الاقصی مسجد: له القبلې مسجد څځه غږ «مبارکه خاوره (فلسطین) نه د سرکس نندارتون دی، نه د ګډا (رقص) خونه او نه د مفسیدینو مرکز!»
- خپور شوی په ویډیوګانې
وړاندې کوونکی: استاد ابو مهدي بیضون
۱۴۳۹ه.ق، د محرام الحرام ۱۸مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د سپټمبر ۲۸مه
وړاندې کوونکی: استاد ابو مهدي بیضون
۱۴۳۹ه.ق، د محرام الحرام ۱۸مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د سپټمبر ۲۸مه
د حزب التحریر -مبارکې خاورې (فلسطین) د مطبوعاتي دفتر د غړي دکتور ابراهیم التمیمي رسنیز تحلیل
۱۴۳۹ه.ق، د محرام الحرام ۱۷مه، پنجشنبه/ ۲۰۱۸م، د سپټمبر ۲۷مه
خبر:
د سپټمبر په ۱۳مه، تنیر ګریر په Foreign Policy کې یوه مقاله خپره کړه چې په چین کې د ایغور له مسلمانانو سره سخت چلند ښیي. نوموړی په دغه مقاله کې د چین د تر ټولو غربي سیمې د ۱۲میلیونه ایغور او قزاق اوسېدونکو د کنټرول لپاره د نظارت او وحشت پراخ سیسټم تشریح کوي. ده له هغو ۴۸ لارو څخه یو څو لېست کړی چې ګډو مرکزونو ته د یوه کس د داخېلېدو سبب کېږي، ډېری یې مستقیما له اسلامي قوانينو سره تړلې مېرمنې په نښه کوي، ځینې یې خورا خندوونکي دي او دلته یې یادوونه کوو:
- ټیکری پر سر کول.
- نورو ته دا خبره کول چې قسم مه کوئ.
- له لمرختو مخکې د سهار چای څښل.
- اضافه خواړه لرل.
- ډېر ماشومان لرل.
- قبله نما لرل.
- الکول نه څښل.
- چارواکو ته د دې اجازه نه ورکول چې په خوب ځای کې مو پرېوځي، خواړه مو وخوري او په کور کې مو و اوسېږي.
- سګرټ نه څکول.
- جنازه کول.
- حجاب اغوستل (که تر ۴۵ کلو ټیټ عمر واله وي).
- نور له ګناه منع کول.
- مذهبي نښې لرونکې جامې اغوستل.
- جومات ته تګ.
- د پولیسو په اداره کې له ثبت پرته خپل کور ته د ډېرو کورنیو بلنه.
- له هغو سره اړیکه لرل چې دا پورته کارونه کوي.
تبصره:
په چین کې زموږ پر خویندو او وروڼو روان ظلم ته باید په کمه سترګه ونه ګورو او هغه څه چې غربي رسنیو یې په اړه راپور ورکړی دی، خورا کم دي. د تش په نامه جرمونو لېست کې وګورو چې ډېری یې مستقیما په مسلمانو ښځو پورې تړلي، همداسې میلیونونه ښځې او ماشومان د وحشتناک تېري قرباني کېږي. امنیتي ادارې په منظمه توګه د دوی DNA راټولوي، د دوی رادیو ګرافي سکن اخلي او همدارنګه د دوی له ډيجیټلي وسایلو څخه د دوی غږونه ثبتوي. د دوی د حرکاتو د څارلو او پر خصوصي ژوند یې د تیري لپاره د ډیجیټل کوډ شوو پېژندپاڼو کاروونه او په کورونو، کوڅو او مارکېټونو کې یې د CCTV کامرو کاروونه عادي شوې. دا میتودونه د ښځینهوو عزت او مقام ته سپکاوی دی او د اسلام د ټولنیز نظام قوانین یې پر وړاندې حساس دي.
یو وحشتناک مصیبت چې مسلمانې مېرمنې ورسره مخ دي دا دی چې دوی د سیاسي زدهکړو لویو کمپونو ته لېږل کېږي او د ایغور خلک چې پر خپل مورني کلتور باندې کلک ولاړ دي له سره ورباندې زده کړې کوي. په دغو مرکزونو کې له ۶۰۰،۰۰۰ نه تر ۱.۲ میلیونه نارینه او ښځې ساتل کېږي. نړیوال درواغجن قوانین چې د دوی د ازادۍ د ساتنې ټټر وهي په دې اړه چوپ پاتې دي، بده خو لا دا چې خپل اسلامي مشران یې هم په غم کې نه دي چې میلیاردونه ډالر په پوځي تجهیزاتو لګوي او بیا یې د غرب په اشاره په یمن او نورو سیمو کې د خپلو مسلمانانو وروڼو پر وړاندې کاروي. په چین کې زموږ خویندې؛ په برما، سوریه، د فلسطین سپېڅلې خاوره او غرب کې مېشتو خویندو په څېر په ستونزو کې دي. په غرب کې خو د اسلام اظهارول جرم دی او د هغو روښانفکرانو غوندې ارزښت نه ورکول کېږي چې نه غواړي د لېبرالو ارزښتونو غلامان وي. موږ الله سبحان و تعالی ته دعا کوو چې په چین کې زموږ خویندې په دغو امتحانو کې صابرې پاتې شي، د نړۍ په سطحه د مسلمانانو غږ د هغو پر وړاندې پورته شي چې بې ګناه او مخلص مسلمانان یې ځورولي او هغه ظالم حکام افشا کړي چې له ظلم او تېري سره یې مرسته کړې.
موږ د خلافت د ژر تر ژره بیا راتګ لپاره دعا کوو، هغه خلافت چې د اسلام سیاسي نظام پر ټوله نړۍ یو ځل بیا حاکم کړي او اسلامي خاورې سره متحدې کړي. د خلافت بیا تاسیس به د نړیوالو ته دا ستونزمنه کړي چې د مسلمانانو پر وړاندې یو شي او ظلم پرې وکړي. د بشري حقونو د څار ادارې(HRW) د سینګ یانګ د ناورین په اړه د « د ایډیولوژیکي وایروس محوه »: د سینګ د مسلمانانو د ځپلو لپاره د چین دولت کمپاین؛ تر عنوان لاندې ۱۲۵ مخه رپوټ خپور کړی. مګر که خلافت راشي، اسلام به وایروس نه، بلکې د نړیوالو لپاره د ریښتینو بشري حقونو او په سیاسي معاملاتو کې د ریښتینولۍ لارښوود وي. الله سبحانه و تعالی د خپلو مومنانو هڅې نه هېروي او موږ باید باوري شو چې موږ د قران د ایتونو پر بنسټ پر حقه یو، چې موږ ته لارښوونه کوي چې قران او سنتو ته ژمن وو، پرته له دې چې موږ دوی په نظر ونیسو چې له موږ څخه غواړي چې قران او سنت پرېږدو.
﴿الَّذِينَ يَنقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِن بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَن يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ أُولَٰئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ﴾
[بقره: ۲۷]
ژباړه: هغه کسان چې خپلې ژمنې وروسته له هغه ماتوي چې دوی عهد کوي او هغه څه پرې کوي چې الله یې د وصلېدو امر کړی دی او پر ځمکې کې فساد کوي، سخت تاوان کوونکي دي
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره
د حزب تحریر د مرکزي مطبوعاتي دفتر غړې عمرانه محمد
«۱۹۷»مه ناسته په اهواز کې پر وسله والو ځواکونو بریدونه! د خپرونې مېلمه: انجنیر محمود جرادات (ابو اسماعیل)
د خپرونې وړاندې کوونکی: استاد هیثم الناصر (ابو عمر)
حزب التحریر-ولایه اردن ۱۴۳۹هـ.ق، د محرم الحرام ۱۸مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د سپتمبر ۲۸مه
۱۴۳۹هـ.ق، د محرم الحرام ۱۰مه،
پنجشنبه/ ۲۰۱۸م، د سپتمبر ۲۰مه
د ادلب په اړه سیمیز او نړیوال دریځ وړاندې کوونکی: استاد خالد اللشقر (ابو المعتز) ۱۴۳۹هـ.ق، د محرم الحرام ۹مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د سپتمبر ۱۹مه
وړاندې کوونکی: استاد شادی الطوبانی ۱۴۳۹هـ.ق، د محرام الحرام ۱۱مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د سپتمبر ۲۱مه
وړاندې کوونکی: شیخ یوسف مخازره (ابو الهمام)- مبارکه خاوره (فلسطین) ۱۴۳۹هـ.ق، د محرام الحرام ۱۱مه، جمعه/ ۲۰۱۸م، د سپتمبر ۲۱مه
د حزب التحریرـ مبارکې خاورې (فلسطین) د مطبوعاتي دفتر د غړي انجینیر باهر صالح رسنیز تحلیل ۱۴۳۹هـ.ق، د محرم الحرام ۱۶مه، چهارشنبه/ ۲۰۱۸م، د سپتمبر ۲۶مه
څلور کاله مخکې له امريکا سره کرغېړن، ناولی او نا روا امنيتي تړون د جان کيري د حکومت په لومړيو ۴۸ ساعتونو کې لاسليک شو. د دغه تړون د سياسي، ستراتيژيکو او سيمه ييزو پايلو په اړه مو په وار-وار خبرداري ورکړل. آن د اسلام له نظره مو له بالفعل محاربې او يرغلګرې امريکا سره د دغه تړون شرعي حکم بيان کړ. له سياستوالو، متنفذينو، خبريالانو او تحليلګرانو سره مو په دې اړه پراخې سياسي ليدنې کتنې وکړې. د ټولنيزو شبکو پر مټ مو هم سياسي کمپاينونه ترسره کړل، ترڅو د دغه تړون پايلې، د هغه کرغېړنتوب او شرعاً نارواتوب خلکو ته بيان کړو.
مګر بيا هم ګڼ شمېر داسې کسان وو چې د ريښتيني ناجي «اسلامي دولت؛ خلافت» د تاسيس چاره يې بې وخته او له کوه طور څخه بنو اسرائيلو ته د تورات راوړل ګڼل. اما له امريکا سره امنیتي تړون يې د سامري د خوسي په څېر عاجله حللاره او د خلاصون يوازينۍ چاره بلله. د سامري د خوسي د پلويانو په سر کې، تش په نامه راغوښتل شوې مشورتي لويه جرګه، د هغې مشر صبغت الله مجددي، د وخت پارلمان، مدني ټولنې او ګڼې رسنۍ وې. دغو ټولو د اسلام پر بنسټ زموږ ټولو ويښوونکو سياسي هڅو ته شا کړه او د امريکا بلنې ته يې لبيک ووايه.
خو څلور کاله وروسته د دغه تړون اکثره پلويان په دې قانع شول، چې امنيتي تړون سراسر د افغانستان او د هغه د مسلمان ولس په زيان دی. امريکا د دغه تړون هېڅ مادې ته ژمنه نه ده. يوازې د افغان وژنې د قبالې په توګه ګټه ورڅخه پورته کوي. نه يې امنيتي ځواکونه تجهيز کړل، نه يې د پاکستان او تاجکستان د بريدونو پر وړاندې د افغانانو ملاتړ وکړ او نه يې د ملکي افغانانو د ژوند خونديتوب ته پام وکړ. بلکې افغانستان يې د چين، روسيې، ايران، پاکستان او امريکايي ګټو د تقاطع پر ټکي او د نشه يي توکو په مزرعه بدل کړ. تر دې چې په کابل کې پر خبريالانو، شيعه ګانو، په جلال آباد کې پر سنيانو او سکانو وژونکي بريدونه وشول. ګڼو ولسواليو او ځينو ولايتونو سقوط وکړ. فقر، لوږه او بېکاري خپل اوج ته ورسېده. لسګونه کمانډو ځواکونه د وسله والو له خوا ووژل شول، خو چا يې غږ وانه ورېد؛ مګر د طالبانو له خوا محاصره شوي داعشيان د هليکوپټرو په واسطه تر سياسي مېلمستونونو پورې يووړل شول. دې ته ورته نامعلومو الوتکو د بېلابېلو جنګي ډلو د تجهيز په موخه د افغانستان په ګوټ-ګوټ کې الوتنې وکړې. د جګړې ډګر يوازې د افغانانو په وينه ګرم وساتل شو، ځکه امريکايان د دغه تړون له برکته د جګړو له کرښو په شا شول او د پياوړو دېوالونو تر شا خوندي کېناستل. خپل هر جنايت يې د تعليم، تربيې، تجهيز او لارښوونې تر نامه لاندې د افغان امنيتي ځواکونو، کرايي قاتلينو او استخباراتي ځواکونو پر مټ د افغانستان په ګوټ-ګوټ کې ترسره کړ.
د صبغت الله مجددي په شمول، د مشورتي لويې جرګې ګڼ شمېر غړي، د پارلمان زیاتره وکيلان، حکومتي چارواکي، خبريالان او د مدني ټولنې ګڼ شمېر فعالان اوس په دې اند دي، چې پر دغه هوکړه ليک باید له سره کتنه وشي. مګر د هغوی د دغې غوښتنې پر وړاندې هم د امريکا سفارت لاس په کار شوی، د دوی دا هڅه يې بهرنۍ جاسوسي ګڼلې او غواړي په بېلابېلو لارو آن پارلمان ته د برياليتوب په واسطه هغوی ته امتيازونه ورکړي، ترڅو د امريکا له دغې سرې کرښې سره نور څوک تماس ونه نيسي. په دغه بهير کې ګڼ شمېر پورتني قشرونه چپ او حتی د تش په نامه پارلمان د ټاکنو پر کمپاين بوخت کړل شوي دي، مګر بيا هم په دې برخه کې پراخه نارضايتي دوام لري.
پورتني واقعيت ته په کتو پر ټولو افغانانو؛ چارواکو او رعیت غږ کوم چې زموږ حللاره د طور له غره څخه بنو اسرائيلو ته د تورات راوړل نه، بلکې ستاسو په کورنو کې په مصحفونو او د سنتو په کتابونو کې مدونه ده. تر زرو کلونو ډېره د خلافت د نظام تر چتر لاندې په برياليتوب پلې شوې ده، چې د اسلامي امت د طلايي دورې په توګه ياديږي. تاسو ټول مسلمانان یاست، د اسلام په لار کې مو ګڼې قربانۍ ورکړې دي. اوس څه درباندې شوي چې د امريکا او ناټو شتون او له هغو سره هوکړه ليکونو ته تسليم شوي یاست. يو ځل بيا په ټينګار سره وايم چې د امريکا او ناټو شتون ته تسليمېدل د سامري د خوسي په واسطه د غولېدلو او انحطاط حيثیت لري. که تاسو ټول په قرآن او سنتو او د هغو پر حللارو منګولې ولګوئ، د سامري مکر او چل باطليږي او په دې برلاسي کيږو چې د سامري خوسی وسوځوو او مسلمان ولس يې له شره خلاص کړو. دغه ريښتينې حللارې ته مو حزب التحرير رابولي! حزب التحریر د امت د ريښتيني لارښود په توګه د دې وړتيا لري، چې د ژوند ټولو ستونزو ته د اسلام پر بنسټ عملي ځواب ووايي. نو په دې اړه د «امنيتي تړون؛ د ذلت او مرګ تړون» تر نامه لاندې په سياسي کمپاين کې پراخه ونډه واخلئ، ترڅو د يرغلګرو، ښکېلاکګرو او د هغوی د خاينو لاسپوڅو مکر خپله دوی ته وروګرځوو.
﴿وَلَا يَحِيقُ الْمَكْرُ السَّيِّئُ إِلَّا بِأَهْلِهِ﴾ (فاطر: ٤٣)
او دغه ناوړه مکر يوازې د هغه د اهل لمن نيسي.
سیف الله مستنیر
د حزب التحرير ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس