
هجری قمری نېټه : 3 جمادی الاول 1447
میلادی نېټه : سه شنبه, 25 نومبر 2025 م
مطبوعاتي دفتر
(ژباړه)
په منځني ختیځ کې د ټرمپ د پلان عملي کولو په موخه؛ چې هڅه کوي په سیمه کې له اسلامي خاورو سره د اړیکو تر عادي کولو وروسته یهودي «دولت» ومنل شي او پر اسلامي خاورو حاکم رژیمونه د «ابراهیمي تړونونو» تر چتر لاندې راشي؛ په دې وروستیو کې په اسلامي نړۍ کې د امریکا اجیران سره نیږدې شوي چې د ټرمپ خوبونه ریښتیا کړي. په همدې تړاو، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي، چې ټرمپ خپل «د خوښې ډیکتاتور» بللی و، له فیلډ مارشال عاصم منیر – چې «د غزې قصاب»، ټرمپ یې د سولې نوبل جایزې ته نوماند کړی وی او ټرمپ هم هغه ته «د خپلې خوښې وړ فیلډ مارشال» ویلي- سره ولیدل. دغه لیدنه د قاهرې په ختیځ کې په الاتحادیه ماڼۍ کې وشوه، چې د مصر دفاع وزیر او په قاهره کې د پاکستان سفیر هم پکې حاضر وو؛ دواړو اړخونو ادعا وکړه چې په یاده لیدنه کې یې پر ګډو همکاریو او د سیمهییز امنیت پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
عاصم منیر همدارنګه د مصر د وسلهوالو ځواکونو له لوی درستیز او د دفاع او پوځي تولیداتو وزیر، جنرال عبدالمجید صقر، سره هم ولیدل. په دې لیدنه کې د دواړو پوځونو تر منځ د پوځي اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې او د نړیوالې سولې او امنیت د ملاتړ لپاره یې د «شریک پلان» یادونه وکړه؛ چې دغه «د سولې او امنیت پلان» د یهودو او امریکا له ګټو سره سم جوړ شوی و. جنرال السیسي «د مصر ـ پاکستان په اړیکو کې د پام وړ پرمختګ» ستاینه وکړه او د دغو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یې د خپل رژیم پر ژمنتیا ټینګار وکړ څو د «ګډو ګټو»؛ یعنې په سپینه ماڼۍ کې د خپلو بادارانو د ګټو لپاره کار وکړي.
هغه «ګډ محورونه» چې دواړو لوریو خبرې پرې وکړې؛ د فلسطین د ازادۍ، له مسجدالاقصی څخه د یهودو د نجاست او چټلۍ پاکولو، او هغو لسګونو زرو شهیدانو د وینو د غچ اخیستلو په اړه نه وو چې د ټرمپ تر مشرۍ لاندې د یهودو په شریرو لاسونو ووژل شول؛ بلکې دا «ګډ محورونه» د پوځي همکاریو د پیاوړتیا په اړه وو. د فلسطین او مسجدالاقصی ان نوم هم وا نه خیستل شو! څنګه به د سپېڅلې خاورې د ازادۍ خبرې وشي!؟ په داسې حال کې چې جنرال السیسي د مقاومت او یهودو تر منځ منځګړتوب کوي، د مصر هوټلونه او تفریحي ځایونه د هغو پلاوو او مشرانو پر مخ پرانیزي چې د مقاومت د وژلو، بېوسلې کولو او د یهودي پوځیانو د ځایناستو په توګه د نړیوالو ځواکونو د استولو په اړه پرېکړې کوي، تر څو هغه کار بشپړ کړي چې قاتلو یهودیانو د امریکا په نامحدودو نظامي سیاسي او اقتصادي مرستو او ملاتړ پیل کړی و. ایا د پاکستان پوځ په تېرو دوو کلونو کې د غزې د مظلومو خلکو د مرستې لپاره کوم ګام اخیستی دی، چې اوس د سپېڅلې خاورې او د هغې د خلکو لپاره حرکت وکړي!؟
د نظامي تجربو شریکولو په اړه د دوی خبرې د الله سبحانه وتعالی په لاره کې د جهاد د اعلان لپاره نه، بلکې د ټرمپ د پلان د پلي کولو لپاره دي، چې غواړي غزه د ځان او اسلامي خاورو د حکامو له منځه خپلو پیروانو لپراه د فساد په یوه مرکز بدله کړي. ځکه خو دوی ټینګار وکړ چې د یهودي «دولت» پر وړاندې باید له تشدید څخه ډډه وشي؛ دا موضوع یې د «تروریزم او افراطیت» پر وړاندې مقابلې په عبارت یاده کړه.
اې د پاکستان او کنانه (مصر) په پوځونو کې مخلصینو! خبردار اوسئ چې د فلسطین پر مسلمانانو د روانې ټولوژنې دوام ستاسو د بېعملۍ له امله دی او الله سبحانه وتعالی شاهد دی چې د مسلمانانو ستر پوځونه د هغه د بندګانو د وژل کېدو، سرونو پرې کېدو، شکنجې، سپکاوي، لوږې او بېځایهکیدو پر وړاندې چوپ ولاړ دي. نو تاسو ته وایو: تر څو به ګورئ او زغمئ چې د غزې او فلسطین ماشومان له لوږې مري!؟ تر څو به د دغو مظلومانو شکنجه او سپکاوی زغمئ!؟ نور تر کله اجازه ورکوئ چې یهودي پوځونه په غزه کې زموږ پر خویندو تېری وکړي!؟
نو اې د امت پوځیانو، هوښیار اوسئ! له موږ وړاندې ډېر امتونه د خپلو ظالمو مشرانو او طواغیتو له لاسه ګمراه او له سمې لارې کاږه شوي دي. د هغو کسانو اطاعت مه کوئ چې د الله سبحانه وتعالی نافرماني کوي. په «مسند احمد» او «ابن ماجه» کې په صحیح سند سره روایت شوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
«مَنْ أَمَرَكُمْ مِنْهُمْ بِمَعْصِيَةِ اللَّهِ فَلَا تُطِيعُوهُ»
ژباړه: «که له هغوی (حکامو) څخه څوک تاسو ته د الله د معصیت (او نافرمانۍ) امر وکړي، نو د هغه اطاعت مه کوئ.»
دغه راز ابوبکر صدیق رضی الله عنه د نافرمانو حکامو له پیروۍ څخه منع کړې ده: «أطيعوني ما أطعت الله ورسوله، فإن عصيت الله ورسوله فلا طاعة لي عليكم» ژباړه: «تر هغې پورې زما اطاعت وکړئ چې څو زه د الله او د هغه د رسول اطاعت کوم؛ خو که ما د الله او د رسول نافرماني وکړه، نو زما اطاعت درباندې لازم نه دی.» په داسې حال کې چې ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه له ډېرو غوره اصحابو څخه و! نو څنګه تاسو د داسې ظالمو حکامو اطاعت کوئ!؟ چې د غرب خدمت کوي، د الله سبحانه وتعالی د اوامرو مخالفت کوي او هېڅکله د هغو اصحابو مرتبې ته نه شي رسېدلی، چې الله سبحانه وتعالی ترې راضي و. نور د دغو حکامو دوکه، درواغ، دسیسې او خیانت بس دي! دا خلک د امت پر اوږو دروند بار دی او تاسو یې باید محاسبه کړئ. حزبالتحریر ته نصرت ورکړئ چې د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت تاسیس کړي؛ هغه خلافت چې د امت نظامي ځواک او اقتصادي سرچینې به بسیج کړي؛ جنایتکار یهودي رژیم به له منځه یوسي او دا به د نړۍ په کچه یوازینی مخکښ او تر نورو پورته دولت شي!
الله سبحانه وتعالی فرمایي:
﴿إِن يَنصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ وَإِن يَخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا الَّذِي يَنصُرُكُم مِّن بَعْدِهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ﴾ [عمران: ۱۶۰]
ژباړه: «كه چېرې الله سبحانه وتعالی نصرت دركړي، نو بیا پر تاسو باندې هیڅوك غالب کېدونکی نشته او كه نصرت در نه کړي، نو څوك دى هغه كس چې له هغه (الله) نه وروسته به ستاسو نصرت وكړي؟ نو مومنان باید یوازې پر الله (سبحانه وتعالی) توكل وكړي.»
د حزب التحريرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر
۱۴۴۷ هـ.ق کال، د جمادي الاول ۳مه
۲۰۲۵م کال، د اکتوبر ۲۵مه
د صدور ګڼه: ۱۱/ ۱۴۴۷
ژباړه: اسرار تکل




