- مطابق
(ژباړه)
له انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«ما من مسلم يغرس غرسا أو يزرع زرعا فيأكل منه طير أو إنسان أو بهيمة، إلا كان له به صدقة»
ژباړه: هر کله چې یو مسلمان نیالګی کېږدي یا یو شی کښت کړي او الوتونکی، انسان او یا څاروی ورڅخه یو څه وخوري، دغه کار (د محصول د څښتن لپاره) صدقه حسابېږي.
کله چې یو مسلمان د الله سبحانه وتعالی د رضایت او خوښۍ لپاره نېک عمل ترسره کړي او مېوه یې په دنیا او اخرت کې ترلاسه کړي، نو په زړه کې یې شور او ولولې راټوکېږي. هغه وخت نوموړی د ارامۍ او ډاډ احساس کوي او دغه نېک کار او ارامي بیانوي، ترڅو نور کسان هم د هغه ترسره کولو ته وهڅوي او نور خلک هم هغه څه وڅکي چې ده څکلي دي. د انسان روحیه په همدې توګه پیاوړې کېږي او په دغه کار سره د ژوند واقعیت احساسولی شو. انسان د یو شي په بښلو او ورکولو سره ارامه کېږي، نه د یو شي په ترلاسه کولو سره. د یو شي په بښلو او له نورو کسانو سره په مرسته کولو ارامي ترلاسه کېږي او برعکس بخل او ځانغوښتنه د ستړیا او ناارامۍ لامل کېږي.
مفاهیم سرچپه شوي او افکار بدل شوي دي؛ انسان د غرایزو او نفساني غوښتنو لوري ته مخه کړې، چې هېڅ حد او اندازه نه لري. انسان د دنیوي حرص او ګټې د جاهلي کشمکش له امله، د ابولهب او ابوجهل جاهلیت او د داړونکو ځنګل ته ورګرځېدلی دی، ترڅو بېعقلي او لودهګي ارزښت پیدا کړي او د حیواني غریزو اواز د پوهاوي او درک تر اواز لوړ شي. په دغه حالت کې ښېګڼې او بدۍ نه محاسبه کېږي. عملونه نور د اخرت په تله نه تلل کېږي او صدقه خپل ارزښت له لاسه ورکوي. له هغو کسانو پرته چې الله سبحانه وتعالی پرې رحم کړی دی، د نورو ټولو انسانانو وضعیت همداسې دی.
چېرې یې اې د مسلمانانو خلیفه! چې یو ځل بیا عدالت راوګرځوې او د اسلام مفاهیم بېرته را ژوندي کړې؟ چېرې یې اې عمر بن عبدالعزیزه! چې خپلو والیانو ته ووایې: د غرونو پر څوکو غنم وشیندئ چې هېڅ مرغه ونه وایي چې په اسلامي خاورو کې وږی دی...؟
اې ربه! د نبوت پر منهج خلافت ژر راوله، چې په واسطه یې د مسلمانانو ناوړه حالت پای ته ورسېږي او مصیبتونه ورڅخه لرې شي. اې ربه! په خپل کریم نور سره ځمکه روښانه کړه! اللهم آمین آمین!
ژباړه: بهیر «ویاړ»