټول بندیان مخکې هم په حزب التحریر کې په غړیتوب لرلو او واقعي اسلام ته د دعوت کولو په جرم په اوږده بند محکوم شوي و. سره له دې چې دغو خلکو د ازبکستان په زندانونو کې ډېر وخت زندانیان وو، خو بیا یې هم په دغه سیمه کې اسلامي دعوت ته دوام ورکړ. دغه راز کله چې دوی نیول کېدل هم، د اسلام د دعوت پیام یې له ځانه سره لېږداوه.

د ازبکستان د کورنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي و، چې د دغه بندیانو د نیولو لپاره د پلټنو په وخت کې د حزب التحریر اسلامي کتابونه او نور لیکلي اثار هم نیول شوي دي. دغو بندیانو ته باید جزایي قضیې واچول شي او تحقیقات ورڅخه وشي، چې دوی د اندیجان، فرغانې، نمانګن، تاشکند او سرخان دریا سیمو کې له نورو کومو کسانو سره اړیکې لري. که د ۲۰۱۹م اکتوبر ته وروګرځو نو وینو چې د یاد حزب غړي چې په هغه وخت کې بندیان شوي تر اوسه پورې په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي.

تبصره

د یادونې وړ ده چې د اسلام سیاسي حزب (حزب التحریر) غړي له ۱۹۹۰م څخه راپدېخوا (د اسلام کریموف د پاچاهۍ) په دوران کې بندي، تعذیب او شکنجه کېدل، د اسلام او د دعوت د حاملینو پر وړاندې د کریموف وحشي سیاست د لمر په څېر روښانه و. د ازبکستان پخوانی رژیم چې کریموف یې ولسمشر و د حزب التحریر د ځوانانو پر وړاندې ډېر ظالم و، دوی ته به یې د اوږده بند سزا ورکوله او په ډېرو بدو حالاتو کې به یې ساتل. هر وخت به یې د زندان د وخت له پوره کېدلو څخه وروسته د بند موده په جعلي ډول غځوله.

د میرضیایف د سلطنت په لومړیو کې نوموړي ځان په سیمه کې د یو اصلاح راوستونکي په توګه مطرح کاوه، د اطلاحاتو د اصطلاح تر نامه لاندې یې په کار شروع وکړه او نوموړي وویل چې هغه خلک چې په دیني برخه کې مجرم ګڼل شوي، باید خوشې شي. خو موږ وینو چې دغه نرمي لنډمهاله وه او هر هغه څوک چې له زندان څخه وروسته بیا هم د اسلام د حاکمولو لپاره کار کوي په تکراری ډول د نظام له خوا نیول کېږي. 

نو له دې امله شوکت میرضیایف له خپل مربي کریموف څخه کم نه دی او د اسلام او اسلام ته د  دعوت کوونکو پروړاندې جنګ کې له کریموف سره توپیر نه لري.

اوسمهال د حزب التحریر په ځوانانو کې ډېر کم پیدا کېږي، چې هغه به د رژیم له خوا نه وي بندي شوی. د مثال په ډول په تېرو دریو کالونو کې په لسګونو تبلیغ کوونکي به چې له تبعید څخه وروسته د میرضیایف ژمنو ورکولو له امله راوګرځېدل، نو بیا به دوی د دین له امله د بېلا بېلو وختونو لپاره په زندانونو کې بندي کېدل.

د ازبکستان د اسلامي بیدارۍ د غړو پر وړاندې ډېر سرکوب کوونکي پلانونه لکه تعذیب، بندي کول او نورې جنایي قضیې دوام لري. د کریموف ځایناسي میرضیایوف په ژمنو باور یوه لویه ساده ګي ده. میرضیایوف هم په هېواد کې د سیاسي بیدارۍ سرکوبولو ته دوام ورکړ دی. سربېره پر دې د ازبکستان پر دولت، مسکو ډېره اغېزه لري. له اوسني رژیم څخه هېڅوک هم د دې تمه نه لري چې له اسلام او یا د اسلام له دعوت کوونکو څخه د ملاتړ وکړي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: عمر فارسي

 

د مطلب ادامه...

هر څوک باید له خپل وس سره سم په دعوت کې ونډه واخلي

  • خپور شوی په فقهي

امير الحاج جب ته:

پوښتنه:

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته، ښاغلی امير صاحب! د دولت د تاسيس لپاره زه د خپل رول په اړه پوښتنه لرم، په داسې حال کې چې زه د دې کار لپاره کومه ځانګړې وړتيا نه لرم؟

زه ستاسو د ځواب په تمه یم.

زه له تاسو لارښوونه غواړم ځکه چې د دې موضوع په تړاو ګډوډ يم، زه نه پوهېږم چې زه څوک يم او په الله سبحانه وتعالی قسم چې په دې کار کې خپله ونډه نه را مالومېږي؟

ځواب:

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته!

زما وروره، الله سبحانه وتعالی يو نفس د ده له وس څخه په پورته شي نه مکلفوي. خلک د وړتياوو، په دعوتي چارو کې د پوهې او د دعوت په لېږد کې د بېلابېلو مهارتونو د لرلو له امله یو له بل څخه بېل ظرفيتونه لري. همدارنګه دوی په زده کړه، فکري وړتیا او موضوعاتو په ارایه کولو کې يو له بل سره توپير لري. همدا راز د قران او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو د علم له مخې انسانان يو له بل سره توپير لري... دا هغه شيان دي چې د انسانانو ترمنځ دي او د تکليف ادایه د وړتيا له مخې ده. دا د قران کريم په ايتونو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په احاديثو کې څرګنده شوې ده. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا﴾ [البقرة:۲۸۶]

ژباړه: الله تعالی یو نفس د هغه له وس سره سم مکلفوي.

بل ځای الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا مَا آتَاهَا﴾ [الطلاق: ۷]

ژباړه: الله هېڅ یو نفس نه مكلف كوي مګر هومره چې ده ته يې (وس) وركړى دى.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«لَا تَحْقِرَنَّ مِنْ الْمَعْرُوفِ شَيْئًا وَلَوْ أَنْ تَلْقَى أَخَاكَ بِوَجْهٍ طَلْق» (مسلم)

ژباړه:له هېڅ نېک کار څخه مخ مه اړوه، که څه هم ډېر کوچنی وي،  ان که له خپل ورور سره په ورين تندي ليدل وي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«بَلِّغُوا عَنِّي وَلَوْ آيَةً» [بخاري]

ژباړه: زما له لوري يې ورسوئ که څه هم د قران يو ايت وي.

له زيد ابن ثابت رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

«نَضَّرَ اللَّهُ امْرَأً سَمِعَ مِنَّا حَدِيثًا فَحَفِظَهُ فَبَلَّغَهُ، فَرُبَّ حَامِلِ فِقْهٍ لَيْسَ بِفَقِيهٍ»

ژباړه: الله تعالی دې هغه سړي ته خیر ورکړي، چې له موږ څخه يوه خبره واوري، له ځان سره یې حفظ کړي او نورو ته يې ورسوي. ډېری وخت يو دعوتګر هغه چا ته دعوت کوي، چې هغه تر ده زيات پوه وي او ډېر وخت يو دعوتګر له خپل دعوت سره بلدتيا نه لري. (د طبراني په الکبير کې ياده موضوع بيان شوې ده)

نو زما وروره، ته په نيکۍ سره امر کوه او تر خپله وسه د بدۍ مخه نيسه. ته کولای شې یو یا دوه ایته چا ته ورسوې. دا دې ته اړتیا نه لري چې ته دې خامخا باید د قران کریم حافظ وې او یا دې حدیثونه په یاد وي، ترڅو په نېکۍ امر وکړې او له بدیو منعه وکړې. ته دا کار له خپل وس سره سم ترسره کوه او له الله سبحانه وتعالی څخه د مرستې غوښتنه کوه. دغه راز پر الله سبحانه وتعالی باور ولره. الله سبحانه وتعالی د صالحینو مل دی.

ستاسې ورور عطا بن خليل ابو الرشته

ژباړن: صديق احمدزی

د مطلب ادامه...

فېسبوک، د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې پاڼه په غیر منصفانه توګه د درېیم ځل لپاره تړي، تر څو د هغو مسلمانو ښځو غږ سانسور کړي چې اسلامي نظام غواړي Featured

د فېسبوک شبکې یو ځل بیا د ۲۰۲۰م د جون په ۵مه په غیر منصفانه توګه د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې انګلیسي فېسبوک پاڼه له کوم جواز پرته وتړله. دا درېیم ځل دی چې د فېسبوک اداره دا کار ترسره کوي. په داسې حال کې چې موږ له دوی څخه د مخکینیو پاڼو د تړلو دلیل هم پوښتلی، خو دوی موږ ته هېڅ دلیل نه دی وړانډې کړی. د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې فېسبوک پاڼه د نړۍ په کچه بې شمېره هغو بې عدالتیو او د بېلا بېلو ظلمونو بیانولو ته ځانګړې شوې ده، چې ښځې او ماشومان ورسره لاس او ګرېوان دي. زموږ پاڼې د دوی ايډیالوژیکي او سیسټماټیکي ادعاوې، پانګوال او لیبرال ارزښتونه راسپړي، همدا راز د اسلام په چوکاټ کې له ښځو سره د ظلم په اړه له زړو دروغو څخه پرده پورته کوي او هغه حقایق بیانوي چې د نبوت پر منهج د خلافت نظام له عدالت سربېره سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې ستونزې چې اوسمهال دوی ورسره لاس او ګرېوان دي، څه ډول هوارې کړي. زموږ پاڼې د ډاډ وړ دي، ځکه چې ټول پوسټونه یې د سمو او کره معلوماتو پر بنسټ ولاړ دي او هېڅ بې ځایه، غیر اخلاقي، تعصبي او زیان رسوونکې هڅه پکې نه ده شوې.  

زموږ د پاڼو په وار وار تړل د لیبرالېزم پر وړاندې په ساده توګه قضیه پیاوړې کوي، چې د دوی له منافقت څخه ډک طبیعت او د اسلام پر وړاندې له خپلو باورونو څخه د دوی د ذهنیت او دلیل کمزورتیا بیانوي، چې د بحث له لارې نه شي کولای د اسلام پر وړاندې له خپلو باورونو څخه دفاع و کړي؛ نو پر ځای یې هڅه کوي چې د سانسور له لارې د حق غږ پر وړاندې خنډونه جوړ کړي. په داسې حال کې چې د ټرمپ او نورو پر پوسټونو د ډیری کسانو له لوري نیوکه شوې او ویلي یې دي چې پوسټونه یې باید لیرې شي، ځکه چې ناسم معلومات ورکوي او تاوتریخوالي ته لمن وهي. دوی هغه فېسبوک پاڼې په نښه کوي چې د توکم پالنې، جنسیت پالنې، تعصبي افکارو او د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره مخالفت کوي. په نړۍ کې د استعماري اجنډا، دغه دریځ د مظلومانو پر ځای د ظالمانو ملاتړ کوي او داسې یو شرکت منعکسوي چې د غرب مستشرق او امپریالیزم میراث او جعلي راوایتونه او همدا راز د نورو هېوادونو د کلتور په اړه، په ځانګړې توګه د اسلام پر وړاندې ناسم معلومات ورکوي. دا په رښتیا هغه باور شاته غورځوي چې د فېسبوک د نظرونو د عادلانه او ازاد بحث لپاره یو هدف او بې طرفه چوکاټ دی.

په ښکاره توګه، زموږ د پاڼو د تړلو لپاره دوی پرته له دې حقیقت څخه چې د مسلمانو مېرمنو مفکوره، چې د غربي لیبرالیزم پر ځای اسلام ته دعوت کوي، تر څو د دوی له ظلم څخه وژغورلې شي بل هېڅ کوم دلیل نه لري. دا د دوی د اصول او قوانینو خلاف عمل دی! د همدې عمل له لارې فېسبوک د مستبدو رژیمونو او افراطي سیکولر حکومتونو کټګورۍ کې شامل دی. دغه شبکه د درواغجنو پالیسیو له لارې د ګوښه کولو هڅه کوي، د مسلمانو مېرمنو غږ چې سیکولر لیبرالېزم نه مني او  اسلام ته یې د خپل هویت او اصلي بدلون لپاره غېږې پرانېستې او د دوی په سیمو کې د باوري قوانینو او نظامونو له لارې  ازمویل شوی دی. په هر حال موږ چوپ نه پاتې کېږو!   

موږ پر ټولو هغو کسانو غږ کوو چې په رښتیني توګه د نړۍ په کچه د میلیونونو ښځو پر وړاندې د ظلم د پای ته رسولو غوښتونکي دي او غواړي په خپله خاوره کې رښتینې هوساینه، امنیت او پرمختګ رامنځته کړي. زموږ له پاڼې ملاتړ وکړئ، هغه خوښه کړئ، شریکه یې کړئ او ویې څارئ! 

https://www.facebook.com/WomenSharia/

﴿يُرِيدُونَ أَن يُطْفِؤُواْ نُورَ اللّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَيَأْبَى اللّهُ إِلاَّ أَن يُتِمَّ نُورَهُ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ[توبه:۳۲]

ژباړه: دا خلک غواړي د الله سبحانه و تعالی رڼا په خپلو پوکیو سره مړه کړي. خو الله سبحانه و تعالی د خپلې رڼا له بشپړولو پرته منونکی دی، که کافرانو ته دا هر څومره ناکاره وبرېښي هم.

ډاکټر نسرین نواز د حزب التحریرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې مشره

 

 

د مطلب ادامه...

د اسلام حقانیت د هره پېښې پر وړاندې روښانه کېږي

 خبر:

امريکايي نيوزويک مجله: « د اسلام پیغمبر لومړنی کس و، چې له نیژادپالنې او غلامۍ سره يې مبارزه وکړه.» (سرچینه: د الجزیره، ۲۰۲۰ م کال د جون ۱۳مه)

تبصره:

امريکايي کاتولیک اکاډمۍ په "نیوزویک" مجله کې مقاله خپره کړې، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم غوره شخصیت او انسان پالنه يې پکې ذکر کړې ده. همدارنګه په دې مقاله کې یې د ساري ناروغيو پر وړاندې د هغه لارښوونې هم په ګوته کړې دي.

دوکتور کريچ کونسيدين ليکونکی او د اديانو د اړیکو په برخه کې متخصص څېړونکی وايي: «د اسلام پیغمبر لومړنی کس و چې د بشريت په تاريخ کې يې له نیژاد پالنې او غلامۍ سره مبارزه وکړه.»

د (انسانیت محمد ...) کتاب ليکونکی زياتوي چې دی د رسول الله صلی الله علیه وسلم له شخصیت او خبرو اغېزمن شوی او پخپلو مقالو کې د هغه صلی الله علیه وسلم له احاديثو څخه ګټه اخلي. ډېری وخت کله چې هغه له بحران سره مخ کېږي او هېڅ حل لاره پیدا نه کړي، ډېری غربي متفکرین ویني، چې هغوی حیرانېږي چې ۱۴ پېړۍ وړاندې د اسلام په مبارک دین کې داسې حل لارو شتون درلود.

تر هغه چې د یو دولت په چوکاټ کې قدرت شتون ونه لري، څو اسلامي فکرونه د غرب لور ته ولېږدوي، خپل سیاسي قدرت او له نړیوال وزن څخه کار وانه خلي، څو غرب د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي نابرابریو، د خلکو د شتمنیو لوټلو، د سود او د نیژادپالنې پرېښود ته اړ نه کړي، دغه امر به یوازې د تحسین په چوکاټ پاتې شي. اسلام دا ټول موارد په کلکه ردوي.

هغه وخت به د اسلام احکام او افکار نه یوازې د ځينو متفکرينو په ذهن کې پاتې شي، بلکې په ټولو غربي سیاستوالو او  خلکو کې به د وزن او قوت لرونکي شي.

هر کله چې خلک د سودي بانکونو په اور سوزي، لاریون کوونکو د اسلام د احکامو تصویب کېدو غوښتنه کوي، چې سود حرام بولي.

په همدغه اساس، په غرب کې داسې قدرتونه رامنځته شوي، چې د اسلام د واکمنېدو غوښتنه کوي او د خلافت بهرنی سیاست دا زمینه ورته برابروي.

ژباړن: الهام پردېس

 

د مطلب ادامه...

امريکا؛ د خښتو داش که د سلاټې قاب

خبر

د جورج فلويډ د وژلو په اړه غبرګونونه

تبصره:

څه نوې خبره نه ده کله چې وایو امريکا او د هغه شاته پانګوال سیکولر لوېديځ دولتونه په خپلو ټولنو کې د نیژادپالنې د ستونزو په حل کې پاتې راغلي دي. دغه ستونزه د پانګوالۍ نظام، فلسفې او اساسي فکرونو طبیعي لاسته راوړنه ده، چې نړۍ یې د ظلم اغېزې شېبه په شېبه ګوري.

مشهور امريکايي ليکونکی ساموئیل هانتینګتون، په خپل کتاب (موږ څوک یو؟) ګڼې طرحې او ډول ډول کلتوري برنامې ليکلې او تشبیه کړې دي. دی وايي: «د رومي بانجان سوپ او جوش شوی دیګ له یو حقیقي امریکایي سره ورته نه دی، ځکه د امریکا موزاییک، سلاټ، یا حتا داسې سلاټ دی چې اجزاوې یې ګډوډې شوې او په زور سره حرکت نه کوي.» دا اوسنی واقعیت دی چې شواهد یې خورا ډېر دي.

بشریت په بېوزلۍ کې ژوند کوي او هرې خوا ته چې ګوري د خلاصون لاره نه شي موندلای او کومه عملي نمونه هم نه پیدا کېږي، چې د انساني با کرامته ژوند طریقه پکې وي. د اسلامي دولت او د هغه له تمدن پرته دا نښه نه شي پیدا کولی.

دلته د اسلامي ژوند يوې برخې ته لنډه کتنه کوو، چې خلکو څو پيړۍ د خلافت تر سیوري لاندې له هغه سره ژوند کړی دی. په اسلامي تاريخ کې ثابته شوې چې اسلامي فتوحات په ډېرو  ښارونو او خلکو کې شوي و. عراق فتح شو او هلته نصاري، مزدک، زردشت، فارس او عربو ژوند کاوه.

فارس فتح شو او هلته غیر له عربو، لږ یهود او روميان هم اوسېدل او دين يې د فارس ایین و. شام فتح شو، مذهب او فرهنګ يې رومي او دين يې نصراني و او هلته سوریانو، ارمنیانو، یهودانو او ځینو عربو ژوند کاوه.

 مصر فتح شو او هلته مصريان، ځينې یهود او رومیان اوسېدل. د افریقا شمال فتح شو او هلته بربریان اوسېدل او د رومیانو په لاس کې و.

 خوارزم، سمرقند او اندلس فتح شو او دغو سيمو ډول ډول قومونه، ژبې، دینونه، عادات، قوانین او مختلف فرهنګونه لرل. په همدې دلیل يې یوځای کېدل د واحد امت په توګه چې دين، ژبه، فرهنګ او قوانین یو شي، ډېر ګران کار و. په دې چاره کې کامیابي غیر عادي ګڼل کېږي، چې پرته له اسلام څخه لاسته ته نه راځي او له اسلامي دولت پرته نه شي ترسره کېدای.

له شک پرته ټول خلک وروسته له دې چې د اسلامي بیرغ تر سيوري لاندې راغلل، اسلامي دولت پرې حاکم او اسلام یې ومانه؛ واحد امت شو؛ چې هماغه اسلامي امت دی او دا د اسلام د حاکمیت اثر دی، چې دوی اسلامي عقېدې ته غاړه کېښوده.

د دغو کسانو د يو ځای کولو لپاره ډېر څه وو. له دې ډلې اسلامي احکام وو چې فیصله  يې کوله، تر څو محکومو کسانو ته په انساني سترګه وکتل شي، نه په نژادي، قومي او مذهبي. په همدې توګه احکام په ټولو یو شان پرته له دې چې مسلمان دي، که غیر مسلمان، پلي کېدل. الله سبحانه و تعالی فرمايي:

﴿وَلَا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآَنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ﴾‏
[مایده:۸]

ژباړه: قومي دښمني تاسو باید اړ نه کړي چې  راکړه ورکړه ونه کړئ. راکړه ورکړه وکړئ، ( په ځانګړي ډول له دښمنانو سره) را کړه ورکړه تقوا ته نېږدې او د الله سبحانه و تعالی له قهر څخه د خلاصون غوره لاره ده. له الله سبحانه وتعالی وډار شئ، ځکه چې الله سبحانه وتعالی پر ټولو هغو څیزونو خبر دی، چې تاسو یې ترسره کوئ.

 ټول خلک په فیصله او قضاوت کې يو شان وو. حاکم کله چې د خلکو چارې رهبري کولې او پر دوی يې حاکمیت کاوه، قاضي چې کله پر خلکو قضاوت کاوه، کومه بله موخه يې نه لرله، چې د چا لپاره حکم کوي او یا د چا په منځ کې قضاوت؛ یوازې موخه يې دا وه چې د انسانو چارې رهبري او شخړې يې له منځه یوسي.

په اسلام کې د حکم نظام د دولت د اجزاوو په وحدت حکم کوي، څنګه چې د هر ولایت د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په انفاق سره د دولت له بیت المال څخه حکم کوي. پرته له هغو مالیو چې لږ یا ډېر ځنې اخلي او یا دا چې پر دغو اړتیاوو وفا کوي، یا نه. څنګه چې د اقتصاد د وحدت لپاره له ټولو ولایتونو د مالیو راټولولو حکم کوي. په دې طریقې سره ټول ښارونه فتح کېږي او ولایتونه په دولت کې واحد کېږي.

هو، په داسې نظام سره خلک د پانګوالۍ نظام له ظلم څخه د اسلام عدالت ته راګرځول کېږي او د دنیا له تنګۍ څخه د اخرت پراخۍ ته ورځي.

بشر ته د داسې حالتو پیغام دا دی، هغه نظام چې د بشریت ژوند اصلاح کوي، هغه نظام دی چې د الله سبحانه وتعالی له لوري دی او د مسلمانانو لپاره په ځانګړي ډول دغه نظام باید د دې لامل شي چې د نبوت پر تګلاره د اوسني نظام بدیل وړاندې کړي.

لیکونکی: م. اسامه الثویني، د کویټ د مطبوعاتو اداره

ژباړن: الهام پردېس

د مطلب ادامه...

د یوه دعوتګر د مړینې خبر

  • خپور شوی په سوډان

﴿ولَنَبْلُوَنَّكُم بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ

[ البقره: ۱۵۵]

ژباړه: موږ هرو مرو په وېره، خطر، لوږه، د سر او مال په تاوان او د عایداتو په خساره کې په اخته کولو په تاسې ازمېښت کوو، او (اې رسول الله صلی الله علیه وسلم!) صبر کوونکو ته زیری ورکړه.

موږ د الله سبحانه وتعالی رضا په سر سترګو منلې ده. حزب التحریرـ ولایه سوډان د مرحوم شیخ د غم په ټغر ناست دی:

محمد السیر عمر، چې اسلامي ژوند ته د بیا راګرځېدلو لپاره یې خپله ځواني د نبوت پر منهج د راشده خلافت د تاسیس لپاره په دعوت کې تېره کړه او ټول ژوند یې  د لا اله الا الله محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د بیرغ لوړولو لپاره په صبر او استقامت سره کار وکړ. دغه راز زیان یې قبول کړ، د ظالمانو په زندانونو او بندیخانو کې د دې لپاره واچول شو، چې پرته له کومې ستړیا تر هغه وخت پورې د حق ملاتړ وکړي، تر څو چې یې په ناڅاپي توګه د ۱۴۴۱ هـ.ق د شوال په ۲۵مه چې له ۲۰۲۰م د جون له ۱۶مې سره سمون خوري، له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

موږ الله سبحانه و تعالی ته د دعا لاسونه لپه کوو، چې هغه ته مغفرت وکړي او د پيغمبرانو، مومنانو، شهیدانو او صالحینو له ډلې یې وګرځوي. همدارنګه کورنۍ او ملګرو ته یې صبر او زغم غواړو. سړي له دنیا درومي، خو د بېلا بېلو مقامونو او غوره اعمالو خبرې یې پاتې کېږي.

نَّا للهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ]

ابراهیم عثمان ابو خلیل د حزب التحریرـ ولایه سوډان رسمي ویاند

 

 

د مطلب ادامه...

پاکستاني چارواکي د اشغال شوي کشمیر د ازادولو پرځای په افغانستان کې د امریکایي ګټو د خوندي کولو لپاره هڅې کوي

خبر

د ۲۰۲۰م د جون په ۹مه د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاوېد قمر باجوه، کابل ته خپل رسمي سفر اعلان کړ، تر څو له افغان مشرانو سره په افغاني سوله خبرې وکړي. په کابل کې د پاکستان سفارت په خپله ټویټر پاڼه په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د باجوه او ولسمشر اشرف غني د خبرو اترو عکس خپور کړ. د پوځ مشر، د کورنیو استخباراتو مشر جنرال فیض او په افغانستان کې د پاکستان نوی ټاکل شوی پلاوی محمد صدیق کابل ته راغلي وو.

تبصره

د پاکستان پوځ مشر دوې ورځې وروسته له هغې افغانستان ته راغی، چې د ۲۰۲۰م د جون په ۷مه د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په اسلام اباد کې له جنرال باجوه او د کورنیو استخباراتو له مشر سره وکتل. باوري خبره دا ده چې افغانستان ته د جنرال باجوه سفر په افغانستان کې د امریکا د ستونزو د حل لپاره هڅه وه، تر څو بین الافغاني خبرو ته لاره هواره کړي. خلیلزاد وروسته له هغې چې د ۲۰۲۰ د جون په ۴مه یې په دوحه کې د طالبانو له سیاسي مشر ملا عبدالغني برادر سره وکتل، اسلام اباد ته ولاړ. د طالبانو د ویاند په خبره: «په دغو خبرو کې د بندیانو په سمدستي ازادولو، بین الافغاني خبرو پیل او د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې هوکړې پر عملي کولو باندې بحث وشو.»

له یادو څرګندونو ښکاري چې د سولې تش په نامه پروسه کې دومره پرمختګ نه لیدل کېږي، څومره چې امریکا سخته اړتیا ورته لري. د دواړو طرفونو تر منځ د بندیانو تبادله د بین الافغاني خبرو د پیل په موخه وشوه. دغه توافق د فبرورۍ په ۲۹مه لاسلیک شو. د مارچ تر ۱۰مې باید د هوکړې ټول بندیان خوشې او بین الافغاني خبرې پیل شوې وای. د خلیزاد او باجوه له پرله پسې لیدنو ښکاري چې امریکا د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره سخته اړتیا لري. د ټرامپ لپاره د امریکا د ټاکنو کال په داسې حال کې راورسېد چې د امریکا اقتصاد د له منځه تلو په حال کې دی. ټرامپ د خپلې بیا کامیابۍ لپاره پرځان باندې د خلکو راماتولو لپاره کوم څه نه لري، نو دغه د سولې تړون کولی شي چې ټرامپ ته یو ځل بیا په ټاکنو کې د بیا کامیابۍ لپاره چانس ورکړي. 

دا یو ډېر لوی جنایت دی چې هند له چین سره د کشمیر په یوه برخه باندې سخت جنجالونه روان کړي دي، خو پاکستاني چارواکي د دې پرځای چې اشغال شوي کشمیر ته ازادي ورکړي، په افغانستان کې د امریکایي ګټو د خوندي کولو لپاره هڅې کوي. پاکستاني چارواکي به هم د داسې یو طلایي چانس پښېماني نه کوي، چې یوازې یو ځل د ۱۹۶۲م څخه مخکې هم برابر شوی و.

له شک پرته چې د پاکستان دغه کفري سیاسي او نظامي رهبري سیسټم به هېڅکله هم د مسلمانانو د مقدسې خاورې (کشمیر) د ازادولو لپاره اقدام ونه کړي. یوازې د نبوت پر منهج راشده خلافت به داسې سیاسي او نظامي رهبري برابره کړي چې یوازې د الله سبحانه وتعالی امر ته به لبیک وایي. بیا به دغه خلافت له هندو دولت څخه د اشغال شوي کشمیر او له افغانستان څخه د نجسو امریکایي حضور د مخنیوي لپاره ورودانګي.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکوال: شهزاد شیخ

په پاکستان کې د حزب التحریر د رسمي ویاند مرستیال

 

 

د مطلب ادامه...

د پیسو ټولولو لپاره د حوثیانو شرارت، جاهلیت، فرصت طلبي او حرص Featured

  • خپور شوی په لبنان

د حوثیانو سیاسي دفتر په دې وروستیو کې د زکات راټولو د اجرایي قانون د ۱۹۹۹ دویمې شمېرې د اصلاح په موخه نوې پرېکړه کړې ده. دوی په یوه عجیب او غریب کار سره په دې برخه کې اسلامي احکامو ته له پاملرنې پرته، په دې لټه کې دي چې له حلالو او حرامو لارو څخه پیسې ډېرې کړي. له پیسو سره د دوی زیاته مینه او په دې برخه کې حرص د دې لامل شو چې دوی د خپلو نومونو پرځای نور نومونه پرې کېږدي< په دې ځای کې په یاد قانون کې د ځینو برخو د توضېح راغلې ده:

ـ غنیمت هغه څه ته ویل کېږي چې له کافرانو څخه د جګړې په ډګر کې نیول کېږي او له هغو سره «في/ خمس» (د غنیمت پنځمه برخه ده چې لاندې حدیث کې واضیح شوې)  راځي چې له جګړې پرته له دوی څخه نیول کېږي، لکه څرنګه چې په لاندې ایت کې هم ورته اشاره شوې ده:

 (وَاعْلَمُواْ أَنَّمَا غَنِمْتُم مِّن شَيْءٍ فَأَنَّ لِلّهِ خُمُسَهُ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ إِن كُنتُمْ آمَنتُمْ بِاللّهِ وَمَا أَنزَلْنَا عَلَى عَبْدِنَا يَوْمَ الْفُرْقَانِ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ)

ژباړه: «او تاسو ته مالومه وي چې د غنیمت څه مال چې تاسو په لاس راوړی دی، د هغه پنځمه برخه د الله سبحانه وتعالی، د هغه د پیغمبر، د خپلو خپلوانو، د یتیمانو، د مسکینانو او مسافرو لپاره ده. که تاسو پر الله سبحانه وتعالی او پر هغه شي ایمان راوړی وي، چې د فیصلې په ورځ( د دواړو لښکرو د مخامخ کېدو په ورځ) موږ پر خپل بنده نازل کړي وو(نو دا برخه په خوښۍ سره ادا کړئ) الله سبحانه وتعالی په هرڅه سره قادر دی.» [الانفال: ۴۱]

دغه راز الله سبحانه وتعالی فرمايي:

(مَّا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاء مِنكُمْ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ)

ژباړه: «الله سبحانه وتعالی چې هر څه (مالونه) د دغو کلیو د خلکو څخه د خپل پیغمیر خواته وګرځوي، هغه د الله سبحانه وتعالی او پیغمبر، خپلوانو، یتیمانو، مسکینانو او مسافرو لپاره دي ترڅو چې هغه یوازې ستاسې د بډایانو ترمنځ لاس په لاس نه شي. څه چې پیغمبر تاسې ته درکوي، هغه واخلئ او له څه شي څخه چې تاسې منع کوي، له هغه څخه منعه شئ. له الله سبحانه وتعالی څخه ووېرېږئ، هغه سخت سزا ورکوونکی دی.» [الحشر: ۷]

 له همدې کبله غنیمت د ټولو انسانانو پیسې نه دي! د جنګ په غنیمت او د کافر په في (د غنیمت پنځمه برخه ده) کې د محمد د کورنۍ حق دی.

- د خصوصي او عامه ملکیت ترمنځ توپیر نه کول. عامه ملکیت هغه سیمه او ځای دی، چې ټولنه کولی شي د هغو په لټه کې بهر راووځي، لکه د مالګې هغه غر چې د الله رسول د مالګې غر د ابیاد بن حمال له خصوصي ملکیت څخه را ویست او پر عامه ملکیت یې بدل کړ. په دې کې هغه معدني توکي هم راځي چې د شمېرلو وړ نه وي، لکه سره زر، نقره او نور معدني مواد هم پکې راځي چې د نفتو او ګازو په څېر د استخراج وړ نه وي. خو خلک هغه معدني مواد هم استخراج کولی شي چې محدود دي، په دې شرط چې پنځمه برخه به یې بیت المال ته ورکوي، نه مرکزي بانک ته! خو پر ډبرو، اوبو، ګنیس، مرمر ډبرو، عقیقو، زمردو، فیروزې او ټول هغه نور چې نورو معدني مواد ولري، پر هغو باندې پنځمه برخه نشته، دغه راز په هره اندازه چې زیات هم وي، زکات یې نه ورکول کېږي، ځکه چې زکات د فردي عبادي عمل دی.

- نو له همدې کبله د بني هاشم مسئله مطرح کېږي، ځکه چې د قانون د زکات قانون دی او زکات بني هاشمو ته روا نه دی.

"لَا تَحِلُّ الصَّدَقَةُ لِآلِ مُحَمَّدٍ ، إِنَّمَا هِيَ أَوْسَاخُ النَّاسِ"

ژباړه: محمد کورنۍ ته روا نه ده چې صدقه قبوله کړي، ځکه چې دوی د خلکو ناخالص دي. ‎دغه راز وایي: «أَنَّا لَا تَحِلُّ لَنَا الصَّدَقَةُ» ژباړه: «د دوی لپاره صدقه جایزه نه ده» (مسلم).

حسن بن علي د صدقې یوه خرما راواخسیته او خولې ته یې واچوله، له هغه وروسته د الله سبحانه وتعالی رسول وویل: «كِخْ كِخْ ، ارْمِ بِهَا ، أَمَا عَلِمْتَ أَنَّا لَا نَأْكُلُ الصَّدَقَة» ژباړه: هغه له خولې لرې کړه، لرې کړه، وغورځوه، ایا ته نه پوهېږی چې موږ صدقه نه خورو( متفق علیه).

ـ د قران او سنت هېڅ داسې شرعي متن نشته چې په هغه کې د له سیند او سون توکو او غارونو څخه پر راایستل شویو شیانو دې د زکات اخیستو اجازه پکې راغلې وي. په بدل کې یې د ریکاز له پخوانيو موندل شوو خزانو څخه پنځمه برخه بیت المال ته ورکول کېږي او او پاتې څلور برخې د هغه چا کېږي، چې خزانه یې موندلې وي. دوی داسې ځوابونه وایي چې له شرعیت سره هېڅ سمون نه خوري.

پوښتنه دا ده چې حوثیان چې د اسلام چیغې وهي، نو دوی اوس اسلام چېرې یووړ؟ یا دا چې اسلام د دوی لپار د پیسو پیدا کول دي؟ اوس دا په ډاګه شوې چې حوثیانو په تېرو پنځو کلونو کې دوی له خلکو څخه د پنځم کس په پار کوم څه پټ کړي دي او دوی اوس هم دې ژمن دي چې هغه له خپلمنځي توافق سره سم ترلاسه کړي، چې دا ټول څه بیا له پیسو سره د دوی حرص، مینه او فرصت طلبي په ډاګه کوي. دوی ځانونه داسې ښیي چې ګواکې د مخکنیو قومونو له ګواښونو او اخطارونو څخه نه دي خبر. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

(أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ)

ژباړه: «نو ایا تاسو د کتاب پر یوه برخه ایمان راوړی او پر بله یې کافر کېږئ؟» [البقره: ۸۵]

د ژوند په ټولو برخو کې د اسلام انقلابي او پراخ پلي کېدل هغه مهال شوني دي چې د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت تاسیس شي چې حزب التحریر یې د تاسیس لپاره د یمن مسلمان او عاقل خلک رابولي. پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: ((... ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ))

ژباړه: بیا به د نبوت پر منهج خلافت تاسیس شي.

د حزب التحریر مطبوعاتي دفتر

ولایه- لبنان

 

 

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې