جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

pr header

 

 

هجری قمری نېټه :     14 صفر 1444

میلادی نېټه :     شنبه, 10 سپټمبر 2022 م

شمېره:      ۰۶/ ۱۴۴۴

ولايه پاكستان
مطبوعاتي دفتر

مطبوعاتي اعلامیه
د برېتانیې د ملکې پر مرګ د مسلمانانو د واکمنانو ماتم غربي استعمار ته د دوی ژمنتیا ښیي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ۲۰۲۲م کال، د سپټمبر په ۸مه، پر خپله رسمي ټويټر پاڼه لیکلي وو: «د ملکې الیزابت دویمې پر مړینه سخت خواشینی شوم. پاکستان له انګلستان او نورو مشترک المنافع هېوادونو سره د هغې د مړینې په غم کې ځان شریک بولي». د اسلامي نړۍ واکمنانو؛ عربو او عجمو د برېتانیې د ملکې پر مړینه داسې خواشیني وښوده، چې ته به وایې یو عادل او زړه سوانده خلیفه یې مړ وي. وړاندې له دې چې مسلمانان د داسې واکمنانو په غم کې ځان شریک کړي، باید د برېتانوي اشرافو او د برېتانیې شاهي کورنۍ حقیقت په غور وکتل شي.

همدا د برېتانیې اشراف دي چې په پرلپسې د برېتانوي نفوذ د پراخو شبکو له لارې د استعماري ځواک چارې پر مخ وړي. د دغو اشرافو نفوذ د برېتانیې دولت له هغو اسنادو ډېر دی چې د کابینې دفتر د وکیلانو له لوري چمتو شوي دي او دا په ګوته کوي چې پارلماني لایحې د شاهي کورنۍ د لوړ پوړو واکمنانو تابع دي او دوی د نویو قوانینو د رد او تاييد صلاحیت لري. د برېتانیې اشراف د داعیانو مجلس، د عوامو مجلس، د کابینې دفتر، د انګلستان کلیسا، لندن ښار، انګلستان دولت، پټو استخباراتي خدمتونه (MI6)، سنډهرست او آکسبریج پلټ فارمونو له لارې خپل نفوذ ساتي.

برېتانوي اشراف د استعماري اقتصادي نظام له جوړوونکو سره، چې د نړۍ ډېره برخه یې په سختو پورونو کې ډوبه کړې ده، مرسته کوي چې غربي پانګوال په پورونو کې د سود له ورکړې څخه ګټه پورته کړي. د دې صنعت مشران د خلیج سیمې په ګډون د اسلامي نړۍ له بډایه زېرمو څخه ګټه پورته کوي؛ د حسادت له امله یې د صنعتي پرمختګ پر وړاندې خنډ ګرځي، استخبارات یې اسلامي امت ته خنډونه جوړوي او د سنډهرست او اکسبريج په څېر ادارو کې له ګمارل شوو سیاسي او نظامي اجنټانو څخه ګټه پورته کوي. په حقیقت کې دا اجنټان د عرب لارنس ډرامې په څېر خپل کارونه پر مخ وړي، چې په لرې پرتو سیمو کې د تاج او تخت د ترلاسه کولو لپاره له ځايي خلکو سره کار کوي.

د پاکستان واکمنان داسې خبرې کوي، چې ته به وایې د هند په نیمه وچه کې نه، بلکې په وینزر ماڼۍ کې اوسېږي؛ د هند نیمه وچه له درېیو پېړیو راهیسې د برېتانوي اشرافو د جنایتونو صحنه ده. د برېتانیا له استعمار وړاندې د اسلام تر واکمنۍ لاندې د هند نیمې وچې د نړۍ د اقتصاد ۲۳٪ برخه جوړوله، دا کچه له ټولې اروپا سره برابره وه. دا شمېره په ۱۷۰۰م کال کې د اورنګ زېب عالمګیر د واکمنۍ پر مهال، ۲۷٪ ته ورسېده؛ خو د برېتانیې له اشغال وروسته تر ۴٪ ټیټه شوه او سلګونه زره کسان له لوږې سره مخ شول. انګریزانو دا سیمه ۱۷۳ کاله لوټ کړه او د نن ورځې معادل ۴۵ ټریلیونه ډالر یې ترې یوړل!

مسلمانان باید د برېتانیې اشراف چې څنګه دي، هسې وپېژني او بیا یې دې د مرګ پر وړاندې غبرګون وښيي. اوسمهال برېتانیا په انحطاط کې ښکېل ده او دا د اسلامي نړۍ لپاره یو غوره فرصت دی چې د مشترک المنافع هېوادونو په ګډون د پوځي او اقتصادي دامونو او له برېتانیې سره د اړیکو له ځنځيرونو ځان خلاص کړي. مسلمانان باید خپلو واکمنانو ته له ښکېلاک سره د مرسته کوونکو په سترګه وګوري او له دوی سره په همدې ډول چلند وکړي. مسلمانان باید هڅه وکړي چې د نبوت پر منهج خلافت دولت بیا تاسیس کړي او نړۍ د امریکا او اروپا له ښکېلاک څخه وژغوري. هغه وخت به بیا نړۍ د جنګي جنایتکارانو او ظالمانو په مرګ خواخوږي نه ښيي. الله سبحانه وتعالی فرمايي: 

(فَمَا بَكَتْ عَلَيْهِمُ السَّمَاءُ وَالْأَرْضُ)

ژباړه: «پر هغوی نه اسمان وژړل او نه هم ځمکې» [دخان: ۲۹]

د حزب التحریرـ ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

نظر ورکړئ

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې