جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د هند لخوا د کشمير ځانګړي دریځ د لغوه کېدو ترشا څه دي؟
بسم الله الرحمن الرحيم
د هند لخوا د کشمير ځانګړي دریځ د لغوه کېدو ترشا څه دي؟

پوښتنه:

سپينې ماڼۍ په يوه وينا پاڼه کې ويلي: د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته په ټلیفوني اړیکه کې وویل: هند او پاکستان باید د «دوه اړخيزو خبرو اترو» له لارې په جمو او کشمير کې شخړې را کمې کړي. (رويټرز، ۲۰۱۹/۸/۱۷) پای. د هند لومړي وزير نريندرا مودي په داسې حال کې په رسمي توګه کشمير له هند سره یو ځای کړ، چې ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ  د کشمير مسله لانجمنه ونه ګڼله. د هند لومړي وزير مودي د هند د خپلواکۍ د ورځې یعنې ۲۰۱۹م کال د اګېسټ پر ۱۵مه په يوه وينا پاڼه کې وويل: «حکومت یې هغه څه ترلاسه کړل، چې تېر حکومتونه يې په لاسته راوړلو کې پاتې راغلي وو.» (شرق الاوسط، ۱۶/۸/۲۰۱۹)!

پوښتنه دا ده: په داسې حال کې چې هند په رسمي توګه کشمير له ځان سره يوځای کړ، نو خبرو اترو ته څه اړتیا ده؟ دا چې پاکستان پوځي وړتيا لري، نو ولې د جهاد له لارې د کشمير د ازادولو لپاره اقدام نه کوي؟ او ايا امريکا په دې برخه کې څه رول لري؟ الله سبحانه وتعالی دې لوی اجر درکړي.

ځواب:

د دې لپاره چې پورتنۍ پوښتنې ځواب شي، لاندې ټکي څېړو:

۱-د نړۍ د ټولو سيمو په پرتله د امريکايي سیاستوالو لپاره اوراسیا سيمه تر ټولو مهمه ده او امريکا هڅه کوي چې په ياده سيمه کې يې پر وړاندې بل سيال سر راپورته نه کړي. په دې سيمه کې د امريکا پر وړاندې څلور بالقوه سيالان شته: روسيه، چين، جرمني او خلافت، خو د امريکا پر وړاندې بالفعل سيال چين دی. امريکايي ستراتيژي جوړوونکي د امريکا د ګټو پر وړاندې د شوروي اتحاد تر پرځېدو وروسته چين ته د لوی ګواښ په سترګه ګوري. امريکايي ستراتيژيستانو په عملي ډګر کې د چين سمندري ځواک د کمزوري کولو لپاره له اسيا پسفيک هېوادونو څخه ګټه اخلي.

دوی په اوراسیا کې د هند لويه وچه د چين ستر ځواک ټوکېدو پر ضد کارولې ده... او امريکا په اسيا پسفيک سيمه کې له يو شمېر هېوادونو لکه: تايوان، تايلنډ، ويټنام، فلپين، جاپان، اندونيزيا او استراليا سره ګڼ ايتلافونه کړي او په دې سيمه کې یې خپلې وړتياوې پياوړې کړې دي. په هند کې په ۱۹۹۰م کال د اتل بهاري واجفای تر راتګ پورې په دغې لويه وچه کې هېڅ لوی ايتلاف نه و. کله چې په ۲۰۰۰م کال ولسمشر کلېنټن له هند څخه لیدنه وکړه، نو هغه مهال له هند څخه پوره ګټه اخیستنه پیل شوه. په لنډه توګه ويلی شو، چې د بوش ادارې د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر له ۱۱مې پيښې څخه وروسته هند ته ځانګړی پام واړاوه. امريکا د خپلو پروګرامونو له لارې ګڼ شمېر اقدامات وکړل. د هند او چين ترمنځ یې پوځي ستونزې رامنځ ته کړې، چې له ډلې یې له هند سره د امريکا هستوي هوکړه یادولی شو.

۲- امريکا پوه شوه، چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير پر سر لانجه د چين پر ضد روانه مبارزه کمزورې کوي ... نو پر یادو لانجو د بريالي کېدو لپاره یې د هند او پاکستان د اړيکو د عادي کولو په موخه ځينې ګامونه پورته کړل. د دغه کار موخه دا وه، چې د هند او پاکستان ځواکونه د کشمير پر سر د نښتې پر ځای له امريکا سره د چين پر خلاف مرسته وکړي. امريکا په دې باورې وه، چې له هند سره د کشمير یو ځای کول او پر پاکستان باندې فشار راوړل به د دواړو تر منځ د پوځي شخړو مخه ونیسي او خبرو اترو ته به لاره هواره کړي. په دې سره به یاده لانجه ختمه شي، لکه په فلسطين کې د عباس اداره او شاوخوا عربي هېوادونه، چې د يهودي دولت پر ضد نظامي اقدام نه کوي، هغه يهودی دولت چې فلسطين يې اشغال کړی او د ټول فلسطين د نيولو هيله لري! له همدې امله نريندرامودي له هند سره د جمو او کشمير د يوځای کېدو او د نقشې د بدلون (population’s demography) پلان پيل کړ، چې د ۲۰۱۹م کال د اګېسټ پر ۵مه یې د کشمیر اړوند د اساسي قانون د ۳۷۰مې مادې د لغوه کېدو پرېکړه وکړي. يادې مادې کشمير ته په زياته کچه کورواکي ورکړې وه.

کشمير د دغې مادې له مخې په اساسي قانون، بيراغ او ډېرو نورو برخو کې خپلواکې درلوده، پرته له بهرنيو اړيکو څخه چې په هغو کې دفاع او مخابرات شامل دي. د دغې مادې په لغوه کېدو سره د بيا تنظيمېدو لايحه جوړه شوه، چې له مخې يې اشغال شوی کشمير په دوو سيمو ووېشل شو: جمو- کشمير او لدهخ دواړې سيمې يې په نوي ډهلي کې له فدرالي حکومت سره وتړلې. د هند مشرانو جرګې يوه ورځ وروسته د ۲۰۱۹م کال د اګېسټ پر ۶مه په ۱۲۵ موافقو او ۶۱ مخالفو رايو سره ياده لايحه تصويب کړه. د ۳۵ مې مادې لومړۍ فقره د هند د نورو سيمو اوسېدونکو ته اجازه نه ورکوي، چې په کشمير کې ملکیتونه او ځمکې وپيري. دا فقره هم لغوه شوه او د نورو ايالاتونو اوسېدونکو هنديانو ته يې اجازه ورکړه، چې په کشمير کې ملکیتونه وپیري او د دولتي دندو لپاره غوښتنليکونه ورکړي. د کشمير ډېری اوسېدونکي مسلمانان دي، نو ځکه دا يو کلتوري او ديموګرافيک بدلون دی... او هغه بدلون ته ورته دی، چې په پایله کې یې يهودي دولت فلسطين له ځان سره يوځای کړ او د هغه ديموګرافۍ ته يې بدلون ورکړ. هغه څه چې نتنياهو یې د امريکا په اشاره په فلسطين کې کوي، همدې ته ورته یې مودي په کشمير کې کوي. د هند لومړی وزير مودي د امريکا په اشاره او ملاتړ د اسرايلو د لومړي وزير تګلاره په کشمير کې کاپي کوي.

۳- کله چې هند اعلان وکړ، چې د کشمير ځانګړي دریځ به له منځه وړي؛ نو د پاکستان دريځ ډېر مايوسوونکی و، د شرم او رسوایۍ له امله یې له غندلو پرته نور هېڅ ونه کړل. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه بيان کې وويل: پاکستان په کلکه د نوي ډهلي نننی، یعنې د ۲۰۱۹م کال د اګېسټ د ۵مې اعلان غندي او ردوي. د هندي حکومت هېڅ يو اړخيز اقدام د دغې لانجې په حل کې مرسته نه کوي، که څه هم چې ياده لانجه د ملګرو ملتونو امنيت شورا په پرېکړو کې بيان شوې، چې پاکستان به د دغه اقدام پر ضد له هرې ممکنې لارې کار واخلي. (فرانس پریس خبري اژانس، ۵/۸/۲۰۱۹). په مسکو کې د پاکستان سفير قاضي خليل الله وويل: «پاکستاني چارواکي د کشمير په تړاو سملاسي له ديپلوماتيکو، سياسي او حقوقي لارو څخه د هند د وروستي اقدام پر ضد کار اخلي او يوه ځانګړې کميټه جوړه شوې، چې حکومت ته په دې اړه سپارښتنې وړاندې کړي.»

بل خوا لکه څرنګه چې فلسطينۍ اداره او شاوخوا عرب هېوادونه د يهودي دولت لخوا د فلسطين سپېڅلې خاورې نيواک یوازې غندي او د سرغړونو په تړاو یې یوازې نیوکې کوي، پرته له دې چې خپل پوځونه د جګړې لپاره چمتو کړي. پاکستان ورته رول لوبوي، جګړې ته نه چمتو کېږي او يوازې په غندنو بسنه کوي! دوی سربېره پردې موضوع ملګرو ملتونو او امريکا ته وړاندې کړه، چې هغوی د مسلمانانو ښکاره دښمنان دي!

۴- د پاکستان لومړي وزير عمران خان د ۲۰۱۹م کال د اګېسټ پر ۱۱مه پر خپل ټوېټر ولیکل: «د هند دغه اقدام لومړی دننه په هند کې مسلمانان ځوروي او وروسته بیا پاکستان په نښه کوي. دا يوه داسې هڅه ده، چې د توکم جاروکولو له لارې د کشمير په ديموګرافي کې بدلون راولي.» او ده له تش په نامه نړيوالې ټولنې څخه هيله وکړه، چې په دې لانجه کې منځګړيتوب وکړي او د ده په خبره نړيواله ټولنه صلاحيت لري، چې د هند مخه ونيسي! پاکستان دا هېره کړې، چې پوځي ځواک يې د هند مخه نيولی شي... دا هغه وخت په ثبوت ورسېده، چې هند د ۲۰۱۹م کال د فبرورۍ پر ۲۶مه اعلان وکړ، چې په يوه هوايي بريد کې یې ګڼ شمېر کشميريان په کشميري کمپونو کې وژلي دي. دا پېښه له هغه وروسته رامنځته شوه، چې ځينې کشميري ډلو د ۲۰۱۹م کال د فبرورۍ پر ۱۴مه اعلان وکړ، چې دوی پر هندي ځواکونو د برید په پایله کې ۴۱ سرتیري وژلي دي. پاکستان د هند تر برېد وروسته اعلان وکړ، چې دوې هندي جنګي الوتکې يې غورځولې، چې يو پيلوټ يې نيولی او دوه نور يې وژلي دي.

ياد ګام د پاکستان پوځي وړتيا په ګوته کوي، چې د هند مخه نيولی او ماتې ورکولی شي، خو پاکستانی رژيم هېڅ جدي اقدام نه کوي چې د هند مخه ونيسي. پاکستان د امريکا دستورونو ته غاړه ایښې ده او امريکا له پاکستان څخه غواړي، چې د دوو الوتکو تر غورځېدو وروسته شخړې را کمې کړي. په راپورونو کې راځي: «د امريکا د بهرنیو چارو وزير مايک پمپو د جیش محمد ډلې پر کمپ له برید وروسته له خپلو هندي او پاکستاني سيالانو سره ټلیفوني خبرې وکړې او پر دواړو خواوو يې ټينګار وکړ، چې له ارامۍ څخه کار واخلي او د شخړې او خطر له هر ډول ډېرېدونکي اقدام څخه لاس په سر شي.» هغه حتا د هند له دريځ څخه ملاتړ وکړ او زياته يې کړه: « هندي هوايي بريدونه د ترورېزم ضد وو او پر پاکستان يې ټينګار وکړ، چې په سيمه کې د تروريستي ډلو پر ضد جدي ګامونه واخلي.» (فرانس پريس، رويټرز، ۲۸/۲/۲۰۱۹). ياد بيان له هند سره د امريکا خواخوږي څرګندوي او د هند د هغو هڅو ملاتړ په ګوته کوي، چې هند يې په کشمير کې کوي. امريکا دې ته ورته د هغو هڅو ملاتړ کوي، چې اسرایيل يې په فلسطين کې د مسلمانانو پرضد کوي، چې هغه د خپل هېواد دفاع او ازادول بولي....

سربېره پردې پاکستان د عباس ادارې او عربو رژيمونو په څېر امريکا ته په تمه دی، چې په موضوع کې د دوی لاسنيوی وکړي، که څه هم پوهېږي چې امريکا د هند پلوي کوي. په واشنګټن کې د پاکستان سفير مجيد خان د ۲۰۱۹م کال د فبرورۍ پر ۲۷مه وویل: «د امريکا د بهرنيو چارو وزات اعلاميه د هندي دريځ ملاتړ کوي او هنديان نور هم هڅوي» او زیاته یې کړه: «په دې برخه کې د رول لوبولو لپاره، هېڅ هېواد د امريکا په پرتله وړ نه دی.» (فرانس پريس، ۲۸/۲/۲۰۱۹). يعنې که څه هم ده ومنله، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه د هند دريځ پياوړی کوي، خو بیا هم باوري دی چې امريکا په دې برخه کې رول لوبولی شي! د امريکا ځانګړتيا دا ده، چې د ملګرو ملتونو او امنيت شورا په وسیله دوی له خپل دريځ څخه پر شا کوي. دا هغه څه و چې پاکستاني رژيم وکړل او اعلان يې وکړ چې له هند سره نښته او تاوتريخوالی نه غواړي. د نوي ډهلي پر ضد به ملګرو ملتونو ته رسمي اعتراضليک وړاندې کړي، نور کم او زيات هیڅ نه کوي. رژيم ان اعلان وکړ، چې نيول شوی قاتل پيلوټ به هند ته سپاري او ویې سپاره. هندی پيلوټ يې د سولې د يوې نښې په توګه، لکه څرنګه چې ادعا يې کوله، هند ته وسپاره. کله چې هند کشمير له ځان سره يوځای کړ او له کشمير څخه یې کوراوکي واخيستله، نو پاکستان له ملګرو ملتونو امنيت شورا څخه د پټو دروازو تر شا د کشمير د حالت په تړاو د بېړنۍ ناستې غوښتنه وکړه... په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفيرې مليحه لودي د امنيت شورا پرېکړه وستايله، چې د کشمير په تړاو ځانګړې ناسته کوي. نوموړې زياته يې کړه، چې د کشمير لانجه به په نړيواله کچه مطرح کړي او حاضر دي، چې له هند سره ياده لانجه د خبرو اترو له لارې حل او فصل کړي. (العربيه الجديد، ۱۶/۸/۲۰۱۹)

۵- د پاکستان له دغه دريځ څخه ښکاري، چې ياد رژيم د هند پر وړاندې هېڅ پوځي اقدام نه کوي او نه هم د هند مخه نيسي، چې د کشمير د ځانګړي دریځ اخيستلو پرېکړه لغوه کړي او نيواک یې پای ته ورسوي. ټرمپ د ۲۰۱۹م کال د جولای پر ۲۱مه له عمران خان څخه چې د پوځ مشر جاويد بجوا او د څارګرې ادارې مشر فايض حامد هم ورسره وو، وغوښتل، چې د امريکا لپاره په افغانستان کې رول ولوبوي. ټرمپ هيله څرګنده کړه، چې پاکستان به له طالبانو سره په سياسي جوړجاړي کې منځګړيتوب وکړي، څو په افغانستان کې د امريکا ۱۸ کلنه جګړه پای ومومي. عمران خان سملاسي د ټرمپ دستور ومانه او ويې ويل: «زه به له طالبانو سره کېنم او هڅه به وکړم، چې له افغان حکومت سره خبرو ته کېني.» ټرمپ د پاکستان حکومت وستايه، چې امريکا ته يې ډېر خدمتونه کړي دي. نوموړي وويل: «د پاکستان استخباراتو امريکا ته د اسامه بن لادين د ځای په اړه معلومات برابر کړي و.» (رويټرز، ۲۲/۷/۲۰۱۹).

پاکستان د امريکا لپاره ګڼ چوپړونه کوي، په داسې حال کې چې امريکا د پاکستان په بيه د هند ملاتړ کوي! کله چې هند د کشمير کورواکي لغوه اعلان کړه، نو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وينا پاڼه خپره کړه، چې پکې راغلي وو: «موږ د هند او پاکستان تر منځ د کشمير او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو د نېغو خبرو اترو دوامدار ملاتړ کوو.» (رويټرز، ۷/۸/۲۰۱۹). امريکا د هند اقدام ونه غنده او نه يې له نړيوالو پرېکړو څخه سرغړونه وباله، خو د خبرو اترو يادونه يې وکړه، چې په دې کار سره يې عمران خان او د هغه رژيم مسخره کړ. دوی کومې خبرې اترې يادوي؟! په داسې حال کې چې هند په رسمي توګه کشمير له ځان سره يوځای کړ. له دې څخه ښکاري چې امريکا د ياد اقدام ملاتړې وه او له وړاندې یې په دې تړاو معلومات درلودل، ځکه هند له امريکا سره تر مشورې او د هغې له لوري د شين څراغ له ورکولو پرته په داسې يو اقدام لاس نشوی پورې کولی.

۶- موږ په خپل کتاب «سياسي موضوعات–اشغال شوي اسلامي هېوادونه» کې چې د ۲۰۰۴م کال د مې په ۲مه خپور شو، د کشمير په تړاو داسې ويلي و: «له همدې امله امريکا له هند او پاکستان سره يوځای تر خپل اغېز لاندې غواړي، چې دوی دواړه د کشمير په تړاو يو پوهاوی ولري. هغې د دې لانجې د حل په تړاو خپل لومړنی دريځ بدل کړی، لومړی يې غوښتل چې دغه موضوع په نړيواله کچه راپورته کړي، خو اوس له دواړو ښکېلو غاړو غواړي چې په دوه اړخيزه توګه ياده لانجه حل کړي. د امريکا اوسنۍ حللاره د کشمير پر دوو برخو وېشل دي، چې ازاد کشمير به په پاکستان پورې تړي او هغه کشمير چې د هند په ولکه کې دی د هند خاوره بولي.» اوس چې څه روان دي، موږ په خپل کتاب کې همغه څو کاله مخکې کې ويلي و. هند واقعيت ته په کتو اقدام وکړ او اشغال شوی کشمير يې له خپلې خاورې سره يوځای کړ.

۷- چين د هند دغه اقدام چې ۳۷۰ مه ماده وغنده، چې د «بيا تنظيم لايحې» تر نامه لاندې یې لغوه کوي. په دې سره اشغال شوی کشمير پر دوو سيمو وېشي: جمو-کشمير، او لدهخ او دغه دوې سيمې په ډهلي کې له فدرالي حکومت سره يوځای کوي. په ځانګړې توګه لدهخ چې د کشمير برخه ده او په تبت کې چين ته څېرمه پرته ده. هند له چين سره تر مشورې پرته ياد قانون تصويب کړ.

د چين د بهرنيو چارو وزارت ويانده هوا شينګ وايي: په دې وروستيو کې هند په يو اړخيزه توګه خپل کورني قانون ته په بدلون سره د چين عرضي تماميت ته زيان رسوي... داسې کړنې موږ ته د منلو وړ نه دي او عملي اړخ هم نشي خپلولی. د بهرنيو چارو د وزير وانګ يي غبرګون له هغه وروسته مخې ته راځي، چې نوي ډهلي تېره دوشنبه د هند او چين په لوېديځې پولې اړوند د لدهخ سیمه تر خپلې ولکې لاندې اعلان کړه. هوا شينګ ټينګار وکړ، چې چين تل له هند سره ځکه مخالف دی، چې په لوېديځه پوله کې د چين خاوره د هند د اداري ايالت تر نامه لاندې په ځان پورې تړي. (د چين د بهرنيو چارو وزارت ويناپاڼه، ۸/۸/۲۰۱۹).

۸- له پورته بيان شويو موضوعاتو څخه په لنډه توګه لاندې ټکي اخلو:

الف: د امريکا شين څراغ  او ملاتړ مودي ته دا واک ورکړ، چې۳۷۰مه ماده لغوه او د کشمير د یو ځای کېدو پروسه ترسره کړي. هند لا هم پر دغې پروسه کار وکړي، ترڅو مسلمانان کشمير هېر او د هند او پاکستان ترمنځ ستونزه حل شي. دې ته په کتو سره، چې دواړه هيوادونه په اوسني وخت کې له امريکايي تګلارې سره سمې خپلې کړنې سرته رسوي. امريکا او هند دواړو هېر شوي يا غواړي هېر يې شي، چې کشمير د پاکستاني او نورو سيمو د مسلمانانو لکه، نور اشغال شوې اسلامي خاورې، د دوی هستي ده....

ب: له هند سره د کشمير د یوځای کېدو په تړاو د پاکستاني رژيم ملاتړ او چوپه خوله پاتې کېدل په دې مانا نه دي، چې د پاکستان او نورو سيمو مسلمانانو او د دوی پوځونه به چوپه خوله پاتې شي. د دغه پوځ هوايي بريد د هند ياد دی او د هندي دوو الوتکو غورځېدل هم د هند په دماغ کې لا تازه دي. پاکستانی پوځ چمتو دی چې د کشمير ازادولو په موخه پر هند بريد وکړي، خو د عمران رژيم يې مخنيوی کوي. ياد رژيم يوازې د دفاع اجازه ورکوي او محدوديتونه هم پرې لګوي! که پوځ د جګړې لپاره چمتو شي څه به وشي؟ دښمن به په خپلو لاسونو ځان د تباهۍ کندې ته وغورځوي!

ج: چين د هند اقدام وغنده او د بهرنيو چارو وزارت یې يوه ويناپاڼه خپره کړه: «د هند پرېکړه يو اړخيزه ده، د چين عرضي تماميت ګواښي او له نړيوالو هوکړو سرغړونه ده. بيجينګ به د هند يو اړخيزه پرېکړه ونه مني، چې د کشمير حقوقي حالت ته بدلون ورکوي.»  (انادولو، ۶/۸/۲۰۱۹). چين پوهېږي چې دا کار په سيمه کې هند غښتلی کوي، هند ته له چین سره د سیالۍ توان ورکوي او د چين په څېر به يو سيمه ييز ځواک شي. د امريکا موخه هم په سيمه کې د چين د سيمه ييز ځواک ننګول دي. په ځانګړې توګه په کشمير کې د لدهخ برخه، چې چين ته څېرمه په تبت سیمه کې پرته ده او نفوس یې کابو ۲۷۰۰۰۰ تنه دی. له چين سره له سلا مشورې پرته د کشمير او د چين–هند پر لوېديځه پوله د لدهخ سيمې په اړه پرېکړه، د چين سخته غوسه وپاروله. که چين له هوښيارۍ کار واخلي او د لدهخ سيمه په خپله ولکه کې واخلي، دا به امريکايي تګلاره له ماتې سره مخ کړي. د دې پرځای چې د لدهخ سيمه د چين پر ضد د امريکايي ځواکونو په لومړۍ جبهه بدله شي، ښايي د دغو ځواکونو لپاره به په يوه داسې ګړنګ بدله شي، چې بيا به يي د راپورته کېدو هيلې خاورې شوې وي!

۹- په پای کې زموږ د بدمرغۍ سرچينه په اسلامي هېوادونو کې اوسني واکمنان دي. موږ خپل وياړ او پرتم ته د ګرځېدو لپاره  کافي ځواک لرو، ان زيات هم دی؛ ترڅو دښمن ته یو مرګونی ګوزار ورکړو! خو اوسني واکمنان چې له الله سبحانه وتعالی، نبي کريم صلی الله عليه وسلم او مومنانو سره يې خيانت کړی او خپلو بادارانو-کافرو ښکېلاکګرو ته پر ګونډو دي، همدوی پوځونو ته د اشغال شوو سیمو د ازادولو اجازه نه ورکوي. دغه واکمنان د ملګرو ملتونو او امنيت شورا په دروازو کې په ډېره سپکه او ذلیله توګه د څو ګولو ډوډۍ سوال کوي. دا هغه څه دي چې دوی ورته په تمه دي. خو پر دې ټولو ناخوالو او غمېزو سربېره بیا هم د مسلمانانو اشغال شوې خاورې له فلسطين څخه تر کشمير، برما، ختيځ ترکستان، قفقاز، چيچنيا او شاوخوا سيمې، کريميا او ټولو هغو سیمو پورې چې موذن پکې اذان کوي او د اسلام دښمنانو نیولې وي، د الله سبحانه وتعالی په زور سره به په اسلام کې داخلېږي او اسلامي بيرغ به پرې رپيږي. دوی به د ساتونکی امام، رښتني خليفه په دستور او د مجاهدينو د اسلامي پوځ پر مټ بېرته له اسلام سره يوځای کېږي....

هر هغه څوک چې غواړي په دې دنيا کې وياړ ترلاسه او په اخرت کې د جنت فردوس لوړه درجه خپله کړي، نو بايد لستوڼي بډ وهي او له دعوتګرانو سره يوځای د خلافت د تاسيس لپاره هلې ځلې وکړي او په دې لاره کې په اخلاص او صداقت سره خپل ځان او مال قرباني ورکړي.

﴿إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ * لِمِثْلِ هَذَا فَلْيَعْمَلِ الْعَامِلُونَ﴾

 [الصافات:۶۰-۶۱]

ژباړه: له شک پرته همدا ډېر لوى برى دى او د همدغه بریالیتوب لپاره باید عمل كوونكي عمل وكړي.

ژباړن: صديق احمدزی

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې