جمعه, ۰۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د ۱۴۳۸یا ۲۰۱۷ کال د کوچني اختر په مناسبت د خپلې انترنتي پاڼې لیدونکو ته د اسلام د ستر عالم او د حزب التحریر د امیر شیخ عطا بن خلیل ابورشته پیغام
بسم الله الرحمن الرحيم
د ۱۴۳۸یا ۲۰۱۷ کال د کوچني اختر په مناسبت د خپلې انترنتي پاڼې لیدونکو ته د اسلام د ستر عالم او د حزب التحریر د امیر شیخ عطا بن خلیل ابورشته پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

ژباړه

ثنا او صفت د وي د عالمیانو پر پالونکي او درود او سلام د وي د رسول الله صل الله علیه وسلم پر کورنۍ او اصحابو.

مسلمه امت ته چې د الله سبحانه وتعالی په واسطه ورته کرامت ورکړل شوی او الله سبحانه وتعالی دوی ته په خطاب کې وایي:

كُنْتُمْ خَیرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ]

[آل عمران: 110]

اوس په نړۍ کې هغه غوره ډلې تاسې یاست، چې د انسانانو د لارښوونې او اصلاح لپاره رامنځته شوی دی. تاسو ته د نیکۍ په کولو او د بدۍ په نه کولو امر کوي. پر الله ایمان راوړئ.

ټولو مخلصو دعوتکوونکو ته چې د الله سبحانه وتعالی له لوري د اخلاص خاصیت ورته ډالۍ شوی. هغوی چې د حق خبرې کوي او نېک اعمال ترسره کوي الله سبحانه وتعالی یې په حق کې فرمایي:

[وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِی مِنَ الْمُسْلِمِین]

[فصلت: 33]

     د چا خبره به د هغه چا له خبرې څخه غوره وي چې هغه د الله لور ته بلنه ورکړه ،نېک عمل یې ترسره کړ او ویې ویل چې زه مسلمان( او د الله د اوامرو مننونکی)  یم؟

هغه چا ته چې دغه پاڼه په اخلاص او لېوالتیا سره ګوري او غواړي له ښېګڼو یې بریا او برکت لاسته راوړي، له الله سبحانه وتعالی  څخه هغوی ته د لوی او عظیم اجر غوښتونکی یم.

تاسو ټولو ته د کوچني اختر مبارکي وایم او له الله سبحانه وتعالی څخه ټولو ته د طاعاتو او عباداتو، روژې، لمانځه او نېکو کارونو د قبلېدو دعا کوم او د الله سبحانه وتعالی له دربار څخه غواړم چې تاسو د هغو کسانو له ډلې حساب کړي چې په دې میاشت کې یې تر ټولو زیات فیض او برکت ترلاس کړی.

همداراز له الله سبحانه وتعالی څخه غواړم چې دا اختر د نړۍ د مسلامانانو لپاره د ښېرازۍ او اسوده ګۍ پیل شي او وکولی شو راتلونکی اختر د رایه( د راشده خلافت د بیرق) او د لااله الله محمدالرسول الله تر ډال لاندې تېر کړو چې دا کار الله سبحانه تعالی ته ستونزمن نه دی.

په پای کې تاسو ته سلامونه وړاندې کوم او ستاسو د سوکالۍ لپاره د الله سبحانه وتعالی دربار ته دعا کوم. الله سبحانه وتعالی دې ستاسو نېک اعمال قبول کړي او تاسو دې له هرډول بلاو، کړاوونو او افتونو په امن کې وساتي.

[فَاللَّهُ خَیرٌ حَافِظًا وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِینَ]

    [یوسف:‌ 64]

الله ترټولو غوره ساتونکی دی او له ټولو مهربانو مهربان دی.

 

د اختر ماښام، د ۱۴۳۸ه ق د شوال میاشتې لومړی

د ۲۰۱۷ د جون میاشتې ۲۵ام

ستاسو وروو عطا بن خلیل ابو رشته

Last modified onسه شنبه, 27 جون 2017

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې