سه شنبه, ۰۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۱۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
له تاسو څخه هېڅوک باید په داسې حال کې وفات نشي، چې پر الله نېک ګومان ونه لري!
بسم الله الرحمن الرحيم
له تاسو څخه هېڅوک باید په داسې حال کې وفات نشي، چې پر الله نېک ګومان ونه لري!

(ژباړه)

پر مسلم باندې د نووي په شرح کې د «لایموتن أحدکم إلا وهو یحسن بالله الظن» تر باب لاندې په کم بدلون سره داسې راغلي: جابر بن عبدالله رضي الله عنه وایي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم له رحلت څخه دری ورځې وړاندې مې له هغه صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل، چې ویې فرمایل:

 «لایموتن أحدکم إلا وهو یحسن بالله الظن» (رواه مسلم)

ترجمه: له تاسو څخه هېڅوک باید په داسې حال کې وفات نشي، چې پر الله نېک ګومان ونه لري!

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې خبرې (لایموتن أحدکم إلا وهو یحسن بالله الظن) او د یو بل روایت (إلا وهو یحسن الظن بالله تعالی) په اړه علماوو داسې ویلي دي: انسان باید د مرګ پرمهال د الله سبحانه وتعالی له رحمت څخه ناهیلی نشي؛ بلکې د هغه رحمت ته باید هیله‌من وي.

علماوو پر الله سبحانه وتعالی نېک ګومان داسې تعریف کړی دی: «بنده باید ګومان وکړي، چې الله سبحانه وتعالی به رحم پرې کوي او بښنه به ورته کوي.» همدرانګه علماوو ویلي: «د روغتیا په حالت کې انسان باید د خوف او رجاء (وېرې او هیلې) په منځ کې په مساوي توګه ژوند وکړي». ویل شوي چې خوف ته باید د رجاء په پرتله لومړیتوب ورکړل شي؛ ځکه د مرګ د نښو په څرګندېدو او یا د بوډاتوب په وخت کې رجاء د خوف په پرتله ډېرېږي. له خوف څخه موخه دا ده، چې له ګناهونو او بدیو ځان وساتل شي او له عبادت او نېکو عملونو سره مینه او علاقه ډېره شي؛ مګر انسان د عمر په وروستیو کې کمزوری کېږي او دا ډول کارونه نشي ترسره کولی. نو ځکه د ناروغۍ په حالت کې لازمه ده چې انسان پخپله کمزروۍ اعتراف وکړي او پر الله سبحانه وتعالی نېک ګومان ولري.

موږ باید د ژوند په ټولو چارو کې پر الله سبحانه وتعالی نېک ګومان ولرو، ځکه نېک ګومان عبادت دی. ابن مسعود رضي الله عنه وایي: «قسم پر هغه ذات چې یوازې هغه د عبادت وړ دی، بنده چې پر الله سبحانه وتعالی هر ډول نېک ګومان کوي، الله تعالی همغه شی ورکوي؛ ځکه خیر د الله سبحانه وتعالی په بلاکیف لاس کې دی».

همدارنګه په حدیث شریف کې یادونه شوې، چې انسان باید د مرګ پر مهال پر الله سبحانه وتعالی نېک ګومان ولري. د ژوند د سختیو، ستونزو، پورونو او حتی د دعا کولو په حالت کې پر انسان لازمه ده، چې پر الله سبحانه وتعالی نېک ګومان وکړي؛ ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «کله چې الله یادوئ، باوري اوسئ چې ستاسو دعا به قبلېږي.» نو کله چې د الله سبحانه وتعالی پر وړاندې دعا کوئ، پر هغه سبحانه وتعالی نېک ګومان ولرئ، ترڅو ستاسو دعا قبوله شي. زه پر الله سبحانه وتعالی نېک ګومان لرم، ځکه هغه د هرې ستونزې ښه حلوونکی دی.

موږ د توبې په حالت کې څومره اړتیا لرو، چې پر الله سبحانه وتعالی نېک ګومان ولرو؟

ابو هریره رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایتوي، چې هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل، چې الله سبحانه وتعالی ‌فرمایي:

«أذنب عبد ذنبا، فقال: اللهم اغفر لی ذنبی، فقال تبارک وتعالی: أذنب عبدی ذنبا فعلم أن له ربا یغفرالذنب ویأخذ بالذنب. ثم عاد فأذنب، فقال: أی رب اغفر لی ذنبی. فقال تبارک وتعالی: عبدی أذنب ذنبا فعلم أن له ربا یغفرالذنب ویأخذ بالذنب. ثم عاد فأذنب، فقال: أی رب اغفر لی ذنبی. فقال تبارک وتعالی: عبدی أذنب ذنبا فعلم أن له ربا یغفرالذنب ویأخذ بالذنب.أعمل ماشئت فقدغفرت لک» (رواه مسلم)

ژباړه: یوه بنده ګناه وکړه او ویې ویل: اې ربه، زما ګناه وبښه! الله تعالی وفرمایل: زما بنده ګناه وکړه او پوه شو چې داسې رب لري، چې ګناهونه بښي او په ګناه جزا هم ورکوي. وروسته یو ځل بیا د ګناه مرتکب شو او ویې ویل: اې ربه، زما ګناه وبښه! الله تعالی وفرمایل: زما بنده ګناه وکړه او پوه شو چې داسې رب لري، چې ګناهونه بښي او د ګناه له امله جزا ورکوي، وروسته یې بیا ګناه وکړه او ویې ویل: اې ربه، زما ګناه وبښه! الله تعالی وفرمایل: زما بنده ګناه وکړه او پوه شو چې داسې رب لري، چې ګناهونه بښي او د ګناه له امله جزا ورکوي، هر څه چې غواړې ترسره یې کړه، زه دې وبښم.

پر الله سبحانه وتعالی بد ګومان کول له نېک ګومان سره په ټکر کې دی او دا ډېر خطرناک دی. څوک چې پر الله سبحانه وتعالی بد ګومان وکړي، حرام کار یې ترسره کړی دی؛ یعنې پخپل دغه بد ګومان سره له الله سبحانه وتعالی څخه شکایت کوي او په داسې یې بیانوي: زما رب پر ما ظلم کړی او هغه څه یې ماته نه دي راکړي، چې زه یې وړ یم.

څوک چې ګومان کوي چې الله سبحانه وتعالی ورته نصرت نه ورکوي او ګومان کوي چې الله تعالی امت له دغه ناوړه حالت څخه نه وباسي او له خپلې نېکۍ څخه یې لرې کوي؛ په حقیقت کې دا کس هغه څه ته داخل شوی، چې اسلام منعه کړي دي. الله سبحانه وتعالی خپلو انبیاوو ته په داسې حال کې نصرت ورکړی، چې دوی له سخت حالت سره مخ وو. دا د نړۍ یو سنت دی، چې نصرت او خیر د دغه امت لپاره له سختۍ، رنځ او ستونزې وروسته راځي، نه دا چې په اسانۍ دې ترلاسه شي. موږ پر الله تعالی ایمان راوړی، پر هغه مو توکل کړی او نېک ګومان پرې لرو؛ نو باوري یو چې نصرت ثابت او نږدې دی او په دې هم باور لرو چې خلیفه به له اسمان څخه د ملایکو په مرسته ځمکې ته رانشي، چې موږ دې ورته په تمه شو؛ بلکې موږ باید پخپله د عمل ډګر ته داخل شو، ځکه الله تعالی تر هغه پورې د هېڅ امت حال نه بدلوي، ترڅو چې پخپله په ځان کې بدلون را نه ولي.

کوم ګومان چې موږ یې پر الله سبحانه وتعالی کوو، هغه دا دی چې الله تعالی به د دین د نصرت په لاره کې د کار کولو پایله په لاس راکوي او د بشري ژوند واقعیت دا په ډاګه کوي چې هغه وخت اوس رانږدې شوی دی. ولې به نه را نږدې کېږي، په داسې حال کې چې پر مسلمانانو یرغل کول هره ورځ، هر ساعت او هره دقیقه ډېرېږي؟ ولې به نه را نږېدې کېږي، په داسې حال کې چې مسلمانان د هغو کسانو په لار ګامونه ږدي، چې د خلافت د راتګ لپاره کار کوي؟ ولې به نه را نږدې کېږي، په داسې حال کې چې امت په شام او نور خاورو کې د توحید بیرغ پورته کړی او د قرآن د حاکمیت غوښتنه کوي؟ دغه ټولې نښې‌نښانې امت د هغې طریقې په لوري بیایي، چې د خلافت په بیا راتګ سره به ډېر ژر مسلمانان له یوه رښتیني بدلون څخه برخمن کړي.

اې ربه، پر تا مو ایمان راوړی، پر تا مو توکل کړی او پر تا نېک ګومان کوو! اې ربه، موږ هیله لرو چې خپله ژمنه دې پوره کړې!

اې ربه، د نبوت پر منهج راشده خلافت په چټکۍ سره زموږ په برخه کړې، ترڅو د مسلمانانو درد ارام او له ظلم او تېري څخه یې خلاص کړي! اې ربه دا ځمکه دې د خپل رحم او کرم په نور منوره کړه! آمین آمین!

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې