جمعه, ۱۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
خلافت دولت پر غمیزې تر بدلېدو وړاندې د «وبا» مخه نیسي
بسم الله الرحمن الرحيم
خلافت دولت پر غمیزې تر بدلېدو وړاندې د «وبا» مخه نیسي

 (ژباړه)

ټول نیوونکې ناروغۍ او غمیزې د بشري ژوند د واقعیتونو یوه برخه ده چې مسول مشران باید په لومړي ګام کې د داسې ناخوالو د پېښېدو وړاندوینه وکړي او تر پېښېدو وروسته یې د پراخوالي مخه ونیسي. ډېر ژر به خلافت دولت په هغه میدان کې چې د اسلامي خاورو اوسنیو واکمنانو پکې له شرمه ډکه ماتې خوړلې، بریالی شي. حکامو په پانګوالۍ کې پخپلو قدرتونو خلک او هغه کسان چې له دې ناروغۍ څخه یې د رغېدو هیله درلوده، ناهیلي کړي دي. د اسلامي خاورو اوسنیو واکمنانو د یوې پېړۍ په تېرېدو او د خلافت په نشت کې اسلامي امت له ذلت او بدبختۍ سره مخ کړی. په داسې حال کې چې له بل لوري یې پر دعوتګرو ساحه هم تنګه کړې، په زندانونو کې له هغوی سره ناوړه چلند او مخالف بیرغونه پورته کوي. ښکېلاګرو په داسې څه کې ګټه لیدلې او خلک د خپل میل خلاف د هغو غوښتنو منلو ته اړ کوي چې د هغوی اقتدار او د خپلواکۍ پر بنسټ واړه دولتونه یې ویاړ بولي.

اوسنیو واکمنانو د کویډ ۱۹ ناروغۍ په جریان کې د دې وبا د مخنیوي لپاره د سالمې حل لارې د موندلو او په سم ډول د امت د ستونزو د حل پر ځای امت ته د خیر ټولولو او سوال کولو لوښي په لاس کې ورکړل او له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کوي. پر دې سربېره چې واکمنانو د مسجدونو او سوداګریزو ځایونو په تړلو سره بیا هم د دې ناروغۍ پر مخنیوي او خلکو ته د لومړنیو اسانتیاوو په برابرېدو نه توانېږي.

د پانګوالۍ مخکښ هېوادونه هم په دغه ډګر کې له ماتې سره مخ شول. ډیموکراټیک نظامونه هم د دې ناروغۍ د پراختیا مخنیوي لپاره د چټک او پرې‌کنده اقدام په ترسره کولو بیاهم دا وړتیا نه لري چې مخه یې ونیسي. تاسو چین ولید چې نړیوالو ته یې د دې ناروغۍ د ګواښ په اعلان کې ځنډ وکړ؛ څنګه چې پخپلو ښارونو کې هم د دې وبا د مخنیوي لپاره په ځند لاس پکار شول. د دغه ځنډ پایله دا شوه چې د چین ښار ټول ښارونه پر کویډ ۱۹ ویروس ککړ شي. هغوی سخت اقدامات وضع کړل، خپل اقتصاد یې تعطیل او خلک یې په کورونو کې بندیان کړل؛ خو دا هغه وخت و چې کار تر کار تېر شوی و. د چین حکومت خپل خلک یوازې په هغو سیمو کې په کورونو کې بندیان کړل او د یو غیر ډیموکراټیک دولت په توګه یې دا کړنه ترسره کړه. خلک یې دې ته اړ کړل چې په عمومي ځایونو کې ماسک واچوي، دې ته په تمه نه شي چې د روغتیا نړیوال سازمان په عمومي ځایونو کې د ماسک اچولو اعلان وکړي. د روغتیا نړیوال سازمان د دغه بحران په لومړیو میاشتو کې له خلکو غوښتنه کړې وه چې ماسک وانه غوندي؛ په داسې حال کې چې ماسک اچول د دې ناروغۍ په مخنیو يکې ډېر ګټور دي. دا هغه روغتیایي لارښوونه ده چې د پانګوالۍ بنسټیزې ماتې ته ورګرځي.

اوسمهال ټوله نړۍ د روغتیایي تجهیزاتو له کمښت سره مخ ده. حتا دا د پانګوالۍ د بډایه هېوادونو واقعیت دی، چې د ټول نیوونکې ناروغۍ د خپرېدو پر اټکل او احتمال خبر و. څنګه چې تر دې وړاندې منځنۍ اسیا په مرغي او خوکي انفلانزا اخته شوې وه. په ډاډ سره ویلی شو چې دغو سترو اقتصادونو د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره لازم امکانات  او چمتولی درلود، خو پر دغه حال هم چمتو نه وو. ځکه د هغوی ایډیولوژي او د ژوند بنسټیز ارزښونه د اړتیا وړ توکو په تولید او تر لاسه کېدو کې بې وسه دي. د بیې مکانیزم او د ګټې معیار دا ټاکي چې څه شی او څومره تولید شي. کوم کس باید هغه پیدا کړي او همدارنګه کوم څوک باید له ناهیلۍ پرته هغه لارې خپله کړي؟ یوازنی کار چې هغوی یې ترسره کولی شي، د هر تامین کوونکي لپاره د بېساري پیسو ورکول دي چې هغوی ته یې د وړتیا زیری ورکوي. ځینو یوه برخه شتمنۍ لوټ کړې، دا چې د سپارښتنو بیې مخکې له مخکې ورکول کېږي. معیوب وړاندې کېدونکي توکي، نیمګړي قراردادونه او د سقم صحت یې مجهول وي. دولتي ادارې د سمندري غلو غوندې محمولې د خپلو هېوادونو له لارې هدایت کوي، روغتیایي توکي پخپلو سرحدونو کې ګرځوي، څو په دې سره هغوی ماسکونو او نورو محافظتي جامونو تر لاسه کېدو لپاره هڅه کړې وي.

ازمایښتي بستې هم له ورته واقعیت سره مخ دي او اوس د واکسین لپاره سمندري غلې روانې دي. د پانګوالۍ تر ټولو د باور وړ او سپڅلې قاعده د ګټې معیار او د بیې میکانیزم دی چې «ادام سمیت» د نالیدلي لاس نوم پرې اېښی دی؛ هغه لاس چې د توکو وېش او تولید هدایت کوي. د هغوی د نړیوالې عقیدې په باور د اقتصاد بازار پر تېره پېړۍ واکمن شوی دی. تر دې چې هر هېواد له کوم خنډ پرته ازادې سیالۍ ته دوام ورکوي، په داسې حال کې چې هر هېواد د خپلو ملي ګټو د ساتنې لپاره پر نورو هېوادونو پورې تړلو ته اړتیا لري. ټول دا هڅه کوي چې اړینې مرستې تر لاسه کړي، ځکه هېوادونه د خپلو اساسي توکو د نه تولید بیه پرې کوي. اوسمهال د نړیوال اقتصاد او ازاد بازار ایډیولوژي د دې ایدیولوژۍ پلویانو ته تر ټولو ستره غمیزه ده.

اسلامي امت د پراخې مادي او فکري شتمنۍ څښتن دی، خو د حکامو فقر، ماتې او د پانګوالۍ ناوړه کړنو د امت سترګې پټې کړې او هیلې یې خاورې کړې دي او همدارنګه دا څه هغوی ناهیلي کوي. مخکښه پانګوال دولتونه د واکسین په جوړېدو بریالي کېږي او د بېوزلو هېوادونو خلکو ته داسې ترسترګو کېږي چې هېوادونه به یې د غربي محصولاتو له ازمایښتونو او بازار موندنې معاملې پرته دا څه تر لاسه نه کړي. غربي رسنۍ او ښوونیز کتابونه په درواغو د واکسیناسیون پوهه «جنر» ته منسوبه کړې ده، په دغه مفهوم چې نوموړي په ۱۷۹۶ یم کال کې له «ابله ګاوي» ویروس څخه د دې ناروغۍ پر وړاندې د ساتنې لپاره د واکسین په توګه ګټه واخیسته.

په حقیقت کې عثماني خلافت انګلستان ته واکسیناسیون ورکړل. «ابله» ناروغۍ د ۱۸مې پېړۍ په اوږدو کې په اروپا کې د شاوخوا نیم میلیون کسانو ژوند واخیست؛ خو اسلامي خاورې او هېوادونه بیا د «ابله» ناروغۍ د واکسیناسیون درلودو په دلیل تر ډېره په امن کې وې.

«لیدي مونتاګو» په ۱۷۱۸ میلادي کال کې چې په ترکیه کې یې خاوند د سفیر په توګه دنده ترسره کوله، خپل شپږ کلن زوی ته یې د عثماني خلافت په وخت کې واکسین ورکړل. نوموړي خپل یو ملګري ته ولیکل: «زه تاسو ته یو څه لیکم، درېغی تاسو همدلته وای، «ابله» ډېره وژونکې ناورغي ده او په موږ کې ډېره خپره شوې ده، خو دلته بشپړه امن دی. هر کال پر زرګونه کسانو دا ناروغي تېرېږي، خو هېڅ داسې نښه نشته چې کوم څوک دې ترې مړه شوي وي. تاسو به داسې ګمان کوئ چې زه د دې تجربې پر خوندیتوب خوښ وم... زه په کاپي اندازه وطنپال او وطن دوست یم، چې په انګلیس کې د دې اختراع د اوږدمهاله ترسره کېدو له امله درد زغمم. ښه به دا وي چې په دې لیکنه کې په ځانګړي ډول دا موضوع د خپلو ډاکترانو لپاره یاده کړم.» لیدي مونتاګو هغه غربي کس و چې په اسلامي خاورو کې یې د واکسیناسیون د بریا په تړاو لیکنه وکړه.

اسلام په ځانګړي ډول د ټول نیوونکو ناروغیو درملنه کړې ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه داسې فرمایلي دي، بخاري پخپل صحیح کتاب کې له اسامه بن زیر او هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په نقل سره روایت کړی چې هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«إِذَا سَمِعْتُمْ بِالطَّاعُونِ بِأَرْضٍ فَلَا تَدْخُلُوهَا وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلَا تَخْرُجُوا مِنْهَا»

ژباړه: ‌‌که مو واورېدل چې په کومه سیمه کې طاعون ښکاره شوی، هغې خاورې ته مه دننه کېږئ او هر کله چې په کوم ځای کې اوسېدئ، هلته طاعون ناروغي ښکاره شوه، له هغې بېرون مه وځئ.

د بخاري او مسلم په روایت په یو بل حدیث کې چې الفاظ یې مسلم روایت کړي، له اسامه بن زید څخه روایت شوی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«الطَّاعُونُ رِجْزٌ أَوْ عَذَابٌ أُرْسِلَ عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَوْ عَلَى مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ فَإِذَا سَمِعْتُمْ بِهِ بِأَرْضٍ فَلَا تَقْدَمُوا عَلَيْهِ وَإِذَا وَقَعَ بِأَرْضٍ وَأَنْتُمْ بِهَا فَلَا تَخْرُجُوا فِرَاراً مِنْهُ»

ژباړه: طاعون یو رجز او یا عذاب دی چې پر بني اسراییلو او یا پر هغو کسانو چې تر هغوی وړاندې رالېږل شوي وو، راتله. نو هر کله مو چې واورېدل په کومه سیمه او خاوره کې ښکاره شوی، د هغې سیمې لور ته حرکت مه کوئ او هر کله چې ستاسو په اوسېدونکې سیمه کې ښکاره شو، بېرون ته مه ترې وځئ.

د قرنطین تر ټولو ښه نښه په زیانمنو سیمو کې لیدل کېږي چې د مسلمانانو له لوري لګول شوی دی. دا له زیانمنو سیمو او ښارونو څخه د نورو سیمو د سختې انزوا لپاره شرعي دلیل دی، پرته له دې چې ټول خلک پخپلو کورونو او زیانمنو شوو سیمو کې پاتې کېدو ته اړ شي.

ډیموکراټیک هېوادونه تل د سیمو او لومړنیو اقدامونو تر منځ له توپیر څخه ډېر وېرېږي او همدارنګه که مړینه نوره هم لوړه شي، د خلکو له پراخې غوسې، د روغتیایي سیسټم د پاشل کېدو او د ښارونو له بشپړ تړل کېدو څخه هم ډارېږي؛ حتا که له درانه اقتصادي زیان سره هم مخ شي. په اسلام کې حکومت د الله سبحانه وتعالی د رضا تر لاسه کولو لپاره وي، نه په سیاستوالو کې د خلکو د سیالۍ په هدف چې په شک او تردید سره په خلکو کې د خپل محبوبیت د تضمین هڅه کوي.

خلافت دولت به پر بهرنیو هېوادونو له تکیې پرته او نړۍ ته د اسلام د پیغام د لېږد پر وړتیا او د خلکو د اړتیاوو په پوره کېدو سربېره تاسیس شي او تر هغه چې د اساسي توکو په تولید کې پر ځان بسیا کېږي، له نورو هېوادونو سره به پراخه سوداګري ولري. خلافت دولت د مادي مرستو، درملو او واکسینو د تامین په برخه کې چې اوسمهال د خصوصي سکټور په ولکه کې دي، له خپل مسولیت څخه ځان شاته نه کړي. د امت روغتیایي اړتیاوې له کومې اندېښنې پرته په ډېرې اسانۍ له مخې لېرې کېږي. که کوم واکسین ته لاس رسی پیدا شو او امیني اړخ یې د تضمین وړ و، له شک پرته به هغه په یوه کارخونه کې انحصار نه وي؛ بلکې په ډېرو کارخونو کې به تولید شي.

له یوې پېړۍ ناکامۍ، ماتې او بېلتون وروسته څرګنده ده چې د راشده خلافت نظام د تاسیس وخت نېږدې شوی دی او غرب اوسمهال څنګه چې د دوی هیله ده، نړۍ نه شي رهبري کولی.

#أقيموا_الخلافة

#ReturnTheKhilafah

#YenidenHilafet

#خلافت_کو_قائم_کرو

لیکوال: دكتور عبد الله «روبين»

ژباړه: بهیر «ویاړ»

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې