الوعی مجله: د الوعی مجلې د ۳۷۶مې ګنې مهم عنوانونه
- خپور شوی په ویډیوګانې
۱۴۳۹ه.ق، جمادي الاول/ ۲۰۱۸م، د فبروري میاشت
۱۴۳۹ه.ق، جمادي الاول/ ۲۰۱۸م، د فبروري میاشت
د کللي ښارګوټي د خلکو ډله ییزه بیانیه: د شام د انقلاب پر اصولو او اساساتو منګولې ولګوئ. چې د شام خلک یې پر یادو اصولو منګلو لګولو او د هغو تبني کولو ته راوغوښتل.
۱۴۳۹ه.ق، د جمادي الثاني ۳۰مه، یک شنبه/ ۲۰۱۸م، د مارچ ۱۸مه
۱۴۳۹ه.ق، د جمادي الثاني ۲۹مه، شنبه/ ۲۰۱۸م، د مارچ ۱۷مه
حزب التحریر ولایه سوریې د ادلب په حومه، کللي ښارګوټي کې د شام د اوه کلني انقلاب د پیل په یاد، د شام د انقلاب د اصولو او اساساتو د ټینګار او هغو رهبرانو د لرې کولو لپاره چې یاد اصول یې ترک کړي دي لاریونونه تر سره کړي.
۱۴۳۹ه.ق، د جمادي الثاني ۲۸، جمعه/ ۲۰۱۸م، د مارچ ۱۶مه
پوښتنه :
قدرمن شېخ صاحب! السلام علیکم ورحمة الله و برکاته
دا څرګنده ده چې د فلسطین ټوله خاوره د یهودو له لورې غصب شوې. دلته ډېر داسې عقار(کرهڼییز) ملکیتونه او ځمکې شته چې غصب شوي او اصلي خاوندان یې معلوم نه دي. د یهودي دولت له لورې د دې ځمکو مالکیتونه یو شمېر اشخاصو او شرکتونو ته ورکول کېږي، چې پرې د بېلابېلو پروژو په بڼه پانګونه وکړي. زه په فلسطین کې اوسېږم. ما ته د یو عقار ملکیت (سوداګریز پلورنځي) د اجاره کولو یعنې په کرایه اخیستلو وړاندیز وشو، چې د یو یهودي له لورې پر غصب شوې ځمکه د فلسطین په یو کلي کې جوړ شوی و، د دې ځمکې خاوندان هم معلوم نه دي یا مهاجر شوي او یا بې ځایه شوي.
آیا د دغه عقار ملکیت اجاره کول روا دي؟ که چېري د ځمکې اصلي خاوندان معلوم نه وي، نو آیا حکم یې بېل دی؟
ایا د هغه حکم د غصب شوې ځمکي په څېر دی چې پېرل، پلورل او په کرایه ورکول یې نه شي کېدای؟
قدرمن شېخ صاحب، الله سبحانه تعالی دې پر تاسو ورحمېږي، بدني ځواکمنتیا دې درکړي، په علم مو برکت شه او بریا مو نصیب شه!
ځواب :
وعلیکم السلام ورحمة الله و برکاته
زما وروره، غصب شوې شتمني د هغې په خاوند پورې اړه لري، نو له غاصب څخه یې پېرل او په اجاره اخیستل جواز نه لري. نور تفصیل یې په دې ډول دی: غلا شوې او غصب شوې شتنمي که هر چېرې وموندل شي د هغې په خاوند پورې اړه لري. احمد له سمرة څخه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«إِذَا سُرِقَ مِنَ الرَّجُلِ مَتَاعٌ، أَوْ ضَاعَ لَهُ مَتَاعٌ، فَوَجَدَهُ بِيَدِ رَجُلٍ بِعَيْنِهِ، فَهُوَ أَحَقُّ بِهِ، وَيَرْجِعُ الْمُشْتَرِي عَلَى الْبَائِعِ بِالثَّمَنِ»
که له یو چا څخه مال غلا شو، یا ترې ورک شو او بل چا وموند، نو د موندونکي کس په پرتله د اصلي مالک حق زیات دی او پېرونکی به یې حتماً پلورونکي ته بیه ورکوي.
له پورته حدیث څخه څرګندېږي، چې غلا شوی مال د هغه په خاوند پورې اړه لري. همداراز پېغمبر صلی الله علیه وسلم)فرمایي:
« عَلَى اليَدِ مَا أَخَذَتْ حَتَّى تُؤَدِّيَ»
په هر لاس یې چې څه اخیستي وي، باید یې بېرته وسپاري.
دا حدیث د غصب شوي شمتنمۍ په اړه ترمذي روایت کړی او هغه یې حسن بللی.
همدا راز د لاندې حدیث په ړنا کې، که هر چا ځمکه غصب کړه لویه ګناه او جرم يې کړی.
«من ظلم قِيدَ شبرٍ من الأرض طوّقه من سبع أرضين»
چا چې د یوې لوېشتې په اندازه ځمکه لاندې کړه د محشر په ورځ به یې ټولې اوه واړه ځمکې په غاړه وي. (دا حدیث مسلم له عایشې رضی الله عنها څخه روایت کړی)
یا په بل عبارت، چا چې هر ډول ځمکه ( لویه یا وړه) غصب کړه، د تعزیري سزا وړ دی. څه یې چې اخیستي وي باید یې په همغه ډول بېرته خپل خاوند ته وسپاري. د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د دې وینا پر بنسټ:
«عَلَى اليَدِ مَا أَخَذَتْ حَتَّى تُؤَدِّيَ»
په هر لاس یې چې څه اخیستي وي، باید یې بېرته وسپاري.
(ترمذي)
که چېرې غصب شوي شي ته غاصب زیان واړوي یا یې بدل کړي، لکه: ټوکر پرې کړي، اوسپنه ویلي کړي، یا حیوان ذبح کړي، نو غاصب باید بېرته د دې شیانو بیه ورکړي.
که خبر شوې چې شی غلا شوی او یا غصب شوی، مه یې اخله او مه یې کرایه کوه. دغه راز که شکمن هم یې چې دا به غصب شوی وي، مه یې اخله. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
«دَعْ مَا يَرِيبُكَ إِلَى مَا لَا يَرِيبُكَ»
هغه څه چي تاسو په شک کې اچوي د هغه څه په بدل کې یې پرېږدئ، چي تاسو په شک کې نه اچوي. (دا صحیح حسن حدیث دی او ترمذي له حسن بن علي رضی الله عنه څخه روایت کړی)
همداراز که ډاډه یې چې دا غصب شوی، که څه هم اصلي خاوند یې پېژنې او یا یې نه پېژنې خو پرې پوهېږې چې دا د غصب مال دی، نو په اجاره یې نه شي اخیستلی، ځکه غصب شوی مال د غاصب په ملکیت کې نه راځي او نه هم له تاسره پرې تړون کولی شي ځکه چې الله سبحانه و تعالی له دې معاملې څخه منع کړې، نو د اجاره کولو لپاره په بل ملکیت پسې ګرځه. الله دې خیر درکړي، په دنیا او آخرت د بریالی وې. دغه غصب شوی ملکیت که هر څومره ارزښت ولري، په نه اخستلو یې پښېماني او خواشیني مه کوه. الله د مل شه.
ستاسو ورور عطا بن خلیل ابورشته
۱۴۳۹هـق، د جمادي الاخر۲۰مه
۲۰۱۸م، د مارچ ۸مه
پوښتونکی: فواد حس
ژباړن: اجمل خان
(ژباړه)
د ۲۰۱۸ م د مارچ په لومړۍ نېټه د روسیې دفاع وزارت وویل: (موږ داسې معلومات تر لاسه کړي چې تېره ورځ د لودیځې غوطې اوسېدونکو د حقوق بشر له مدافعینو څخه د مرستې او هغه سیمې چې د وسله والو ډلو په ولکه کې دژر د اېستلو غوښتنه کړې. سرچینه: رشین ټوډې خبرپاڼه) همداراز نن یادې خبرپاڼې د روسیي له انترفاکس خبرپاڼې څخه نقلوي چې د روسيې دفاع وزیر سرګي شویګو د امریکا استازي ډې مسټورا ته داسې پیغام واستاوه چې؛ د روسیې د پوځ اداره هڅه کوي ترڅو د غیر نظامیانو د ژغورنې لپاره سوله وکړي چې د روسیې دغه مرکز په حمیم، لاذیقه حومه کې دی، چې د سوریې له لوړپوړو سره په همغږۍ، غیر نظامیان، ناروغان او ټپیان به په یو بریالي عملیات سره له ختیځې غوطې څخه بهر کړي او په ۲۰۱۸م د فبروري په ۲۷مه د روسیې ولسمشر دستور ورکړ چې د انسان دوستۍ لپاره دې یوه ورځنۍ اوربند اعلان شي.
له دې اوربند څخه موخه یازې او یوازې له غوطې څخه یې د اوسېدونکو اېستل او له هغه وروسته پر غوطې واک درلودل دي چې د انقلابیانو د له منځه وړلو لپاره یې د استانې ناسته کې اوربند اعلان کړ او په ترکیه یې چې ددې پرېکړې ضامنه وه اعتماد وکړ. ترکیه چې د دې پرېکړې ضامنه وه انقلابیانو ته یې هیڅ نه دي کړی، بلکې عفرین ته یې د هغوی د پام اړولو او واقعي سنګرونو څخه د لرې کولو او دمشق ته د داخلېدو لپاره توطیه جوړه کړه، همدارنګه ترکیې او سعودي هم دمشق ته د انقلابیانو د داخلېدو مخه ونیوله او هغوی یې اړ کړل چې څو کلونه له دې پرته چې د دمشق پر مرکز برید وکړي او د مجرم بشار حکومت وپرځوي په غوطه کې پاتې شول.
خو حزب التحریر انقلابیان له دې ټولو توطئیو او دسسیو څخه خبرول، هغوی ته یې ګواښ کاوه او له هغوی څخه یې غوښتل چې د ترکیې او سعودي خبرو ته غوږ ونه نیسي او د جنایتکار حکومت د له منځه وړلو لپاره دمشق ته ننوځي.
حمزه "پارسا"
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا(UNFPA) یو نوی خپور شوی رپوټ ښیي چې د سوریې په کمپونو کې د هغو کسانو له خوا چې د ملګرو ملتو او نورو نړیوالو خیریه موسسو مرستې وېشي، له کډوالو مېرمنو څخه جنسي ناوړه استفاده شوې. دغه رپوټ ((د سوریې غږ 2018)) په تفصیل وایي چې څه ډول د سوریې کډوالې مېرمنې دې ته اړ باسل کېږې چې د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو په بدل کې جنسي غوښتنې ومني او دا چې دغه ناوړه استفاده د سوریې په ټولو سهیلي سیمو کې خپره شوې. مرسته کوونکو کارمندانو وښووده چې څه ډول دوی ډېری وخت له دغو مجبورو مېرمنو څخه بشر دوستانه مرستې دروي تر څو خپلې جنسي غوښتني پرې ومني او دا ستونزه ډېره سخته وه چې ځینې سوریایي مېرمنې د وېش مرکزونو ته له دې وېرې نه تلې چې خلک به داسې و انګېري چې دوی د مرستو په بدل کې تر خپل عزت تېرې شوې. دا جنسي ناوړه استفادې له هغه خبرداري سره سره دوام کوي چې درې کاله وړاندې ملګرو ملتونو او خیریه موسسو ته ورکړل شوی و. د ۲۰۱۵م کال په جون کې د نړیوالې ژغورنې مرکز په دارا او قنیترا کې له ۱۹۰ مېرمنو او نجونو څخه سروې کړې چې د دوی په منځ کې ۴۰ سلنو یې کله چې غوښتل مرستې تر لاسه کړی، جنسي ځورونه تجربه کړې.
د دغه رپوټ موندنې په هماغه کال په اردن کې د ملګرو ملتونو د موسسو یوې غونډې ته وړاندې شوې، تر اوسه هم د سوریایي کډوالو مېرمنو ځورونه او پرې تېری دوام لري. ډنیېل سپینسر، یوې خیریه کارمندې او بشردوستانه سلاکارې، بي بي سي ته وویل چې نوموړې په دې اند ده چې د یو شمېر بشردوستانه موسسو په ناوړه استفادې باندې سترګې پټېږي. دې وویل: ((د مېرمنو او نجونو په جنسي سؤاستفادې سترګې پټېږي، له اوو کالو راهیسي خبره ښکاره ده خو پام نه ورته کېږي.... ملګري ملتونه او حاکم نظام د دې لپاره غوره شوی چې د مېرمنو بدن قرباني شي.... په ځینو ځایونو کې داسې پرېکړه شوې چې دا د مېرمنو د بدن لپاره هېڅ خبره نه ده چې هغې د هغې مرستې لپاره چې باید د خلکو یوې لویې ډلې ته ورکړل شي؛ وکارول شي، ناوړه ګټه ترې پورته شي او تېری پرې وشي.))
له جګړې، بمباریو، لوږې او د اسد د ظالمو پوځیانو له ځورونې زموږ د شام د ګرانو او عزتمنو خویندو تېښته بس نه وه چې د هغو کسانو له خوا هم ترې ناوړه ګټه پورته شي چې د دوی د مرستې او ملاتړ ادعا کوي. زموږ زیانمنېدونکې او مجبورې خویندې نه یوازې دا چې د کډوالۍ(مرګ) په کمپونو کې په ډېرو ډاروونکو او غیر انساني شرایطو کې ژوند کوي؛ بلکې له دغو رپوټونو ښکاري چې دوی حتا لومړنیو اړتیاوو لکه خوراکي توکو ته هم تر هغه چې عزت یې نه وي زیانمن شو، لاسرسی نه لري. دا یو بل ثبوت دی چې ملګري ملتونه، نورې مرستندویې موسسې او د اسلامي نړۍ رژیمونه د باور وړ نه دي چې زموږ د ګرانو خویندو غم وخوري او مرسته ورسره وکړي.د دې پر ځای یې دا ثابته کړې چې د عزت ساتنه د دوی له نظره یو لومړیتوب نه دی.
په حقیقت کې د نبوت پر منهج خلافت په نشتون کې د شام د عزتمنو مېرمنو لپاره هېڅ خوندي او داسې ځای نشته چې ورشي او په عزت او امن کې ژوند وکړي. په حقیقت کې، له خلافت پرته بل هېڅ دولت نشته چې د الله سبحانه و تعالی د هغه قانون مطابق حکم وکړي چې د مېرمنو عزت ته په څومره درانه نظر ګوري، د عزت ساتنې ته د نفس ساتنې سره په یوه اندازه ارزښت ورکوي او هغه کس سخت مجازات کوي چې حتا په خوله د یوې خبرې راوړلو جرات وکړي چې دوی ته زیان ورسوي! پیغمبر صلي الله علیه وسلم پخپله په مدینه کې د لومړني اسلامي دولت د حاکم په توګه یوې مسلمانې مېرمنې ته بې احترامۍ له امله د بنو قینقاع ټوله قبیله تبعید کړه. لوی عباسي خلیفه، متعصم بالله، یو ستر او ځواکمن پوځ د ترکیې اموریه سیمې ته -چې د رومیانو پیاوړې پوځي قلعه وه – د دې لپاره وخوځاوه چې هغه مسلمانه مېرمن چې د یوه رومي سرتېري لخوا پرې تېری شوی و، وژغوري. په هغه وخت کې د خلافت پلازمېنه په بغداد کې وه. دا د هغه عزت او لوی مقام بې جوړې بېلګه ده چې د خلافت ریښتینې اسلامي رهبري یې د خپل دولت ښځو ته ورکوي او همدارنګه د هغه ژور احساس بېلګه چې د دغه دولت مشران دا خپله دنده بولي چې دوی له هر ډول زیان څخه وساتي. موږ پر مسلمانانو، په ځانګړې توګه په اسلامي پوځونو کې په هغو کسانو غږ کوو چې الله سبحانه و تعالی ورته پوځي ځواک ورکړی چې ژر تر ژره دغه غوره خلافت دولت تاسیس کړي ، هغه یوازینی د باور وړ دولت چې د خپلو ښځو عزت، ټېکاو، خوښي او سلامتي خوندي کوي.
وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ
[نور: ۵۵]
هغه کسان چې ایمان راوړي او صالح کارونه کوي، الله ور سره ژمنه کوي چې په ځمکه به یې واکمنوي، لکه څنګه یې چې تر تاسو مخکې داسې کسان د ځمکې واکمنان کړي وو، د دې لپاره چې خپل دین ته چې الله ورته خوښ کړی دی تمکین ورکړي او دوی ته یې وېره په امن او خوندیتوب بدله کړله، څو زما عبادت وکړي او زما سره هېڅ شریک ونه نیسي او که بیا داسې وکړل نو پرته له شکه دوی فاسقان دي.
ډاکټر نسرین نواز
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې مشره
۱۴۳۹هـ.ق، د جمادي الثاني ۲۷مه، پنج شنبه/ ۲۰۱۸م، د مارچ ۱۵مه
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر په خوښۍ او ویاړ سره اعلانوي چې د «الرایه» جریدې د هر نوې ګڼې په خپرولو سره پکې د شته خیر د رسولو په موخه، د دې پاڼې له لارې یې پر موضوعاتو یې تبصره کېږي، نو له موږ سره اوسئ...
امریکا د خلافت د پروژې له دعوتګرانو وېره لري!
وړاندې کوونکی: استاد خالد الأشقر (ابو المعتز)
۱۴۳۹هـ.ق، د جمادي الثاني ۲۶مه، چهار شنبه/ ۲۰۱۸م، د مارچ ۱۴مه
وړاندې کوونکي: د حزب التحریر ولایه لبنان د مطبوعاتي دفتر رییس شیخ دوکتور محمد ابراهیم
۱۴۳۹هـ.ق، د جمادي الثاني ۲۱مه، د شام طرابلس/ ۲۰۱۸م، د مارچ ۹مه