چهارشنبه, ۲۹ جمادی الاول ۱۴۴۷هـ| ۲۰۲۵/۱۱/۱۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
بسم الله الرحمن الرحيم
د سلووانیا ولسمشره یا له تاریخه ناخبره ده، یا سترګې پرې پټوي!

(ژباړه)

د سلووانیا ولسمشرې «ناتاشا پیرس موسار» د ۲۰۲۵م کال د نومبر پر ۹مه –چې د نومبر په ۱۰مه خپره شوه- له الجزیرې ټلوېزیون سره مرکه کې، د مسلمانانو له خاورې، قطر څخه وویل: «اسرایل د یوه دولت لرلو حق لري». پوښتنه دا ده چې دغې غیرقانوني یهودي ادارې ته دا حق چا ورکړی؟ ایا څوک شته چې تاریخ ولولي او بیا هم ونه پوهېږي چې دغه ناوړه اداره څرنګه د فلسطین پر سپېڅلې خاوره رامنځته شوه؟ ایا د فلسطین د خلکو هغه ټول‌وژنې چې د یهودو لخوا ترسره شوې، د تاریخ له عادلو لوستونکو پټېدای شي؟ د دغې ناوړه ادارې اساس څنګه د فلسطینیانو په ککریو او جسدونو کېښودل شو؟ د فلسطین خلک په ۱۹۴۸م او بیا په ۱۹۶۷م کلونو کې څنګه بې‌کوره کړای شول؟ دغه ټول د بریتانیا او ځینو اروپایي هېوادونو په مرسته او د فلسطین د ګاونډیو رژیمونو په خیانت وشول!

ځینې هغه دریځونه چې د سلووانیا دولت د یهودي ادارې خلاف نیولي، د سلووانیا ولسمشره نه شي ژغورلی؛ لکه په غزه کې د یهودو جنایتونو ته د «ټول‌وژنې» نوم ورکول، یا دا چې خپلې خاورې ته یې دوه اسرایلي چارواکي پرې نه ښودل؛ او یا هم له اسرایلو سره د ځینو وسلو د صادراتو او وارداتو د ترانزیټ بندول، یا د یهودي استعمار په اړه د سلووانیا دریځ او نور هغه دریځونه چې ځینو اروپایي او غیر اروپایي هېوادونو د غزې د جنایتونو –چې د انسان پر پوست وېښتان دروي- له رسوا کوونکې فاجعې وروسته په کمزورې بڼه اعلان کړل. دا ټول نه یوازې د هغې، بلکې د نړۍ د هغو نورو حکامو شفاعت نه کوي، چې د دغو جنایتونو د مخنیوي لپاره یې هېڅ هم نه دي کړي.

له ښکاره حقیقت څخه د هغې سترګې پټول نه په دې توجیه کېږي چې د مسلمانانو حکامو یهودي اداره –په پټه یا ښکاره- په رسمیت پېژندلې؛ نه دا چې دغه خاین حکام اړیکې ورسره جوړوي، د غزې د خلکو ملاتړ نه کوي او نه د نړیوال نظم دریځ چې د لویو قدرتونو تر کنټرول لاندې دی. باطل ته که هر څومره کمپاین وشي، هر څومره چکچکې ورته ووهل شي؛ بیا هم باطل، باطل دي او حق به په هر حالت کې حق وي.

اسلامي امت دغه دریځونه په خپله حافظه کې ساتي او نه یې هېروي. د سلووانیا ولسمشره - چې یهودو ته یې د فلسطین په خاوره کې د دولت لرلو حق ورکړی- باید پوهه شي چې د حساب ورځ نږدې ده؛ هغه ورځ چې موږ به ان‌شاءالله ډېر ژر د نبوت پر منهج دویم راشده خلافت قایم کړو. که څه هم عثماني خلافت بریالی نه شو چې په څوارلسمه پېړۍ کې د عثماني ـ هابسبورګ جګړې پر مهال په سلووانیا کې اسلام خپور کړي؛ خو راتلونکی خلافت به بریالی کېږي او که خدای کول هر د واک ځښتن به یې د خپل واک او موقف حساب ورکوي.

د حزب التحريرـ مرکزي مطبوعاتي دفتر

۱۴۴۷ هـ.ق کال، د جمادی الاول ۲۰مه

۲۰۲۵م کال، د نومبر ۱۱مه

د صدور ګڼه: ۰۲۷/ ۱۴۴۷

ژباړن: اسرار تکل

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې