یکشنبه, ۰۲ صَفر ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۰۷/۲۷م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

له هند سره د کرتارپور دهليز د پرانېستې هوکړه ليک؛ د مستعمره کشمیر له مسلمانانو سره خیانت دی Featured

  • خپور شوی په پاکستان

د باجوه ـ عمران رژیم د ۲۰۱۹م کال د اکټوبر په ۲۴مه له هند سره د کرتارپور دهلېز د پرانېستې په موخه یو هوکړه ليک لاسلیک کړ. په دې ډول یې د مستعمره کشمير مسلمانانو ته یو سوړ او له ظلم څخه ډک پيغام واستاوه، چې د دوی پر وړاندې د هند پر ظلمونو سترګې پټې کړي او همدا راز د ټرامپ له حکم سره سم له هند سره د عادي اړيکو لړۍ ته دوام ورکړي. کله چې هند د مستعمره کشمير د یو ځای کېدو اعلان وکړ، له اته میلیونو څخه ډېر کشمیریان یې د شاوخوا دریو میاشتو لپاره په خپلو کورونو کې بندیان او کشميري ماشومان او ځوانان یې اختطاف کړل. د کرتارپور دهلېز پرانېسته د کشمیر مسلمانان پر شا باندې د چاړې وهل دي. هند د کشمیر له مسلمانانو سره په ظلم کې وهڅول شو، لکه څرنګه چې د باجوه ـ عمران رژيم نه یوازې له هند سره په خپلو اړيکو کې تنازل نه غواړي، بلکې په پرېمانه توګه یې خپلې اړېکې په مستعمره کشمير کې ټینګې کړې دي. د دې لپاره چې خپله درغلي پټه کړي، د باجوه ـ عمران رژيم د هغه ادعا تر شا ځان پټوي چې له هوکړه ليک څخه موخه یې د هند غلي کول نه، بلکې د هغو سیکانو زړونه لاسته راوړل دي چې په هند کې ژوند تېروي. هغه هم په څه ډول؟ د هند د اساسي قانون له تعدیل وروسته غواړي چې د کشمير ځانګړي دريځ ته د پای ټکی کېږدي. د مودي رژيم څنګه کولای شي په دغه چل او فرېب کې ځان ښکېل کړي؟ رښتیا، دا کوم رژيم دی چې د احمق په لټه کې دی؟ 

اې د پاکستان مسلمانانو او په ځانګړي توګه وسله والو ځواکونو! د پاکستان بې غیرته مشري هېڅ سره کرښه نه لري او د الله سبحانه وتعالی د اوامرو پر ځای د بشر په لاس جوړ شوی قانون پلی کوي. هغه ملکي او نظامي واکمنان چې ځي او راځي ډېری وخت خپله د خپلو تنظیم شوو سرو کرښو څخه سرغړونه کوي. دوی تل د پاکستان د ګټو د ساتنې ادعا کوي، په داسې حال کې چې دوی نه یوازې مسلمانان د سیاسي، بلکې اقتصادي او نظامي اړخه هم ځپي. کله چې هند په ۱۹۷۱م کال د هغه وخت تر ټول ستر مسلمان هېواد (پاکستان) د استعمار په زور په څو کتلو بېل کړ؛ چارواکو به ادعا کوله چې نیم پاکستان خو مو په لاس کې دی، حتا هغه پاتې برخه یې هم په امن کې ده. د هند تر استعمار لاندې سیاچین ګلیشر په اړه د واکمنانو استدلال دا و، چې کومو هڅو ته اړتیا نه ليدل کېږي، ځکه هلته حتا واښه هم نه شنه کېږي. په داسې حال کې چې کشیمر زموږ شارګ دی او د اسلامي نړۍ یو له سترو غوره وسله والو ځواکونو څخه بلل کېږي. اوسني واکمنان نه یوازې د خپلواکۍ د تر لاسه کولو لپاره قاطع جګړه نه پیلوي، بلکې د پاکستان د وسله والو ځواکونو مخنیوی کوي او د نړیوالې ټولنې وېره، نړیوال قوانین او خپله جګړه خپروي.

ترڅو چې د دغه کفري نظام ريښې د الله سبحانه وتعالی د حکم پر اساس نه وي ایستل شوې، تر همغه وخته پورې به موږ له سپکاوي سره مخ وو، په داسې حال کې چې د وضعیت د ښه والي وړتیا هم لرو. ایا دا به ډېر وخت ونیسي، چې د پاکستان د وسله والو ځواکونو مومن افسران د بشر په لاس جوړ شوی قانون، چې یوازې د دښمنانو ګټې ساتي، ورټي؟ په حقیقت کې څومره چې د خلافت د ګټونکو نصرت ځنډېږي، اوسنۍ خاینې واکمنۍ مشرۍ به له زموږ سره خیانت ته دوام ورکوي. یوازې د نبوت پر اساس د بیا ځلي خلافت تاسیس به زموږ د وسله والو ځواکونو مشري په لاسونو کې اخلي، زموږ پر وړاندې شته خنډونه به له منځه وړي او زموږ پر وړاندې د دښمنانو ظالمانه یرغل به په قطعي توګه پای ته رسوي. الله سبحانه وتعالی فرمایي:

 ﴿وَقٰتِلُوهُم حَتّٰى لَا تَكُونَ فِتنَةٌ وَّيَكُونَ الدِّينُ لِلّٰهِ

 [البقره: ۱۹۳]

ژباړه: او تاسې له هغوی سره وجنګېږئ، تر دې چې فتنه پاتې نه شي او دین د الله سبحانه وتعالی لپاره شي. بیا که هغوی لاس په سر شول، نو پوه شئ چې له ظالمانو پرته د بل چا پر وړاندې لاس غځول روا نه دي.

د حزب التحریر-ولایه پاکستان مطبوعاتي دفتر

 

د مطلب ادامه...

اقصی مسجد: د جمعې درس «الله سبحانه و تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سیاسي استجابت امت راژوندی کوي.»

د سیاسي مفکر احمد خطواني له خوا د اقصی مبارک مسجد څخه د ماښام لمانځه وروسته د جمعې درس

بیت المقدس – مبارکه خاوره

جمعه، ۱۴۴۱ د صفر ۲۶مه / ۲۰۱۹  اکټوبر ۲۵مه 

د مطلب ادامه...

واقیه ټلویزیون: غربي فکر د اسلامي فکر پر وړاندې د جګړې لپاره راغلی!

د «» تر سرلیک لاندې د ولایه لبنان حزب التحریر غړي ډاکټر محمود عبدالهادي سره د واقیه ټلویزیون د ژوندۍ خبرو اترو یوه برخه

پنجشنبه، ۱۴۴۱ د صفر ۱۸مه / ۲۰۱۹ د اکټوبر ۱۷مه

د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لېنک باندې کلیک وکړئ

د مطلب ادامه...

مبارکه ځمکه: د «زموږ سم اقتصاد» لړۍ

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د فلسطین په مبارکه خاوره کې د حزب التحریر غړي شیخ حمد طیب (ابو معتصم) له خوا د خپلو وېبپاڼو او سایټونو لیدونکو ته د «زموږ سم اقتصاد» تر سرلیک لاندې نوې ویدیویي لړۍ وړاندې کوي.

د مطلب ادامه...

ولایه سوریه: د «سل ورځې، د زندان د میلو له شا څخه خبرداری» تر سرلیک لاندې په زهره جولان کمپ کې لاریونونه!

ولایه سوریې حزب التحریر د ادلب په قاح سیمه کې زهره جولان ته څېرمه د « سل ورځې، د زندان د میلو له شا څخه خبرداری » تر سرلیک لاندې لاریونونه تر سره کړل.

جمعه، ۱۴۴۱ د صفر ۲۶مه/ ۲۰۱۹ د اکټوبر ۲۵مه

د مطلب ادامه...

واقیه تلویزیون: د ډاکټر محمد ملکای خبرې: «نامسلمانان- دښمنان که بشریت؟!»

په اسکندنویا کې د حزب التحریر په کنفرانس کې د ډاکټر محمد ملکاوي وینا «اسلام د حقیقت او تحریف تر منځ»

یکشنبه، ۱۴۴۱ د محرم ۲۳مه/ ۲۰۱۹ د سپټمبر ۲۲مه

د لازیاتو معلوماتو لپاره لاندې لېنک باندې کلیک وکړئ

د مطلب ادامه...
Subscribe to this RSS feed

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې